مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مخدر مواد



په دې كې شك نشته چې مخدره توكي زموږ په ټولنه كې دډيرو ستونزو لامل ګرځيدلي او ګرځي، په عمومي توګه دا كښت د افغانستان لپاره لويه ګټه نه لري، مګر بالعكس د سياسي او اقتصادی پلوه ټول ملت له بيلابيلوستونزو سره لاس او ګريوان كوي، دا چې زموږ د هيواد د څو تنو يا اشخاصو پكښي څومره وړی ولاړه ده څومره ګټه يې ده، د نورو خلکو لپاره عام كيدلای نه شي. دا چې
د ټولنې لپاره يو جدی ګواښ او د هر حكومت لپاره لويه ننګونه بلل كيږي د ټولوهيوادوالو لپاره عام شكل لري، نو له دې کبله دا يوه عامه ستونزه بلل كيږي. كه څه هم د ځينو خلكو به څټونه ښه پكښي پلن شوي وي.
دا چې څوك دغه كار وبار كوي او څوك تري ګټه اخلي او څوك تري نشه اخلي دا ټول بهرنيان دی. هغوی په دي لړکې پوره زيار باسي او دغه تجارت ته ښه پراختيا اووده وركوي.
دا چې څوك پكښي ستړي ستومانه كيږي، متهميږي، وژل كيږي، بنديانيږي هغوی خوار افغانان دی، پردي سربيره يې وطن په همدغه نامه اشغاليږي، اقتصاد يې شاته پاته كيږي، پر كور او مال باندې يې د سروخوګانو، بېرحمو يرغلګرو لخوا چاپي وهل كيږي، ګټه يې دومره محدوده ده چې په مټي د يوه كال څخه تر بله كاله فقط ځانونه له مرګه وژغوري او بس.
اوس به وڅيړو چې زموږ د ښكلي هيواد لپاره دغه بدرنګه تخم څومره ګټه لري، څومره تاوان يا ستونزه لرې.
لومړى : د هر هېواد د اقتصاد لپاره يوه تر ټولو مهمه سرچينه زراعت دی چې د يوه هيواد لومړني مواد او د خلكو اړتياوي لكه غنم، وريجي، جوار، وربشي، ميوي، سابه او نور پوره كوي، او دويم لاس مواد لكه غوړي، كالي، بوره او دې ته ورته نور مواد. كه خدای مه كړه د هيواد اكثريت د مخدره موادو لكه تارياكو او بنګو له كښت سره بلد شي طبعي خبره ده چې د هيواد مهمه سرچينه (زراعت) به له منځه وړي چې په همدغه صورت كې به ټول هيواد دلومړنيو توکو په لاس ته راوړنه كې اړ او محتاج وي.
دويم: د دغه كښت په عامېدو كې اسانه ده چې خلكو ته نشيي مواد اسانه او په وړيا توګه پيدا شي، چې په نتيجه كې به يې دهيواد ډير وګړي په ځانګړې توګه ځوان نسل له دغه مهلك عمل سره روږدېږي. همدارنګه به دا كچه د هري ورځي په تيريدو سره لوړيږي.
دريم: هغه مواد اوميوه چې افغانان غواړي بهرنيو هيوادونو ته يې صادر كړي، له همدې امله چې له افغانستان نه پكښي مخدره مواد ليږل كيږي يا ونه ليږل شي، د تازه او وچو ميوو لكه انارو، انګورو، مڼو، انځرو، وچي ميوې او داسې نورو صادراتو مخه نيسي او هم يې بزګر او كروندګر د نرخ د ټيټ والي له كبله زيانمن كيږي.
څلورم: كه لږ نور دقيق وګورو نو وبه وينو چې په تركمنستان، ايران، ازبكستان، پاكستان، سعودی عربستان اونورو هيوادونو كې هره ورځ تر پنځه ويشت ډير افغانان د دغه توکي د قاچاق له امله وژل كيږي يا اعداميږي، همدا رنګه په سوونو نورافغانان په زندانونو كې لويږي، څوك وركيږي چې د مرګ او ژوند برخليك يې ټولې كورنۍ ته يو اوږد او دروند مشكل دی.
پنځم: په عمومي ډول د هر افغان تبعه لپاره چې كوم هيواد ته سفر كوي ستونزه راولاړوي. همدارنګه د افغانستان هويت او پيژند ته زيان رسوي چې دا هم دافغانانو د ځور سبب كيږي.
شپږم: په عمومي توګه د افغانستان ټول تجارت ته په هر جنس او نوع كې صدمه رسوي، په لوړه او كه په كښته كچه وي، حتى هوايې الوتنې مځكنيو او هوايې ترانسپورت او ډيپلوماټيكي حقوقوته.
اوم: د ملت او حكومت تر منځ هميشه اختلافات بدګماني او ترينګلتيا زيږوي چې هم د اقتصادی پرمختيا مخه نيسي او هم په همآهنګۍ كې بېلتون ته نوره لاره پراخه وي چې همدغه اختلاف له يوه پلوه مسافه ډيروي. دويم د امنيتي ستونزو سبب كيږي او له بله پلوه د حكومت سياسي موقف ته سخت تاوان رسوي، دا بېله خبره ده چې حكومت څنګه حكومت دی، اسلامي شرعي مستقل حکومت دی او كه يې عكس؟
اتم: تر ټولو غټه ستونزه داده چې د بهرنيو هيوادونو د لويو اعتراضونو سبب ګرځيدلي چې بالاخره د وخت په تيريدو سره يې
د هغو يرغل ته زمينه برابره كړه. لكه برتانيه چې په هلمند كې
د تارياكو د بندولو په نامه د خلكو د سرونو او اندامونو پريكولو بيرحمه قصابې شروع كړيده، چې په نتيجه کې يې ټوله سيمه په هغه بدرنګۍ اخته كړې چې وينو يې، دا لا خدای  ته معلومه ده چې دوی د خپل انتقام، د اسلام د بيخ ايستلو، د افغانانو د وژلو،
د همدې توکي د تجارت لپاره داسې ناتارجوړکړي او كه د بل كوم هدف لپاره؟؟؟
خو اوس يې همدغه نوم د ځان لپاره د يرغل مجوز اعلان كړى دی، همداسې نوري ستونزي چې دي ته ورته ستونزي دی ټولي
د افغانانو او افغانستان لپاره جوړيږي سره د دې چې په شريعت كې
د دغه كښت د جواز يانه جواز يوه بله مغلقه مسئله ده چي دلته يې څېړلو ته اړتيا نسته.
اما فايده اوګټه يې څومره ده ؟ په عموم كې افغانستان، افغانانو او سيمي ته پرته له څو لويو قاچاقبرانو د نورو كروندګرو لپاره
د تارياكو او چرسو كښت په لويه پيمانه ګټه نه لري چې د هغوی خپله او د افغانستان د عمومي ستونزو لس فيصده دې ورسره مقايسه کړای شي چې سړی پرې ځان او ملت ته قناعت او ډِاډينه ورکړي، كه په دی باندې پوره تحقيق او څيړنه وسي چې د مخدرو توکو ګټه او تاوان سره مقايسه شي په سل كې اتيا فيصده تاوان او شل فيصده احتمالي ګټه لري چې هغه هم د افغانانو د كم مهارت، ستونزو او مجبوريت اړخ دی او بس. زما په نظر افغانان ټول په دېگ ښه پوهيږي چې دغه كښت زموږ او زموږ د هيواد لپاره يوه مهمه ستونزه ده او ستونزه به هغه وخت حل كيږي چې دغه كښت په افغانستان كې په يوه بل كښت سره بدل شي، ترڅو خلكو ته د هغه د اړتيا وو بسنه وكړي،
د نړۍ هيوادونو هم دې ته ګوته نيولي چې تر بندېدو پوري په هڅو كې دې، نو دلته يو توافق وجود لري چې هغه پر ستونزو د نظر يو والي دی، مګر اوس يو توپير وجود لري چې هغه دوې ستونزي دې: كرل، او نه كرل. كيدای شي همدا يوه مشتركه ستونزه وي چې ظاهراً يو اړخيزه معلوميږي، ځكه كرل يې لكه ماچې ورته وړاندي اشاره وكړه ډير اړخونه لري او نه كرل يې هم يوه ستونزه ده چې هغه د افغانستان
د بزګرو مجبوريت او په عموم كې د نړۍ والي مافيا او قاچاقبرانو تجارت دی.كيدای شي د هيواد د ننه او له هيواده بهر ډېر ځواكمن لاسونه پكې د خيل وي، دا حقيقت دی چې دا دواړه ستونزي دې خو اوس دا خبره مهمه ده چې سړی يې معلومه كړي چې دنه بنديدو عوامل يېگ څه دي او رښتيا هم بهرنيان غواړي چې د دغه كښت
د بنديدلو په اړه اخلاص وكړي او كه هسي سندري دي چې په لوړ آواز سره يې بدرګه كوي، دوی په دغه مورد كې چې بند يې كړي او بزګرو ته بديل معيشت برابر كړي عاجز دی او كه څنګه؟ دا يوي عميقي څيړني ته اړتيا لري ترڅو مثبته نتيجه لاس ته راوړي.
لكه څنګه چې مي وړاندیگ ذكر كړل چې يوه ستونزه بين المللي تجارت دى چې امكان لري د مخدره توکو په بنديدو كې دې خنډ وي، دا چې د دغه بين المللي تجارت لوبغاړي او اصلي تجاران څوك دی دا هم يو مهم ټكي دي، دا چې د كوكنارو همدارنګه د چرسو كرونده ګر د ملګرو ملتونو د راپور له مخي په سل كې پنځوس بيا شپيته يا اتيا آن تر نوي فيصده پوري افغانى بزګران دي همدارنګه وړوكي تجاران او قاچاقبران هم افغانان دي چې مثال يې د لښتيو او وړو ويالو د كبانو دی نسبت د بحر او سمندر لويو كبانو ته همداسې مثال دی د افغاني وړو قاچاقبرانو نسبت و بهرني مافيا او قاچاق برانو ته، دلته دوه ټكي د پام وړ ټكي دی چې يو د رسمي منابعو دخالت او بل د غير رسمي تجارانو غير قانوني تجارت دی، ډير خلك په دې نظر دي چې رسمي حلقي د دغو قاچاقو او تجارت يوه لويه برخه تشكيلوی چې امريكا بريتانيا او نور غربې هيوادونه پكښي مثبت رول لري هم ديته ورته هيوادونه په آسيا او اروپا كې شته اما كوچني هيوادونه په هغو كې لوړ مقامات د وزيرانو او جنرالانو په كچه دخيل بلل كيږي. كيدای شي دا كچه تر نومړيو وزيرانو پوري همداسې ترڅار ګرو ادارو پوري غځيدلای شي، كه دا اټكل سم وخيژي نو د تارياكو او بنګو بندول تر كرلو ډير ستونزمن او سخت كار دی كه څه هم ځيني هيوادونه ظاهراً د هغو د بنديدو لپاره چنده وركوي او يا تبليغاتي او نظامي امكانات كاروي، دلته بيا دوه اړخونه لري. ګمان ګيږي ځيني هيوادونه هم د بنديدو لپاره هم د كرلو لپاره په تجارت بوخت دي.
دويم اړخ يې د بنديدو په نامه تجارت شروع او روان دی. د دې تجارت په لومړۍ کټګورې کښې هغه هيوادونه بلل كيږي چې قوي او مضبوطي ريښي لري، دويم يې د نورو هيوادونو په مرسته مټي مظبوطوي لكه ملګري ملتونه او له هغو سره تړليادارات او نوري انجوګاني او موسسات چې هيڅکله نه غواړي د تارياكو يا نورو نشيي توکوو تجارت دی په ټپه ودريږي، دا چې ملګري ملتونه او ترڅنګ يېگ انجوګاني نه غواړي دا خطرناكه كار ختم شي دوه دليله دي.
لومړی: د مخدره توکو په نامه ملګري ملتونه د پيسو د پيدا كولو ښه مرجع پيدا كړي چې ميليونونه ډالر له نورو هيوادونوڅخه راټول او خپله تري استفاده وكړي.
دويم : د ملګرو ملتونو په چوكاټ كې كيدای شي په لسګونو زره كسان او په سلګونو ادارېكار كوي چې د مخدره توکو د مخنيوي له فنډ څخه مصارف كوي او تري معاشونه اخلي همداسې ګمان كيږي چې څارګري اداري په همدغه سوري ياغار سرونه ننييستي دي.
همدارنګه د انجوګانو لپاره دغه دوه علته وجود لري چې دكوكنارو د بنديدو لپاره مهمه ستونزه ده، ځكه كه د تارياكو پلمه ودريږي نو كيدای شي هم فنډ او هم دفاتر بندشي او هم د ملګرو ملتونو انجوګانې، موسسات او كار كوونكي وزګاره شي، چې يو مثال يې د مخدره توکو پر ضد د افغانستان وزارت دى چې څومره بهرني مشاورين كار پكښي كوي او څومري ډېرې او پلني تنخواګاني لري. کيدای سي په اروپا او امريكا كې به تر ټولو لوړ معاشونه وي اوعزت به يې د يرغلګرو له برکته تر هغو څو چنده اوچت وي. سره ددې چې ګومان کيږي دغه مشاورين هغه ترټولوبي استعداده خلک دې چې په غربي نړۍ کي دکاوړتيانه لري.
د دې علت يو ښكاره ثبوت د اسلامي امارت وخت په ګوتوکولای سوگ چې كله په قطعي صورت تارياك بند شول يو جريب هم په سيمه کې نه وه كرل شوي، نو د دی لپاره چې ملګري ملتونه په دېگ كار مطمئن او باوري شي او بيا نورو هيوادونو ته په دې اړهـ قناعت وركړي چې تارياك او چرس په كلي توګه بند شويدي د هغو هيئت ته اجازه وركول شوه چې هغو سيمو ته ورشي چې وړاندی پكښي دغه كښت كرل كېدی ترڅو هغه سيمه په خپلوسترګووګوري. مګر د دې پر ځای چې نورو هيوادونو ته قناعت وركړي او يا له بزګرو اوکروندګروسره بديل كمك وكړي، ملګرو ملتونو او د هغو انجوګانو د امارت پر ضد منفي تبليغات پيل كړل، بهرنيو هيوادونو ته به يې ويل چې
د افغانستان اسلامي امارت د دی لپاره چې تارياك ارزانه شوي دي دا كښت بند كړ. ياداچې د طالبانو چارواکو خپله ډيرتارياک رانيولي او داسې نورخارجي منفي تبليغات. همدا رنګه به يې د دې په ځای چې كروند ګرو ته د حوصلي، كمك او بديل تخم معيشت خبري وكړي بالعكس يې د هغو په پارونه گ لاس پوري كړ ترڅو د حكومت او خلكو تر مينځ اختلافات او ستونزي راولاړي شي. بزګرو ته به يې ويل چې تاسو به څه خورئ! دا ځمكي خو ستاسو د ژوند لپاره كفايت نه كوي، حكومت ستاسو مشكلات په نظر كې نه دې نيولي، په شريعت كې هم دا كښت جواز لري قطعي حرام نه دی. په ځانګړي توګه ستاسو لپاره چې بله دعوايدو لاره نسته او داسې نور...
زه خپله په دې باندې پوره باور لرم چې ملګري ملتونه اوغربي انجوګاني چې په دغه اړه كار كوي مطلق سوداګر دي چې خپل تجارت په وړاندې بيايې د خپلو ګټو لپاره کارکوي ، ملګري ملتونه موسسي حتى وزير، معين، مشاورين، رئيسان ټول د دیگ ښي او په زړه پوري سوداګرۍ له ګټې څخه برخمن دی، ښه پلن څټونه يې پكښي وكړل
د ښو ماڼيو اوشتمنيو خاوندان شول چې کله يې مور او پلار په خوب هم نه وه ليدلي.
دويم اړخ يې سوداګريز ميکانيزم دی، په افغانستان كې د مخدره توكو تجارت په اوله كټه ګوري كې تر ډيره ترافغانانو پوري اړه لري چې ګټه يې ډيره كمه ده نسبت دويمي کټه ګورۍ ته، په دويمه كټګوري كې افغاني قاچاقبر او بهرني قاچاقبر ترخپل منځ مساوي شكل لري چې ګټه يې نسبت دريمي كټګورۍ ته ډيره كمه ده، دريمه كټګوري يواځي په بهرنی مافيااو قاچاقبرو پوري تړليده چې د افغاني قاچاقبرانو پكښي هيڅ دخل نشته چې ګټه يې نسبت تر ټولو لوړه ده همداسې څلورمه، پنځمه كټګوري ده. د مثال په ډول يو كيلو هيروئين د افغاني قاچاقبر په واك كې زر ډالره قيمت لري چې هغه لومړۍ كټګوري ده. داکټګوري ترډيره په افغانستان پوري محدوده ده، دويم لاس په ايران، پاكستان، تركمنستان او نورو ګاونډيو هيوادونو كېده تخمين څلور زره، پنځه زره ډالره قيمت ولري چې افغانان او بهرنيان ددغي سيمي پكښي برخه لري، دريمه كټګوري چې اروپا امريكا اونورو لري هيوادونو ته ځي شايد له پنځه ويشت زره څخه تر پنځو سو زروپوري قيمت ولري چې دا كار ټول د بهرنيو قاچاقبرو، مافيا او حكومتونو له لاري كيږي. افغانان پكښي هيڅ برخه نه لري، دا چې حكومتونه څنګه پدېگ قاچاقو كې ونډه لري، دا ګرانه خبره ده چې كچه يې معلومه شي، خو ويل كيږي چې ډېر د لوړو منصبونو خاوندان په ډيره لوړه كچه پكښي ونډه لري. همدارنګه تر ډيره شك كيږي چې دا كار امريكا او برتانيه د مخکښانوپه توګه پر مخ بيايې.
د دې کارگ يو عمده دليل د كولمبيا د کوکاينوکيدای سي، په كولمبيا كې افغانستان ته ورته وضعيت دی چې په لوړه كچه
د چارواكو مافيا پكښي دخيله ده. هلته د امريكا په مرسته دكولبيا نظامي مصارف د كوكينو له عايداتو څخه بشپړه كيدل او دا
د امريكايې نظامي مشاورينو په مرسته كيدل. همدا رنګه د امريكا
د حكومتي چارواكو په مرسته جنوبې امريكا ته د كوكاينو صادرات لېږديدل ترڅو د ځينو لويو ښارونو وګړي ورباندي معتاد وساتي چې دسياست له ډګره بې برخې پاته شي.
يو بل دليل د افغانستان د اسلامي امارت پر مهال هغه تهمتونه دی چې ملګرو ملتونو، امريكا او برتانيې طالبان په دې تورمتهمول چې ګواکېد طالبانو حكومت په مخدره توکو او قاچاقو كې لاس لري او د قاچاقو كاروبار كوي په پيسويې وسلي او مهمات رانيسي جنګ پري كوي. د هغو دليل داوو چې د اسلامي امارت تر راتګ دمخه
د تارياكو د كښت كچه په سل كې پنځوس وه. د طالبانو په واكمنۍ كې داکچه له پنځوسو نه شپته تر پنځه شپيته پوري پورته شوه. د دي دا ثبوت دی چې طالبانو دا كار كاوه په همدی خاطر دغه كچه لوړه وختله. كه طالبانو دا كار نه كولای نو دا كچه به حتمي كښته تللاى. سره د دې چې طالبانو په تدريجي شكل د درو كلونو په موده كې
د تارياكو او بنګو كښت په كلي توګه بند كړ، تر پنځوسو ډيري يې
د نشيې توكو د جوړولو فابريكي او په ټنونو چرس وسوځول، اوس چې د ناټو، ايساف، امريكا او برتانيې تر يوسل او پنځوس زره يرغلګر په افغانستان كې دې تريو سل او پنځوس زره زيات د افغانستان اردو او پوليس هم د دوی په چوپړ كې دې، د مخدره توکو د مخنيوي په نامه مستقل وزارت هم جوړ شوی دی، خو بيا هم د تارياكو او چرسو د توليد او كښت كچه تر نوي او پنځه نوي پوري لوړه ختلي ده. نو دا څه مانا لري؟ د دوي د دې ادعا پر اساس موږ په کلکه ويلای سو امريكا او برتانيه چې په بهرنيو يرغلګرو كې پوره واك او رول لري د دې كچي د لوړيدو مستقيم مسړول ، ټيكداران اوكار كوونكي دې.
يو بل دليل د افغانستان د اسلامي امارت په وخت كې د امارت
د زعيم په فرمان په ټولو هغو سيمو كې چې د اسلامي امارت تر واكمنی او کنټرول لاندې وي د تارياكو او بنګو كښت په بشپړه توګه بند او په عملي توګه دا كار په ټوله هيوادکې پلی شو، خو برتانيې، امريكا او نورو هيوادونو د ملګرو ملتونو په شمول هيڅ عكس العمل ونه ښود او نه يې د هغه د برياليتوب لپاره د كرونده ګرو او بزګرو سره څه مرسته اوكمك وكړ، آن تردې چې تش په وينا يې د دې كارهر كلی هم ونه كړ. سره له دې چې د افغانستان په تاريخ كې د مخدره توکي پر ضد دا تر ټولو لومړی ګړندی عملي ګام وو، چې نه يې له دوي څخه فوجونه، چمتووالي او الوتكي غوښتی او نه يې عسكر، يرغل اوجڼ اونه يې د ځان او مسلمانانو مرګ ژوبله غوښته، يواځينی هيواد ګاوندی ايران وو چې په هلمند كې يې يوه كمكي پروژه جوړه كړه كيميايې سره او د ځمكو د يوې کولو لپاره تراكتورونه به يېگ خلكو ته وركول تر څو پروژه د تارياكو د كرونده ګرو سره مرسته وكړي چې بيرته د دغه توکي كرنې ته پام وانه ړوي، دا چې اوس په سوونو زره عسكر په زرګونو ټانګونه په سونو الوتکي اونور تجهيزات افغانستان ته په خاصه توګه هلمند ته راولي په زرګونه ميليونه پونډه اوډالر خاوري كوي. په لسګونو زره افغانان په شهادت رسوي كورونه كلي په الوتکو اوچولکو او ټانګونو له خاورو سره خاوري كوي دهري ورځي په تيريدو سره خپل يرغلګر عسكر د تارياكو دله منځه وړلو په پلمه له لاسه وركوي، اخر څه مانا لري، زما په نظر دا اټكل به روغ وي چې په همدې سوداګری كې ستره ونډه لري مګرداسې مهارت او تجارت زيات عميق بيخ لرې والله تعالى اعلم.
يو بل دليل دادی چې موږ وينو چي د مخدره توکي پر ضد څومره تبليغات كيږي، وزارتونه، رياستونه، مديريتونه په ټولو ولايتونو آن په ولسواليو كې جوړ شوي، د خلكو لپاره چې په دغه كار و باركې بوخت دې د افغانستان په دننه کې د سزا لپاره خاصه محكمه جوړه شوي، چې په ځانګړې توګه د امريکايانو لخوا روزل شوي قاضيان لري. د هغو لخو معاش خوري،د افغانستان بې خاونده غريبوخلكو ته د بند حتى د مرګ سزاګاني اوروي، خو له بله طرفه هغه لوی لوی كارو بار كوونكي چې ګومان كيږي په ټنونو كارو بار به كوي او په دیگ تور تورن دې چې له بهرنيو قواوو سره ښي نژدی اړيكي لري او يا په حكومت كې ښه غټ اعتبار او مقامونه لري. هم ددې هنداري يو بل مخ دی چې دڅټ لخوا ځان ښكار كوي.
يو بل دليل دادی چې مخكي مو ذكر كړ. هغه دا چې اقلاً دا سوداګر يا كارو بار كوونكي په دري ډوله ويشل شوي دي چې په لومړی قطار كې افغانان راځي. هغه افغانان چې کروندګردي او
د مجبوريت له كبله يې ورته زړه ښه كړى دی. دوهم ډول د افغاني قاچاقبرو او بهرنيو قاچاقبرو واړه ګروپونه دې. دريمه ډله‎‎‎ د بهرنيانو نړيواله مافيا ده چې افغانان پكښي هيڅ ډول رول نه لري، تر ټولو غټ كاروبار چې لويو لاسونو، ډېرو پيسو او ټينګ امنيت ته اړتيا لري همداډله ده. دلته د سوال اوسرخلاصی خبره داده چې د دغه توليد لويه برخه په اروپا، استراليا، امريكا او ځينو آسيايې او افريقايېهيوادونو كې لګيږي، د هغو بازارونه په دغه توکي ګرم، ډك او په ميليونونو خلك يې پري معتاد دي. دا چې دلته اختصاصي محكمه جوړيږي افغانان چې ديوې، دوو تر لسو كيلو ګرامه په هيواد كې دننه او يا لږ تر لږه په نږدې كاونډيو هيوادونو كې د اختناق او مخمصي سره په مشابه وخت کې معامله کوي نيول كيږي، بنديان كيږي، وژل كيږي، په اعدام باندې محکوميږي، ولي هغه كسان چې دغه لوی كاروبار كوي په ټنونو مواد په كښتيو، الوتکو كې انتقالوي نه نيول كيږي او نه ورته ځانګړې محكمه جوړيږي؟؟؟
برتانيه، امريكا او نور غربي هيوادونه چې په ميليونونه خلك ويني چې معتاد دي په لارو، كوڅو او واټونو كې دغه مواداستعمالوي په دې باندي نه شي توانيدلاى چې دغه مافيايې قوه درك كړي،هم دې ته متوجه شي چې دغه خلك دغه مواد له كومه او په څه طريقه پيداكوي او څوك يې ورته راوړي. آيا افغانان دي كه د همدغو هيوادونو كاركونكي دي. د چا په مرسته د چا په الوتكو او كښتيو كې راوړل كيږي. دوی کولای شې چې په ډېر کښته مصرف او نه تلفاتو په دی كار سره موفق شي او هم يې مخ نيوی کولای شي، خو دا چې افغانستان ته راځي او بيا دلته د وينو په تويولو دا كار ترسره كوي څه مانا لري؟ والله تعالى اعلم.
دلته دا مهمه نده چې دا كار څوك كوي، څوك يې ګټه وړي، څوک ورباندې ځوريږي او څوک ورباندې مړيږي او پړسيږی. مهمه داده چې كه دا اټكل سم وخيږي چې ملګري ملتونه نه غواړي چې دا كښت دی ختم شي، دننه او بهر لوی لاسونه او حكومتونه په دی كې دخيل وي، د بلي خوا ځيني هيوادونه او واكمنان غواړي چې دا مضر كښت له منځه ولاړ شي، نو دا يقيني او معلومه خبره ده چې داد افغانستان او افغانانو لپاره يوه غټه مغلقه ستونزه ده، كرل يې هم ګران کاردی بنديدل يې هم ورته ګران او مشکل کاردی، دا ځكه چې په دواړه صورته كې افغانستان له امنيتي،اقتصادې او سياسي كړاونو سره لاس او ګريوان كيږي چې په نتيجه كې افغانستان او افغانان له سخت اقتصادی كړاو سره مخ كيږي چې هغه خپله د زرګونو بد مرغيو سبب ګرځي. ګټه او خوند به بل او يا كم افغانان تري اخلي او قرباني به يې ټوله ولس او ملت پر غاړه اخلي، دا چې اوس افغانانو ته څه په كار دي خلک هيڅ نه پوهيږي. د مثال په ډول که محكمي ته ورسو چې پر ځينو غريبو خلكو يې د بند او اعدام حكم كړى دی له بلي خوا په ټول هيواد كې دغه كښت كرل كيږي. حكومت د بهرنيو يرغلګرو په شمول په دې کارکي پاته راغلي چې په زور يا د خلکوپه قناعت سره داکښت په بشپړه توګه بندکړي. په نورو خلکو باندي چې واسطه اوقوت نه لري فيصله كول هيڅ حقوقي او قانوني اړخ نه لري، يوازي دا چې پر خلكو به د ظلم مانا ولري ځكه چې داسې پردی قضاوت نور هم د خلكو
د ځور سبب كيږي دا چې حل يې څه دی موږ به يې ان شاءالله څه ناڅه روښانه کړو.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery