ه کندهار کي د سید سدوزي اغا د فاتحې خبرتیا !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68813
محمد ابراهیم اغا
دخبریدو نیټه : 2019-08-23

لکه څرنګه چې مو په ډیره خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړی ؤ چې د افغانستان د معاصر جهاد سر لاری دیني عالم او نه ستړی کیدونکی مجاهد کوم چې دبي شمیره مجاهدینو او طالبانو مربي او استاذ ؤ الحاج مولوي سید محمد ( سدوزئی ) اغاصاحب درې ورځي وړاندي د قطر په دوحه ښار کي خپل سپیڅلی روح و رب العلمین جل جلاله ته وسپارلی ؤ، د درو ورځو لپاره یې فاتحه د پاکستان د کوئټې په ښار اخستل سوی ده.
د راتلونکو دوو ورځو لپاره به یې فاتحه په کندهار ولایت کي اخستل کیږي!
لومړۍ ورځ فاتحه به یې صبا د جمعې په ورځ، کوم چې د سنبلې د میاشتي د اولي نیټې سره سمون، د قندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د مرحوم اغا صیب په پلرني کلی جویې لاهور کی د یوې ورځي لپاره د سهار څخه تر ځیګره پوري د حاجی امیرمحمد اغا په مسجد کي اخستل کیږي.
دوهمه ورځ فاتحه به یې د راتلونکي شنبې په ورځ کوم چې د سنبلې د میاشتي د دوهمي نیټې سره سمون خوري، د مرحوم اغاصاحب فاتحه د یوې ورځي لپاره د کندهار ښار په عینو مینه کي پر( ۱۹ )سړک په مسجد عمر فاروق کښې اخستل کیږي.
دوستان او متعلقین دی خبر وي