تکیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68293
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

تکیه
بیله خدایه چې په بل چا څوک تکیه کړي
تیروتنه د خپل عمر ښه پخه کړي
څه چې خدای کړي هر بنده ترینه عاجز دی
رب پوهیژي چې تقدیر څنګه نوشته کړي
په هر څه کې یې حکمت او مرحمت دی
انسان هسې له الله نه ځان خپه کړي
د الله مهربانی کې لوی کمال دی
په هر حال په هر نفس الله هرڅه کړي
اکبري د الله رحم دومره ډیر دی
هر انسان ته انسانیت الله تحفه کړي