محبت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68561
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-12-07


که ستا مینه محبت را سره مل وي
د دنیا هره سختي ما ته ګل وي
ستا د مینې محبت په تلوسه کې
ابراهیم غوندې په اور کې مې تسل وي
ستا رضا چې پرې حاصله شي خاونده
زما مال او سر د ټول ستا په تکل وي
لوی دریاب چې ورته وچه لاره ورکړي
ربه دا به ستا کرم د هر مشکل وي
چې زخمي زخمې وجود د ورته جوړ کړ
ای څښتنه د هرڅه تا سره چل وي
چې له بنده د کړ خلاص او باد شاهي کړي
اکبري همدا قدرت د الله تل وي