مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د افغانستان بنسټيزي ستونزي




د نړۍ هيڅ دولت او ملت له ستونزو خلاص نه دی. په هرهيوادکې له ستونزو سره مبارزه او د حل لپاره اساسي لاره پيدا كول د هر ملت دنده ده چې هم هغه ملت يېگ تر نورو ملتونو ښه دركولاى او عملي كولای شي. په ټوله نړۍ کې دا يو عام رنځ دی چې د نړۍ په هرهيواد كې ساري او جوتي جرړي لري، خو د دې جرړو څېړنه د دغه رنځ
د عاموالي په څير عامه نه ده. بلکي هره څيړنه د سيمي په توپير خپلي ځانګړتيا وي لري.
څو لسيزي پر موږ تېري سوې، څومره قربانی وركول كيږي، څومره خلك ژوند له لاسه وركوي، څومري اقتصادي پلانونه شاته پاته كيږي، څومره سياسي چانسونه له لاسه وركول کيږي، خو د موفقيت لپاره بيا هم مثبت ګام نه ښكاره شوی او نه اخيستل شوى دى. كه اخستل شوى هم وي هغه حرکت دهيواد په ضرر تمام شوي دی او بالاخره د ساري ناروغۍ په ځير نړۍ په برخليك كې راسره شريكه شوه.
د ډيرو ژمنو، ډيرو همكاريو، ډيرو هلو څلو سره سره ددغه رنځ پوره تشخيص نه دى شوى او ياورته درمل پر وخت نه دي وركول شوي د دې څه علت دی، موږ څه ته ضرورت لرو، خلك څنګه ډاكټر غواړي، مرض څه شي دی، علاج يېگ څه دی؟؟؟ دا يوه پېچلې او سخته ناروغي ده چې ښه تشخيص او ښه درملو ته اړتيا لري.
د امريکايانو سره چی زه څه کم څلورکاله يرغمل وم ما د خپل توقيف په موده كې پر دېگ سختو ستونزو باندې د خپلي ذهني قوې او استعداد له مخې تحقيق كړي او همېشه به مي پر دېگ فكر كاوه چې دا ستونزي څنګه پيدا كيږي، څنګه خپريږي او بيا څنګه په ناسور باندې بدليږي او بالاخره د هغه لپاره علاج او درمل څه دی؟ مادلته څو علتونو ته په ځير سره خپل ذهن متوجه كړى چې زما په نظر اساسي علتونه دې او هغو ته مي د علاج او نجات لاره سنجولي ده الله تعالی دي وكړي چې زموږ دهيواد ځوريدلي او شريف وګړي تري استفاده وكړي او زموږ غريب هيواد ته څه ګټه ځني ورسيږي، زما دغه تحقيق پر اووه علتونو باندې ذهن ځغلولی دي چې په لاندي توګه يي ستاسو ګرانو لوستونكو په وړاندې ږدم :
لومړی : مدرسه او ښوونځى
دويم : قومي جوړښت
درېم: كلتوري ارزښت
څلورم : جغرافيايې اندېښنې
پنځم: كورني او بهرني سياستونه او پاليسۍ
شپږم: لوېديزه دموکراسي
اوم: نشيي توکي
دا اووه هغه اساسي بنيادونه دې چې هر بنياديې ځانته جلا باب او هر باب يېگ د جزئياتو په تناسب مختلف فصلونه لري.
دا يوه علمي، نظری څيړنه نه ده چې زه يېگ تاسو ته د يوه پروفيسور په توګه تقديموم، بلكي عملي او تجربوي څيړني ته ورته يوه نژدې څيړنه ده، چې د افغانستان ديوه وګړي په توګه د ډيرو ناخوالو د قرباني شويو وګړيو انځوروړاندې کوې، مګر د تجربو
د پړاوونو سره سره يوه علمې چاپيريال ته هم سرورننباسي. زه هيله لرم چې زما دغه وړه ډالۍ به زموږ ځوريدلو او كړيدلو وګړو ته ديوه ښه فكر په وړاندی عملي پلان ته لږ لاره ورلنډه كړي او د نورو خواخوږو او علمي كدرونو په نور زيار سره به ښه بشپړه شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery