مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقره دسورت د،۳۱،مبارک آيت تفسير اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم،۱۴،برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،



وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَؤُلَاءِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (31)

لفظي ترجمه:
(وَ)او(عَلَّمَ )وښودل ده، يعني الله پاک(آدم )آدم عليه السلام ته (الْأَسْمَاءَ )نومونه (كُلَّ)ټول(هَا)ددوئ يعني دنومو،يعني الله پاک وآدم ته دپاسنيواوځمکنيودټولوشيانونومونه وروښودل مثلاًپه دې ډول چي ددغه شي نوم کاسه ده اوددغه نوم بدنۍ ده اوددغه شي نوم ډوډۍ ده په دغه ډول يې دهرشي له مخلوقاتو څخه نوم وده مبارک ته وروښودۍ نورمکمل تفصيل ددې به په علمي خبروکښي ان شاء الله درته راسي( ثُمَّ )بيائې (عَرَضَ)وروړاندي کړل ده يعني الله پاک (هُمْ ) دوئ ،يعني دغه شيان کوم چي ددوئ نومونه ئې وآدم عليه السلام ته وروښودل (عَلَى)پر( الْمَلَائِكَةِ )ملائکوباندي ،يعني هغه شيان الله پاک وملائکوته ورپيش کړل( فَ)نو(قَالَ)وويل ده ،يعني الله پاک وفرښتوته( أَنْبِئُو)خبرراکۍ تاسي(نِي)ماته( بِ)په (أَسْمَاءِ)نومونو( هَؤُلَاءِ ) ددغو،يعني ددغوشيانويعني راوښه ياست تاسي وماته نومونه ددغوشيانو(إِنْ )كه چيري( کُنْ)ياست(تُمْ)تاسي يعني اي فرښتو( صَادِقِينَ) 31) رښتيا ويونکي ،يعني په خپل دغه قول ستاسي کښي چي ويل موچي ترهرچا په خلافت دځمکي سره موږلايق يوامام بغوي فرمايلي دي چي کله چي الله پاک وملائکوته وويل چي زه په ځمکه کښي يوخليفه پيدا کوم نوملائکوپه خپل منځ کښي سره وويل چي پيداکوي دي رب ځموږهرهغه چي اراده يې وي اوخوښه ئې وي موږباک نه په کووځکه الله پاک هيڅ داسي څوک نه پيدا کوي چي ترموږدي پرده باندي عزتمند وي اوکه بيا داسي هم وسي نوداخبره خوبه خامخاوي چي موږبه ترهغه زيات عالمان يوځکه چي موږترهغه دمخه پيداسوي يواوهغه څه موليدلي دي چي ده نه دي ليدلي نوپه دې وجه الله علمي فضيلت دهمدغه خليفه حضرت آدم عليه اسلام پردوئ باندي ودوی ته ور ښکاره کړ ،مظهري،

،تفصيل اوعلمي خبري

،(وعلم آدم)
ايادآدم دخليفه ګرځولوخبره الله پاک وملائکوته دمخه ترتخليق دده وکړه اوکه وروسته؟علامه آلوسي په روح کښي فرمايلي دي چي له دغه کلام څخه دالله پاک چي ،وعلم آدم، الآية داسي فهميږي چي دغه خبره ئې ترتخليق دده وروسته وفرښتوته وکړه اودده په حضورکښي ئې ورته وکړه ځکه الله پاک ابتداپه بيان دتعليم دده کړيده اودده دتخليق ذکرئې له اني جاعل في الارض الخ څخه وروسته ندۍ کړي پردغه تقديرباندي د،وعلم آدم ،جمله دقال اني اعلم مالاتعلمون پرجمله باندي عطف ده اوځينوويلي دي چي داخبره دده ترتخليق دمخه الله وفرښتوته وکړه اودوئ جمله دوعلم آدم الخ پرمقدره جمله باندي معطوفه بولي، اي فخلقه وعلم،روح وغيره، آدم عليه السلام ته الله پاک دشيانودنومونوتعليم په څه ډول وکړ؟ددې پښتني جواب دادۍ چي شاه عبدالعزيز رحمه الله فرمايلي دي چي ځينوداسي ويلي دي چي تعليم دنومونووآدم ته په دوه ډوله وسواول ډول يې داووچي دونه قدري نومونه چي تخاطب اوافاده اواستفاده پرهغه قدرموقوفه وه بې له واسطې دالفاظوعلم دهغوئ دده په زړه کښي الله پاک ورواچاوه اودوهم ډول يې داؤچي له قدرضروري څخه پرته دنورونوموتعليم يې په واسطه دکلام اوالفاظوورته وکړخوداخبره شاه صاحب نامناسبه ګڼلي ده اودايې ويلي دي چي دټولونومونوتعليم الله پاک وده ته په دې ډول وکړچي علم دهغوئ ئې په زړه کښي ورواچوئ بې له کلام اوالفاظوڅخه البته دځنوتعليم خوئې دده له پيدايښت سره سم ورته وکړلکه چي روايت دۍ چي دده مبارک روح لاوټول بدن دده ته نه وه داخله سوئې چي عطسه اوتُرُچَل ئې وکړل اوددې په شکريه کښي ئې الحمدلله وويله اوددې په جواب کښې یې له سامعينوملائکوڅخه يرحمک الله واوريدل اودنوروټولونومونوتعليم ئې له پيدايښت څخه وروسته ورته وکړاوځنوعلماؤويلي دي چي تعليم دالله پاک بنده ګانوته دوه قسمه دۍ اول قسم تعليم دالله پاک دۍ انبياؤته داپه واسطه دوحي دۍ دوهم تعليم دالله پاک دۍ نوروخلګولره داپه واسطه دانبياؤاوغيرهم دۍ وآدم ته تعليم دنومونوپه ذريعه دوحي سره ؤ(آدم)پوسه چي جواليقي اونوروډيروعلماؤويلي دي چي دآدم لفظ عربي لفظ دۍ اوپروزن دافعل دۍ اوله آدمة څخه په ضمه دهمزه اوپه سکون سره ددال جوړ دۍاومعني ئې سمرة يعني غنم رنګي ده اوځني دسمرة معني په سپينوالي سره کوي آدم عليه السلام په رنګ کښي سپين اوسوروواوياله اَدَ مَة څخه په فتحه سره دهمزه اوددال جوړدۍ کوم چي په معني دقدوه اودمقتدا دۍ اويامأخوذ دۍ له اديم الارض څخه کوم چي ومخ اوظاهري برخي دځمکي ته ويل کيږي لکه چي په صحيح حديث کښي کوم چي ترمذي اوحاکم ئې روايت کړيدۍ راغلي دي چي الله پاک آدم عليه السلام له داسي يوه موټي خاوري څخه پيدا کړچي له ټوله مخه دځمکي رااخيستل سوۍ ؤنوپه همدې سبب اولاددده پيدا کيږي پرطريقه درنګو اوصفتو دځمکي يعني لکه دځمکي داجزاؤاوقطعوچي رنګونه اوصفتونه سره بدل دي نودانسانانورنګونه اوصفتونه هم دغه ډول بدل سره راځي اوځينوعلماؤويلي دي چي دآدم لفظ عجمي لفظ دۍ اوپر وزن دفاعل دۍ لکه چي اکثرعجمي نومونه په همدغه وزن راغلي دۍ لکه تارخ،آزروغيره پراول تقديردآدم اصل أآدم وو،تنبيه،پوسهچي الله پاک په قرآن کريم کښي داوويشتونبيانوعليهم السلام نومونه ذکرکړيدي،(۱) آدم(۲)موسي(۳)ابراهيم(۴)اسماعيل(۵)اسحاق(۶)يعقوب(۷)عيسي(۸)هارون(۹)داؤد(۱۰)نوح(۱۱)عمران(۱۲)زکريا(۱۳)يحيي(۱۴)ايوب(۱۵)يونس،ذوالنون،(۱۶)سليمان عليه السلام(۱۷)يوسف(۱۸)الياس(۱۹)اليسع(۲۰)هود(۲۱)شعيب(۲۲)صالح(۲۳)لوط(۲۴)ادريس(۲۵)ذوالکفل(۲۶)عزير(۲۷)محمد، علي نبيناوعليهم الصلاة والسلام(الاسماءکلها)دغه نومونه چي الله وآدم ته وروښودل دکوموشيانونومونه وو؟په دې باره کښي مفسرينومختلف قولونه ذکرکړيدي چي تفصيل ئې دادې،اول دادستورونومونه وو،دوهم دآدملائکونومونه وو،دريم دانومونه عبارت ووله مختلفولغتواوژبوڅخه لکه عربي فارسي پښتووغيره چي بياهمدغه لغتونه دآدم عليه السلام په اولاده کښي تقسيم سويدي،څلورم دادټولوهغوشيانونومونه ووکوم چي په هغه وخت کښي موجودوواودارازدهغوټولوشيانونومونه ووکوم چي دقيامت تر ورځي پوري پيدا کيږي،پنځم مرادله دغواسماؤڅخه صفتونه اوخاصې داشياؤدې ځکه الله پاک وآدم عليه السلام ته دهرشي صفات اوخواص وروښودل،شپږم مرادله دغواسماؤڅخه نومونه دټولوشيانودي که پاسني وي اوکه ځمکني وي جوهري وي اوکه عرضي وي خوپه اعتبارددلالت ددغوشيانوپرالله جل جلاله باندي اوپه اعتباردظهوردالله پاک په بلاکيفه ډول په دغوشيانوکښي اودغه شيان په همدغودوواعتباروسره نومونه دالله پاک بلل کيږي په همدې وجه ويل کيږي چي نومونه دالله پاک غيرمتناهي دي ځکه هرشي چي ووجودته راسي نوهغه دالله پاک له نوموڅخه يونوم بلل کيږي دغه اخيري قول علامه آلوسي داهل ا لله اوصوفيه ؤبللي دۍ اودغه قول ته ئې ترجيح ورکړيده،اوم قاضي ثناءالله رحمه الله په تفسيرمظهري کښي وروسته له دې چي اکثرذکرسوي قولونه ئې غيرمرضي بللي دي په دې استدلال سره چي مداردفضيلت خوپه کثرت دثواب اوپه مراتبو دقرب سره دۍ نه په مذکوره شيانوسره ودې قول ته ترجيح ورکړيده چي مرادله دغواسماؤڅخه نومونه دالله پاک دي خونه په هغه معني سره چي علامه آلوسي ذکرکړيده بلکه مراد دده له اسماؤدالله پاک څخه هغه دي کوم چي په متعارف ډول دالله پاک نومونه بلل کيږي لکه الله يارحمان يارحيم بياده پرخپل ځان باندي په دې ډل سره اعتراض کړيدۍ چي نومونه دالله پاک خوغيرمتناهي دي په دليل ددې قول دالله چي،لوکان البحرمدادالکلمات ربي لنفد البحر قبل ان تنفدکلمات ربي،اودارنګه رسول عليه السلام په يوه دعاکښي داسي ويلي دي، اسئلک بکل اسم سميت به نفسک اوانزلته في کتابک اوعلمته احدا من خلقک اواستأثرت به في علم الغيب عندک،رواه الحاکم وابن حبان وابن ابي شيبه والطبراني واحمد،نودغه حديث خوپردې باندي دلالت کوي چي دالله پاک په نومونوکښي ځني داسي نومونه سته چي له الله څخه پرته وبل هيچا ته ندي معلوم ؟بياده ددې سوال جواب په دې سره کړيدۍ چي مرادله تعليم څخه داسماؤوآدم ته تعليم په وجه اجمالي سره دۍ اوآدم عليه السلام ته علم اجمالي پراسماؤدالله پاک حاصل سو ځکه چي وده ته معيت دذات دالله پاک حاصل سونوپه دې وجه دده دالله له هرنامه اوصفت سره مناسبت تامه پيداسونوديْ په دې ډول سوچي وهرنامه ياصفت دالله ته ئې توجه کړيواي نوهغه وده ته تجلي کوله شاه عبدالعزيزرحمه الله دابن عباس اوبن جريردروايت مطابق ويلي دي چي مرادله دغواسماؤڅخه داشياؤنومونه دي لکه اوښ غويئ پسه اوداسي نورده ويلي دي چي الله پاک وآدم ته دهرشي نوم وروښودي ځکه چي دده دخلافت دپاره علم پرحقائقوداشياؤضرور وواودارنګه داهم ورته ضرورووچي داشياؤخواص اوګټي اوفائدې اوضررونه وپيژني نودمقدمې په ډول يې اول دهرشي نوم وروښوديْ او بيائې داتعليم ورته وکړچي فلان شي داخاصي اوفائدې لري اودائې ضرررونه دي وهکذامذکورپه حواله دابن عساکر اودحاکم يومرفوع حديث هم په دې ډول ذکرکړيدۍ چي داسلام پيغمبرفرمايلي دي چي الله پاک وآدم عليه السلام ته په ضمن کښي دتعليم داسماؤپه زرهاؤحرفتونه اوکسبونه ورايزده کړل اوورته وې فرمايل چي اي آدمه وخپل اولادته ووايه چي که له دنياڅخه صبرنسۍ کولاي نو ددغوکسبوله لاري دنيا حاصله وۍ اوپه دين سره د دنياطلب مه کوۍ ځکه دين ځمادپاره دۍ افسوس دۍ پرهغه چاباندي چي ددين په کاروسره طلب ددنيا کوي

(کُلها)
پوسه چي مرادله دغه استغراق څخه استغراق عرفي مراددۍ نه استغراق حقيقي اوقرطبي له نحاس څخه نقل کړيدۍ چي مرادله الاسماءڅخه اسماءاجناس اواسماءانواع دي لکه انسان حيوان ځمکه اسمان ښځه نروغيره نه داشخاصونومونه،ديلمي له ابونافع څخه روات کړيدۍ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي ځمادامت تصويرونه په خټه اواوبوکښي الله را ښکاره کړل اوپرټولواسماؤعالم سوم لکه څرنګه چی آدم پرټوواسماؤعالم سوي ؤ،فتح العزيز

(ثم عَرضهم)پوسه چي دهم ضميردعرضهم په جمله کښي واشياؤاومسمياتوته راجع دۍ کوم چي دهغوئ نومونه وآدم ته وروښودل سول داسوال دي نکيږي چي په دې سره خواضمارقبل الذکرلازميږي ځکه چي پردغومسماګانوباندي دالاسماءلفظ التزاماًدلالت کوي اوداپه ذکردمرجع کښي کافي دۍ اوداسوال دي هم نکول کيږي چي په دغومسمياتوکښي خوذوي العقول اوغيرذوي العقول دواړه داخل دي اودهم ضمير خوتنها دذوي العقولودپاره دۍ ځکه چي دلته دشرف په وجه دذوي العقوپرغيرذوي العقولوباندي تغليب سويدۍ ،الله پاک ددغوشيانوعرض پرملائکوباندي په څه ډول وکړ؟صاحب دفتح العزيزويلي دي چي ددغوشيانوتصويرونه يي وملائکوته پيښ کړل اوورته وې فرمايل چي ددغونومونه څه دي اوځنونورومفسرينوذکرکړيدي چي دهمدغوشيانوله جملې څخه ئې يوشي و دوئ ته عرض کړاوورته وې فرمايل چي ددغه نوم اوصفتونه راوښه ياست اوعلامه آلوسي په روح المعاني کښي ددې مختلفي طريقي ذکرړيدي اول داچي ددغوشيانوتصويرونه ئي دملائکووزړونوته ورواچيول ،دوهم داچي چي دکوچنيوسروميږانوپه شکل ئې ورته ښکاره کړل دريم داچي ددغوشيانو صورعلميه ئې ورته ښکاره کړل کوم چي داهل الله په اصلاح کښي اعيان ثابته ورته ويل کيږي څلورم داچي دغه شيان يې په هغه عالم کښي ورته ښکاره کړل په کوم کښي چي اعراض هم جسدونه لري(فقال انبئوني) دفالفظ يا دپاره دتفصيل دۍ اويادتعقيب دپاره دۍ ،تدبر،اوامردلته دتکليف دپاره ندۍ چي تکليف بمالايطاق لازم سي بلکه دتعجيز دپاره دۍ يعني دپاره داظهار دعجز ددوئ دۍ دانبئوافعل له انباءڅخه جوړدۍ اوانباء په اصل کښي ومطلق اخبارته ويل کيږي اوکله يي اطلاق پرداسي خبرورکولوباندي هم کيږي کوم چي په هغه کښي غټه فائده موجوده وي اوعلم اوياغلبه دظن په حاصليږي اوځينوويلي دي چي وهغه خبرورکولوته ويل کيږي چي اعلام پکښي موجودوي، دانبئوني لفظ دلته دعلموني پرلفظ باندي له دؤوجوغوره سويدۍ اول له دې وجي چي په تعليم کښي خوافاده دعلم مقصود وي کوم چي دلته صحت نلري اوانباءعامه ده اودوهم له دې وجي چي دلات راسي پرعظمت دشان ددغواسماؤځکه انباءله نبأ څخه جوړدۍ کوم چي وهغه خبرته ويل کيږي چي عظيم اوخطير وي ـ

،تمت ومن الله التوفيق والحمدلله رب العلمين،
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery