خلجیان او غلجیان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68205
عبدالباري جهاني
دخبریدو نیټه : 2018-02-06

    
            
خلجیان له ډېری پخوا زمانې څخه د افغانستان په خاوره کي اوسېږي او په ډېرو پخوانیو وختونو کي یې له ګرمسېر او سیستان څخه نیولې تر غور، غزني، زابلستان او د کابل تر شاوخوا سیمو پوري مځکي نیولي وې. د خلجیانو له نامه سره، څوځله، د اصطخري په کتاب مسالک و ممالک کي مخامخ کېږو، چي د لسمي میلادي پېړۍ په نیمايي کلونو کي یې لیکلی دی او دا یوله تر ټولو پخوانیو آثارو څخه دی چي د خلجیانو یادونه کوي. دی لیکي « خلج د ترکانو قوم وو او په ډېره پخوانۍ زمانه کي دغو سیمو ته راغلي دي. د هندوستان او د سیستان په سیمو کي یې هستوګنه غوره کړه. دوی د ترکانو په شکل دي او د ترکانو په څېر لباسونه اغوندي او ټول په ترکي ژبه خبري کوي.»  اصطخري ص ۱۹۶
دا چي خلجیان به څه وخت افغانستان ته کوچېدلي وي، تاریخي متون چنداني څه نه وايي، خو اصطخري خپل کتاب د غزنویانو له پاچهی او امپراطوری څخه مخکي لیکلی دی او موږ ته وايی چي دوی په قدیمو زمانو کي دې سیمي ته راکوچېدلي دي.
د خلجیانو د کوچ او د هغه وخت د تاریخي پېښو په باب بیا هم معلومات نه لرو او که سړی دا خبره په یقین سره ومني چي دوی له بلي سیمي څخه را کوچېدلي دي نو سړی ویلای سي چي ښايي د شمال څخه یې په سوله ایز ډول له خپلو رمو او څارویو سره کوچ را کړی وي. بیا هم تاریخي متون دونه راته وايي چي خلجیانو او نورو کوچي قومونو په پراخو دښتونو کي ځایونه نیولي او رمې یې څرولې. هغه کتاب ص ۲۱۶
بوسورټ هم وايی چي د اسلام په لومړیو کلونو کي ترکانو، خلجیانو او غوزانو په  اوسني ختیځ افغانستان کي د کابل، غزني او بُست ترمنځ اورشوګانو کي مالونه څرول. بوسورټ ص ۲۰۶
مسعودي، چي د دریمي هجري پېړۍ تر نیمايي پوري یې ژوند کړی دی، او لوېدیځ مورخین یې د عربي نړی هیرودوتس بولي، لومړنی اسلامي مورخ دی چي د خلجیانو او د هغوی د اوسېدلو د سیمي په باب معلومات راکوي. مسعودي لیکي چي حجاج د سیستان او بست او رُخَج حکومت عبدالرحمن بن محمد بن اشعث ته سپارلی وو او هغه د ترک، غوز او خلج له طایفو سره چي هلته اوسېدل او هم یې د هند له ملوکو سره، چي د دوی په ګاونډ کي پراته ول، لکه رتبیل او نور، جنګونه وکړل. مسعودي ص ۱۳۴
عبدالرحمن ابن اشعث په دې سیمه کي له خوارجو سره ډېر سخت جنګونه وکړل، هغوی ته یې پرله پسې ماتي ورکړې او دونه قدرت یې پیدا کړ چي د خلیفه څخه یې بغاوت وکړ او د هغه نوم یې له خطبې څخه لیري کړ. له ابن اشعث سره دونه لښکر ملګری وو چي حجاج له خلیفه عبدالملک څخه مرسته وغوښتله او هغه ته یې ولیکل چي یا خدایه کومک! یا خدایه کومک! یا خدایه کومک! او خلیفه هم مرستي ور ولېږلي او په جواب کي یې ورته ولیکل چي یا لبیک! یالبیک! یا لبیک!
د حجاج او ابن اشعث لښکري په ۸۲ هجري قمري یا ۷۰۰ میلادي کي د کوفې د ښار په شاوخوا کي د دیرالجماجم په سیمه کي سره مخامخ سوې او څو اتیا جنګونه یې سره وکړل. په دې جنګونو کي بالاخره ابن اشعث ماته وکړه او د هند د ملوکو خواته ورغی. حجاج بالاخره هغه له منځه یووړ او سر یې خلیفه ته واستاوه. هغه کتاب ص ۱۳۵
دا چي ابن اشعث د دیرالجماجم په جنګونو کي له ماتېدلو څخه وروسته بیرته د هند د ملوکو خواته، چي د ترکانو، خلجیانو او غوز د اوسېدلو سیمي یې تر کنټرول لاندي وې، ورغلی دی نو دا لیري خبره  نه ده چي د حجاج سره په جنګونو کي به یې هم له دغو قومونو څخه کار اخیستی وي. 
له ټولو تاریخي متونو څخه  قضاوت کولای سو چي خلجیان غښتلي او جنګي خلک ول او د غزنویانو، غوریانو او د ډهلي د لومړنیو مسلمانو سلطانانو په لښکرکښیو کي یې ډېره زیاته ونډه اخیستې ده. بوسورټ لیکي چي د خَلَج قام ډېري نوري پېړی خپل قومي هویت وساتی؛ سبکتګین د هغوی مقاومتونه مات کړل؛ په خپل پوځ کي یې برتی کړل او هغوی وروسته د غزنویانو، غوریانو او خوارزمشاهانو د پوځونو ډېره مهمه برخه سوه. دوی د ډهلي د لودي پاچاهانو نیکونه دي او نوم یې اوس د غلجي افغانانو په حیث ژوندی پاته سوی دی. بوسورټ ص ۳۶
سلطان محمود په ۳۹۷ هجري قمري یا ۱۰۰۷ میلادي کي د ملتان د حکمران ابولفتوح د ځپلو لپاره، چي اسماعیلیه عقاید یې، چي سنیان د الحاد په سترګه ورته ګوري، غوره کړي ول او په خپل قلمرو کي یې تبلیغول، د لښکرو سره روان سو. په لاره کي یې هندو راجا جیپال ته، چي د ملتان د حکمران سره د مرستي لپاره یې تیاری کړی وو، ماته ورکړه. د ملتان حکمران ابوالفتوح له خپلو خزانو سره سراندېب ته وتښتېدی او ملتان د غزني د سلطان لاسته ورغی. عتبي ص ص ۲۷۸-۲۷۹
 سلطان محمود لا په ملتان کي وو چي  په ۳۹۸ هجري یا ۱۰۰۸ میلادي کي ، پر خراسان باندي د قره خانیانو د یرغل څخه خبر سو او د هغوی  د مقابلې لپاره، په ډېر تلوار، روان سو نو د هندیانو، افغانانو، اوغوز، خلج او د غزني څخه محلي پوځیان یې ورسره روان کړل. بوسورټ ص ص ۱۰۹-۱۱۰
تاریخي شواهد، په تېره بیا مروج الذهب، ثابتوي چي خلجیان د اسلام څخه ډېر مخکي په افغانستان کي اوسېدلي  او د کابل څخه نیولې تر غزني ، بُست او سیستان پوري اورشوګاني یې نیولي وې او وخت په وخت یې په جنګونو کي مهمه برخه درلوده خو  په تاریخ کي یې اهمیت هغه وخت لا زیات څرګند سو او د مورخینو او د وخت د لیکوالانو توجه هغه وخت ور واوښتله چي جلال الدین خلجي په ډهلي کي د سلطان غیاث الدین بلبن د کورنۍ سلطنت ته خاتمه ورکړه او پخپله یې قدرت ونیوی.
ضیأالدین برني، چي وايي د دغو پېښو په وخت کي څلور کلن ماشوم وو او د هغو پېښو او جنګونو په باره کي یې د خپل پلار او مشرانو څخه پوښتني کړي دي او نوري پېښي یې په سترګو لیدلي دي وايي چي کله سلطان جلال الدین فیروز خلجي، له ډهلي څخه دباندي، په کیلو کهري کي، پر تخت کښېناست نو د ښار خلکو ته، چي تر دغه وخته پوري د ترکانو د حکومت تایع ول، د خلجیانو حکومت ناوړه ښکارېدی. ځکه نو سلطان جلا ل الدین هم د خلکو د عکس العمل له وېري ښار ته نه داخلېدی او د ښار مشران او علماء به کیلو کهري ته ورتلل او هلته به یې بیعت ورکاوه؛ خو خلک بیا هم حیران ول چي دا پاچهي د ترکانو د لاسه څرنګه د نورو لاسته ولوېده. برني ص ۲۷۸ 
د جلال الدین منکبرني یا جلال الدین محمدخوارزمشاه منشي، نسوي لومړنی سړی دي چي د اوومي هجري پېړۍ په سر کي د غلجیو نوم یادوي او له ده څخه څه باندي څلور سوه کاله وروسته خوشحال خان خټک دوهم سړی دی چي د ډهلي د لنډ تاریخ په قصیده کي جلال الدین خلجي ته غلجی وايي او د غلجیو یادونه کوي.
بیا سلطان جلال الدین په سریر کېناست ××××× چي په اصل کښي غلجی د ولایت وو
بیا له پسه فیروز شاه چي امرا وو ×××××× پرورش یې د غلجیو په دولت وو 
نسوي پر خوارزم باندي د چنګېزخان د یرغل په وخت کي د سلطان علاء الدین خوارزمشاه لویه غلطي دا بولي چي خپله پوځي قوه يې په لوی لاس سره تقسیم کړه او هر یوه ملک او سپه سالار ته یې یوه خاصه سیمه وسپارله. ینال خان لعین یې له شلو زرو سپرو سره اترار ته واستاوه، قتلغ خان یې له لسو زرو سپرو سره د کنته  ښار ته ولېږی، او امیر اختیارالدین کُشلي امیر آخر او اغل حاجب اینانج خان یې له دېرشو زرو پوځیانو سره بخاراته او... دوه غلجي ملکان یې خُتلان ته ولېږل او... په ماوراءالنهر کي یې هیڅ ښار بې زیات لښکره پرې نه ښود او دا یې لویه خطا وه... نسوي ص ۵۴  
جویني، چي خپل مشهور او مفصل تاریخ یې پر ماوراءالنهر، افغانستان، خراسان او بغداد باندي د مغول چنګېز خان او د هغه د لمسي هلاکو په زمانه کي، په اوومه هجري پېړۍ کي لیکلی دی، خلجیان، ترکمنان، غوریان، ترک او تازیک جلا جلا یادوي او په زړه پوري خبره دا ده چي موږ ته په پېښور کي، په هغه زمانه کي، د خلجیانو د یوه امیر نوح جاندار په باب اطلاع راکوي چي پنځه شپږ زره کوره ټبر یې درلود. جویني جلد دوم ص ۱۹۶
دا وخت سلطان علاءالدین خوارزمشاه د چنګېزخان  له لښکرو څخه په تېښته کي وو او د هغه لایق او زړه ور زوی سلطان جلال الدین محمد خوارزمشاه د چنګېز خان په مقابل کي مقاومتونه کول.په لومړي سر کي خلجیان، ترکمنان، غوریان او ترکان، ټول په یوه ږغ، له خوارزمشاه سره ملګري سول خو څرنګه چي د هغه د سلطنت وروستی ورځی راغلي وې او د چنګېز له ډېر لوی قوت سره ، چي د یوې ناڅاپي بلا او توپان شکل یې درلود، مخامخ وو او لا یې د پاچهی قانونی حیثیت هم له لاسه ورکړی وو نو په لومړي سر کي د غوریانو او ترکانو تر منځ اختلاف راغی او غوریانو د هغوی ملکانو او مشرانو ته په زغرده وویل چي موږ غوریان او تاسي ترکان یاست؛ موږ یو ځای ژوند نه سو سره کولای. هغه کتاب ص ۱۹۳
سره له هغه هم سلطان جلال الدین خوارزمشاه د پروان په جنګ کي د چنګېزیانو لښکرو ته یوه سخته ماته ورکړه او ډېر زیات مالونه او آسونه یې غنیمت کړل. د خلجیانو، ترکمنانو او غوریانو د جلال الدین خوارزمشاه له خوارزمي لښکرو سره د آسونو پر وېش باندي اختلاف راغی او د سلطان په لښکرو کي بې اتفاقي ولوېده. د پوځ لوی مشران اغراق ملک، او اعظم ملک له ټولو خلجیانو، ترکمنانو او غوریانو سره، له خوارزمشاه څخه بېل او د پېښور خواته روان سول؛ او سلطان د تُرکو او خوارزمي قواوو سره پاته سو او د غزني پر لور یې حرکت وکړ. هغه کتاب ص ۱۹۶
د ترکمنانو او خلجیانو تر منځ موقتي روغه جوړه هغه وخت پای ته ورسېده چي د ترکمنانو یوه مشر اغراق ملک د خلجیانو پر مشر نوح جاندار باندي ناڅاپي حمله وکړه او د هغه سړیو او زامنو د ترکمنانو مشر وواژه. د ترکمنانو لښکر، چي شمېر یې تر خلجیانو زیات وو، د نوح جاندار پر مرکز باندي حمله وکړه او د خپلو زامنو او ټولو ملګرو سره یې وواژه. په دې ضمن کي د چنګېز خان سپه سالاران تکاجک او سید علاءالملک قندز ورباندي را ورسېدل او د خلجیانو، ترکمنانو او غوریانو ټول لښکر یې تباه کړل. په دوو دریو میاشتو کي یې شل دېرش زره لښکر یا پخپل منځي جنګونو کي او یا د چنګېزیانو په حملو کي له منځه ولاړل. هغه کتاب ص ص ۱۹۷-۱۹۸
 خلجیان په هند کي:
د خلجیانو له توکم څخه لومړنی سړی چي په هند کي د مسلمانانو د قدرت په زمانه کي ورسره مخامخ کېږو محمد بختیار خلجي دی، چي د سلطان معزالدین ( شهاب الدین ) غوري په دربار کي یې چنداني لوړه مرتبه ترلاسه نه کړه او لږه موده وروسته یې د ډهلي د پاچا سلطان قطب الدین ایبک توجه ځانته واړوله. د دوو سوو زغره والو عسکرو په مرسته یې د بهار قلا فتح کړه او ټول برهمنان یې ووژل. ویل کېږي چي د سلطان قطب الدین په مخ کي یې یو مست پیل په یوه ګرُز وتښتاوه او سلطان په هغه ورځ دونه انعامونه ورکړل چي اندازه یې نه لګېږي او محمدبختیار هغه ټول انعامونه په هغه ورځ پر خلکو ووېشل. په لږ وخت کي یې د لکنهوتي، بهار، بنګ او کامرود ښارونه لاندي کړل. وروسته د لکهمنیه ښار ته، له ډېرو لږو ملګرو سره، د تاجر په جامه ننووت او چي خلک خبرېدل د بختیار لښکر ښار ته رسېدلی وو او ټول ښار یې په لږه موده کي فتح کړ. محمد بختیار له دې فتوحاتو څخه وروسته د تبت پر لور حرکت وکړ. په هغو جنګونو کي چي په لاره کي د پرتو ښارونو له هندو اوسېدونکو سره یې وکړل، ډېر زیات ملګري یې تلف سول. له څه باندي سلو ملګرو سره ایله ژوندی خلاص سو او نور يې حالات په تیاره او افسانو کي پټ دي. خو دونه معلومه ده چي له وروستیو پېښو څخه ډېر ژر وروسته وفات سوی وي. جوزجاني جلد اول ص ص ۴۲۲-۴۳۲
محمد بختیار پر کامرود او تبت باندي د حملې په وخت کي، د محمدشیران او احمد شیران تر مشری لاندي،  خپل نور خلجي پوځي مشران د لکهنوتي او جاجینګر د ښارونو او قلاګانو د فتح کولو لپاره لېږلي ول. له دې پراخو پوځي عملیاتو څخه معلومېږي چي د محمد بختیار سره ملګري خلجیان، چي طبقات ناصري یې د غور د ګرمسېر د سیمي او سېدونکي خلجي بولي، په ډېر لوی قوت او ډېر پخوا هند ته کوچېدلي وي چي په دوو لویو جبهو کي د پوځي عملیاتو د کولو توان لري. دې دوو وروڼو او نورو خلجي مشرانو د لکهنوتي، جاجینګر، بنګاله، نارکوتي او نوري پراخي سیمي لاندي کړې او څلورو سلطانانو یې څه باندي شل کاله پر دې سیمو باندي پاچهي وکړه. د دې خلجیانو د وروستي سلطان غیاث الدین حسین خلجي او د ډهلي د سلطان شمس الدین التمش تر منځ د جګړې په نتیجه کي د دواړو خواوو ترمنځ سوله وسوه او حسین خلجي د ډهلي سلطان ته اته دېرش پیلان او اته میلیونه روپۍ باج ورکړ او موافقه یې وکړه چۍ خطبه به د شمس الدین التمش په نامه وايي. هغه کتاب ص ۴۳۲-۴۳۸
د پیلانو د شمېر او د باج له اندازې څخه ښکاري چي خلجیانو باید ډېره پراخه او شته منه سیمه په لاس کي درلودلې وي، چي د سلطان په مقابل کي د یوې ماتي په صورت کي یې د دومره زیات باج ورکولو توان درلود . دوه کاله وروسته په شپږ سوه څلېرویشت هجري قمري ۱۲۲۶ میلادي کي د سلطان شمس الدین التمش زوی ناصرالدین محمود، په داسي وخت کي پر لکهنوتي باندي یرغل وکړ او هغه ښار یې فتح کړ، چي غیاث الدین حسین خلجي د بنګ او کامرود د فتح کولو لپاره لښکري ایستلي وې. له خپل مرکز سره د غیاث الدین خلجي رابطه وشلېده او له ښار څخه دباندي پاته سو. د ناصرالیدن محمود سره په جنګ کي یې ماته وکړه په نتیجه کي غیاث الدین خلجي او له هغه سره ملګري خلجي امیران ونیول سول او غیاث االدین خلجي وروسته ووژل سو. هغه کتاب هغه مخ
له دې پېښو څخه څه باندي شپېته کاله وروسته په ډهلي کي د غور د خلجیانو د یوې بلي کورنۍ له سلطنت سره مخامخ کېږو، چي خوشحال خان خټک یې غلجي بولي او څه باندي دېرش کاله یې قدرت په لاس کي وو. البته دې سلطنت او پاچهی د محمد بختیار خلجي او د هغه د ځای ناستو خلجیانو له واکمنۍ سره هم د قلمرو او هم د قدرت له پلوه ډېر زیات توپیر درلود. د خلجیانو د لومړي سلطان جلال الدین خلجي د وژل کېدلو څخه وروسته د هغه د وراره سلطان علاء الدین خلجي د قدرت په شل کلنه دوره کي د هغه قلمرو له ډهلي څخه نیولې، تر کشمیر، تر ملتان، تر دکن او بنګال پوري رسېدی. له دې دومره پراخ قلمرو او غښتلي سلطنت څخه معلومېږي چي باید بیا هم په سل هاوو زرو خلجیانو د خپل سلطنت د غښتلي کولو او په فتوحاتو او غنایمو کي د برخي اخیستلو لپاره هند ته مهاجرتونه کړي وي. ویل کېږي چي د هند په تاریخ کي هیڅ سلطان دونه زیات فتوحات نه وه کړي. د هغه په زمانه کي دونه زیات جوماتونه، منارونه، د اوبو ذخیرې، قلاګاني او ودانۍ جوړي سوې چي تر دغه وخته پوری هیڅ سلطان نه وي جوړي کړي.د هر هنر څښتنان او معماران، د هند له هري برخي او نورو مځکو څخه ډهلي ته راغلل چي په تاریخ کي یې ساری نه وو لیده سوی. دغه راز هیڅ وخت په لوړو او کښته طبقو کي په دغه اندازه ریښتینولي، د هندو اتباعو تسلیمي او اطاعت او د ښورښونو ځپل کېدل نه وه لیده سوي. په هیڅ وخت کي په ډهلي کي په دغه شمېر مذهبي عالمان، چي د نوري اسلامی نړۍ کست په کېدی، نه وه راغونډ سوي. په دې جمله کي یو هم شیخ الاسلام شیخ نظام الدین اولیاء وو چي خانقاه یې تل له عوامو او خواصو څخه ډکه وه. نظام الدین لومړی ټوک ص ۱۸۵       
له دې پېښو څخه څه کم دوه سوه کاله وروسته خلجیانو په مالوه کي قدرت ونیوی. که څه هم چي د دې سلسلې د موسس او تر ټولو قوي پاچا سلطان محمود خلجي د قدرت ټول ۳۶ کلونه له نورو وړو او لویو واکمنانو او پاچاهانو سره په جنګونو کي تېر سول خو په مالوه کي یې هم علمي او مذهبي ښودنو او هم یې ابادیو او د لارو ساتلو او جوړولو ته بشپړه توجه وکړه. سلطان محمود خلجي حتی یو ځل د جونپور د نیولو او بیا د ډهلي د نیولو لپاره هم لښکرکښۍ وکړې خو د ډهلي د پاچا له لوی سپه سالار بهلول سره ،چي وروسته سلطان بهلول لودي سو، سولي کولو ته مجبور سو او بل ځل یې د ګجرات د نیولو لپاره  سل زره سپاره عسکر روان کړل، او د ګجرات پاچا یې، تر یوه جنګ وروسته، سولي کولو او باج منلو ته مجبور کړ. نظام الدین دریم جلد ص ۵۲۲ 
له سلطان محمود خلجي څخه وروسته په څه کم سلو کالو کي اته خلجي پاچاهان قدرت ته ورسېدل، خو یوه یې هم د سلطان محمود لیاقت او پوځي استعداد نه درلود. د ده زوی غیاث الدین، چي د پلار په ژوند کي یې په ډېرو زیاتو پوځي عملیاتو او لښکرکښیو کي برخه اخیستې وه، د پلار له وفات څخه وروسته د دربار په ژوند لګیا سو او په زړه پوري خبره دا ده چي ډېر زیات اداري او حسابي مسایل یې ښځینه غلامانو او ښایستو نجونو ته ور وسپارل. ویل کېږی چي یو وخت یې په حرم کي شپږ زره ښایستې ښځینه غلاماني یا مینځیاني درلودلې. هغه کتاب ص ص ۵۴۴-۴۵
د سلطان غیاث الدین له دري دېرش کلن اوږده سلطنت څخه وروسته نور کلونه زیاتره د وروڼو او تربرونو ترمنځ په کورنیو جنګونو تېر سول؛ تر څو چي نوبت سلطان باز بهادر ته ورسېدی، چي ټول عمر یې په ساز او ښکار او له خپلي ښایستې معشوقې راني روپ متي سره تېر سو او بالاخره جلال الدین اکبر د هغه له نیولو سره د مالوې استقلال ته خاتمه ورکړه او مالوه د اګرې د لوی سلطنت یوه برخه سوه. راني روپ متي خپل ځان په زهرو وواژه او باز بهادر، تر مرګه پوري، د اکبر په دربار کي د یوه لوی منصبدار او د موسیقي د چارو د مسول او مشر په حیث پاته سو.
په بنګال، ډهلي او مالوه کي د دونه لویو سلطنتونو جوړول او دومره زیات او پراخ پوځي عملیات کول د دې معنی لري چي هند ته باید ډېر زیات خلجیان کوچېدلي، په سل ګونو کلونه هلته په قدرت کي پاته سوي او ډېر زیات یې ښايي تر پایه پوري هلته پاته سوي وي.
خلجیان بالاخره څه سول؟
په تقریبا ټولو تاریخي متونو کي چي هر ځای د خلجیانو نوم یادېږي نو یا د افغانانو نوم ورسره یو ځای او یا یې د فعالیت سیمه افغانستان ښودل سوی دی. له بلي خوا د خلجیانو نوم زیاتره  په لښکرکښیو کي یادېږي او بالاخره یې د همدغه پوځي لیاقت، استعداد او زړه ورتوب په زور په هند کي لوی سلطنتونه جوړ کړل. د هند خلجیان خو به په هند کي پاته سوي وي مګر د افغانستان خلجیان پر کومه ولاړل.
د میجر راورټي په شمول ځیني مستشرقین په دې عقیده دي چي خلجیان افغانستان ته کوچېدلي ترکان دي؛ خوړ سر اولف کیرو بېل نطر لري. هغه وايي چي، له لومړي سره، د ترک غلامانو یا مملوک او د خلجیانو او افغانانو ترمنځ توپیر موجود وو. دی وايي تر کان، لکه د عثماني امپراطوری د جان نثاریانو په څېر، د سلطان او یا د هغه د استازو له خوا په پیسو اخیستل کېدل او بیا به نو د کورنیو خدماتو لپاره  ساتل کېدل. دوی یوازي واکمن ته مسوول ول. تنخواوي د دوی د خدمت ضروري بدل نه وو، که څه هم چي هوښیار واکمنان په دې پوهېدل چي د خپلو ځانونو د ښه ساتلو لپاره باید چي خپلو غلامانو ته پر وخت او ښې تنخواوي ورکړي. کېرو ص ۱۲۷
 کېرو وايي په مقابل کي خلجیان، چي په بېلو بېلو تاریخي متونو کي افغانان یو ځای ورسره یادېږي، اجیر عسکر ول. دوی له هيڅ یوه ځانګړي سلطان سره خاص قوي اړېکي نه لرل بلکه هر چا چي ډېری پیسې او زیات امتیازات ورکول له هغه سره تلل. که څه هم چي د هغوی خپل منځي قبیلوي اړېکي کله کله د واکمنانو لپاره خطرناک ثابتېدل ځکه چي دوی به زیاتره قبیلوي اړېکي پالل او د خپلو ملکانو او مشرانو پر خبرو او مشورو به یې غوږ نیوی. هغه کتاب هغه مخ
کېرو وايی سلطان جلال الدین خلجي له ترکانو سره توپير درلودی، ځکه نو هغوی خپل نه باله او ده هم په هغوی اعتماد نه سو کولای. دی سوال کوي چي خلجیان بالاخره څوک دي؟ دی وايي زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چي خلجیان سپین هونان یا هفتالیان دي چي مسلمانان یې هیاتله یا هیتل بولي. موږ پوهېږو چي هفتالیان له اسلام څخه ډېر قرنونه وړاندي د افغانستان اورشوګانو ته کوچېدلي دي. دی وايی دا خبره ماته یقیني ښکاري چي خلجیان غوز ترکان  نه دي ځکه چي غوز، که سلجوق او یا ترکمن نوم ورکوو، د غزنویانو په دوره کي افغانستان ته کوچېدلي دي؛ په داسي حال کي چي خلجیان له غزنویانو څخه ډېر پخوا په افغانستان کي اوسېدل. او حتی مخکي له هغه چي اسلام د غزني شاوخوا ته رسېږي دوی هلته میشته ول. کېرو د خپلو تحقیقاتو په نتیجه کي دې نتیجې ته رسېږي چي خلجي او غیلجي یو شان دي او غلجیان د افغان قبایلو تر ټولو پراخ او لوی قام دی او دا نه سوای کېدلای چي دومره لوی قام دي د سلیمان د غرونو په یوه ګوښه کي و اوسېږي. دی وايي ټول متون دا ښيي چي هر کله خلجیان هندوستان ته داخل سول نو هلته دوی نه ترکان ول او نه ترکانو د خپلو په سترګه ورته کتل. اولف کېرو هم د خوشحال خان هغه بیت ته اشاره کوي چي جلال الدین خلجي ته غلجی وايي. او لیکي چي ترکان یوازي یوه وړه پوځي ډله او نازولي ول چي سلطان محمود او محمد غوري (سلطان شهاب الدین) استخدام کړي ول او باقي پاته سوري او لودي پاچاهان غلجي پښتانه ول هغه کتاب ص ۱۳۲
 سراولف کېرو د استناد لپاره د خوشحال خان هغي قصیدې ته اشاره کوي چي وايي.
د بهلول او د شېرشاه خبري اورم ××××× چه په هند کي پښتانه وو پاچاهان
شپږ اووه پړۍ یې هسي بادشاهي وه ××××× چه په دوی پوري درست خلق وو حیران
یا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول ×××× یا د خدای دی اوس دا هسي شان فرمان
تر دې خبرو چي را تېر سو نو سړي ته دا سوال پیدا کېږي چي هغه خلجي چي د اسلام څخه مخکي دلته اوسېدلي او په سل ګونو کلونه یې دلته په پوځي عملیاتو کي برخه درلودلې ده بالاخره څه سول. ځکه دا خو د نه منلو خبره ده چي دونه  یو لوی قام دي چي له سیستان څخه تر هیلمند او غزني پوري پروت وي او دونه غښتلی او پراخ قوم دي وي چي په هند کي درې لوی لوی پاچهی جوړي کړي هغه دي یو مخ له خپل ټاټوبي څخه ورک سي. موږ، د تاریخي متونو او شواهدو په اساس، حکم کولای سو چي خلجیان همدغه غلجیان دي چي د حجاج بن یوسف په وخت کي له عبدالرحمن بن اشعث سره جنګېدلي او ان په هغه زمانه کي یې له سیستان څخه نیولې تر غزني پوري یادونه سوې ده؛ او د نوح جاندار په نوم یوازي یوه ملک یې پنځه شپږ زره کوره ټبر درلود . خلجیان له لویه سره ترکان نه ول او که ترکان وای نو خپله ژبه یې په بشپړه توګه ځکه له لاسه نه ورکوله چي د افغانستان په ګاونډ کي د ترکانو  ډېر لوی لوی قومونه لکه سامانیان، سلجوقیان او خوارزمشاهیان موجود ول او له دوی سره یې د ژبي او کلتور په ساتلو کي بشپړه مرسته کوله. که خلجیان ترکان وای نو دوی پخپله، د تاریخي متونو په استناد، دومره زیات ول چي نه یوازي یې خپل کلتور او ژبه ساتلای سوای بلکه پښتانه او په دې سیمه کي اوسېدونکي قومونه یې هم تر اغېزي لاندي کولای او لږترلږه ترکي ژبي کولای سوای.
له بلي خوا هیڅ تاریخ دا نه ده ښودلې چي خلجیانو چېري په تُرکي ژبه خبری کولې. په افغانستان کي یې مثال نسته او په هند کي د ډهلي، آګرې، دکن، بنګال، کشمیر، جونپور او مالوې په ټولو دربارونو کي په فارسي خبري کېدلې او هرڅه تواریخ او اسناد چي موږ ته په لاس راغلي دي په فارسي ژبه لیکل سوي دي. سر اولف کېرو هم دغه خبره کوي او وايي چي هیچا د سلطان جلال الدین خلجي د ژبي په باره کي څه نه دي ویلي. دا نه معلومه چي هغه خلجي ویله، ترکي، فارسي او که پښتو یې خبري کولې. دی وايي هیچا د خلجیانو د سابقې او د کوم بل قوم سره د خپلویو او یا توپیرونو په باب څه نه دي لیکلي؛ او یوازي دونه یې ویلي دي چي دوی ترکان نه ول او له افغانانو سره یې یو ځای ژوند کړی وو. هغه کتاب ص ۱۳۲
په دې برخه کي یوه بله مهمه خبره دا ده چي ځینو معتبرو او پخوانیو تاریخي متونو په ځینو پوځونو کي تُرکان او خلجیان دواړه یاد کړي دي او دا د دې خبري ښه شاهدي ورکوي چي دا دوه قومونه سره بېل دي یا لږترلږه دواړه ترکان نه دي. مخکي مو د مروج الذهب په حواله وویل چي عبدالرحمن بن اشعث په سیستان، بست او رُخج کي د ترک، غوز، خلج او هند له ملوکو سره وجنګېدی. ګواکي ترکان او خلج دوه بېل بېل قومونه ول.
دغه راز کله چي ایلک خان د سلطان محمود غزنوي په مقابل کي د خُتن له پاچا قدرخان څخه مرسته وغوښتله او هغه هم د پنځوسو زرو پوځیانو سره د ایلک خان مرستي ته ودانګل او د آمو تر سیند را پوري ووت نو سلطان محمود د تُرک، خلج، هندو، افغانانو او غوز څخه یو لوی پوځ جوړ کړ او د بلخ په څلور فرسنګي کي یې تیاری ورته ونیوی. عتبي ۲۸۴-۸۵
روضته الصفا هم په دغه جنګ کي د ترکانو، خلجیانو او افغانانو د قواوو یادونه کوي او له متن څخه په څرګنده معلومېږي چي تُرک او خلج دوه بېل بېل قومونه دي. میرخوند ص ۵۹۲
د مروج الذهب له متن څخه څرګندېږي چي ترکانو هم د سیستان او بُست سیمي ته له اسلام څخه مخکي مهاجرت کړی دی او لا دومره غښتلي سوي دي چي د عربو د یوه زورور پوځ سره مقابله کولای سي. خو ترک او خلج ته د بېلو قومونو په سترګه ګوري.اوس نو که تاریخي متون تُرک او خلج دواړه ذکرولای سي نو د افغان او خلج ذکرول هم هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده. هغسي چي د افغان ریښه او منشاء چاته معلومه نه ده او موږ یوازي دونه پوهېږو چي پښتنو هیڅ وخت ځانونو ته افغانان نه بلکه پښتانه ویلي دي او د افغان او پټان نومونه  پردیو ورباندي ایښي او موږ ته د تاریخي متونو له لاري را رسېدلي دي؛ دغسي د خلجي او غلجي د  نومونو درک او ریښه هم چاته نه ده معلومه او دا هم څوک نه سي ویلای چي دا قوم له کومي زمانې راهیسي د سیستان، بُست، غزني او زابلستان په اورشوګانو کي اوسېدلی دی. که د سیستان، ګرمسېر، زابلستان، کابل او پېښور سیمو ته، له شمال څخه، د خلجیانو د کوچېدلو احتمال ومنو؛ او لکه د مروج الذهب په استناد چي ویلای سو چي هغوی باید له اسلام څخه ډېر پخوا دغو سیمو ته کوچېدلي وي نو د هغوی د شمېر او د مځکو د پراختیا له مخي باید دا هم ومنو چي دغو سیمو ته د هغوی کوچېدل د آریایانو د عمومي کوچ یوه برخه وه او خلجیان پرته د نني ورځي له غلجیانو څخه بل څوک نه دي.

                            ماءخذونه
۱: اصطخري، ابواسحق ابراهیم. مسالک و ممالک. تهران چاپ سوم ۱۳۶۸
۲: عتبي، ابونصر محمد بن عبدالجبار. ترجمه تاریخ یمیني.تهران چاب سوم ۱۳۷۴
۳: بلخي، محمد بن خاوندشاه. روضته الصفا. تهذیب و تلخیص دکتر عباس زریاب. تهران چاپ دوم ۱۳۷۵
۴: نسوي، شهاب الدین محمد خرندزي زیدري. سیرت جلال الدین مینکبرني. تهران چاپ دوم ۱۳۶۵
۵: مسعودي، علي بن حسین.مروج الذهب و معادن الجوهر، جلد دوم. چاپ هشتم ۱۳۸۷
۶: جوزجاني، منهاج الدین بن سراج الدین معروف به قاضي منهاج سراج. طبقات ناصري جلد اول. کابل ۱۳۴۵
۷: برني، ضیاءالدین. تاریخ فیروزشاهي، اُردو. څلورم چاپ لاهور ۲۰۰۴
۸: جویني، عطاملک علاءالدین بن بهاءالدین محمدبن شمس الدین محمد جویني. تاریخ جهانکشای جویني جلد دوم . تهران چاپ سوم ۱۳۶۷
9: Bosworth, Glifford Edmund. The Ghaznavids. New Delhi 1992
10 : Caroe, Sir Olaf. The Pathans. Karachi, 1985
11: Ahmad, Khwaja Nizamuddin. The Tabaqati Akbari. Vols, first and third. New Delhi 1992