مدرسه او ښوونځى
مدرسه او ښوونځى دواړه د ټولنې د وګړيو د فکري او علمي ودي
د لوړتيا لپاره هغه مراجع دي چې د ملت ټول وګړي بي له کوم توپيره دواړو ته اړتيا
لري. همدغه علمي ارګانونه دې چې موږ د دنيا او آخرت د نېكمرغۍ لوري ته سوقوي.
هروګړى ديوه كامل انسان په توګه علمى نړۍ ته ورپيژني او هر څه چې زموږ له ژوند سره
تړاو لري له همدېگ ورونو څخه لاره ورته پيدا كيږي.
دا يقيني خبره ده چې ټولنه له ښوونې اوروزنې پرته يوه نيمګړې ټولنه بلل کيږي. هر
وګړی چې له دغه نعمت څخه برخمن نه شي
د خپل دنيايې او اخروي مسړوليت اداينه نشي كولای او نه هم خپل خيراو شر پيژندلای
شي، زما څېړنه د مدرسي او ښوونځي په هكله
د يوي ستونزي د علت په توګه نه، بلکي دهغه تفريط او افراط په هكله ده چې زموږ ګران
هيواد يېگ له ډيره وخته راپه دې خوا په كړاو او كړكيچ كې اچولى دى. دغه مهمه ستونزه
هيڅکله په بشپړه توګه حل شوې نه ده او نه ورته د وخت د واكمنو لخوا پوره پاملرنه
شوي ده، له بده مرغه هر وخت دغه ستونزه په هيوادکې بابيزه ګڼل شوى او اهميت يېگ كم
ښودل شوى دى.
مدرسه او مسجد يواځي دديني او مذهبي زده كړو مراكز نه بلل کيږي، بلکي په سياسي او
ټولنيزو مفكورو هغه سمبال مراكز دي چې ددغه هيواد بچيان پكښي حقيقي روزنه اوزدکړه
ترلاسه کوي، د الله په وړاندېگ د ښه مسړوليت او د ټولني او ژوند په وړاندېگ
د انساني مسړوليت اوکرامت لپاره په عملي توګه ځان جوړونه ده، داسي زده كړه هيڅ
ستونزه نه ده او نه دغه روحاني مراکز کومه ستونزه راولاړوي. بالعكس په ټولو روزنيزو
اړتياوړ برخو كې انسان ته روزنه وركوي چې اخلاقاً د ټولنې خدمت ګار اوسي، په ټولنه
کې خلكو ته ضرر ونه رسوي، د اړتيا په وخت کې د خلكو سره مرسته وكړي
د خدای له بندګانو سره احسان او لورېينه خپل يو دائمي عادت وګرځوي. د خدای او خلكو
په وړاندی خپل مسړوليت سرته ورسوي، د رسالت پيغام د امانت په توګه خلكو ته ورسوي،
صورت او سيرت د خدای او د هغه د رسول پر طريقه برابر كړي؛ خلكو ته
د معاملاتو د حلال، حرام، مشبهاتو، مباح او مكروه توپيرونه وښيي، په اسلام کي
ټولنيز او اجتماعي عدالت هره ټولنه يوه سوكاله او سوله ييز چاپيريال ته سيخوي انسان
ته ددنيا او آخرت نيكمرغي او برياليتوب ورپه برخه کوی، معروف او منكر سره بېلوي.
ښوونځى هم د ټولنې او انساني روزني لپاره مدرسي ته ورته اهداف لري، د هيواد د
ځوانانو او ټولو وکړو ښي روزنې ته پاملرنه کوي يو داسې هدف ته لاره هواره وي چې د
ټولنې يو سالم، ګټور او با استعداده وګړى د خپل هيواد د چوپړ لپاره رشتونی خدمت ګار
اوسي، د ټولنې له كلتوري او عنعنوي ارزښتونو خبراوسي او د ټولنې د وكړيو د عصري
اړتيا وو په پوره كولو كې د هغوگ لارښوونه او مرسته وكړي. د نړۍ د سيالۍ په ډګر كې
د يوه ښه سيال نقش پر ځای كړي. د نړۍ له نويو پرمختګونو څخه هيواد برخمن كړي، د
ساينس او نوي ټكنالوژۍ په لويو نعمتونو سره د هيواد ټول وګړي برخمن كړي ترڅو
اقتصادي پرمختګ د هيوادوالوگ په ټولنيز ژوند كې ښه والۍ راولي، د خلكو د سوكالۍ
لامل وګرځي. ددفاع او امنيت په لاره كې د خپلو خلكولاس نيوى او مرسته وكړي.
د هېواد هر وګړی په دې ښه پوهيږي چې په هره ټولنه کي ښوونکي، عالم، قاضي، حقوقپوه،
انجنير، اقتصادپوه، ساينسپوه، سياستپوه، پيلوټ، ډاکټر او د بل هر هنر څښتن ته اړتيا
سته،
له هنر څخه زموږ هدف علم او پوهه ده، نه د هغه هنرخاوندچې په بله ژبه ډم ورته وايي.
موږ وينوچې زموږ ټولنه تراوسه په سيد جمال الدين (افغاني)، احمد شاه (ابدالي)
خوشحال خان،ميرويس خان، محمود (غزنوی) او نورو علمي او تاريخي شخصيتونو په علم او
پوهه وياړي. خو له بده مرغه ددغي اړتياد پيژندلو سره سره له ډيره وخته
د ښوونڅي او مدرسي تر منځ يو ډول توپير ليدل كيږي، د دغو دواړو مراکزو په منځ کي
رقابت تر سترګو كيږي. همدغه رقابت د وخت په تېرېدو سره د يو ډول فاصلې او په بل
عبارت د يو ډول نفرت لامل ګرځي چې ټول هېواد ديوي لويي بدمرغۍ کندي ته ورغورځوي.
ځكه چې زموږ د هيواد ټول وګړي د متعلمينو او مقلدينو حيثيت لري او مقلد په هر وخت
كې د يوه رهنما په لارښوونه پسي روان وي، همدا دوه مراکز مدرسه او ښوونځى دي چې د
هيواد لارښود او خلکو ته لارښونه کوی، كه خدای مه كړه د مشرتابه د مراجعو تر منځ د
تضاد او رقابت نخښي پيدا كيږي، نو په اوتوماتيک ډول ټول هيواد
د مخکښانو پر پله پرغبرګ مشرتابه وېشل كيږي او دا بېلتون د وخت په تيريدلو سره د
انفجار پولي ته رسيږي. دا چې دا انفجار به په خپله كيږي يابه د دويم ګړي لاس په
لمسون سره کيږي دا بيا بيل علتونه لري چې په هغو كي لوی علت د نظرونو بيلوالی دی.
دويم
د دغوارګانونو د اهميت نه پيژندل دی. له بده مرغه د ښوونځی ښوونكي ته دا مفكوره
وركول شوې يا هغه همداسي مفکوره پيدا كړې چې د مدرسي يا مسجد ښوونكي د زاړه كلتور
يا عنعناتو پالونكي دي. په نظر كې افراطي او ساده ژوند كوونكي دي، له عصري تمدنه
ناخبره دي او يا پام نه ورته کوي، په فقيرانه ژوند كې عزت لټوي، د سياسي او اقتصادې
رقابتونو مخالف دي او يايې په اهميت نه پوهيږي. نو له همدې كبله بايد ده ته په
خواره سترګه وكتل شي. په ټولنه کي بايد ظاهري عزت ونه لري او د منصب اومقام څخه بيل
وساتل شي، يوازي د مړي د غسل، تكفين او تدفين، د ماشوم په غوږ کې د اذان، د اسقاط
او خيرات، په مسجد كې د ماشومانو
د لومړنيو زده كړو او د خلكو د امامت لپاره د زكات او ورځني ټوك په عوض مصروف وساتل
شي او بس، بالعكس د مسجد او مدرسي
د ښوونكي په فكر کې د ښوونځيو ښوونكي او زده كونكي د يو بدعتي، فاسق، فاجر نااهل،
ددين او مذهب پريښوونكي، د اسلامي او كلتوري دودونو پايمالوونكي د لوېديزو او غير
اسلامي هيوادونو
د كلتورونو پلويان او د پرديو كلتور ته وده وركونكي ګڼل كيږي چې
د دغو دواړو سياليو لپاره په پوره دلائلو په هرډول حالاتو كې بيلابيل تبليغات شوي
چې د هغو پوره بيلګي هر وخت ليدل شوي دي. موږ وينوچې دوخت په تيريدو او د مختلفو
انقلابونو په راوستلو سره ښه روښانه شوي دي، دلته عمده او بنيادې انفصالونه راغلي
هغوی په شربلوسره ښه وده كړي ده. هر غليم په خپل وخت کې تري ښه ګټه اخستي ده. په
همدغو نظرونو باندې دهيواد هرڅه ته زيانونه رسيدلي دي، د وخت حكومتونو تردې مهاله د
دغو دوو تربيتي مرکزونو توازن نه دی ساتلی، ياهغو ورته پاملرنه نه ده كړي ياله دغه
حقيقت څخه دهغو سترګې پټې شوې دي. د وخت واکمنانو ښونځيو ته زياته دولتي بودجه وقف
كړي، هغو ته يې عصري تجهيزات او نور لوازم پر خپل وخت برابر كړي، د ښوونکو لپاره
يېگ عزت، كور، موټر او تنخوا، تخصيص كړي، ددغه ارګان دودې لپاره يې د تبليغاتو له
هري وسيلي څخه ښه كار اخستي دى. خو له بده مرغه دديني او مذهبي زده كړو لپاره يېگ
يوازي فقر كافي بللي د ى، سره له دې چې دواړه زده كوونكي
د ملت بچيان دې او ددغه ملت په حقوقو كې بې له کوم توپيره مساوي حق لري. يو د هيواد
په ګډه بودجه هډوکي کلکه وي، خپله اوکورنۍ د اصراف سره سره په دغه بودجه باندي
ساتي. مګر بل وګړی بايد فقروکړي او د هيوادوالو په سړه اووچه ډوډۍ په نيم نس
ژوندوکړی.
د دغو دوو سكتورونو په مينځ كې نه انډول ياد يوه سکتور له پامه غورځول د يو ډول
بېلتون لامل ګرځي. چي په تدريجي توګه د دې بېلتون او انفصال او د دغو سكتورونو په
اهميت نه پوهېدل نورهم په دغه بېلتون كې زيات والی راولي، د مثال په توګه: ملا د
انجينر په اهميت نه پوهيږي، او انجينر د ملا په ارزښت نه پوهيږي، يا يوڅه پوهيږي،
يا پوهيږي خو د بېلتون په ډيروالی سره د تعصب غوټه پيداسوې ده. همدغه تعصب ددغه
حقيقت د اهميت په باب د هغو پر سترګو پرده غوړولي وي، دا هغه ستر علت دی چې دوخت په
تيريدو سره يې د خلكو كړاوونه گزيات كړي دي، د دې لپاره چي د خلکو لپاره ښه روښانه
شي د مثال په توګه څو بيلګي د لوستونکو په وړاندي ږدم.
کله چي امان الله خان په ١٩١٩ ميلادي کال د فبروري پر ٢٣ مه په لغمان كي د
ناڅرگندوکسانو لخوا د خپل پلار تروژني وروسته قدرت ته ورسيد او له انګرېزانو څخه يې
د هيواد خپلواکي بېرته واخيستله.او د ده په وختو کي په هيواد کي عصري ښوونځي را
ووتل له همدغه وخته
د ښوونځي او مدرسي تر منځ درز نورهم مخ په ډيريدو سو،
د ښوونځي او مدرسي زده كوونكي د مقابلې په بهير کي د عقدي حد ته ورسيدل، دا مقابله
د محمدظاهرشاه او محمد داود خان په وخت کي نوره هم ګرمه شوه، د حكومتي چارواكو توجه
يوازي ښوونځيو ته ځانګړی وه، مسجدونه او مدرسي گ چې د مذهب او اسلام ښه زده كړه
پكښي کيدل اوكيږي يوازي د فقر په کچکول پوري وتړل شول، همدا لوی علت وو چې د
افغانستان طالبان يادديني پوهي زدکونکي
د زدکړي لپاره له افغانستانه بهر وتل. د هيوادنه د باندي به يې ديني زدکړه کول،
هغوی په بشپړه توګه له مكتب څخه بيل او ليري روزل كيدل.
دويم مثال د ثور په اوومه دكمونستي رژيم کودتاياخونړی انقلاب دی. د افغانستان د
هلاكت دغه تخم د ظاهرشاه او داودخان
د واکمنيو په وختونو كې پيدا شو، وكرل شو او وده يېگ وكړه، ددغو ګوندونو يا عقيدو
خلك د ښوونځيو او پوهنتونو له غيږو راوټوكيدل، په ټولنه كې دغه مكروب په ډيره بېړه
دهېواد تر هره ګوټه ورسيدی
د هيواد د شاهي نظام د كورنۍ په غيږ كې يېگ نفوذ و كړ د هغو ملاتړ يي خپل کړ، هغو
به په ډاګه او بربنډ ډول سره د مسلمانانو او اسلام پر مقدسو هدفونو ګوزارونه كول.
دغو عناصرو په هيواد کي په مختلفو نومونو تبارز وكړ، كله چې هغو د خپل زاړه ملګرې
داود خان پر سر ماله تيره كړه ، نويې د هغو په عقيده بريالى انقلاب وکړ،
دغو کمونستانو سمدلاسه په هيوادکېگ د علماء كرامو او دهغو
د پلويانو په نيولو پيل وكړ. محبسونه يېگ ځني ډك كړل آن تردې چې په ژوندونې يېگ
پرهغو هديري جوړي كړي. دغه وخت وو چې ښوونځي د اسلام پر ضد د مبارزې ستر مركزونه
وګرځيدل، د اسلام او مسلمانانو پر ضد به پكښي پلانونه جوړيدل د كمونيستي ايډيالوژۍ
كفري شعارونه به د ښوونځي د ښوونکي يازدکونکي لخوا خلكو ته رسيدل، د علماء كرامو،
مسجدونو، مدرسو او اسلامي مقدساتو پر ضد تبليغاتو د لومړې ځل لپاره په دغه هيوادکې
عادې بڼه غوره کړه. دکمونستانوداسي ناوړوکړونو په هيواد کي د ټولو مسلمانانو د صبر
كاسه وچړپول. مسلمانان له خپل خواږه هيواده هجرت ته اړ ايستل سول، په هيوادکي عامو
مسلمانانو ته هم دا احساس پيدا شو چې د د غو کرغېړنو څيرو په وړاندي د ملي قيام هڅه
وكړي او د اسلام د دفاع په لار کي د خپلو زړونو نفرت دكمونستي پرمختګ په وړاندې
ښکاره کړي.
دلته بيا هم مدرسه او ښوونځى په يوه مخامخ ټكر كې سره ښکيل شول. بيا هم ملا ساده
وګڼل شو. د ديني زده کړو د ښوونکي حيثيت كم وپيژندل شو، د هغوی د نابودی ياوركاوي
هڅي وشوي، كه څه هم په پوهنتونونو كې دشرعياتو پوهنځي شته او محصلين د فراغت سند تر
لاسه كوي ، خو د ديني زده كړو لپاره كافي نه دی ګڼل شوي. او يا دا چي د نورو عصري
مضامينو لټان چي په شرعياتو او دين بېخي خبر نه وي په اوتوماتيک ډول د شرعياتو
پوهنځي ته کاميابيږي. بيا دا خلک اثره قاضيان او څارنوالان جوړيږي چي د لېوانو دي
هم پلاور باندي وګرځي.
که څه هم د کمونستي رژيم بيخ او بنياد د خلکو په نظر له منځه ولاړی مګر بدبختانه د
كمونستي نظام تر نسكوريدلو وروسته بيا هم هغه كمونستی ډلي د ژبې يا سيمې له مخې د
مجاهدينو په ځينو جهادې ډلوكې تنظيم شولي. هغو په ډيرمهارت سره د خپلو ناوړو او نا
اسلامي كړنو، د اسلام او وطن سره د خيانت جبران گ د مجاهدينو په بدنامولو كې
ولټاوه، هغو خپله مجاهيدينو ته د ځينو مجاهدينو په پلوي ياد مجاهدينو په نوم اولباس
كې يوځل بيا ملت ته ګوزار وركړ، زموږ د هيوادوالو د وينو تويولو ته يې ادامه وركړه،
په هيواد کي يي دبې اتفاقۍ او بې اعتمادۍ فضاء گ نوره هم په ټينګه سره خپره کړه،
د تعصب او نفرت زړي يېگ په ټولنه كې وشېندل، همداراز د طالبانو په نظام كې هم ځيني
ناپيژندل شوي كسان ننوتلي وه. هغو به بې ځايه گ
د خلكو ځورونه كوله، د طالب په نامه به يېگ طالبان بدنامول، كه څه هم طالبانو په
پوره غور سره كوشش كاوه چې كمونستي څېري بربنډې كړي او له خپلو ليكو يېگ ليري كړي
خوطبعی خبره ده چی سل په سله کې دا مخلوط کړل شوی تخم نه سوای بدليدلای، لاتراوسه
دالړۍ روانه ده. دا چي ترڅوبه وي خدای تعالی ښه پوهيږي.
خبره د مدرسي او ښوونځي وه، د طالبانو اسلامي نظام بياتر ډېره مدرسو اومسجدونو ته
پاملرنه وكړله. د ښوونځيو سره يې دومره ليوالتيانه ښودله څومره چې مناسب وه ياخلکو
له هغوڅخه غوښتنه درلوده. له بده مرغه اوسني نظام بيا په پيل کي مدرسو ته په
يواړخيزه توګه شاوګرځوله مګر ښوونځيو ته يېگ نسبتاَ ډيره پاملرنه وكړه دا افراط او
تفريط دواړه د پيدا شوي واټن سره ښه مرسته کوي، د بېلتون ډيروالی راولي او نورو
بدبختيو ته لاره هواروي.
موږ وينو چې دا اوس هم دمدرسو او ښوونځيو ترمنځ ښكاره مقابله روانه ده، د ښوونځيو
قوت د مدارسو كدرونه بيواکه او بېگ صلاحيته كول غواړي، لوړې زده كړې چې د هيواد د
اوسنۍ اداري اساسي قانون د ځينو مقاماتو لپاره مناسب ګڼي د مولوی فضل الهادی (
شينواري ) غوندې شيخ الحديث له مخې ليري كوي كه څه هم هغه د خپل مسړوليت په دوره كې
گد شريعت ټول حدود د اوسني نظام
د رضامندۍ او خوشحالولو لپاره ناعملی پريښودل. په دغه هيوادکي
د شريعت د يوه حد اقامه گ هم عملي نه كړای سوه،دلته ښه معلوميږي چې پټ رقابت وجود
لري. د هيواد په هرګوټ کي د مدرسي طالب او استاذ د كفارو د سازشونو له امله په
مختلفو نومونو وژل كيږي، توهينيږي، بندی كيږي او..... ترڅو په دغه نوم سره ټوله
اسلامپالي ښه وټكول شي، آن په غربې مطبوعاتو كې خو لاخبره تر رسول اكرم صلى الله
عليه وسلم پوري ورسيده، د رسول اكرم په نوم كاريكاتورونه خپاره کړل سوه او د پاپ په
لمسونكو خبرو يې د اسلام توهين ته لمن ووهله، نور نو زموږ لپاره اصلي عامل ته لاره
پيدا كول او پيژندل او د حل لاري لټول پكار دي. موږ بايد يوازي د خلكو له احساساتو،
صداقت، فقر او مجبوريت څخه استفاده ونكړو كه چيري په رښتوني ډول هڅه او كوشش وشي چې
په ښوونه اوروزنه كې بنيادي او بنسټيز مشكلات حل كړای شي نو څو ټكي بايد په نظر كې
ونيول شي.
١- په ښونيز نصاب كې بايد له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پوري نغښتي تعليمات په
اوډلي ډول ځای كړل شي.
٢ - اسلامي ښووني د هر ټولګي د زده كونكي د ازمويني او بري مهمه برخه وګرځول شي.
٣ - اسلامي ښوونه د هېواد د ښوونيز نصاب داسي مهم ركن وبلل شي چې د ښوونو او لوړو
زده کړو د ملا د تيرحيثيت ولری.
٤- ښوونكي بايد په ديني او عصري تعليماتو باندې ښه سمبال كړاي شي.
٥ - د زده كوونكو يونيفورم د نظام په شكل خاص خو ملي شكل ولري داسېگ نه چې د پتلون
او نكټايې پر دی كلتور په زور تحميل کړای شي.
٦- په ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو كې پر اسلامي صورت او سيرت ټينګار وشي.
٧- د اسلامي تعليماتو سند او بريليك د نورو تعليماتو د سند سره معادل وپيژندل شي،
څو د هيواد ټول وګړي له يوه منظم اسلامي نصاب سره ليوالتيا پيدا كړي او اعتماد پر
وشي او وړتيا ته لومړيتوب او ارزښت وركول شي.
٨ - د شخصي ښوونيزو مراكزو او مدارسو په زده كوونكيو كې دي د سيالۍ د احساس د
پياوړتيا لپاره رغنده پاملرنه وشي.
٩ـ په پوهنتون کي بايد د هري رشتې انتخاب د هغې رشتې د زده کوونکو خخه وسينه داچي د
نورو مضامينو ټمبلان د نورو زده کوونکو ځاى ونيسي. وړاندي مو وويل چي مدرسې د
مکاتبو موازي ارګانونه ديخو په مسلکي توګه په پوهنتون کي يوازي د حقوقو او شرعياتو
رشتې لري که دا رشتې نور زده کوونکي له دوۍ څخه اشغال کړي نو بيا د ديني مدارسو زده
کوونکو ته کومه لاره سته چي خپله رشته انتخاب کړي؟
١٠- د نارينه او ښځينه تعليماتو د نامخلوط تعليم لاري چاري بايدبيلي وساتل شي.