تفسیرفضل الرحیم،۱۵ برخه،پ،الم،
سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ
الْحَكِيمُ (32)
لفظي ترجمه
(قَالُوا)وويل دوئ ،يعني ملائکووالله پاک ته (سُبْحَانَ)پاکي
ويل( كَ)ستا،يعني پاکي وايوپاکي ويل ستا،مطلب داچي اي
الله پاکه نسبت دپاکي کووموږ تاته له ټولونقصاناتواواعتراضاتو څخه په دې ډول چي ته
له ټولوعيبواونقصاناتوڅخه پاک يې اوستا پرهيڅ کاراوګفتارباندي داعتراض ګنجايش اوځاي
نسته( لَا)نسته( عِلْمَ
)هيڅ علم (لَنَا) موږلره،يعني پرهيڅ شي باندي (
إِلَّا)مګريعني مګرسته موږلره علم( مَا)پرهغه
باندي ( عَلَّمْ)چي راښودلي دۍ(تَ)تا(نا)موږته،يعني
فرښتووالله ته وويل چي موږته صرف پرهغوشيانوباندي علم سته کوم چي تا هغه وموږته اي
الله پاکه راښودلي دي( إِنَّ)بيشکه(كَ)ته،يعني
اي ربه( أَنْتَ)ته خاص(
الْعَلِيمُ)ښه عالم ئې( الْحَكِيمُ ) (32)
خاونددحکمت يې يعني هيڅ کاراوګفتارستاله حکمت څخه خالي ندۍ ،
تفصيل اوعلمي خبري،
(قالواسبحانک)
داجمله مستانفه ده په استيناف بياني سره جواب دسوال دۍ ګواکي دلته داسي سوال وسوچي
کله چي الله وملائکوته داسي وفرمايل چي ددغوشيانوله نوموڅخه خبرراکۍ نودوئ په جواب
کښي والله پاک ته څه وويل نوالله وفرمايل چي قالوا،الخ ،پوسه چي علامه آلوسي
ذکرکړيدي چي هغه جملې چي په قول سره مصدري وي اوځني ددوئ پرځنونوروباندي مرتبي وي
نوددئ په منځ کښي په حرف عطف سره راتګ نکول کيږي بلکه په معنوي ترتيب اوربط سره
اکتفا کړه کيږي ،پوسه چي دسبحان په لفظ کښي دصيغې په اعتباردرې احتماله دي چي درې
سره دائمه ؤدلغت اودمفسرينوپه قول ثابت دې لکه قاضي بيضاوې اوجارالله زمخشري وغيره
اول احتمال دادې چي مجردمصدرسي دوهم احتمال دادۍ چي علم مصدرسي په معني دتسبيح هغه
تسبيح چي په معني دتنزيه دۍ دريم احتمال دادۍ چي اسم مصدر سي په معني
دتسبيح،دسبحانک لفظ يامفعول به دمحذوف فعل دۍ اي نعتقدسبحانک يعني اي خدايه عقيده
لروموږپرپاکي ستا اويا مفعول مطلق دفعل محذوف دۍ اي نسبح سبانک اي تسبيحک اوحذف
دفعل يې پردوهم صورت باندي دشيخ رضي وغيره دقول مطابق وجوبي قياسي دۍ ځکه بنا پرقول
ددوئ هرمصدرچي دده فاعل يامفعول به له ده څخه وروسته په دې ډول ذکرسي چي دغه مصدر
ورته مضاف وي لکه دلته اويا په حرف جرسره لکه په دې قول کښي حمداًله نوفعل ئې په
حذف وجوبي قياسي سره حذف کيږي دلته که سبحان مجردمصدرسي نواضافت ئې وفاعل ته دۍ چي
د،ک،ضميردۍ اوکه اسم مصدرسي په معني دتسبيح اوياعلم مصدرسي نواضافت ئې ومفعول ته دۍ،
پوسه چي تسبيح دتفعيل باب دۍ کوم چي کله دايجاددپاره راځي لکه بالفرض چي تسبيح په
دې معني واخلې چي جعل الشخص منزهاً نودپاره دايجادسواوکله دانتساب دپاره راځي
مثلازه ووايم عظمت زيداً اومرآد مي داوي چي نسبت دلوئې مي وکړوزيدته ،والله پاک ته
چي هرځاي نسبت دتسبيح په نسبت ايقاعي سره راسي نودانتساب په معني وي،بيا انتساب
دپاکي والله ته دوه قسمه ده اول اختياري دۍاودوهم غيراختياري دۍ غير اختياري انتساب
دپاکي والله ته ترمومن اوترذي عقله پوری اختصاص نه لري بلکه جماد اوکافرته هم شامل
دۍ ځکه غيراختياري انتساب دپاکۍ والله ته عبارت دۍ له دلالت څخه دوجوددهرممکن
پرپاکوالي دالله له نقصاناتو څخه کوم چي دهرممکن شي ووجودته ورشامل دۍ اواختياري
تسبيح دالله پاک دکافرکارندۍ بلکه دمومن اوپرصحيح قول
دحيواناتونباتاتواوجماداتوکاردۍ بيا دغه اختياري تسبيح دري ډوله ده اول اعضائې چي
په ظا هري انداموسره له ژبي څخه پرته په نوروانداموسره دفعل په شکل کښي ادا کړه سي
دوهم لساني چي په ژبه سبحان الله مثلاًوويله سي دريم قلبي چي په زړه کښي دالله
پرپاکۍ عقيده وکړه سي ياپه زړه کښي دتسبيح الفاظ وويل سي ـ
تمت ومن الله التوفيق ـ