مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقره دسورت د،۱۳، ۱۴،او،۱۵، اود،۱۶، مبارکواياتوتفسيراوتحقيق،

تفسيرفضل الرحيم (۳)برخه
علامه محمد معين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ،
--------------------------------------------------------------------------
پوسه چی په دغه راتلونکی آیت کښی الله پاک دمناقانودیوه بل نارواجوابی کلام ذکر فرمایلی دۍ کوم چی دیوه بل نصیحت ا و موعظت په رد کښی ئې ویلی دۍ

لفظی ترجمه
(وَ) او (اذَا) هغه وخت ( قِيل) چي وويل سي( لَــهُــم) دوۍ لره يعني دغومنافقانولره دیوه ناصح له طرفه د نصيحت په ډول وویل سی(آمَِنوا) ايمان راوړۍ، يعني په الله پاک اوپه رسول صلي الله عليه وسلم اوپه قرآن مجيد باندي (کَ) په مثل( مَا) ددې آمَنَ) چي ايمان راوړئ دئ (النَّاس) دغو خلګو ،چي هغه أصحاب د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دي یعنی ستاسی ولی دخولو اودزړو لاری سره جلادی چی په ژبوسره دایمان دراوړلودعوه کوۍ اوپه زړوکښی داسلام دښمنی کوۍ خودغه سی ایمان راوړۍلکه دغوخلګوچی ایمان راوړیدی چی اصحاب کرام دی (قالُوا) نو وايي دوۍ يعني دغه منافقان ودغه نصيحت کونکي ته په جواب کي ( اَ) ايا ( نُؤمِن) ايمان راوړو موږ ( کَما) په مثل ددې (آمَنَ) چي ايمان راوړئ دئ( السُّـــفَـــهــاء ) دغو ناپوهانو ،،مرادددوی له سفهاؤڅخه اصحاب کرام
وه(الا) خبردار(ان) بيشکه (هم) دوۍ (هم)خاص دوۍ (السفهاء)کم عقلان دی (ولکن) مګر
(لايعلمون) (۱۳)نه پوهيږی دوۍ،،په دغه چي موږپه سفهاؤکښي حصريو اوسفهاءپه موږکښي حصردی،،یعنی اوهغه وخت چی وویل سی دغومنافقینولره چی ایمان راوړی لکه څرنګه چی دغوخلکوایمان راوړیدی ،،چی رسول علیه السلام اواصحاب دده دی یعنی په زړواوپه ژبودواړوسره مومنان سۍ ،اوپه اخلاص مومنان سۍنووائی دوی چی ایاموژ داسی ایمان راوړو لکه څرنګه چی دغوکم عقلانوایمان راوړی د ۍ ،الله ددوی په جواب کښی فرمایلی دی،خبرداربیشکه دوی خاص دوی کم عقلاندی مګر دوی په دغی خپلی کم عقلی اوجاهلتوب نه پوهیژی

پوسه
،چی دغوبدبختو منافقانوکوم چی سفاهت ، ناپوهي ، جهل ، او حماقت په أعلی درجه په دوۍ کښي موجود ؤ ، ځکه وداسي په أعلی درجه کښی عقلمندو انسانانو ته کوم چي أصحاب د رسول الله صلی الله عليه وسلم وه سفهاء ويل ، او خپل ځانونه ډير هوښياران ورته معلوميدل چي آخرت او دين د دوۍ په عقلو کي کوم أرزښت نه درلودئ .
دوۍ ته چي کوم شئ قابل د قدر ؤ هغه نفسي خواهشات ، دنيوي منافع ، عزت او منصب ، او دنيوي ژوند ؤ . او أصحابو چي کومه رويه غوره کړې وه هغه ددوۍ له دغو ټولو فاسدو أغراضو سره ټکر وه ، او دوۍ چي کومه د نفاق رويه غوره کړيوه هغه د دوۍ له دغو فاسدو ، او ناروا أهدافو سره موافقه وه ، نو ځکه خپل ځانونه عقلمند ورته معلوميدل سره له دې چي په اخيره درجه کښي جاهلان وه ، او أصحاب کرام (رضي الله تعالی عنهم ) سُفهاء ورته معلوميدل سره له دې چي په أعلی درجه عاقلان او پوهان وه .
په همدغه ډول په هر وخت کښي بې دينه او جاهل انسانان پر ديندارو او پوهانو انسانانو باندي د ناپوهانو ګمان کوي ، او خپل ځانونه بيخي پوهان ورته ښکاره کيږي .ددی خبری مزیدتفصیل به په علمی خبرو کښی راسی

تفصیل ا و علمی خبری
(واذاقيل لهم امنوا)

پوسه چي دغه ايت د(واذاقيل لهم لاتفسدوا) له ايت سره متعدد مناسبتونه لري ، اول مناسبت يې دادئ چي دغه دواړه اياتونه په دي کښي سره ګډ دي چي هريودعطف په واسطه سره سبب دئ ددي قول دخداۍ پاک چي ( ولهم عذاب اليم ) ،
اودوهم مناسبت يې دادئ چي په دغودواړواياتوکښي ومنافقينوته دنصيحت اودارنګه دمنافقينو په بده لهجه سره ددغه نصيحت ردَول ذکرسويدئ ،
دريم مناسبت يې دادئ چي دکوم نصيحت ذکر چي په ړومبني ايت کښي سوئ دئ نوهغه له تخليه سره تعلق لري کومه چي عبارت ده له تصفيه کولو څخه دانسان ظاهراوباطن خپل لره له خبيثواخلاقو څخه اوله غلطوعقيدوڅخه اوله بدواقوالواوافعالوڅخه اوکوم نصيحت چي په دغه مبارک ايت کښي ذکرسويدئ نوهغه له تحليه سره تعلق لري کومه چي عبارت ده له ښائسته ګرځولوڅخه دانسان ظاهراوباطن خپل لره په ښواخلاقوسره اوپه صحيح عقيدوسره اودارنګه په نيکواقوالو اوافعالوسره، همدارنګه پوسه چي له ترتيب څخه ددغودوومبارکواياتو داهل طريقت دعلماؤدهغي خبري تائيدکيږي کومه چي عبارت ده له دي څخه چي تخليه پرتحليه باندي مقدمه ده.
فايده، په دغه مبارک ايت کښي الله پاک دمنافقينو له قبيحواونارواصفتوڅخه څلور قسمه ناروا صفتونه ذکر کړيدي ، اول دخدائ ا ورسول اودده واصحابوته ده سفهي يادسفاهت نسبت کول ، دوهم سفاهت ددوۍپه خپله ،دريم حصرددوۍپه سفهاؤ کښي اوحصرد سفهاؤپه دوۍکښي ، څلورم داچي دوۍپه مرکب جهل کښي واقع سويدي چي هم سخت جاهلان دي اوهم له خپل جهل څخه ناخبره دي .

(امِنواکماامَنَ الناس ) پوسه چي په دغه قول کښي دکاف لفظ په معني د( مثل) دئ اوپه محل کښي دنصب دئ صفت دئ دمحذوف مصدردپاره کوم چی مفعول مطلق دۍ دپاره د(امنوا) اود(آمن)فعل د(مَا)مصدريه په وجه مأول دئ په مصدرسره نوبه تقديردکلام په دي ډول سي(امِنواِيماناً مثلَ ايمانِ الناس)،
له (الناس)څخه مرادڅوک دي اوالف لام په (الناس) کښي کوم الف لام دئ،
جواب، قرطبي اوابن جرير اوابن کثیر له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت کړیدۍ چي مرادله (الناس) څخه اصحاب درسول علیه السلام دي اوالف لام يا دپاره دعهدخارجي دۍ اویا دپاره دجنس دۍ اوداځکه چی که دالناس لفظ په خپل ظاهری عموم پاته سی نوبیاخودغه لفظ له اصحابو څخه پرته ونوروخلکوته هم ورشا مل دۍ نوبه الف لام دعهدخارجی حضوری اویادپاره دعهدخارجی المعلوم المدلول من القرائن سی اوواصحابوته به اشاره په وکړه سی اوکه له الناس څخه هغه څوک مرادکړه سی کوم چی په انسانیت کښی کامل دی اویاداادعا وکړه سی چی غیرمومن سړی دسره انسان نه دۍ نوبه الف لام جنسی سی، سوال له دغه کلام څخه خوداسي فهميږي چي داډول ايمان هم سته کوم چي داصحابوياپه بل عبارت دمخلصومومنانودايمان په ډول نه وي اوسره له دي چي ايمان خوهمدغه يوقسم دئ کوم چي په اخلاص سره وي،جواب کوم ايمان چي دالله جل جلاله په نزدمعتبردئ نو هغه خوهمدغه يوقسم ايمان دئ کوم چي په اخلاص سره وي مګرمطلق ايمان عام له دي څخه چي که دخداۍ پاک په نزدمعتبروي اوکه نه وي يوبل قسم هم لري یو مثال دهغه ایمان دمنافقانودۍ کوم چی چي صرف دخولي په اقرارسره دۍ،

لطیفه پوسه چي د(کَمَا)لفظ په کلام دعربوکښي په متعددومعناګانوکښی مستعمل سویدۍ اول په معنی دتشبیه کښی لکه په دغه آیت کښی دوهم په تقییدکښی په دی ډول چی مدخول دده قیدوی دماقبل دپاره لکه په دی مثال کښی چی الحیوان کماانه ناطق انسان دریم لپاره ددلالت پرقِران دفعلینوپه وجودکښی لکه په دی قول کښی ذهب زیدکما جاء څلرم دتعلیل دپاره لکه په دی مثال کښی زیدکماانه عالم واجب الاکرام پوسه چي پردغه تقديرچي الف لام لپاره دعهدخارجي سي نوبيادالناس په لفظ کښي دري احتماله دي اول احتمال دادئ چي مرادورڅخه رسول عليه السلام اواصحاب دده دواړه سي اودوهم احتمال دادئ چي مرادورڅخه يوازي اصحاب سي اودريم احتمال دادئ چي مرادورڅخه هغه خلګ سي چي په اصل کښي يهودان وه اوبيايې ايمان راوړئ ؤ لکه عبدالله ابن سلام اواتباع دده اوکچيري د(الناس)په لفظ کښي الف لام جنسي سي نوبياپه دغه لفظ کښي دوه احتماله دي اول دادئ چي مرادورڅخه دمديني منوري انصارسي کوم چي داوس اودخزرج له قبيلوڅخه وه اوددغودواړوقبيلو اکثرخلګ مسلمانان وه اوليږيې منافقان وه اودلفظ دعموم اودجنس کله پراکثردجنس باندي هم اطلاق کيږي اودوهم احتمال دادئ چي مرادورڅخه ټول مومنان دهغه وخت سي ګواکي له مومنانوڅخه پرته نورخلګ ددي لائق نه دي چي خلګ ياانسانان ورته وويل سي اود(کماامن الناس)په لفظ کښي داصحاب کرامو وفضيلت ته هم اشاره ده اودغه قول پردي باندي هم دلالت کوي چي ايمان داصحابودحقانيت معياردئ اواصحاب معياردحق دي،

(کماامن السفهاء) يعني ايا ايمان راوړوموږلکه چي ايمان راوړيدئ دغوکم عقلانو، دمديني منوري منافقانو په څه سبب ومومنانواوواصحاب کراموته کم عقلان ويل ؟
په دی اړه دمخه هم په زړه پوری تفصیل تیرسوخومزیدتفصیل ئی په دی ډول دۍ چی ددي مختلف سببونه ؤ،اول سبب يې داؤچي دغه منافقان په خپله په اخيره درج کم عقلان وه اوواصحابوته کامل عقلونه الله پاک ورکړيوه اوداقانون دئ چي دکم عقله سړي په نظرکښي عاقل انسان کم عقله ورځي لکه چي په پښتوکښي يومشهورمتل دئ چي کلي پرليوني خندل اوليوني پرکلي خندل

اودوهم سبب يې داؤچي دوۍ له اصحاب کراموسره سخت عداوت اودښمني درلوده اوداقانون دئ چي ددښمن په نظرکښي دانسان هنراوکمال عيب ښکاره کيږي لکه چي شيخ سعدي رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي ـ هُنربچشم عداوت بزرګترعيبي است ـــ ګل است سعدي ودرچشم دشمنان خاراست ،،،

اودريم سبب يې داؤ چي مهاجرين داصحابويې په دي وجه کم عقلان بلل چي دوۍ خپل وطن، کورونه، مال، جايدادپه مکه مکرمه کښي پريښودل اودخپل قوم په دښمني کښي ودريدل اودخپلوپلرواونيکه ګانو طريقه يې پريښودله اوانصارداصحابويې په دي وجه کم عقلان بلل چي هغوۍومهاجرينوداصحابوته پنا ورکړه اوخپل مالونه يې له دوۍسره شريک کړل حتي چي خپلي ښځي بې طلاقي کړې اوومهاجرينوته بې په نکاح ورکړې،

څلورم يې په دي سبب کم عقلان بلل چي دوۍ داسلام دين قبول کړيووځکه چي ددوۍ په فکرکښي العياذبالله داسلام مقدس دين يوباطل دين ؤ اودباطل دين قبلول خو دکم عقلانوکاردئ ،پوسه چي د(سفهاء لفظ دسفِیهْ جمعه ده کوم چي له سفاهت څخه مأخوذدئ داماده په قران کريم کښي،۱۱،ځايه راغلي ده اوپه اصل کښي خفت اوحرکت ته ويل کيږي اووجهل ته هم ويل کيږي اودسفيه دلفظ اصلی معني مفسرينوپه متعددو تعبيروسره بيان کړيده،اول خفيف العقل يعي دسپک عقل خاوند، دوهم جاهل، دريم ضعيف الرأي،څلورم دضرراودفايدي په ځايوباندي نه پوهيدونکئ، پنځم کم عقله، شپږم بې علمه، اوپه قران کريم کښي هم ماده دسفيه په مختلفومعني ګانوکښي مستعمله سويده اول په معني دکم عقل لکه ددغه سورت په،۲۸۲، ايت کښي، دوهم په معني دبې علمه لکه دسورت انعام په ،۱۴۱،ايت کښي، دريم هغه چي له دين څخه دحضرت ابراهيم عليه السلام اعراض کوي لکه ددغه سورت په ،۱۳۰،ايت کښي، څلورم هغه چي پرعمل اوپرکارباندي دنبي عليه السلام اوداصحابو اعتراض کوي لکه ددغه سورت په ،۱۴۲،ايت کښي، اوپنځم هغه چي پرالله تعالي باندي افترا وي کوی لکه دسورت جن په، ۴، ايت کښي، شپږم هغه چي له الله جل جلاله څخه دنالائقه شي سوال اوغوښتنه کوي لکه دسورت اعراف په، ۱۵۵، ايت کښي( الاانهم هم السفهاء) یعنی خبردارای مومنانوبیشکه دغه منافقان خاص دوۍ کم عقلان دی ،په دغه قول سره الله پاک دمنافقینوذکرسوی قول په ډیرتاکیدسره ردکړیدۍ اوپه دغه قول کښی الله پاک دغه منافقان په سفهاؤاوکم عقلانوکی اوکم عقلان ئی په دوی کښی حصرکړ یدی یعنی نه په دوی کښی له بیعقلۍ څخه پرته بله کومه دعقلمندۍ یوه نمونه سته اونه له دوی څخه سوی نورکم عقلان سته( ولاکن لايعلمون) يعنی سفهاءاوکم عقلان خاص دوی دی خومګرنه پوهيږی دوی په سفاهت دخپلوځانو، پوسه چی په دغه کلام کښی الله پاک ددی بيان کړی دی چی دغه منافقان په جهل مرکب کښی واقع دی ،جهل مرکب ودی ته ويل کيږی چی يوسړی هم جاهل وی اوهم له خپل جهل څخه ناخبره وی اوددغه ډول انسان وسمی لاری ته راوستل دناممکن کارپه ډول دۍ لکه چی يوه شاعر په دی اړه فرمایلی دی ،انکس که نداند ونداندکه نداند ،، اوپای خرخيش وبمنزل نه رساند ،، وانکس که نداندوبداندکه نداند ،،اواسپ خودازګنبدفيروزه جهاند ،، سوال په مخکی اياتوکښی الله پاک له منافقانو څخه د شعور نفی کړیده اوپه دغه آيت کښی یې له دوی څخه نفی دعلم کړیده نو په دی کښی کوم سر دۍ ؟مفسرينوددی سوال جواب په دی ډول کړی دۍ چی په مخکی اياتوکښی چی کوم خباثتونه ددوی الله پاک ذکرکړیدی لکه په دروغوسره دايمان دعوه کول اويا په ځمکه کښی فساد کول نوهغه واضح اوښکاره وو اودمحسوسواموروپه ډول وه نوهلته دشعورذکرمناسب وه اوپه دغه آيت کښی دايمان ذکراو وايمانی شيانوته رمز اواشارت فرمايل سویدۍ کوم چی وتامل او واستدلال ته حاجت لری نوپه دی وجه دلته دعلم ذکرکول مناسب وه،

پوه سه چي ددغه آیت او دارنګه د مخکني آيت په متعلق داسي سوال کيږي چي منافق خو و هغه ته ويل کيږي چي دوۍ په ظاهر کښي د کفر خبري نه کوي ، بلکي خپل کفر پټ ساتي . او له دغو دواړو اياتو څخه خو داسي معلوميږي چي دوۍ خپل کفر ښکاره کاوه ، ځکه چي أصحابو ته يې مفسدين ويل ، او نفاق يې إصلاح بلله لکه له اول آيت څخه چي فهميږي ، او دارنګه يې ټولو أصحابو ته سفهاء ويل لکه له دوهم آيت څخه چي فهميږي نو بيا خو دوۍ مُجاهِر يعني ښکاره کافران وه نه منافقان ؟

ددې سوال جواب په مختلفو ډولو ورکړسوئ دئ :
اول په دې ډول چي دغه ټولي خبري دوۍ له خپلو ځانو سره په زړوکښی راګرځولي ، نه دا چي په ښکاره يې ويلی .

دوهم په دې ډول چي دغه نصيحت کونکئ چي په دغو دؤو اياتو کښي ذکر دئ مسلمان نه ؤ بلکي دغه هم منافق ؤ ، دغه نصيحت بې ودوۍ ته د استهزاء په توګه کاوه .
نو منافقانو چي به په جواب کښي دغسي د کفر خبر ورته کوله نو دا خو دوۍ خپل کفر و منافق ته ښکاره کاوه نه و مسلمان ته .

دريم په دې ډول چي دغه نصيحت کونکئ خو له مسلمانانو څخه ؤ ، خو دوۍ دغه کفري جوابونه وده ته مخامخ نه دي ويلي بلکي کله چي به دوۍ سره تنها سول نو دغه ډول کفري ويناوي بې کولې .
څلورم په دي ډول چي دغه خبره دوۍ ودغه نصيحت کوونکي ته مخامخ کوله خو وده ته يې له دغه کلام څخه يوقسم معني په خيال کي وراچوله اومراديې بله معني وه لکه چي ددغومنافقانوهميشه داعادت ؤچي درسول عليه السلام اوداصحابو په حضورکښي بې داسي خبره کوله چي چپه اوراسته دواړه اړخونه بې درلودل

لفظي ترجمه :
(وَ) او( إذَا) هغه وخت( لَقـُــوا) چي ملاقي سي دوۍ يعني يوځائ سي دغه منافقان (الَّذِيــن ) له هغو کسانو سره (آمَنوا) چي ايمان يې راوړئ دئ يعني چي أصحاب درسول صلی الله عليه وسلم دي (قالوا) نو وايي دوۍ يعني منافقان ودغو مومنانو ته چي دوۍ ورسره مخامخ سي ( امَنَّــا ) ايمان راوړئ دئ موږ يعني موږهم رسالت د حضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) منلی دی اوپه قرآنکريم باندی موایمان راوړی دۍ ، او اسلام مو قبول کړئ دئ ( وَ) او( إذا) هغه وخت (خَلَوا) چي يوازي سي يا (خلوا) چي ولاړ سي دوۍ يعني دغه منافقان( الی )و( شَيَاطِين) شيطانانو ته (هِم) د دوۍ (قالوا) نو وايي دوۍ يعني دغه منافقان و دغو شيطانانو خپلوته (إنَّــا) بې شکه موږ (مَعَ ) سره (کُــم ) له تاسي يعنی له تاسی سره يو ( إنَّــمَا) بې شکه خبرداده خاص( نَـحـنُ) موږ( مُـسـتَهزِءُون)(۱۴) إستهزاء کونکي يو ،يا پسخن وهونکي يو ، يا مسخرې کونکي يو يعني دخدای په رسول اوپه قران اوپه اسلام او په مومنانو پسي .تفسیرطبری،،

يعني ددغو منافقانو بل صفت ، خوۍ ، اوعلامه داده چي کله له مخلصو ، پاکو ، او سوچه مسلمانو سره ملاقات وکړي ، نو دوۍ ودغه مسلمانانو ته ددې لپاره چي د مسلمانو ګمان پر دوۍ باندي نيک وګرځي او په نتيجه کښی یې سراومال اواولادپه امن سی اوکومی ګټی چی ومسلمانانوته الله پاک ورپه نصيب کوی نودوی هم په هغوګټوکښی اشتراک ولری ، په دروغو وايي چي موږ ايمان راوړئ دئ ، ستاسي په ډول موږ هم مومنان يو .

خو کله چي بيا دغه منافقان و خپلو شيطاني مشرانو ته ورسي نوبیا ددې دپاره چي هغه پر دوۍ باندي دا إعتراض و نه کړي چي تاسي چي له مسلمانو سره کښته پورته کيږۍنو له دې څخه داسي معلوميږي چي تاسي هم مومنان سوي ياست نودامنافقان ودغو شيطانانو ته بيا داسي وايي چي تاسي پر موږ داسي ګمان ونکړۍ چي موږ مومنان سوي یو ځکه موږ د پخوا په ډول له تاسي سره پر يوه دين ټينګ ولاړ يو ، پاته سوه دا خبره چي موږ له مومنانو سره رفت او آمد لرونو دا ددې لپاره چي خپله ميله تازه کوو او په مومنانو پسخند وهو . (واذالَقواالذين آ منوا قالوا امنا)يعني اوکله چي يوځاۍ سي دوۍله هغوخلګوسره چي ايمان يې راوړيدئ نووايې دوۍ چي ايمان راوړيدئ موږ ،پوسه چي په دغه مبارک ايت کښي الله جل جلاله دمنافقانو دچال چلنداو دمعاملې بيان کړيدئ کومه چي دوۍ به له مومنانوسره کوله اوپه تيرواياتوکښي ئی دمنافقينودمذهب اودمسلک بيان کړيدئ،

(مظهري، بيضاوي) فايده،قاضي بياوي اوصاحب دروح البيان اوځني نورومفسرينوددغه ايت په شان نزول کښي داسي ذکرکړيدي چي وعبدالله ابن اُبَي اودده وملګريوته يوڅونفره دصحابه ؤپه مخه ورغلل نوعبدالله ابن ابي کوم چي رئيس دمنافقينوؤ وخپلوملګريوته وويل چي تاسي وس وماته ګورئ چي دغه سفهاءاوکم عقلان څرنګه له تاسي څخه ګرځوم نويې حضرت ابوبکر رضي الله عنه ترلاس ونيوئ يعني دروغبړپه شکل اودايې ورته وويل چي هرکَلَيْ دي وي وصديق ته چي دبني تميم سرداردئ اوشيخ الاسلام دئ اودرسول الله صلي عليه وسلم ملګرئ ؤدثورپه غارکښي اودځان اودمال ښندونکئ دئ دخداۍ پاک رسول لره وروسته يې حضرت عمر رضي الله عنه ترلاس ونیوی بيايې ورته وويل چي هرکلي دي وي وسردارته دبنی عدي چي فاروق دئ اوقوي دئ په دين کښي دخداۍپاک اوښندونکئ دځان اودمال دئ رسول الله صلي عليه وسلم لره وروسته يې حضرت علي رضي الله عنه ترلاس ونیوی بيايې ورته وويل چي هرکلَي دي وي وزوۍ ته دکاکاد رسول الله صلي عليه وسلم اووزوم ته دده کوم چي تررسول الله رالاندي دبني هاشم سرداردئ نوحضرت علي وعبدالله ته وويل چي اي عبدالله له خدايه وويريږه دغه منافقت مکوه ځکه چي منافقان دالله پاک ترټول مخلوق بدخلګ دي ابن ابی ورته وويل چي اي د حسين پلاره دا خبره دي څرنګه راته وکړه قسم په الله جل جلاله دئ چي زموږ ايمان ستاسي دايمان په ډول دئ بيادوۍ سره جلاسول نو ابن ابی وخپلومنافقينوملګريوته وويل چي وګورئ څرنګه مي دوۍ ترځان تيرکړل اووتاسي ته هم چي هروخت په مخه درسي نودغسي ورسره کوي نودده ملګريووده ته وويل چي ته ژوندي يې نوهميشه به موږ ته خيروي ، نوددغي قصي په سبب دغه مبارک ايت نازل کړسو،

تنبيه، پوسه چي ددغي قصي دراويانووسلسلي ته ځينوعلماؤسلسلة الذهب ويلي ده اوځينوبياددي پرخلاف سلسلة الکذب بللي ده او ځينودغه قصه صحيح بللي ده اوځينوردکړيده، پوسه چي په اتفاق دمفسرينودمديني منوري دمنافقينوډله دبدرله غزاڅخه وروسته پيداسوه اودبدرغزاپه اول کښي ددوهم کال دهجرت واقع سويده،سوال منافقانوومونانوته دخپلوځانوله طرفه دتسلی ورکولوپه وجه کلام په جمله فعلیه سره ووایه کومه چی دآمنا جمله ده اووخپلوشیطانانوته ئی داطمینا ن ورکولوپه وخت کښی په جمله اسمیه سره خبره کړیده کومه چی د(انامعکم) جمله ده نوددغه بدلون اوتخالف سبب څه ؤ؟جواب،مفسرینوددی متعددی وجی ذکر کړیدی، اوله وجه داده چي پرمومنانوباندي دوۍ دسادګانوخيال کړيوواوددوۍپه باره کښي يې داګمان وه چي دوۍ هره خبره مني نوپه دي وجه يې په هغه خبرکښي کومه چي دوۍبه ومومنانوته کوله وتاکيدته دمجبوريت احساس نه کاؤاوددي پرخلاف شيطانان اورئيسان ددوۍدوۍخوراچالاک اوپوهان ګڼل چي په هره خبره نه خطاکيږي اونه هره ساده خبره مني نوځکه يې ودوۍ ته مؤکدکلام وايه 'فتح العزيز.

اودوهمه وجه داده چي مومنانو خوله دوۍ څخه دنوي ايمان مطالبه درلوده نه دبقاپرزاړه ايمان باندي نوځکه دوۍ ومومنانوته خبره په جمله فعليه سره کړيده کومه چي پرتجدداوپرحدوث باندي دلالت کوي اوشيطانانوددوۍ له دوۍڅخه پرزاړه ايمان باندي دثبات اوددوام تقاضاکوله نوځکه يې ودوۍ ته په جمله اسميه سره کلام ويلئ دئ کومه چي پرثبات اوپردوام باندي دلالت کوي، دريمه وجه داده چي ومومنانوته به چي کومه خبره دوۍ کوله نوهغه خودمومنانو دخطاايستلوپه خاطر دوۍ کوله او کوم رغبت اوشوق اوموافقت دزړه يې په هغې خبره کښي هيڅ نه ؤ اوداهم دعلم بلاغت يوقانون دئ چي له کله يومتکلم په يوه کلام کښي رغبت نلري نوبياکه څه هم دتاکيدضررت وي خومتکلم په هغه کلام کښي تاکي نه کوي اوکله بياچي متکلم ته يومرغوب ومحبوب وي نوکه څه هم وتاکيدته حاجت نه وي دَيْ په هغه کلام کښي تاکيدکوي. بيضاوي مع توضيح.

(واذاخلواالی شياطينهم)
پوسه چي ددغه کلام ترجمه اوتفسيرپه مختلف ډ ولوکيدلاۍسي اول ډول يې پردي بنادئ چي الی جاره صله سي د(خلوا)دپاره پردغه تقدير د(خلوا)دلفظ په دوه قسمه معني کيدلاۍ سي، اول په دي ډول '،اوهغه وخت چي ولاړسي دوۍوشيطانانوددوۍته، دوهم په دي ډول اوهغه وخت چي ورتنهاسي دوۍ يعني له مومنانوڅخه، وشيطانانوددوۍته، اودوهم ډول يې پردي بنادئ چي د(خلوا)لفظ له قبيلې څخه د(خلوتُ به) سي يعني پسخند مي وواهه، مسخره مي وکړه په ده پردغه تقديربه د(خلوا)لفظ متضمن سي معني دانهاء لره اودآيت معني به په دي ډول سي اوکله چي ورسوي دوۍ دغه پسخندوهل په مومنانو وشيطانانوددوۍ ته، اودريم ډول يې پردي بنادۍچي دالی کلمه په معني دمع سي نوبه دايت معني په دي ډول سي،اوهغه وخت چي يوازي سي دوۍسره له شيطانانوددوۍ

شیاطین)دشیطان جمع دۍ کوم چی یادشطن څخه جوړدۍنوپه معنی دبعیداولیري دۍ یعنی دخیرله ځایوڅخه یادالله له رحمت څخه اویا له شاط څخه مأخوذ دۍ نو په معنی دباطل دۍ،او داما ده په قرآن کی اته اتیا واره راغلی ده دبقری دسورت په شپږدیرسم آیت کښی دغه لفظ په معنی دابلیس راغلی دی اوددغه سورت په،۱۰۲، اوپه، ۱۶۸، ايت کښي دغه لفظ په معني دانسي اودجني شيطان راغلئ دئ اودارنګه ددغه سورت په، ۲۷۵، ايت کښي په معني دجني شرير راغلئ دئ اوپه دغه ايت کښي په معني دشريروانسانانوراغلئ دئ چي علما ديهودو اوکافران يامشران دمنافقانودی اودسورت صافات په پنځه شپیتم آیت کښی بناپریوه تفسیرباندی په معني ده مارانوراغلئ دئ اوپه سورت ال عمران کښي په، ۱۷۵، ايت کښي په معني دجاسوس دانسانانوراغلئ دئ

سوال :
له شيطانانو د دوۍ څخه په دې قول د خدائ (جل جلاله) کي چي (الی شياطينهم) څوک مراد دي ؟
جواب دا هم کيدائ سي چي مراد له شيطانانو څخه د دوۍ هغه يهوديان مراد سي چي په پټه اوپه ښکاره کافران وه ، او دا هم کيدائ سي چي مراد دي ورڅخه ددغو منافقانو رئيسان او غټ غټ مشران وي ، او داهم کيدائ سي چي مراد دي ورڅخه کاهنان د دوۍ وي .

پو سه چي دغو کفارو کاهنان درلودل چي د غيبو خبري بې کولې ، او دوۍ په دې عقيده ؤ چي له دغه هر يوه کاهن سره يو شيطان ملګرئ دئ چي له غيبوشیانوڅخه خبرورکوی .
دبني قريظه په يهودو کښي کعب د أشرف زوۍ ؤ ، او په بني أسلم کښي ابو بُرده کاهن ؤ ، او په جُهَينه قبيله کښي عبدالدار ، او د أسد په قبيله کښی عوف د عامر ځوۍ ؤ ، او په شام کښي عبد الله د أسود ځوۍ ؤ .
او په نن زمانه کښي هغه نارينه او ښځي چي خلګ ورځي ، او دوۍ وچاته وايي چي په تا فلاني کوډي کړيدي ، په فلان ځائ کښي يې پټي کړيدي ، او يا داسي نوري د غيبو خبري ورته کوي نو، دغه خلګ د همدغو کاهنانو حکم لري کوم چي په مدينه منوره کښي وه .
الله (جل جلاله ) ددغو منافقانو ددغه قول په رده ولو کښي داسي فرمايي :

لفظي ترجمه :
(الله) خدائ(جل جلاله و عز مجده ) به (يَستَهزئ) جزاء د إستهزاء ورکړي (بِــهِــم) ودوۍ ته يعني دغه پسخند چي دوۍ يې په مومنانو وهي ددې سزا به الله تعالی هم په دنيا کښي او هم په آخرت کښي و دغو منافقانو ته ورکړي (وَ) او (يَمــدّ) کش به کړ ي خدائ پاک ، يا مهلت به ورکړي یازیات به کړی(هم) دوۍ يا ودوۍ ته (في) په (طُغيان) دې سرکښي کښي (هِم) د دوۍ یعنی ددی دپاره چی نورهم ددوی دګناه اودعذاب پیټی درانه سی نور بی هم الله په سرکښی کښی ددوی کش کړی (يعـمهون)(۱۵) چي حيرانتيا به کوي ، يا کوردلي به کوي يعني په داسي حال کښي به و دوۍ ته الله پاک ددوۍ په دغه سرکښي کی مهلت ورکړي چي کوردلي يعني د زړه ړندوالئ يا حيرانتيابه کوي يعني هميشه به په دي کښي حيران وي چي په کوم چم به دغه منافقانه رويه د کفارو او مسلمانانو په منځ کښي خوندي اوپټه وساتو چي إفشا او رسوا نه سو اویادیعمهون داسی معنی وکړی چی تردد،ګرځیدل راګرځیدل به کوی په دغه طغیان کښی اوهیڅ کله بی هدایت په برخه نسې،، تفسیرطبری وغیره

تفــصـــيل اوعلمی خبری
پو سه چي د (الله يستهزئ بهم ) اصلي معنی په دې ډول ده چي : الله به پسخند ووهي په دوۍ ، خو څرنګه چي الله (جل جلاله) له پسخند وهلو څخه پاک دئ ، ځکه پسخند وهل په انسانانو کښي لا ډير عيبجن او د جهالت کار دئ ، نو په دې وجه موږ د يستهزئ معنی داسي وکړه چي جزا د استهزاء به ورکړي الله ودوۍ ته .پوسه چی دلته الله پاک له جزاداستهزا څخه دجزاپه لفظ سره تعبيرکړی دۍ دايادمشاکلت له وجی اوياله دی وجی چی جزاداستهزاپه قدرکښی له استهزاسره برابره ده اوياله دی وجی چی هغه ضررچی منافقانو به په استهزاکښی دهغه ضررد رسولواراده ومسلمانانوته کوله نوهغه ضرربه الله پاک پردوی باندی راوګرځاوه اويا د يستهزئ بهم په لفظ کښی استعاره تبعيه تمثيليه ده اومعنی ديستهزئ بهم په دی ډول ده چی الله پاک به معامله وکوی له دوی سره لکه معامله داستهزاکوونکی په دی ډول چی په دنياکښی به په ظاهره کښی خپل رسول ته ددوی په باره کښی داسی هدايت وفرمایې چی له دغومنافقينو سره ظاهره داسی رويه کوه لکه له مسلمانانوسره چی یې کوی اوله دی سره سره به نعمتونه هم ورزياتوی ددی دپاره چی نورهم په ګمرهی کښی ښخ کړه سی اوپه اخرت کښی به هغه وخت چی دوی ودوزخ ته ورداخل کړه سی داسی معامله له دوی سره کيږی چی په دوزخ کښی به يوه دروازه دجنت وطرفته پردوی باندی راخلاصيږی اودوی به په چټکی سره دجنت وخواته ورځغلی اوبيا به بيرته دغه دروازه پردوی باندی تړله کيږی اومومنان به له جنت څخه ددوی ددغه حال منظره کوی اوباندی خاندی به ،بيضاوی وغيره ،

محترمو مسلمانانو :
پسخند وهل استهزاوي په خلګو پسي کول په شريعت کي سخته غټه ګناه ده ، او د انسان د دنيا او آخرت سخته لويه بربادي ده ، خاص بيا په داسي خلګو پسي چي هغه صالحان خلګ وي .
حضرت عبد الله ابن مسعود (رضي الله عنه) فرمايلي دي : چي که په سپي پسي و خاندم ، نو بيريږم چي الله به ما مسخ وګرځوي ، يعني سپئ به راڅخه جوړ کړي .
الله (جل جلاله ) په قرآن کريم کي په يوه مبارک آيت کي فرمايلي دي :
هيڅ يو قوم دي په بل قوم باندي پسخند نه وهي ، ښايي دا چي هغه خلګ به د خدائ په نزد تر دوۍ بهتره وي .

محترمو !
هر څوک که په يوه عيب معيوب ؤ او بل په ده پسي خندل ، نو اخير به دغه سړئ په هغه عيب سره معيوب وګرځي .
او د قرآنکريم د يوه آيت مطابق په يو چا پسخند وهل د جهل علامه ده ، عاقل سړئ قطعاً دغه کار نه کوي .
اوس په راتلونکيو اياتو کښي الله پاک ددغو منافقانو ددغه منافقانه سلوک بد عاقبت او خراب أنجام بيانوي او دارنګه ددوۍ د بدحالۍ او ګمراهۍ د ښه واضح کولو لپاره پر دوۍ باندي مثالونه تيره وي ، او ددې بيان کوي چي په ظاهره که څه هم دوۍ اوريدل کوي ، خبري کولائ سي ، او ليدلائ سي خو حقيقي غوږونه يې کاڼه دي ، او حقيقي ژبه يې ګونګۍ ده ، او حقيقي سترګي يې ړندې دي ، نو په دې وجه ددې ځائ په دوۍ کښي نه دئ پاته چي وحق ته راوګرځي .

لفظي ترجمه :
(اولئِکَ) هغه چي ذکر سول يعني دغه منافقان (الذيــنَ) هغه دي( اِشتَرَوا) چي رانيولې ده دوۍ (الضلالة) ګمراهي( بِالهُدی) په هدايت( فَ ) نو ( مَا) نه( رَبِحَت) وکړه ګټه ، يعني نو نه وکړه ګټه (تِجَارَتُ) تجارت (هم) د دوۍ (وَ) او (مَــا) نه (کَانوا) وو دوۍ يعني نه وو دوۍ (مُهتَدِين)(۱۶) دسمی لاری ميندونکي يعني په کارو ددغه تجارت کښي

يعني دغو منافقانو له هدايت او سوچه ايمان څخه مخ وګرځاوه او ګمراهي يې کومه چي دغه د منافقت معامله ده غوره کړه ، ددوۍ فکر داؤ چي په دې معامله کښي به موږ ګټه وکړو ، خو هغه ودوۍ ته په ډير غټ تاوان تمامه سوه . ځکه له يوه طرفه يې په قيامت کښي عذاب تر شکاره کافرانو ډير سخت دئ ، اوله بله طرفه په دنيا کښي هم الله (جل جلاله) دوۍ رسوا کړل ، مسلمانان يې په دې خبر کړل چي دغه خلګ مسلمانان خو نه دي خو په کفر کښي هم أغلظ کافران دي چي تر عادي او ښکاره کفارو يې حال ډير بد دئ.

تفصيل اوعلمي خبري، پوسه
چي دلته ځيني سوالونه کيږي چي جواب غواړي :
اول سوال دا کيږي چي إشتراء او بيع يعني رانيول او خرڅول خو په مالي شيانو کښي راځي او ضلالت او هدايت خو مالي شيان نه دي ، نو څنګه الله تعالی فرمايلي دي چي دوۍ رانيولئ دئ ضلالت په بدل کي د هدايت ؟
جواب يې دادئ چي الله پاک دا خبره د مجاز په ډول فرمايلې ده ، يعني دا چي دوۍ ګمراهي غوره کړه او د هدايت لار يې پريښوده ، دايې په ډول د مجاز رانيول او خرڅول وبلل ګواکی دوی هدایت په بدل کښی دضلالت پرشیطان باندی خرڅ کړاوضلالت ئی ورڅخه رانیوۍ

دوهم سوال دادئ چي رانيول دضلالت په هدايت سره خو ددې تقاضی کوي چي له دوۍ سره خو اول هدايت موجود ؤ مګر هغه هدايت دوۍ له لاسه ورکړ او ګمراهي يې غوره کړه ، او سره له دې چي هدايت خو له دوۍ سره له پخوالا وجود نه درلودئ ؟
جواب ددې سوال په مختلفو ډولو ورکړسوئ دئ اول په دې ډول چي په أصل فطرت کښي خو الله پاک په دوۍ کښي صحيح إستعداد د هدايت قبلولو ايښي ؤ ، لکه چي په يوه مبارک حديث کښي راغلي دي
( کُلُّ مَوْ لُوْدٍ يُوْلَدُ عَلَی فِطْرَةِ الْإِسْلامِ ) يعني هر زيږول سوئ کوچني زيږول کيږي پرفطرة،استعداد اوصلاحيت دقبلولوداسلام باندي،
نو هغه إستعداد يو قسم هدايت ؤاو دوۍ له هغه څخه کار نه واخيستی بلکی په کجروي او بې لاري سره يې هغه إستعداد فاسد کړ او په ګمراهي سره موصوف سول .

دوهم جواب په دې ډول ورکړسوئ دئ چي د ( اشتروا) لفظ په آيت کښي په معنی د ( اختاروا) دئ ، يعني چي غوره کړئ دئ دوۍ ضلالت پر هدايت باندي ، يعني ددوۍ په مخ کښي هدايت او ضلالت دواړه موجود ؤ، او په دوۍ کښي د هدايت قبلولو ، او د ګمراه کيدلو د دواړو صلاحيت پروت ؤ نو دوۍ پر ځائ ددې چي هدايت غوره کړي ضلالت يې غوره کړ .

دريم جواب يې په دې ډول ورکړ سوئ دئ چي له دوۍ سره هدايت موجود ؤ ، هغه داچي د رسول (عليه الصلاة والسلام) تر بعثت له مخه حتی دده مبارک تر هجرت له مخه ټولو يهودو ته دا معلومات ؤ چي اخيري نبي راتلونکئ دئ ، او پر ده باندي نوۍ کتاب قرآن نازليدونکئ دئ ، او حتی ونورو خلګو ته بې کوم چي دعربومشرکان وه هم ددې خبري بيان کاوه ، خو کله چي رسول(عليه الصلاة والسلام) و مدينې منورې ته په هجرت ورغئ نو دوۍ د حسداو د مال او درياست د محبت دغلبې په وجه و حق ته کوم چي له پخوا لا دوۍ ته معلوم ؤ شا وګرځوله .

حتی په ځينو کتابو کښي داسي راغلي دي چي يهودو چي اول وار په مدينه کښي هستوګنه غوره کړه نوسبب يې داؤ چي له موسی عليه السلام سره دوۍ و کعبې شريفي ته راغلي ؤ بيا چي کله د مدينې وعلاقې ته راورسيدل ، نو موسی عليه السلام د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ذکر وکړ ، نو دوۍ ځيني په مدينه کښي پاته سول په دې وجه چي دا د اخيري نبي د هجرت ځائ دئ .
(ربحت) دغه لفظ له رِبح څخه جوړدئ کوم چي وهغي ګټي ته ويل کيږي چي دتجارت له لاري يې انسان حاصله کړي، پوسه چي نسبت دربحت و(تجارتهم)ته دمجازعقلي په ډول سويدئ اواصلي ترکيب په دي ډول دۍ(فماربحوافي تجارتهم) پوسه چي دتجارت لفظ په قران کريم کښي نهه واره راغلۍ دۍاوپه دري قسمه مستعمل سويدۍ اول په طريقه داستعاري تمثيليې لکه په دغه ايت کښي دوهم په خپله حقيقي معني کښي لکه دسورت نساء په ،۲۹، ايت کښي دريم په معني داخروي تجارت لکه دسورت فاطر په،۲۹، ايت کښي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery