سوله او امن غواړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68811
سمیع الدین افغاني
دخبریدو نیټه : 2019-08-09

 


زمونږ د امن د سکون خبر ده
دا د یو والي ،پیوستون خبر ده

دلته کې سوله مونږ امان غواړو
بیا رغونې د سمون خبر ده

که تشدد دی یا د سولې پیغام
دغه د وخت دا د ازمون خبر ده

مونږه د ظلم، اسارت خلاف یو
په سوکالۍ کې د ژوندون خبر ده

دا مو ده هیله دا آرمان زړګو کې
دې بد حالت نه دخلاصون خبر ده

د افغانیت، اسلام ، وطن تر نامه
د یو روښانه سباوون خبر ده

د ظلم ، زور او دهشتګرو مخ ته
د ټول افغان د یو تړون خبر ده

دننګ په نیت به نور یوکیږو سره
ددې ظلمت نه د بدلون خبر ده

دی پوه تدبیرورته پکار ملګرو
د پوهې لارې د لټون خبر ده

دا مو ټینګ عزم ، اراده کړې ده
د انقلاب د ستر پاڅون خبر ده

د ننګ، غیرت په لار به ځو مطلب ته
دا مو د ژوند دا مو د شتون خبر ده
-------------------------
۷ – ۷ - ۲۰۱۹
م ۰ کال