باران وهلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68224
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2018-02-17

دښته کې کیږدۍ باران وهلې وه
لاړله جینۍ باران وهلې وه

ټوله رپیدله توده نه شوله
ځکه چې شړۍ باران وهلې وه

نه وه په ګدر کې نن ناسوبه وه
ګوره لیونۍ باران وهلې وه

بره غره لمن کې رمه نه څري
خدایږو سیلانۍ باران وهلې وه

هلته د همزولو شورماشور منځ کې
ناسته وه بدرۍ باران وهلې وه

( وارثه ) د قاف غر څنګه چوپ ناست وه
نن خو ښاپیرۍ باران وهلې وه