د مړیني خبرتیا : عبدالرزاق ایازی د ایټالیا په روم کي ومړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69026

دخبریدو نیټه : 2020-05-17

إنا لله وإنا إليه راجعون

د ایازی او حبیبی فامیلونه دوستانو او وطن والو ته خبر ورکوی چی عبدالرزاق ایازی چی په روم کې میشته و د می پر ۵ نیټه کال ۲۰۲۰ د ۹۴ کالو په عمر حق ته ورسیدي. ارواښاد عبدالرزاق ایازی د میرزا محمد اعظم ایازی زوي، په کال ۱۹۲۶ کی په قندهار کي زېږېدلی و او د کابل حبیبيه لیسي څخه اول نمره فارغ سوي و. او د وخت جدیدالتاسیس د ادبیاتوپه پوهنځی کي شامل او دهغه ځای څخه یې د امریکا بورس واخیست. د امریکا څخه يي په اقتصاد کي ماسټری واخیستله او په کال ۱۹۵۳ کي يي د پلان په وزارت کي په کار پیل کړ. وروسته په اف-اې-او کي استخدام سو. او له ۳۰ کالوکار ورسته یی تقاعد وکړ او د روم په افغانی سفارت کی د زراعتی اتاشي په توګه وټاکل سو چي مجاني کار یې کاوه او دیرش کاله یي د افغانستان ولس ته را یګان خدمت وکئ. پرسبره له دې په اف-اې-او او ډبلیو-اف-پي او ايفيډ کی د افغانستان دایمی نماینده و. او علاوتاً د اف-اي-او د پلانګذاری یه کمیټه کي انتخابئ نماینده ټاکل سوی و.
لوی څیښتن دي دده روح خوشحاله او ارامه لری اوده ته دی وافغان ملت ته د خدمتونو عوضونه ورپه برخه کړی. آمین