مایکروسافټ (Microsoft) یو انټرنیټي غل جیل ته واچاوه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8863
ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-09-03

 

څه موده مخکې دمایکروسافټ شرکت له انټرنیټي غلو ،په ځانګړي ډول له Phisher سره مقابله پیل کړې وه چې خپلې موخې ته ورسیدل او پایله یې ترلاسه کړه.
دامریکا د آیووای ایالت استوګن ۲۳ کلن جیسون هریس  چې د خلکو لپاره د هغوی د مالي اطلاعاتو د غلا پاره بریښنالیکونه لیږل ،جیل ته په ۲۱ میاشتو زنداني کیدلو او ۵۷ زره امریکایي ډالرو باندې محکوم شو.
نوم وړی د یوه تقلبي مالي ویب پاڼې په جوړولو سره چې په ښکاره له MSN سره تړلی بریښیده او په مایکروسافټ پورې تړلي ګ ونوال یې د دې ویب پاڼې له لارې د بریښنالیک په لیږلو سره هغوی یې د خپلو مالي اطلاعاتو په افشا کولو باندې هڅو .

د دې غله عمده فعالیتونه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې سرته رسیدلي دي او نوموړی د مایکروسافټ او FBI په مرسته نیول شوی دی.
مایکروسافټ وایي چې د دې نوښت په سرته رسیدو سره یې تراوسه وکولای شوای چې ۴۷۰۰ د Phishing ویب پاڼو م خه ونیسي.