د ډيورنډکرښه
لكه څنګه چې مي وړاندي يادونه وكړه د ډيورنډ ناولې کرښه
د افغانستان لپاره د ناسور د زخم حيثيت لري خو دا ناسور د مشكل په توګه هغه چا
افغانستان ته ور ډالۍ كړى دی چې همدااوس اوس
د مرستي او بشري خواخوږۍ په نامه زموږ وروڼه، خويندي ښځي او ماشومان تر مردكو او
ګوليو تيره وي، هره ورځ د مځكي غيږي ته
د افغانانو په لسګونو مړي او جنازي وراستوي، كلي او كورونه په بمونو، لويو لويو
توپونو او غټو توغنديو د خاورو سره خاوري كوي،
د ديموكراسي نظام د پلي كولو لپاره يې د وژلو او تبليغ ټول اسباب په كار اچولي دي.
دغه سړه بلا يوځلي بيا غواړي چې د دغه ناسور زخم وسپړي او پر زړو زخمونو باندې تازه
مالګي وشيندي، دا چې څه به كيږي، هغه به هغه وخت ته پريږدو، مګر موږ بايد د دغه
ناسور
د زخم اسباب په غورسره وڅيړو:
که د افغانانو پخوا ته ځغلند نظروکړو وبه وينوچې د نړۍ په تاريخ كې افغانانو له
خپلواكۍ سره د مينې يو ښه تاريخ درلود، د آسيا په زړه كې دغه ملت د زړه مراندي او
واګي سره نښولي دي، خو
د افغانستان عزت او وقار يې او چت ساتلی دی، مګر له بده مرغه چې له تيرو څو پيړيو
راپديخوا د نړۍ د يرغلونو ښكار ګرځيدلی دی، چې تر ډېره يې د نړۍ ژوندي تاريخونهـ
دعكس او تصوير ښكارندوي او شاهدان دي دا چې ولي نړۍ خوړونکو او حريصو بلاګانو ورته
خولي وازي نيوليدي مختلف علتونه لري چې يو عمده علت يې
د افغانانو د زعماوو خودخواهي او جاه طلبي په ګوتو شوې ده، چې البته په تدريجي توګه
د افغاني مختلفو قومونو د فرقوي، تفرقي او انشعاب سبب ګرځيدلي، چې په نتيجه كې يې د
افغان او اسلام
د ښمنو نړۍ خوړونكو ليوانو لپاره د يرغل زمينه برابره كړې ده.
د دې مثالونه ډير زيات دي او نتايج يې چې منفي اړخ لري ټولو خلكو ته بربنډ شوي دي.
موږ کولای سوگ هغه بېلګي له بيخه راوسپړو چې
د ډيورنډ منحوسه لانجه يې له دی يوولسو لسيزو راپديخوا لاينحله پرې ايښي ده،
احمدشاه ابدالى له هغو تاريخي اتلانو څخه يو اتل دی چې په ياد او نامه سره يې تر
اوسه پوري موږ افغانان وياړو او په نامه يې د غليمانو د ماتي يادونه كوو، احمدشاه
بابا د زيږو، خړو او ساده پښتنو په ټاټوبې کندهاركې دنيا ته سترګي راسپړلي وې. هلته
ستر شوي او هلته بيرته خاورو ته سپارل شوي دی. احمدشاه بابا د يوه لوی افغانستان د
جوړيدلو ابتكار په اسلامي نظام سره كړي چې هغه وخت يې د هيواد حدود د مشهد، بخارا
او بيا د هند تر نيمايې پوري رسيدلی دی. احمدشاه بابا په خپله واكمني كې اسلام او
اتحاد ته په نه ستړي کېدونكي توګه خدمت كړى. د اتحاد او اتفاق په مټ يې د غليمانو
ټولو دسيسو ته معقول ځواب ويلي دى.
كله چې لوی احمدشاه ابدالي په ۱۷۷۳ ميلادي کال له دنيا څخه سترګي پټي كړي دهغه
پرتاريخي ميراث دهغه زوی او لمسي ټټر ولګاوه، چې تر يو څه وخته يې د پلار ميراث په
نيمګړتيا سره وساته خو د هند ځيني برخي يې له لاسه ووتي. هند ته چې د انكريزانو د
استعمار لاس په تجارتي، اقتصادی او بشري نومونو باندې را اوږد شو، په همدې وخت کې د
افغانستان په وړاندی د شيطانت او دسيسو لاسونه دننه راوغځيدل، چې د افغانستان دننه
يې د دراني قومونو په بې اتفاقۍ كې پوره نقش ولوباوه، د بارك كهول يې د سدو د كهول
په وړاندې چې په حكومت كې يې ښه اعتبار درلود په قومي نامه راوپاراوه دهغه په نتيجه
کې د افغاني قومونو ترمنځ خونړي جنګونه پيل شوه. په پنجاب، سند، كشمير او د ډيلي په
شا وخوا كې د سيكانو او مسلمانانو تر منځ خونړي جنګونه تاوده شول، برتانوي شيطانانو
به ورته له ورايه د ګرميدو لمن وهله، د تيمورشاه تر مرګ وروسته دده 33 زامن چې د
بيلابيلو ميندو څخه وه هريوه يې
د سلطنت غوښتنه كوله؛ نوري هم دنفاق جرړي قوي كړي او د قدرت سيمه يې تر خپلو
قيادتونو پوري محدوده كړه، بالاخره په ١٨١٩ ميلادې کال كې د سدو کهول خپل واك له
لاسه وركړ. د پاينده خان تر بيرحمه وژني وروسته د هغه زامنو د زمانشاه په وړاندې
بغاوت پيل کړ چې جمله٢٣ تنه وه د هغو د هڅو په نتيجه کې د پاينده خان مقاومت د
هندپه وړاندې ډير ضعيف سو. له ځانه څخه يې دفاع نه سوای کولای چې تر ډېر تدريجي
مقاومت وروسته د سدو کهول
د حکومت په کارکې پاته راغى.. د بارک کهول ته ښه زمينه برابره سوه چې له موقع څخه
استفاده وکړي. د وخت په تيريدو سره د زمان شاه کورنۍ هدف ته ورسيدل. هغو د پاينده
اوسدو د کورنۍ په وړاندې ډير سخت عکس العمل وښود، حتى د سدو كهول يې د خپل پلرني
ټاټوبې (كندهار) څخه هم وشاړه چې د هند په سيمو كې تيت وپرك شول. چي تر اوسه هم د
هغو اولادونه د خان او پټان په نامه هلته خال خال ليدل کيږي . ژبي يې ګرځېدلي دي ،
خو د قبيلې نوم لا يو څه ورته پاته دى. څه وخت وروسته د باركزو كهول هم د بې اتفاقی
په رنځ اخته شول، لوی افغانستان يې پر وړو وړو ټوټو سره وويشی. هر ورور يې ځان د
يوي سيمي امير او واكمن وټاكه، چې د دوی په دې احمقانه کار سره د برتايې يرغل ته ښه
زمينه برابره شوه. برتانوي واکمنانو د هند سكهان دې ته چمتو كړل چې د سيمي د
آزادولو لپاره جنګ وكړي چې د هغه په نتيجه كې د باركزو واكمنۍ د هند ډيري سيمي د
كشمير تر پولو پوري له لاسه وركړې. كه څه هم امير دوست محمد خان د يوه امير په حيث
پيژندل كيدى؛ خو د هغه په مقابل كې ډيرو شخصي امارتونو وجود درلودی چې ټول په
باركزي قوم پوري تړلي وه.
د سكهانو له اختلاف سره سره شاه شجاع چې د سدوزو د پښي او
د پوپل د قوم د مشرۍ دعوه يې كوله په هند كې د برتانيې
د امپراتورۍ دمرستي په هيله شپي سباكولي، دلته دافغانستان
د واك پر سر خونړي خپل منځي جنګونه ګرميدله. ورځ په ورځ
د واكمنو د واك واګي سستيدلي چې د هري ورځي په تيريدو سره يې د برتانيې حرص ورژوندی
كاوه، په ١٨٣٨ كال كې برتانيه دې نتيجې ته ورسيده چې نور نو د افغانستان د خوړلو
وخت دی. د شاه شجاع غوندي ګوډاګى يې د دې ورځي لپاره نور هم ساتلي وو. شاه شجاع چې
د افغانستان په نيولو كې يې د برتانيېگ مرستې ته سترګي نيولي د هغو د مرستو په بدل
كې يېگ هرڅه پر ځان منلي وه. پر افغانستان باندې تر حملي وړاندی د شاه شجاع او
برتانيې ترمنځ ځيني قراردادونه په هند كې لاسليك شوه، چې د هغو له مخي كشمير،
پيښور، بنو، وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او نوري سيمي د برتانيې واكمنو سكهانو ته
ور بخښلې وې. قرارداد يې ورسره لاسليك كړی وو څو شاه شجاع په محدود افغانستان كې
محدود قدرت ته ورسيږي. په قرارداد كې د افغانستان بهرني او كورني سياستونه هم محدود
شوي وه. همداسې ډير د غلامي ټكي پكښي لاسليك شوي وه. كه څه هم شاه شجاع د كرزي په
شان د احمد شاه ابدالي
د وراثت دعوه كوله خو دې ته ښه متوجه نه وو، چې احمد شاه بابا ابدالي څه كول او څه
يې ګټل او دوى څه كول او څه يې بايلل؟
په هر صورت شاه شجاع د انګريزانو بدغوني لښكري د افغانستان پر مقدس حريم باندې
راورمولي په ١٨٣٩ميلادې کال كندهار ته د انګريزانو پر اسونو سپور راغی. د انګرېزانو
په مرسته يې هلته د پاچاهۍ اعلان وكړ چې په لنډ وخت كې يې كابل هم د امير دوست محمد
خان له لاسه وايست.
د کابل د دنګوغرونو په منځ کې يې د قدرت پر تخت تكيه ووهله ، خپل ارمان ته د
برتانوي عسكرو په مټو ورسيد.
که څه هم امير شاه شجاع له ډيرو اميدونو سره هيواد ته راغی او هدف ته ورسيد، مګر لږ
وخت وروسته هغه د دې کار په هکله خپله مايوسي او پښيماني وښودله ځکه چې انګريزانو د
اوسنيو متحدو انګريزانو په څير خپلسري كوله. د افغانستان د خلكو د زغم كاسه يې تر
څوكو پوري ورسوله چې له کبله يې د جهاد لپاره افغاني مجاهدينو پر انګريزي يرغلګرو
حملي پيل كړي. لږ وخته وروسته انګريزي يرغلګر د شاه شجاع د غلام حكومت په شمول د
سختي وارخطايى سره مخامخ شول، امنيتي ګډوډۍ زياتي شوې هرځای پر هغو باندې حملي جاري
او ورځ په ورځ زياتيدلي چې په نتيجه کې يې بالاخره په
٤٢ـ ١٨٤٢كال كې انګريزانو ماته وخوړه، د كابل او نورو سيمو پريښودلو ته اړ شول،
همدا د انګريزانو لومړنۍ ماته وه چې له درنو تلفاتو سره مل وه، له كابل څخه تر جلال
آباده پوري يې اوولس زره عسكر د مجاهدينو تر ګوليو تير شول، يوازي يو عكسر چې
(ډاكټر برايډن) نوميدى ژوندی پريښودل شو ، څو د نورو يرغلګرو له حالاتو څخه
برتانويان خبر كړي، خو برتانويانو دا ماته يو تصادف باله او حقيقي ماته يې نه منله،
همدا سبب وو چې د شاه شجاع د موافقي سره سم د دويم ځل لپاره يې بيا د افغانستان
خوړلو ته زړه ښه كړ، په ١٨٨٨ميلادې كال انګريزان د دويم ځل لپاره بيا د کابل د هسکو
غرونوڅوکو ته ورسيدل او د وخت واکمن امير شير علي خان يې له واكه ګوښه كړ.
امير شير علي خان تر خپلي ماتي او تيښتي وروسته په مزارکې
د روسانو د وعدي د پوره کولو په تمه د هغو د كمك انتظار كاوه
د هغه زوی محمد يعقوب خان يې په وراثت پاته وو، مګر روسانو پر خپلو وعدو هيڅ وفا
ونكړه. شير علي خان د روسانو له وعدو د نهيلۍ په وجه زړه چاودی په مزارکې مړ شو.
انګريزان يوځلي بيا د څه وخت لپاره پر افغانستان واكمن پاته شول. د شيرعلي خان ځای
ناستی امير محمد يعقوب خان يې د اسير په توګه له ځان سره وساته. د امير د اسارت په
وخت ياموده کې بيا هم انګريزانو څو قراردادونه په زوره په هغه باندې لاسليك كړل چې
دهغه له مخي كورمه، مردان، پيښور، كوټه او ځيني نوري سيمي انګريزانو ته وبخښل شوي،
خو د قرارداد متن د موقت وخت يالفظ ياديدو په ډول ليكل شوي وو، دا قرارداد د ګندمك
عنوان درلود، مګر د دوی له داسې کړنوسره سره هم له انګريزانو سره مقاومت دوام پيدا
كړ هغوی يې دې ته مجبور كړل چې افغانستان تر لږو تلفاتو وروسته پريږدي؛ خو د امير
عبدالرحمن په مريې ډوله توافق انګريزان له كابل نه پر شا شول، چې له درنو تلفاتو
سره د هند او افغانستان د پولي پر منځ دڅه وخت لپاره تم سول. د عبدالرحمن تر
قرارداد وروسته په اصرار او دوام سره انګريزانو غوښتل چې د افغانستان ډيري سيمي له
افغانستانه بيلي كړي چې لوی كندهار هم د دغه قرارداد يوه برخه وه، چې وروسته
افغانانو له ميوند او كندهارڅخه انګريزان د ديارلسو زرو عسكرو په له لاسه وركولو
تيښتې ته مجبور كړه، خو د ډيورنډ تر پولي اخوا سيمي چې اوسنی پاكستان يې د ځان
لپاره سرحد بولي هم داسې په مقاومت كې پاته شول. همدارنګه د ډيورنډ كرښي پر هغه بله
خوا به هميشه له انګريزانو سره پوره مقاومت كيدی. انګريزان به يې نه پريښودل چې پر
آرامه واوسي. دا مشكلات به ډير ځله افغانستان ته راتلل او د افغانستان د خلكو دود
به يې پاراوه. انګريزانو به
د خلكو پر كورونو بمبارۍ كولي او مسلمانان به يې شهيدانول، همداسې د مسلمانانو جهاد
او مقاومت د دوي په وړاندی دوام درلود، تر ١٨٩٣ كال پوري همداسې مشكلات روان وه چې
د افغانستان او هند تر مينځ كومه پوله او پانډل وجود نه درلود، كه څه هم برتانويانو
عبدالرحمن ته د بډو يا كمك په نامه دوولس لكه هندۍ كالداري وركولي چې وروسته يې كچه
اتلسو لكو ته لوړه شوه.
كله چې انګريزانو دا ومنله چې دوی په زور سره پر افغانانو حكومت نه شي كولای او نه
د دوی يرغل پر افغانستان باندې مثبتي پايلي لرلاي شي، نو له همدی كبله يې د سيمي د
ارامولو او د خپل اجتماعي شكست د مخنيوي لپاره بله د شيطانت لاره په كار واچول چې د
يوه سرحد په شكل د افغانستان د نفوذ مخنيوی وكړي. په همدي خاطر يې سر هېنري مورټېمر
ډيورنډ (Sir Henry Mortimer Durand) ديوه هيئت په مشري كابل ته واستاوه چې هغه طرحه
يا پلان په عبدالرحمن باندې په پټه او بډو لاسليك كړي چې دوی
د خپلي خوښي سره سم په يو اړخيزه توګه جوړ كړي وو. همدې طرحي د يوه قرارداد بڼه
درلوده چې بايد د ملت په توافق سره امضا شوي وای، په قرارداد كې د ډيورند كرښه د
افغانستان او هند تر منځ كرښه بلل شوي وه خو تردې زياته نا ارامه سيمه چې د سرحد
هغه بله خوا وه مستقله يا آزاده سيمه بلل شوي وه.
ويل كيږي چې عبدالرحمن په داسې وخت كې قرارداد لاسليك كړ چې د دې لپاره يو ډير
مكرجن محفل جوړ شوى وو چې په هغه كې برتانوي ښكلي پيغلي جوړي شوي وي. د نشي يا مستۍ
لپاره ډول ډول شراب تيار شوي وه، ګومان كيږي چې عبدالرحمن دغه قرارداد
د شهوت يا بيهوښۍ او نشي په حالت كې لاسليك كړي وي خو ښكاره دلائل د انګريزانو زور
او فشار ګڼل سوى دی.
وړاندی مو وويل چې په دې محفل کې پنځه ماده ييزه قرارداد لاسليك شوي وو. همدغه
قرارداد په يوه پټ ځای او پټه خوله سره لاسليك شوى وو، چې د ملت ټول وګړي ورباندې
ناخبره او د ډېورنډ د کرښي دواړي غاړي له دې تړون څخه ناخبري ساتل شوي وې، كله چې د
دغه مرموز قرارداد خبر خپور شو ټولو افغانانو په يوه خوله دغه
د غدارۍ قرارداد يو غلط او ناقانونه كار وباله چې ديوه قوم پر زړه
د پولادو چاړه راكاږي او دوې ټوټي کوي يې. افغان ولس دا
د انګريزانو مكر وباله د ټول هيواد لخوا يې يوه غير رسمي كرښه اعلان كړه، خو بيا هم
انګريزانو له زور، زبردستۍ او بډو څخه كار واخست. له بله پلوه د افغانستان د
واكمنانو د غلامی او سستی علت هم وو چې سيمه د انګريزانو تر نيمه واك لاندې تر ډېره
وخته پاته شوه. كله چې انګريزان دويم نړيوال جنګ وځپل تر هغه وروسته په ١٩٤٧ م كې
له هند څخه پر شا كيدل. د مسلمانانو په نامه يې پاكستان د هند او افغانستان د
مشتركي خاوري په ترکيب کې رامنځته كړ. كه څه هم د پاكستان جوړېدل او له هند څخه جلا
كيدل چې اوسنی بنګله ديش يې هم جز وو يو قانوني حيثيت د اکثرو خلكو په رضايت خپل كړ
مګر پښتنو او بلوڅو ته پكې د برخليك حق ورنه كول شو. فقط د اسلام په نامه د پاكستان
په څنګ كې معلق پاتي شوه چې تردی دمه هم دا مغلقه معضله د بې خاونده مړي يا جنازي
غوندې بې سرنوشته پاته ده، دا چې د دې كرښي قانوني او حقوقي اعتبار څه دی؟ دا يوه
بيله مسئله ده. دا چې د افغانستان د امنيت او جوړيدلو لپاره فوق العاده خنډ ګرځيدلې
دا بله مسئله ده چې هره مسله يې بېل تفصيل غواړي.
د حقوقي پلوه دغه قرارداد يو اړخيز شكل درلود. همدارنګه امرعبدالرحمن خان يو داسي
امير وو چې د برتانيي د غلامۍ او شرايطو د قبلولو په نتيجه کې قدرت ته رسيدلی وو.
دغه مرموزه او له زهرو ډکه پريکړه يالايحه د افغانستان مېشتو قومونو او خلكو ته که
د ډيورنډ پر هغه غاړه كه پر دې غاړه پراته وه د قبول وړ نه وه. كله چې يو قرارداد
يو اړخيز شكل ولري او بيا د زور او فشار په صورت كې منځ ته راغلی وي هيڅ قانوني
حيثيت او اعتبار نه لري.
دويم: په نړيواله توګه د ملګرو ملتونو په قانون كې داسې ماده سته چې كله د قرارداد
يا تړون يو اړخ له منځه ځي نو د تړون متن يا اهميت هم ورسره ختميږي. له همدې كبله
چې برتانيي د مځکي
د کرې پر نيمايي برخه خيټه اچولې وه هند او د افغانستان ځيني سيمي يې په خپل واك كې
راوستلي وي، د انګريزانو دغه واكمني په ١٩٤٧م كې پای ته ورسيده. په نتيجه کې يې هند
آزادي واخستله همهغه وخت په كار وه چې د افغانستان مستعمره سيمو هم آزادي اخستي
وای. هغو ته د آزادۍ فرصت وركول شوى وای چې د خپل راتلونکي برخليك يې روښانه كړي
وای، لكه پنجاب، سند، بنګله ديش، سريلانكا او د هند نورو سيموته چې ته فرصت ورکول
سوى وو، ځكه چې د قرارداد او استعمار اهميت د دوی له واكمنۍ سره تړلی وو.
دريم: په ملګروملتونو كې په ١٩٦٨ م كال كې يوه ماده تصويب شوه چې د قرار له مخي يې
هغه ټول تړونونه بې اعتباره ګڼل شوي چې د زور له لاري تصويب شوي وه، څنګه چې
استعماري قوتونه هر څه په زور او فشار تر سره كوي همدا رنګه يې د افغانستان ډيري
سيمي په زور سره جلا كړي وي ځكه نو دغه تړون د ملګرو ملتو د پورتني پرېكړي او منشور
له مخې بې اعتباره بلل كيږي، په حقوقي ډول دغه دري مثبت دلائل وجود لري چې د ډيورنډ
كرښه يو ظالمانه او بې انصافه كرښه ثابتوي چې په هيڅ ډول قانوني او حقوقي ارزښت نه
لري افغانستان او افغانان يې ټولهـ په رسميت نه پيژني كه څه هم
د پاكستان واکمنو د وخت څخه په استفاده په افغانستان كي گله هر واكمن څخه د هغي
كرښي د مراعات او رسميت غوښتنه كړيده پاکستان په تکرار سره غوښتي دې چې د افغانستان
له ضعف او كمزوري حالت څخه لكه برتانويان استفاده وكړي خوله نيکه مرغه ميړنيو
افغانانو د شاه شجاع او عبدالرحمن غوندي هر څه ته زړه نه دی ښه كړی.
دا چې دا كرښه د افغانستان لپاره څومره ستونزه ده يا څومره ورته اهميت لري
رښتيادواړه سته اوځانته بيلابيل دلايل لري:
لومړى: دا چې د پاكستان او افغانستان تر منځ په رسمي ډول حدود وجود نه لري. دا خپله
يوه ستونزه ده؛ ځكه هر هېواد د خپلو حدودو د ساتلو مسړوليت لري دلته به امنيتي
مشكلات ترټولو ډير ستونزمن وي چې يواړخيز ډول مسړوليت يې بايد د يوي واكمنۍ ياحکومت
تر غاړه شي.
دويم: هغه سيمه ياسيمي چې په قانوني توګه په يوه اړخ پوري ونه تړل شي نو له هره
طرفه د پامه غورځيدلي وي، دهغو اقتصادي او تعليمي چاري به كمزوري مخ ته ځي، كله به
هم له پوره پاملرني څخه نه برخورداره كيږي ځکه د هغوی پرمختګ دسيمي تراهميت پوری
اړه لري.
دريم:ددغي سيمي ياسيمي ته د نه پام لرني له کبله به د دواړو هيوادونو تر منځ كله هم
د اعتماد فضا نه رامنيځ ته كيږي او نه به ديوه او بل هيواد دمداخلو مخه نيول كيږي.
هميشه به د دښمنی او رقابت په موقف كې قرار لري چې دا پخپله د بې امنيتی او بې
ثباتی لامل كيږي.
څلورم: د پولي د دواړو غاړو اوسيدونكي له يوه قوم او يوي كورنۍ سره ربط لري د دې
سره سره دواړې غاړې دوستی او د پولي او پانډل شراكت لري، كه هر وخت د پولي په يوه
خوا كې ستونزي وي نو د يوه بدن په څير به هغه بل لوری ورسره اوتومات ستونزمن كيږي
او سيمه به هم له دی كبله ورسره ستونزمنه وي.
پنځم: لكه څنكه چې مو وړاندې يادونه وكړه د دغه نه بېلېدونكي قوم بېلتون په شخصي
ژوند كې هم ستونزي راولاړي كړي؛ ځكه چې دغه وروڼه قومونه هميشه د يوه ګډ ژوند هيله
لري او ګډ ژوند غواړي، د پولي په ويش دغه كډ ژوند د ډيرو ستونزو سره مخامخ كيږي،
بلکي مخه يې نيول کيږي.
شپږم: د پولي دواړو غاړو ته اوسيدونكي افغانان هر وخت
د داسي تومتونو قرباني كيږي چې اصلا بنياد او اساس نه لري همدارنګه د زيږنده ستونزو
قرباني به د تل لپاره ټول وګړي وي.
اووم: تر ټولو غټه ستونزه داده چې بهرنيو دښمنانو لكه څنګه چې دا كرښه ستونزمنه پرې
ايښي تري ناروا او بده استفاده كړي اوکوي به يې ترڅو د خلكو له سپيڅلي عقيدي، بې
علمی، كمزوري سياسي دريځ نه ناوړه استفاده وكړي او هر وخت يې د دوو اسلامي هيوادونو
تر مينځ د بې اعتمادۍ او نه باور سبب وګرځوي، هر وخت چې وغواړي چې د هغوی تر منځ
نفاق او ستونزه راولاړه كړي هلته د نفاق كاڼي اونوکان جنګوي چې هم ګټه او هم خوند
تري واخلي او هم د كوربه او غله ترمنځ منځګړ يتوب وكړي.
دا يوازنۍ ستونزه نه ده چې برتانوي شيطانانو د خپلي امپراتورۍ پر وخت افغانانو ته
ډالۍ كړي، بلکي ورته ستونزي يې په چين، هند، كشمير، پاكستان، سريلانكا، تايوان،
كوريا او نورو ځايونو كې هم تخليق كړي ترڅو سل يا دوه سوه كلونه وروسته هم تري
استفاده وكړي. د ډيورنډ اوسنی لانجه چې يو ځلي بيا د بهرنيو يرغلګرو په موجوديت كې
د هغوی په پارونه راپورته شوي د افغانستان لپاره يوه نوي ستونزه ده داچې موجوده
ستونزي ته به ګټه وكړي هيڅ فكرنه كوم دا چې خپله به يوه نوي ستونزه توليد كړي د دې
به انتظار وكړو. په هر صورت! داسې او دې ته ورته موضوعات بايد حتماً حل شي او دغه
جنازه چې له ډېره وخته را په دې خوا د خلكو پر اوږو بار ده خلك تري ستومانه شوي
بايد نوره دغه جنازه خاورو ته وسپارل شي او هيره کړای شې، خو دا چې څوك بايد دا
ابتكار وكړي دا يو ډير مهم سوال دی چې يوه مثبت او قانع كوونكي جواب ته اړتيا لري
او يو مناسب وخت غواړي. كه دا كار د جرګو او مركو له لاري كيږي او د سيمي د ميشتو
افغانانو د عنعناتو په توګه كيږي دا وروستۍ خبري دې، دالوی مشکل په موجوده بحراني
حالت کي نه د افغانستان حكومت حلولای شي نه پاكستان او نه په بهرنيو يرغلګرو پوري
اړه لري، دا د هغو قومونو مسئله ده کوم چې پر زړونو يې همدغو يرغلګرو يوه پېړۍ
وړاندي په بل نامه چاړه راكښلي وه، هم هغه په وينو سره چاړه او هم هغه قاتل چې نن
په بل رنګ ورته لمن وهي اوغواړي چې په خپلو لاسپوڅو څيرو خپل هدف ته ځان ورسوي
مشروع او مقبول نه دی.
زما مقصد دلته د ډيورنډ د فيصلي موضوع نده زما مطلب يوازي يوازي دادی چې ډيورنډ د
افغانستان په بنسټيزو ستونزو كې يو جز دی چې دغه جز د ستونزي يو اړخيز حل نه مومي
نو ډير يا نور مشكلات به وجود لري، خو دا چې د دی څه په كار دی؟ د افغانانو په
وروستي تصميم پوري اړه لري چې څه بايد وكړي؟ په دې وخت كې
د افغانانو هوښياري داده چې داسې موضوعاتو ته چې د بهرنيانو په پارونه ورته لمن وهل
كيږي ګوتي ورنه وړي او د هغه پر ځای كورنيو ستونزو ته پام واړوي، په لوی لاس هغو
غليمانو ته موقع په لاس ورنه كړي چې له ډيره وخته يې دغه تودي ښوروا ته خوله اوبه
كوي چې دا اوس هم د بهرنيانو، پاكستان، هند او نورو هيوادونو لنګي غواوي لوشي پيسي
او بډي په خيټو منډي چې په دی ترتيب هم ځانونه
د سولي او ثبات پلويان وبولي، هم په پټه سودا خيټي ډكي كړي او هم پر دواړو غاړو
پرتو محکومو ، مظلومو قومونو ته د پرديو په زور ټينګه لغته وركړي.
که خداى مکړه امريکايي يرغلګرو ته دايمي اډې ورکول سي ، نو دا به هم د ډيورند په
توګه د بلې ناپايې ستونزي په څېر افغانستان ته پاته سي . زما مشوره د يوه افغان په
توګه داده چي اوسنۍ اداره په ورځنيو اړينو چارو اکتفا وکړي اړ نوري لانجې راتلونکو
نسلونو ته جوړي نه کړي . دغه قدرت چي دوی پکښي د بل په مټ ناست دي خامخا تلونکى دى
او بيا پښېماني په درد نه خوري.