د زمری په غاړه خرمهره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68260
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2018-03-11

 


 پنځوسو تنوغلو دا وطن په سرکولپې نیولی یرغمل
 کله وزیرسي کله والي سي کله سلاکارسي هر سور غل
 چې هر یو له واکه لیري سي بیا دغرتوپرتو بنۍ سي
 د واک د لړمون خوړینو بګیلوغلو سره يې ټیزونه سي مل
***
سوله له طالبانو سره په کوم موم خشره نه کیږي
 دمینې بیان په چینګه خوله او خبرو هرزه نه کیږي
 ولي دلته اهل کار ته د کار مسؤلیت نه سپارل کیږي؟
 زمریتوب په خپله غاړه ځړول د خر مهره نه کیږي
***
دلته بډي اخیستل دښې ډیموکراسي یوه پالیسي ده
 هر دفتر کې د دولت لخوا د اړ دبغل جیب تلاشي ده
 زموږ دمترقي وطن ماشین یوازې په غوړو غرتو چلیږي
 اصلي کاریې یوازې خپل دصدرۍ دبغل جیب ډکي ده
***
دنظار نوم دلته په سیاسي خبرو کې ولس دی
 نه پوهیږو دلته واک د امریکا که غنی مفلس دی
 دناتو نوی نوم زموږ په سیاست کې نن وطن دی
 دخدای لپاره نور ددې نومونو کارول بس دی
 ولس ( نظار ) دا غواړي او وطن (ناتو) دا غواړي
 په دې سیاسي خبرو پوه دلته هر کس دی
 غله سیاستوال اوس دا نومونه ډیر کاروي
 د ټول ملت ویل موخه یې یوازې یونا کس دی