لیونیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68294
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

 

چې په خوله دې ده خندا ای لیونیه
ته به کله کړې ژړا ای لیونیه

دلته ګل د ازغو غیږه کې ویده وي
نه پاڅیږي شي سبا ای لیونیه

چې پیاله دې اوس په مورګو باندې اوړي
ساقي ډکه کړله بیا ای لیونیه

چې له غمه د دنیا هیڅ خبر نه یې
تا ته شوې ده دعا ای لیونیه

تا د مینې مفهوم دومره عمیق درک کړ
چې اوس ګرځې په صحرا ای لیونیه

ته چې ټوله ورځ د ورکو پسې ګرځې
زه په لاره یمه ستا ای لیونیه
اوسلو - ناروې