محسن داوړ :زما د ليرې کولو سپيناوی به اسفنديار ولي کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68274
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2018-03-28

محسن داوړ :زما د ليرې کولو سپيناوی به اسفنديار ولي کوي

اسفنديار ولې له داوړ سره همغه شان لوبه وکړه چې آغلې نسيم له ارواښاد باچا خان سره په اتيايمه لسيزه کې کړې وه

 

باچا خان هغه وخت هڅه کوله چې د بر کور ((د حکومت وجهاديانو)) ترمينځ سوله وکړي، خو د هغه وخت ديکتاتور ومستبد حکومت ((نظاميانو واستخباراتو)) بېګم نسيم راواستوله او د باچا خان جلسه يې په جمرود کې سبوتاژ کړه. له بده مرغه چې باچا خان هغه وخت زموږ د جهاديانو ښه نه ايسېده. د باچان خان کړوسی ايمل خو لا وختي د پان په خوړلو راغلی او مسموم شوی دی

 

 

نزرانه غفار يوسفزۍ :

[[د عوامي نېشنل گوند د دوشنبې په ورځ اعلاميه خپره کړه چې محسن داوړ يې د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه لېرې کړ. دغه اعلاميه دا هم وايي چې هر هغه څوک چې د گوند نه علاوه د نورو ټولنو يا تنظميونو په فعاليتونو کې برخه اخلي، گوند يې اجازه نه ورکوي.]]

 

د کډوالۍ يادونه :

هغه وخت د باچا خان خو هم بله ګناه نه وه، خو دا يې هيله وه چې که موږ د بر کور يا د خپلو برو وروڼو ترمينځ د روغې جوړې هڅې وکړو او ګوندې د دوی ترمينځ د ورورګلوۍ په فضا کې سوله وشي او بيرته دوی ((افغان کډوال)) په درنښت خپلو کورونو ته ولاړ شي. دا به ډېر ښه وي چې د قدرتونو ترمينځ او د سيمه ييزو لوبغاړو په تېره بيا د پنجاب له لومې خلاص شي. له بده مرغه چې موږ جهاديانو هغه وخت هغه ته سپکې سپورې ويلې او په قدر يې نه پوهېدو، د هماغې ناپوهۍ په پايله تر ننه د مجاهد، د طالب او د داعش د يوې منفورې پديدې په بڼه د پنجابي استعمار په لومه کې ښکېل شو چې روژه شي نو وايی (( پټان / پښتون پوه شه او کار يې))، خو تر ننه لا د سياسي ملايانو له جهادي فتوی نه خلاصېدای نه شو. خپله د نوک له وريو تر د سر تر وېښتانو پورې په سود کې ډوب، خو زموږ جهاد بيا د پنجاب د نظامي واستخباراتي ماشين په نغوته د بګېليو مړزانو په شان نارې سورې وهي. د خپلو فحشاو منډيګانو باندې چوپ دي، خو زموږ جهاد ته شنه زمريان دي، خو د يو سياسي ملا د کورنۍ غړی پکې ژوبل نه شو.

 

د هغه وخت د آغلې نسيم څپېړه چې په خورا په بيړه راغله او له ارواښاد باچا خان سره يې هغه وخت ښه سلوک ونه کړ ان تر دې چې د هغه پښتنې رواياتو هغه د يوې سترې سياسي کورنۍ اېنګور له خپل خوسر سره توګه د ټولو هغو اخلاقي نورمونو خلاف چلند وکړ. پښتنو خو نوموړې ته زيات درناوی درلود او ان تر دې چې خلکو دې کورنۍ ته د يوې معتبرې کورنۍ لکه د يوې مذهبي پيرخانې په سترګه کتل، خو نوموړې هغه وخت لا نظاميانو او څارګرې ادارې پړسولې وه او پر باچا خان يې د نورو تاو سوړ کړ. هماغه وو چې ارواښاد باچان د خپلې لوی حوصلې او زغم له امله په ښکاره څه ونه ويل، خو زړه ته يې سخت او درون خفګان کېوته او هماغه دروني ژور خفګان رنځوري لا پسې ژوره کړه او د ژوند پر پای يې تمامه شوه.

 

نن چې اسفنديار د ګوند د منشور خبره کوي او د پارلمان د ليارې د پښتنو حقوق غواړي، نو ايله په اويا کلونو کې يې د سندي الاصل د خلکو ګوند په ملاتړ د صوبه سرحد نوم ((خيبر پښتونخوا)) ته ولاړولو، خو له بل لورې چې بيا عمرانخان راغی، نو هغه د نر زوی د پنجاب چوپړ ته داسې زور ورته کړی چې ان د اسنفديار د پلار و نېکه نومونه يې هم ورته له ښوونيز، تاريخي، اجتماعي و سياسي نصابه يو پر بل پسې وکښل. د پلار په نوم ښوونيز بنسټ يې هم ورته له داسې تندروو نه ډک کړی چې مشال خان يې مذهب ته د سپکاوي په نوم ووژلو، اوس خو د اسفنديار زوی ايمل خان لا نوی د پنجاب په خُم کې فنا في الله شوی، الله تعالی دې خير کړي چې د اسفنديار له سترګو پټولو سره سم د نېکونو هډونه پر پنجاب ونه پلوري چې دا به ورته بله ستره تاريخي بدنامي ور ترغاړې شي.

 

دا بايد ووايم چې لر وبر پښتانه د يوې لوی لوبې ښکار شوي دي چې دلته موږ هم دا څلور لسيزې له پنجابي استعماره او هم له ايراني اخوندانو د ارام ساه وانه خېسته او لر هم د پنجاب په ښکېلاک کې له لسيزو راهيسې ګېر پاتې دي. ملايان يې هغه دی چې په پنجاب کې د پېغمبر دعوه کوونکی، د لاهور د هېرا منډي او داسې نورې په سلهاو ناراوې زغملی شي چې هېڅکله يې د نوموړي او نورو خلاف فزيکي عمل خو لا څه ان چې خپل اواز پورته کولی نه شي، بلکې لا هماغه د ماليه پيسې يې خزانې ته هم ځي او له هغو ګډو شويو پيسو نه دوی معاشونه او د مدارسو بودېجې هم اخلي او له هماغه بودېجې نه د ((افغان ډيسک)) په نوم بوديجه تصويبيږي او هغه بيا موږ پخوانيو مجاهدينو او نننيو طالبانو او ان تر داعشيانوو ته هم رسي، نو موږ لا تر اوسه دا درک نه کړه چې ايا دغه ډول نارڼې پيسې زموږ پر خپلوژنه کې روا دي او يا نه؟، خو څڼور بيا اسلامي امارت او سوچه شرعي نظام غواړي. ايا د اسلام دومره سپک دی چې د فحشاء د ماليه پر پيسو تمويل شي؟ که د امريکا او نورو پيسې دي هغه خو هم د غيرمسلمو د مالياتو پيسې دي چې د ملت د ښېرازۍ لپاره ورکول کيږي، نو لګول يې په بل نامناسب ځای کې هم درست نه دي.

 

زموږ څڼور په دې هم نه پوهيږي چې د مکې د هغه وخت مشرکانو چې د بُتانو پرستش ((عبادت)) يې کولو، خو د حلالو او د بيت الله په ارزښت پوهېدل، ځکه خو يې د بيت الله په جوړونه کې غږ وکړ چې حلال مال ((پاکې پيسې)) راوړي او له هر ډول غبن وفساد څخه پاکې وي. زه باور لرم چې له ملا عمره نيولې تر ملا هبت الله پورې به يې هېڅکله دا پوښتنه نه وي کړي، نو د نورو پر مالي ونظامي ولوژيستيکي مشروطو مرستو اسلامي امارت او سوچه اسلامي نظام هېڅکله نه رامينځته کيږي او نه موږ پخواني جهاديان و نه ننني طالبان وداعشيان د دې لپاره رامينځته شوي چې سوچه اسلامي نظام دې جوړ کړي او نه به يې ورته څوک پرېږدي چې دغسې يو تش خيالي سوچه شرعي نظام جوړ کړي او نه يې ورسره څوک مني.

 

تېر ته په کتو لا هغه وخت د باچا خان له هڅو رانيولې، بيا د روسانو له مخامخ وړانديزه راواخله تر ننه پورې موږ ته چا سياسي واک رانه کړ چې خپله له خلکو سره خبرې وکړو، بلکې يا به راسره دوی ول او يا يې له سره نه پرېښوولو چې له چا سره وګورو. جنرال اختر عبدالرحمان خو ډګروال يوسف د همدې لپاره ګواښلی وو چې د هغه وخت د امريکا سفير غوښتل چې له مجاهدينو له مشرانو سره وګوري، خو پرې نه ښوول شول .ښاغلي عصمت قانع هم د ډګروال يوسف د کتاب پر استناد پخپله يوې ليکنه کې ((څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟)) همدې ټکي ته اشاره کړې ده.

 

هغه وخت يې لا يوازې پر غرب پلورلي وو، خو نن يې څو ځايه پلورلي يو چې له هر يوه ځان راخلاصول به راته دومره اسانه نه وي لکه څومره چې څڼور طالب ګل يې تمه لري. د ستمي، اخوان و ماويست ((سام)) په څېر شعوريان يې داسې تېر ايستلي وو چې لا تر ننه يې سره زړونه يو بل ته ډک دي او تش شوي لا نه دي. د ماويستانو و ستميانو خو له هر اړخيز پلوه پر واک و پانګه (شتمنۍ) کې مالا مال شول، خو اخوان بېچاره لا اوس هم په هوا کې ځوړند دی چې لا پښې به يې ټينګې شي او يا نه وخت به يې روښانه کړي.

 

سعدي وايی :

چو کاری بی فضول من بر آيد

مرا در وی سخن گفتن نشايد

و گر بينم که نابينا و چاه است

اگر خاموش بنشينم گناه است

 

له بده مرغه چې د لروبر ملتپالو او ځينو اسلامپالو پښتنو سياست له ډېر وخت راهيسې ميراثي شوی، تر څو چې دوی له دغه زوړ ميراثي سياسته راونه وځي او زوړ ميراثي سياست له مينځه تللی نه وي پښتانه د ښې ورځې څښتنان کېدای نه شي. بر به موږ پر يو او بل نوم وژل کيږو او لر به هغوی او همدغسې به مو مړي و ژوندي هم ورک و بې سرنوشته وي. دوی زموږ ځوانان زغملای نه شي، خو خپلې لوڅې بيا پر باليووډ کې زغملای شي. دوی زموږ، جومات، کوروکلی، ښوونځي وسړکونه او ټولګټې پروژې زغملای نه شي، خو خپلو نارواوو ته بيا هر ډول پوښښ ورکوي.

 

د باچا خان د کورنۍ سياست له ډېر وخت راهيسې په ټپه ولاړ دی چې داسې کومه مثبته ګټه يې پښتنو په تېره بيا لا هغه کوزې پښتونخوا ته نه ده راوړې. همداسې يې دا نور ملتپاله ګوندونه درواخله. ملايان خو خدای بښلي دي د خير تمه ترې نشته. کرکټی عمرانخان هم د نورو په چوپړ کې دی.

 

بيا هم له ښاغلي افراسياب خټکه هيله کيږي چې دغه ستونزه د خبرو له ليارې په سوله ييزه توګه اواره کړي. هغه غوښتنې چې منظور پښتين يې کوي ټولې معقولې او پر ځای دي او بايد ملاتړ يې وشي. له غټ خولي اسفنديار سره داسې ناسمه پرېکړه په کار نه وه، خو داسې برېښي چې نوموړی هم د اتيايمې لسيزې د خپلې ناسکه مور په شان بل چا لمسولی او ناسمې پرېکړې ته يې هڅولی دی. داسې يو مخيزه پرېکړه څوک نه کوي او له محسن داوړ څخه د لا زغم هيله کيږي. د ښاغلي منظور پښتين غوښتنه يوه برحقه داعيه ده او له ټول پښتانه يې بايد له ټولو سياسي ومذهبي اختلافاتو سره سره په نره او پر حقه ملاتړ وکړي. د ښاغلي داوړ په خبره چې پر رياست باندې بايد زور راوړل شي چې دغه غوښتنو ته غاړه کښيږدي او د پارلمان له ليارې په سوال څه نه ترلاسه کيږي. پنجابی به هېڅکله چا ته خپل روا و مشروع حق د پارلمان له ليارې چا ته ورنه کړي او نه يې د ورکولو اراده لري. اويا کاله وروسته يې د صوبې نوم ترلاسه کړ، خو له بل پلوه يې د خپل پلار ونېکه ټول تاريخ او کارنامې ورته ختمې کړي چې له ګټې نه يې تاوان ډېر وکړ.

 

په درنښت

 

 

زما د ليرې کولو سپيناوی به اسفنديار ولي کوي- محسن داوړ

https://www.pashtovoa.com/a/removed-by-anp/4309242.html