سرحدي ځواکونو لس ميله وسله نيولې او په تړاو يې يو تن هم نيول شوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68319
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-04-22

سرحدي ځواکونو په دوربابا ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې بار لس ميله وسله نيولې او په تړاو يې يو تن هم نيول شوی دی.
په ختيځ زون کې د سرحدي ځواکونو لومړۍ نمبر لوا مسؤلينو د غويي په ۲مه يادې وسلې او نيول شوی تن رسنيو ته هم وروښودل.
د دې لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل خبريالانو ته وويل چې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا د شپږم کنډک منسوبينو په دوربابا ولسوالۍ کې په يو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوې وسلې نيولي دي.
هغه زياته کړه، په دغو وسلو کې پنځه ميله روسي کلاشنکونه او پنځه تفنګچې شاملې دي، چې په ډير مهارت سره يې په يو سراچه موټر کې ځای پرځای کړي و.
حسين خېل وويل، د يادو وسلو په تړاو يو تن هم نيول شوی، چې اوسمهال تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دی.
له بلې خوا په ختيځ کې د لومړۍ نمبر سرحدي لوا قوماندان ډاډ ورکړ چې د اضافي پوستو په اچولو او پرسونل په زياتولو يې په ټولو سرحدي سيمو کې د وسله والو د تګ راتګ او قاچاق مخنيوی کړی دی.