رحيم ګل څاروان
تیره شپه یوه
ټیلر چلونکي راته خپله وروستۍ سترگو لیدلې کیسه چې دهرات-کندهار په لویه لاره یې ددریو واکمنو حکومتونوله لو�
�ي لیدلې وه وکړه رښتیا هم سړي ته داسې مفکوره پیدا شي چې ددې هیواد راتلونکی په کوم لور ځغلي؟ ولې داسې کیږي؟ او
په تیره بیا دا کړیدلي افغانان چې ددنیا په یوه هیواد کې هم ورته ابرو پت ندی پاتې او دا کلونه کلونه کیږي له
کړاوونو، غمیزو او دردونو څخه پرته هیڅ خوښۍ یې له ژوند سره ملگرتیا نه کوي لا نور څومره دژوند سختې شپې تیرې
کړي، حیران شي داد عقل او شعور خبره بیخي زمونږ افغانانو دسرله کوپړۍ دتل لپاره تللې.
داټیلرچلونکی ډېر بې
وسه دی غریبۍ او خوارۍ ورسره تل پخه ملگرتیا کړې او ملگرتیا کې دومره ټینگ دي چې هیڅ یې نه پریږدي. ټیلر هم دبل چا
دی.
ده راته ویل څه موده وړاندې له هرات نه یې څوموټرپه ټیلرکې رابار کړل او هرات نه تر کابله یې ددې موټرو �
�سول غوښتل ده ویل له هرات نه تر دبکوا دښتې پورې کومه ستونزه ورپیښه نه شوه تگ او مزل یې عادي وه.
دمازدیگر �
�پږ بجې کیدونکې وې چې دبکوا له دښتې راووت له ده سره درې نور ټیلر موټرهم گډ روان ول دمازدیگر دا وخت دماښام
تیارو په غیږ کې نیولی وي تیارې دمازدیگر زیړۍ تور وي.
دبکوا دښته نور پای ته رسیدلې وه ده دا مهال دمازدیگر
دلمانځه د ادا لپاره ټیلرموټر درولی وه لمونځ یې کاوه درې نور ټیلر موټر ترې په لار روان ول دی یې یوازې پرېښی
وه.
ده راته ویل لمونځ مې ادا کړ دعا مې وکړه او دموټر دخوځیدوپه تکل موټر ته ور پورته شوم لا موټرمې نه وه چا�
�ان کړی چې دنهو وسلوالوغلو دودریدو غږ مې ترغوږو شو راغلل له موټر یې ښکته کړم ١٢ زره افغانۍ مې په جیب کې وې راڅ
خه وایې خیستې زما له بل ملگري سره هم دوه درې زره افغانۍ وې هغه یې هم ترې واخیستې دجیبونو تالاشي یې په ډاډه زړه
وکړه دلاس ساعت، دموټرځینې اړین وسایل، دخوراک لپاره لوښي هر څه یې رانه واخیستل په پای کې یې په کلاشینکوف په
سر ووهلم سریې راباندې مات کړ سرې وینې مې پرمخ راغلې راته یې وویل اوس دې په مخه ښه.
دغلو له دې واکمنۍ څخه خالي
جیب او سرماتی په لویه لار روان شوم، له مات سر څخه مې وینې لا روانې وې نیم ساعت مې لاره لنډه کړه یوځای ته و�
�سیدم بیا وسلوال په لویه لار ولاړ دی دوی دا ځل غله نه ول طالبان ول.
زما هغه نور درې موټرچلونکي ملگري چې زه
یې غلو ته یوازې پریښی وم او دوی رانه مخکې تللي وه دلته دطالبانو ترښکار لاندې راغلي وه وسلوالو طالبانو لاس �
�ا کړ ما هم ورته موټر ودراوه یو طالب راغی دبارنامې غوښتنه یې رانه وکړه ما هم بار نامه ورښکاره کړه چې گوندې
کوم بار چې ما موټر ته لوړ کړی د امریکایانو ندی دعادي خلکو موټر دي.
طالبانو سلوک ښه راسره وکړ ویل یې ځه، ما
ورته وویل دا درې نور ټیلر مو ولې سوځولي؟
دی وایي طالبانو را ته وویل مونږ ورته دودریدو وویل خو دوی ونه د�
�یدل او دتیښتې لار یې خپلوله مونږ په راکټونو وویشتل موټریې وسوځیدل ولې موټرچلونکي لا ژوندي دي دگریشک په
بازار کې دي.
دی وایي زما هم نور ماغزه په خپل حال پاتې نه شول څه چې په خوله راتلل ورته مې وویل چې دوی خو م
سلمانان ول بیا گناه یې څه وه مونږ څه پوهیږو چې ته طالب یې لویه لار ده وسلوال لار ته راووځي ډیری غله وي، زما
دا سر وینې مات شوی سرې وینې تر روانې دي، طالب جانه ولې نه رانه پوښتې چې سر دې ولې مات شوی؟
طالبان ټول راټول �
�وي وه ويل یې ولې دې سر مات دی؟
دی وایي ما ورته وویل لږ وړاندې مې لمونځ وکړ غلو ونیولم هرڅه یې را نه غلا کړل
سر یې هم راباندې مات کړ؟
طالبانو یو پر بل غږ کړ زر کوئ موټرگاټ درسره راوخلئ زه یې له ځان سره ملگری کړم �
�اته یې وویل دغلو ځای راوښایه ما ورته دغلوځای وروښود غله لا پرځای ولاړ ول طالبان ترې چاپیره شول ډزې یې پرې پیل
کړې نهه وسلوال غله یې ټول په یوه ځای ووژل طالبانو راته ویل داسلامي امارت دی دغلو سزا هم داده.
طالبانو
زیاته بخښنه را نه وغوښته او راته یې دا هم وویل چې دملگروموټر دې هسې رانه ولگیدل اوو سوځیدل.
دملگرو له موټ�
�وبه مې سره لمبه پورته شوه او داسمان غیږ به پرې ډکه شوه زه یې رخصت کړم پوره ساعت مزل وروسته یوه بازار ته
ورسیدم دبازار په سر کې دکرزي خان دحکومت دپولیسو امنیتي پوسته وه وې درولم تلاشي یې وکړه دموټر اسناد یې رانه
وغوښتل اسناد مې ورکړل پولیسو راته وویل استاده ستا لکه چي دا اول وار دی چې په دې لار راځې؟
دی وایي ما
ورته وویل نه پخوا هم راغلی یم پولیسو راته وویل نه درواغ وایې دلته چې څوک راځي دموټر محصول ورکوي ستا �
�ه یاده وتی ما ورته وویل هیڅ نلرم پوهیږم چې محصول ستاسو حق دی په لار کې غلو وشکولم هرڅه یې رانه واخیستل پو�
�یسو ونه منله ترسهاره یې په پوسته کې کښینولم تردې چې کلینر مې کندهار ته یوازې ولیږه پیسې یې راوړې پولیسو ته مو
ورکړې بیا یې خوشې کړو.
داټیلر چلونکی اوس وایي بیا به موټرونه چلوم.