شعر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69363
سمیع الله خالد سهاک
دخبریدو نیټه : 2022-04-26

آسمانونه غلامان شول
آسمانونه غلامان شول
انسانان له آسمانونو
اوچت ګرځي
اوترڅو به
د بوډې په ټال کی زانګي
دا خواره خواره یادونه
***
او دا رښتیا دی
که دی دروغ
زه لا هم پری نه پوهیږم
او آسمانونو
زه بیا کړمه لیونی
د ډیر ملکونو
او لا مې لاره
ډیر اوږده ده
***
آسمانونه چی خندا کړي
زه راویښ شم
او بیا ویده شم
آسمانونه چی تیاره شي
زه ویده شم
بیا را ویښ شم
او همدا کار می
شپه او ورځ دی
څو ژوندی یم


مونتری، کالیفورنیا
د اپریل ۱۵، ۲۰۲۲ کال