مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقره دسورت د،۱۷، او،۱۸، ايت تفسيراوتحقيق،

تفسيرفضل الرحيم(۴)برخه
علامه محمد معين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
----------------------------------------------------------------------
په راتلونکي اياتو کښي الله (جل جلاله ) ددغو منافقانو د حال د ښه ښکاره کولو په سبب مثالونه فرمايي :


لفظي ترجمه :
) مَثَلُ) نادر حال (هُــم ) ددوۍ ـــ يعني د منافقانو په دغه منافقت کښي د دوۍ ) کَ ) په مثل(مََثَلِ) د نادر حال دئ (الذي) د هغه چا ( استَوقَــدَ ) چي بل کړي (نَاراً) اور ( فَ ) نو ( لَمــَّا ) هغه وخت ( اَضَاءَت ) چي روښانه کړي دَی ، يعني دغه اور ( مَـــا ) هغه ، يعني هغه ځايونه( حَــولَ ) چي په شا او خوا کښي دي ( هُ ) دده ـــ يعني ددغه اور بلونکي ( ذَهَبَ ) نو تګ وکړي (اللهُ ) خدائ پاک ( بِ ) په ( نُورِ ) رڼا ( هِــم ) ددوۍ ـــ يعني ددغو اور بلونکو ( يعني کومه رڼا او روښنايي چي د اور په سبب ورته پيداسوې وي ، نوالله پاک هغه بيرته ورڅخه بوځي په دې وجه چي اور ورمړ کړي ( وَ ) او (تَــرَکَ ) پريږدي دَيْ ـــ يعني الله پاک ( هُــم ) دوۍ ـــ يعني دغه داور بلوونکي ( فِي ) په ( ظُلُــمَاتِ ) تيارو کښي ( لَا ) چي نه ( يُبصِرون ) (۱۷) ويني دوۍ �، هيڅ شئ ، .یعنی نادراوعجیب حال اوصفت ددغومنافقینوپه ا عتبار دنفاق ددوی اودارنګه په اعتباردموجوداوآینده حالت ددوی په مثل دنادرحال اوصفت دهغوخلکودۍ چی دشپی دسختی تیا ری په وجه اوربل کړی ددی دپاره چی یوخولاراولیکه ورمعلومه سی اوبل دموذي او اوضرر رسونکيو حشراتواوحيوانانوويره اوترس ددغه اوردرڼاپه وجه له دوۍ څخه ليري سي نوکله چي روښانه کړي دغه بل سوۍ اورددوۍدوۍ لره هغه ځايونه چي په شاؤخواکښي ددوۍ دي نو الله پاک دغه رڼاددوۍ کومه چي داورپه وجه ودوۍ ته پيداسويوه بيرته له دوۍ څخه يوسي په دي سبب چي دغه بل سوئ اوريې په بادياپه کوم بل سبب ورمړکړی اوبيرته دوۍپه داسي تياروکښي پريږدي چي هيڅ شي نسي ليدلاۍ ددغومنافقينوحال هم په دغه ډول دئ ځکه چي کله چي دوۍداسلام دمخالفينوهغه بدحالات وليدل کوم چي داسلام دمخالفت اوداسلام دنه منلو په وجه دوۍ له هغوۍ سره مخامخ کيدل لکه دبدرپه غزاکښي دمکي مکرمي دمشرکانوحالات نودوۍپه دی وپوهيدل چي داسلام په مخالفت کښي ژوندکول داسي مثال لری لکه دشپي په توروتياروکښي چي خلګ راګيرسی او له هرډول خطراتوسره مخامخ سي نودوۍ داکاروکړچي په ظاهره يې دمسلمانۍ دعوه وکړه اودنفاق په ډول يې کلمه داسلام وويله چي په دی وجه پردوۍ باندی په دنياکښي يوڅه موده رڼا جوړه سوه چي ځانونه اومالونه او کورونه يې په امن سول اوځيني هغه ګټي يې هم ترلاسه کړې کومی چي مسلمانانوبه ترلاسه کولې خوددوۍ خيال داؤ چي دغه رڼايی به په دنياکښي هم ترپايه راسره وي اوپه اخرت کښي به هم راسره وی خوداسي ونسول ځکه چي په دنياکښي الله پاک دوۍرسوا کړل اووروسته له مرګه ددوۍ يې دوۍپه متعددوظلماتواوتاريکيوکښي پريښودل چي اول ددوۍ دکفرظلمت ؤ اودوهم ددوۍدهغه مکراوفريب ظلمت ؤ کوم چي له خداي سره اودخداۍ له رسو ل اومومنانوسره بې کاوه اودريم ددوۍ ددروغوظلمت ؤچي په دروغوسره بې داسلام دعوه کوله څلورم ددوۍ دطعن اودتشنيع ظلمت ؤچي وصحابه ؤ اومومنانوته بې احمقان اوسفهاء ويل پنځم ددوۍ دجهل مرکب ظلمت ؤ چي دفسادکارونه بې داصلاح کارونه بلل اوشپږم ددوۍ دګناهونو او بدفعلیوظلمت ؤ ااوم دقبراودقبردسختيو اودالله جل جلاله دقسم دقسم عذابو اود الله جل جلاله دقهراوغضب
ظلمت ؤ

تفــصـــيل اوعلمی خبری :
پوه سه چي د مِثل اودمََثَل اودمثیل لفظونه په أصل کښي و (نَظِير) ته ويل کيدل ، بيا دمَثَل لفظ په عربو کښي وهغه ته وويل سو چي په پښتو کښي موږ وهغه ته مَتَل وايو ، بيا دغه لفظ کله کله په معنی د نادر صفت او نادرحال د يو شي هم راځي ، دلته په آيت کريمه کښي په همدغه معنی مراد دئ ( کمثل الذی.)پوسه چی که د(بنورهم)ضمیرودغه الذی ته راجع وبلل سی نوبیابه الذی په معنی دالذین ګرځول کیږی اوکه هغه ضمیرومنافقینوته راجع سی نوبیابه دمفرد په معنی اخستل کیږی دقاضی بیضاویله کلام څخه داسی فهمیږی چی دالذی دلفظ اطلاق پر مفرد ،تثنیه،جمع پرهریوه باندی صحیح دۍ(فلما اضاءت ماحوله) پوسه چي دلما کلمه کله حرف جزم راځی نوبیا پرفعل مضارع باندی داخلیږی لکه لمایضرب زیداوکله داِلا په معنی راځی لکه په دی قول دخدائ کښی (ان کل نفس لماعلیهاحافظ )اوکله خالص ظرف راځی په معنی د(حین)اوکله ظرف راځی سره تضمنه دشرط معنی لره بیابه له لما څخه وروسته خمخادوه ماضی فعلونه یابه لفظاً ماضی وی لکه دلته اویا به معناً وی لکه په دی قول کښی ،لما لم يکن زيدلم ينعقدالمجلس، داضاءت فعل لازمي اومتعدي دواړه راځی دلته که لازمی سی نو فاعل بې يادهِی مستترضميرسی کوم چي واورته راجع دۍ اود (ماحوله)لفظ به بناپرظرفيت باندی محلاً منصوب سي اومعنی به په دي ډول سی٬نوهغه وخت چي روښانه سي دغه اورپه هغوځايوکښي چي پرشاؤخوادده دی اویابې فاعل د ماحوله لفظ سي اومعنی به په دي ډول سي ٬نوهغه وخت چي روښانه سی هغه ځايونه چي په شاؤخواکښی دده دی او که متعدي سی نوبې فاعل مذکور ضميرسی اودماحوله لفظ بې مفعول به سی اومعنی به په دي ډول سی نوهغه وخت چي روښانه کړی دغه اورهغه ځايونه چي په شاؤخواکښي دده دی

پو سه چي په دغه مثال ځان پوهول کوم چي الله پاک د منافقانو د حال لپاره په دغه آیت کي بيان کړئ دئ و تفصيل او فکر وهلو ته ضرورت لري ، نو تفصيل يې په دې ډول دئ چي امام فخرالدين رازي (رحمه الله) په تفسير کبير کښي ذکر کړيدي چي دلته درې سوالونه کيږي :

اول سوال داکيږي چي الله پاک چي په دغه آيت کښي منافق له هغه چا سره مشابه کړئ دئ چي په تياره کښي اور بل کړي ، او کله چي دغه اور دده شااوخوا روښانه کړي نو الله پاک دغه رڼا بيرته ورڅخه بوځي ، نو دا مشابهت به څنګه صحيح سي ، ځکه چي منافقانو ته خو له سره ايمان او نوردايمان حاصل نه وو ، هو که داسي وائ چي دوۍ يواري ايمان راوړئ وائ او بيا کافران سوي وائ نو به دا مشابه والئ صحيح سوئ وائ ، او حال خو دادئ چي دوۍ خو له سره ايمان راوړئ نه وو؟

دوهم سوال دادئ چي هغه سړئ چي په توره شپه کښي اور بل کړي او بيا الله پاک دغه اور په باد ، باران ، يا په يو بله ذريعه ورمړ کړي ، نو هغه خوبياهم ددغه اور په رڼايي يو څه نفع اوفايده واخستله که څه هم لږ قدر وي ، او منافقانو خو هيڅ فايده په نور د ايمان نه ده اخيستې ځکه چي دوۍ خو يو آن اويوګړي هم په خپل ټول ژوندکښي په ايمان سره نه دي مشرف سوي ؟

دريم سوال دادئ چي دغه اور بلونکي خو چي بيرته په تيارو کښي پاته کړه سي نودا خوپه دي سبب وي چي الله پاک ددوۍ اور ور مړ کړي ، او منافقان خو چي په ظلمتواوتياروکښي اوپه حيرانتيا کښي د کفر لويدلي وونوهغوۍ خو په خپله خپل ځانونه وراچولي وو ؟ .
بيا امام رازي (رحمه الله) ددغو سوالو د جواب په ترڅ کښي دذکر سوي آيت په ارتباط ډيري وجهي بيان کړيدي ، چي ځما په فکر عمده په هغوۍ کښي دوې وجي دي .

اوله وجه داده چي ســدي ويلي دي چي دغو منافقانو هغه وخت چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) و مدينې منورې ته ورغئ په اول وارکښي ايمان راوړئ او په اسلام کښي داخل سول ، بيا يې وروسته منافقت غوره کړ ، نو دوۍ هم په ايمان څه لږ وخت فايده واخستله ، او په نور د ايمان يې لار اوليکه ضرر او نفع وليدل ، خو د نفاق په وجه بيرته په تياره د کفر کښي واقع سول .

دوهمه وجه داده چي حضرت حسن (رحمه الله) فرمايلي دي چي که څه هم دغو منافقانو خو ايمان نه وو راوړئ ، خو کله چي دوۍ په خوله کلمه د اسلام ويله ، او اظهار د اسلام يې کاوه نو په دې وجه په دغه ظاهري اسلام سره دوۍ دا نفع واخستله چي ددوۍ ځانونه اومالونه له غنيمت څخه د مسلمانانو وساتل سول ، او په غنيمتو کښي له مسلمانانو سره شريک سول ، او دارنګه له نورو أحکامو څخه د مسلمانانو هم دوۍ برخورداره سول .

مګرخودغه فايده اخيستل ددوۍ که څه هم ډير وخت وه ، خو نسبت و هغو تکليفو ته چي له مرګ څخه وروسته دوۍ ورسره مخامخ سول ، دهغو اور بلونکيو تر دغي لږ نفعي اخستلوکومه چي د اور په رڼا يي ئې واخلی لا هم په حقيقت کښي لږ فايده وه .

قاضي بيضاوي (رحمه الله تعالی) په خپل تفسير کښي فرمايلي دي چي
ذاتونه د منافقانو الله (جل جلاله) په دغه آيت کښي له هغو خلګو سره مشابه کړيدي چي داور بلونکي وي ، او دا چي دوۍ اظهار د ايمان کاوه ، او ويل بې چي موږ ايمان راوړئ دئ ،نو دا الله پاک مشابه کړئ دئ ددغو اور بلونکيو د اور له بلولو سره ، او هغه فايده چي دغو منافقانو په دغه نفاق سره په ايمان حاصله کړه چي هغه ددوۍ د سر ، مال ، او اولاد ساتنه وه نودغه فايدي اخستني ددوۍ الله عزوجل مشابه کړې دي له روښانه کولو سره داور شا وخوالره ددغو اور بلونکو .

اوزوال ددغه منافقانه ايمان ددوۍ له دوۍ څخه اول په سبب ددې چي الله تعالی ددوۍ حال ورسول اوومومنانوته ښکاره کړ دوهم په سبب ددې چي بيا دوۍ مړه سول نوددوۍله مرګ څخه وروسته دغه منافقانه ايمان ددوۍ بي ثمره او دذکرسويو اوربلونکو داورپه شان الله پاک ورمړکړ نو دا الله (جل جلاله) مشابه کړئ دئ له مړ کولو داور ددغو اور بلونکو سره ، او له محوه کيدو درڼا داور ددوۍ سره . او دا چي دغه منافقان په هميشني او دائمي زيان او خسران کي ، او په أبدي عذاب کي واقع سول ،نودا الله پاک مشابه کړيدئ له پريښودلو ددغه اور بلونکو سره په داسي تيارو کښي چي هيڅ شئ د هغه په سبب دوۍ نه سي ليدلائ.

لفظي ترجمه :
( صُــمٌّ) کاڼه دي ( بُــکــمٌ ) ګونګيان دي ( عــميٌ ) ړانده دي ـــ يعني په سبب ددې چي حق په اوريدلو د قبول سره نه اوري ، او د حق له ويلو څخه منع کوي ، او د حق نښانې د عبرت په ليدلو سره نه ويني ، نو که څه هم په ظاهره اوريدل ،ويل ،او ليدل کوي مګرپه حقيقت کښي په مثال د کڼو ، ګونګيانو ، او د ړندو دي ( فَ ) نو ( هُــم ) دوۍ ( لايرجعون )(۱۸) نه ګرځي ـــ يعني له دغه نفاقه څخه وحق ته داپه سبب ددي چي په حق د پوه کيدو لاري يې ټولي بندي دي ، ځکه چي په غوږو کاڼه په خوله ګونګيان او په سترګو ړانده دي ، نو دوۍ نه سي کولائ چي له دغه نفاق څخه و حق ته رجوع وکړي .



علــــمي خــــبــري :
د ( صم ، بکم ، عمي ) لفظونه خبرونه د محذوفو مبتداګانو دي چي لفظ د ( هُم ) دئ په دريوسروځايوکښي ، او په کلام کښي تشبيه بليغه ده او تقدير دکلام په دې ډول دئ ــ هم صم الخ ، او أصل يې په دې ډول دئ چي ــ هم کالصم کالبکم کالعمي .
او د فاء کلمه په فهم کي ( فَصِيحه ) ده مدخول يې جزا د شرط محذوف دئ په دې ډول ــ اذا کانو صما بکما عميا فهم الخ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery