له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږدولو پروژې د هوکړه لیک لاسلیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68818
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-08-30

 

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۷ مه نېټه د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور له ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي امان الله غالب، هم شتون درلود، د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، د مالیې وزارت سرپرست ته له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږدولو، بودیجوي او تطبیقي مسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست، د نوموړي بانک د انرژۍ سکټور له ستر متخصص څخه چې د یادې پروژې په اړه یې معلومات ورکړل د مننې ترڅنګ وویل، چې د دې مزي غځول به تر ډېره بریده د انرژۍ له پلوه د خلکو ستونزې هواري کړي.  

د ناستې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست، د اسیا پراختیایي بانک او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کلیو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې مزې د لېږدولو لګښت ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالره دی، چې ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالره یې د اسیا پراختیایي بانک له لوري په وړیا توګه  او ۱۰ میلیونه نور د افغانستان حکومت له لوري (د املاکو د استملاک او امنیت ټینګښت) لپاره ورکول کېږي، ټاکل شوي دغه پروژه د دوو کالو په اوږدو کې بشپړه ش