مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ګډ امنیتي لېږد (CSTC-A ) له عمومي قومندانې سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68243
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-02-20

 

مالیې وزیر  اکلیل حکیمي، د سلواغې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د افغانستان لپاره د ګډ امنیتي لېږد له عمومي قومندانې جنرال رابئن ال فانټس، سره وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان د مالي اطلاعاتو مدیریتي سیستم ته د لاسرسي (آفمیس)  له لارې د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې په لګښت کې د لا روڼوالي په راوستلو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د بودیجې په لومړیتوب بندۍ، په مالیاتي او ګمرکي معافیت، د آفمیس سیستم له لارې د امنیتي ځواکونو د معاشونو د ورکړې او مالي سرچینو په پلټنه کې د روڼوالي راوستو لپاره په ګډه همکارۍ او نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې.