د افغانیو د رواجولو له امله د ننګرهار والي ته د سرو زرو مډال ورکړه سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68909
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2020-01-07

د ننګرهار والی ته د افغانیو د رواجولو له امله د سرو زرو مډال ورکړل شو او له جمهور رئیس څخه هم د نوموړي د ستاینې غوښتنه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته د افغانیو د رواجولو،ښې حکومتدارۍ او انکشافي پرمختګ له امله په دې ولایت کې د زرګرانو له لورې د سرو زرو مډال ورکړل شو او د دوی په ګډون بېلابېلو قشرونو له جمهور رئيس څخه هم وغوښتل چې د نوموړي د کړنو ستاینه وکړي .
په دې غونډه کې د اصنافو د بېلابېلو صنفونو اتحادیو ټولنې مشر شکرالله جلندري،د درمل پلورونکو اتحادیې مشر نجیب الله صاحبزاده،د وچې مېوې سوداګریزې ټولنې مشر اجمل رحماني، د زرګرانو د شورا مشر او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د افغانیو رواجول یو تاریخي ګام وباله .
دوی زیاته کړه، د لسګونو کالونو راهیسې په دې ولایت کې د ولایتي ادارې له لورې د افغانیو درواجولو په موخه کمپاینونه پیل شوي،د هټیو د مهرلاک،کسانو بندي کېدو او نورو کړنو سره،سره بیا هم دا پروسه نه وه بریالۍ شوې،خو د ولایت مقام د منظم پلان او سیستماتیک کار له امله د ټول ولایت په کچه افغانۍ رواج او د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی وشو.
دوی وویل، له همدې امله یې د زرګرانو اتحادیې له لورې ننګرهار والي ته د ښې حکومتدارۍ،انکشافي او امنیتي پرمختګونو او افغانیو رواجولو له امله د سرو زرو مډال او هم د اصنافو د بېلابېلو صنفونو اتحادیې ټولنې له لورې برابر شوی ستاینلیک ورکړل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د زرګرانو د میډال او اصنافو اړوند ټولنې څخه مننه وکړه چې د دوی فعالیتونه او کړنې یې وستایلې،خو زیاته یې کړه چې په امنیتي،انکشافي،حکومتدارۍ او افغانیو رواجولو پرمختګونو کې د دې ولایت خلک ورسره همکار دي او له همدې امله یې قدرداني او ستاینه کوي .
نوموړي د دې ولایت له هټیوالو او کاروباریانو څخه وغوښتل چې د نرخونو په کنټرول کې همکاري وکړي او همدا راز هغه کسان چې اوس یې هم کاروبار په بهرنیو اسعارو وي،افغانیو ته ولیږدوي .
په دې غونډه کې چې ولایت مقام کې ترسره شوه،د افغانستان بانک رئیس ته هم لیکل شوی ستاینلیک ورکړل شو او همدا راز د کسبګرو او هټیوالو د خونې په طرزالعمل،د بېلابېلو صنفونو ترمنځ یوالی رامنځته کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وشوې