خطرناکه پیژند پاڼه او یو وړاندیز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68146
احمدجان تڼی
دخبریدو نیټه : 2017-12-31

 

 بالاخره یو شمیر مغرضو ، ځان غوښتونکو پاشیستی او وطن دښمنه کړۍ په دی بریالی شوې چی د ملي پیژند پاڼې ( تذکرې) داسی فارمټ رامنځته کړي چی کیدای شی په راتلونکی کې په هیواد کی د سترو ناخوالو سبب او او د ( قوم یا توکم ) کلمی په یادولو سره، قومی بی اتفاقی را منځته او دا هیواد به د تجزیی خواته بوزي.
که چیری هغه فارمټ چی په ټولنیزو رسنیو کی خپریږي ، وکتل شی دا ډول پیژند پاڼه به هیواد او خلکو د پاره ډير زیان رامنځته کړي او هغه وخت به اوبه تر ورخه تیرې وي او د موجوده تیروتنی سمون به ناممکن او یا ډير ستونزمن وي.
ښایی دا فارمټ د یوې پراخی توطیې یوه برخه وي چی غواړی د هیواد د خاوری تمامیت او د خلکو یووالی د ګواښ سره مخامخ کړي . مغرضو کړیو د خپلو ناوړو موخو د پاره د خلکو د پاکواحساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او اولسمشر یی دی ته اړ کړ ، چی د نړیوال پیژندل شوی فارمټ خلاف د پیژندنی پاڼې ومني.
ددی له پاره چی په راتلونکی کی د سترې تراژیدی مخنیوی وشی اړینه ده چی د افغانستان اولسمشر یو ځل بیا دا موضوع د افغانستان د موجوده حالاتو ، د ټولنی د جوړښت او نړیوالو تجربو په نظر کی نیولو سره وڅیړي او په هغه فارمټ کی د پیژند پاڼو د ویش امر ورکړي چی د نړۍ په بشپړ اکثریت هیوادونو کی معمول دی.
اوسنیو حالاتو سره په کتلو سره د کابل اوسنی اداره د تخنیکی ، امنیتی او لوژستیکی ستونزو او د خلکو د عامه پوهاوی د نه شتون له امله دا توان نلری چی د هیواد په اکثریت سیمو کی پیژند پاڼې وویشی دا ویش به یوازی په څو ښارونو او سیمو کی محدود شی .یا په بله مانا هغه پروژه چی د اویا سلنه یی عملی کول ناممکن دی د هغه پیل ته څه اړتیا ده؟
 د افغانستان د اساسی قانون له مخی د افغانستان د دولت هر تبعه ته افغان ویل کیږی او دا چی د هیواد نوم اسلامی جمهوریت دی نو دا په دی مانا دی چی ددی هیواد بشپړ اکثریت مسلمانان دی او پدی نه یوازی افغانان ، بلکی نړیوال هم پوهیږي.
د نړۍ بشپړ اکثریت اسلامی او غیر اسلامی هیوادونه د ملت ، دین او توکم ( چی د تذکری په اوسنی فارمټ کی ورته قوم لیکل شوی دی) په هکله معلومات په پیژند پاڼو کی نه لیکي. دا کومه ناڅاپی خبره نه ده. دوی ددی ټکو د لیکلو په زیان او ګټه ښه پوهیږی .
یادی شوو کړیو ددی له پاره چی ځانونه په ټولنه او هیواد کی مطرح کړی او لدی لاری شخصی ګټی تر لاسه کړي دا ډول شعارونه ورکړل .
دې کړیو د افغانستان د خلکو د پاکو ملی او اسلامی احساساتو سره په لوبی کولو سره دوی وکولی شول ددی په ځای چی د ملی یووالی او د خاوری د تمامیت له پاره یو ټینګ بنسټ کیږدی دوی دا هیواد د ستر ګواښ سره مخامخ کړ.
اوس د پیژند پاڼی د پاره داسی فارمټ ترتیب شوی دی چی تقریبا د نړۍ په ۹۹ سلنه هیوادونو د هغی څخه ځانونه لیری ساتلی دی.
ایا د داکتر نجیب د استعفا څخه وروسته د کورنیو جګړو ترخې تجربی مو هیری کړی دی ؟
 چی د جنایتکارو بانډونو له خوا ، د خلکو مذهب او توکم لټول کیده او لدی امله یی په زرګونو کسان ووژل . ایا په کابل کی د افغان ( پښتون) په نوم په زرګونو کسان له منځه ولاړ نه شول او یا په زیات شمیر تاجکان او هزاره ونه وژل شول؟ او یا د سنی او شعیه اختلافاتو د رامنځته کولو د پاره زمینه برابره نه شوه؟ ایا په لویو لارو کی د زرګونو کسان د موټرونو څخه د قوم او توکم په نوم ، راکښته نه کړل شول او ونه وژل شول؟ ایا په بلخ ، بامیان او نورو ولایتونو کی د توکمونو په نوم کورونه و نه پلټل شول.
اوس نوموړو ځان غوښتونکو کړیو د نوموړو جنایتکارو بانډونو د پاره په راتلونکی کی کار اسان کړ. د تذکری له مخی د هر چا قومی هویت ښه معلومیږی او د تذکری په بنسټ هغه به یا وژل کیږی او یا به امتیاز ورکول کیږي.
دی ټیکدارانو ددی په ځای چی د خلکو تر منځ د یووالی او پیوستون زمینه برابره شی نوموړو کثیفو کړیو دخلکو د بیلتون له پاره بنسټ کیښود. کیدای شی په هغه ولایتونو کی چی مختلف توکمونه د وروڼو په توګه اوسیږی د خپلمنځي سیالی په رامنځته کولو سره ، جنګ جګړو ته زمینه برابره کړي.
دکتور محمداشرف غنی خو د یو جهاندیده په توګه، چی د عمر ډیره برخه په بهر کی تیره شوی ده او ددی هیوادونو پیژندپاڼو څخه ښه معلومات لری ایا په دی نه پوهیده چی په نړیواله سویه د پیژند پاڼو د پاره تر ټولو زیات مروج فارمټ کوم دی؟ ایا ده ته د افغانستان د تیرو څلو لسیزو تراژیدی معلومی نه دی چی په سلګونو زره کسان د توکم او قوم په نوم د خپلو کورونو او مینوڅخه شړل شوی او یا وژل شوی دي؟ ایا نوموړی ولی داسی تاریخی تیروتنه وکړه؟
 اوس دی ته اړتیا نه شته چی موږ تشریح کړو چی د پیژند پاڼو د پاره نړیوال ډیر معمول فارمټ کوم دی؟ خو تر ټول زیات معمول دا دی چی د وګړی نوم ، د پلار نوم ، د زیږیدو نیټه په کی راځي .
اوس راځو دی مسلی ته چی ایا د کابل حکومت دا توان لری چی واقعا د خلکو توکم معلوم کړي؟ په لسګونو زره او یا حتی په میلیونو داسی کسان شته چی په اصل کې پښتانه دی خو ځانونه نورو توکمونو ته منسوب ګڼی . همدارنګه په میلیونو داسی کسان شته چی په نورو توکمونو پوری تړلی دی خو ځانونو ته پښتانه وایی. همدارنګه داسی کسان شته چی ځانو ته تاجکان وایی خو په اصل کی په نورو توکمونو پورې تړلی دي او یا برعکس . د هزاره په نوم د توکم هم دا حال دی د هغو په زیات شمیرکی کسان په نورو توکمونو تړلی دی مګر خپلو ځانو ته هزاره وایی او یا داسی برعکس.
زما يو همکار په پارسي خبرې کوي دی ځانته ته تاجک وايی . مګر بيا وايی چې په قوم ساپی دي .هغه د حقوقو پوهنځی ويلي ده مګر په دې نه پوهيږي چې ساپي قوم د پښتنو لويه پښه ده.
اوس د خلکو تر منځ قومي پیوستون ډیر ژور دی. زیاتره ، حتی په لسګونو زره داسی کورنی شته چی د هغه غړي د مختلفو توکمونو څخه دي. حتی په یوه کورنی کی دری څلور او یا پنځه توکمونه ژوند کوي. د دا ډول تذکرو ویش حتی د لسګونو کورنیو جوړښت د ګواښ سره مخامخ کوي.
که چېرې د تذکرې د اخيستونکي په قول باندې توکم وليکل شي کیدای شي په سلګونو زره کسان به خپل توکم سم ونه ليکي.دا ځکه چې د هيواد ډيره اندازه خلک خپل اصلي توکم نه پېژني .
دا يوه ډېره ستونزمنه مسله ده چی په رښتيني توګه د يوه وګړي توکم معلوم شي او په پيژند پاڼه کې ورته ورسول شي. دا هغه مهال امکان لري چی:
لومړی د توکم پیژندنی د علم له مخی لومړی په افغانستان کی د ( ۴۵) توکمونو فیزیولوژیکی او جسمی جوړښتونو په هکله معلومات راټول کړل شی. او د هغه د هر توکم ځانګړتیا معلومه کړل شی.
دوهم ، وروسته د ځواکمونو لابراتوارونو څخه په استفادی سره د هیواد د هر وګړي ( ډي ، این ، ای) معلومه شي.
د دې له پاره چې د هر وګړي ډي اېن اې وکتل شي، بايد په ټول هيواد او کلي کې د (( د ډي اېن اې)) د کتلو لابراتورونه جوړ او په دی مسلک کی په لسګونو زره تنه متخصصین وروزل شی.
دا لابراتورونه بايد وکولی شی د ټولو توکمونو معاينه وکولی شي. د يو توکم د خالص ډي اېن اې معلومول هم ستره او مهمه طبي او انسان پېژندنې مسله ده چې ډېر پرمختللي هيوادونه يې هم نه شي تر سره کولی.
په افغانستان کې د ببرک کارمل د واکمنی په مهال کی ځينې توکمونه په مصنوعي توګه را منځته شول او يوشمير ډلو د هغو په نوم امتيازات تر لاسه کړل. په داسې حال چی نوموړي توکمونه د نورو توکمونو څخه را منځته شوي دی.
همدارنګه د وګړپوهنې يا انتروپولوجي د علم له نظره تر اوسه په افغانستان کې د توکمونو په هکله ژور معلومات وجود نلري.
1. په افغانستان کې څو توکمونه وجود لري ا و نومونه يې څه دي؟
2. د هر توکم د بدن ظاهري جوړښت په کوم ډول دی؟
3. دا توکمونه په کومو سيمو کې اوسيږي؟
4. د هر خالص توکم( ډي اېن اې ) څه ډول ده؟
 بله دا چې بايد وپلټل شي چې :
1. په نړۍ کې داسې هيوادونه شته چې په پيژند پاڼو کې يې توکمونه ليکل شوي وي؟
2. که چیري ليکل شوي وي د هغوی تجربه څه ډول ده؟
 بله مسله دا ده . چی د کابل اداره په قومي تعصب باندې ولاړه اداره ده. دلته مشخصې ډلې هڅه کوي چی په مصنوعي توګه ځينې توکمونه زيات او ځینی کم کړي.
په تیرو پنځوسو کلونو کې د تذکرو د وېش ادارو کې داسې کسان ځای په ځای شوي و. چی په سلګونو زرو وګړو په تذکرو کې ددې په ځای کې چی اصلی توکم او يا ژبه ورته ليکل شي ، پارسي ورته ليکل شوي ده.
که چا غبرګون ښودلي دی ، بيايی ځواب تر لاسه کړی چې : چي پروا داره هر دو زبان کشور است. خو چې ورته ځير شې د يو تاجک ژبه پښتو او يا ازبکي نه ده ليکل شوي. دا يو بهير دی چې دا پنځوس کاله را روان دی. يعني په تیرو پنځوسو کلونو کې د نفوسو دثبت ادارې مامورينو په قصدي توګه دا جعلکاري کړي ده.
د پخوانيو تجربو په بنسټ او د واکمنو پاشيستی کړيو د پلان له مخې بيا هم د تذکرو د وېش په دفتر کې په قصدي توګه متعصب کسان ځای په ځای شوي او کيږي تر څو له دې لارې يو مصنوعي اکثريت را منځته کړي.دوی پلان لري چې لږکي په مصنوعي توګه اکثريت کړي او اکثريت په اقليت واړوي. دا په دې مانا چې اوسنۍ د پيژند پاڼو د وېش اداره ملي اداره نه ده او خلک په هغه باور نه لري.
بايد وويل شي چې په پيژند پاڼو کې باید هغه معلومات ورکړل شي چې ورته اړتيا وي . د اضافي معلوماتو ليکل د وخت نيولو او د ستونزو د رامنځته کیدو سبب کيږي. له دې امله د نړۍ په پنځه نوي سلنه هیوادونو کې پيژند پاڼو کې غير ضروري معلومات هیڅ وجود نلري.
د پیژند پاڼو څخه موخه دا ده چې نوموړي وګړۍ د کوم هيواد تابعيت لري؟ نوم او د زيږېدو ځای يې کوم دی؟
 مٍثلا په امريکا کې په سلګونو توکمونه وجود لري خو د يوه نوم هم نه شته . هند او نور هیوادونه همدا ډول دي او داسې نور. د توکمونو ليکل غير ضروري او حتی هیواد او اولس ته په زيان دي.
د په تیرو شپاړسو کلونو کې د کابل ادارې داسې څه نه دي کړي چې ملي خير په کې شته وي خو هغه کړنو ته ډېره چمتو ده چې اولس او هیواد ته پکې زيان رسيږي .
کابل د اداری يو ځل بيا داسې ګام پورته کوي چې په راتلونکي کی کېدای شي هیواد او خلکو ته ډېر زيان را منځته کړي چې يو يې هم په پېژند پاڼو کې د غير ضروري معلوماتو ځای په ځاي کول دي .
د کابل اداره بايد د افغانستان خلکو ته توضيح ورکړي چې:
په تذکره کی د توکم( په تذکره کی د قوم په مانا راغلی دی خو توکم او قوم ډير توپیر لری ) ذکر کول څه اهميت لري؟
 که په تذکره کی توکم نوم وجود ولری د پېژندپاڼي درلودونکی او هېواد ته ېی څه ګټه ده؟
 که د توکم ذکر پکی نه وي څه زيان لري؟
 تر اوسه د افغانستان بشپړ اکثریت لوستی کسان د ملت ، ملیت ، قوم او توکم په مانا نه پوهیږی. او هم په دی نه پوهیږی چی دوی په کوم ملت ، ملیت ، قوم او توکم پوری تړلی دی؟
 په دی فارمټ کی ملیت او قوم لیکل شوی دی. ملیت یعنی افغان ، قوم یعنی پښتون ، هزاره ، پشه یی او نور . ایا دا مفاهیم په پیژند پاڼه کی په سمه توګه راغلي دی؟
 اشرف غنی ته خو یو ټولنپوه یاستی تا دا فارمټ کتلی دی؟
 بله دا چی په دی فارمټ کی د موجوده افغانستان ( عبدالرحمن خان) نکشته اچول شوی ده. ددی نکشی د رسمولو څخه ښایی چی دوې موخې موجودي وي:
لومړی : پنجاپی استعماری اداری ته ددی پیام ورکول دی چی دوی د ډیورینډ منحوسی کرښی په هکله کومه دعوا نلری او دا د نورو پولو شان یوه پیژندل شوی رسمی پوله ده. دا مسج د ملی ګټو خلاف مسج دی.
دوهم : ښایی د دی نکشی څخه موخه دا وي چی د افغانستان خلک ، د ډیوریند ها خوا خلک دا باور پیدا کړی چی دا پوله کوم جنجال نه لری طبعی ده.
تاسی نړیوال فارمټ د تذکرو وګوری د کوم هیواد په تذکره کی د هغه هیواد نکشه رسم شوی ده؟
 ایا ددی نکشی په رسمولو سره د ډیورینډ د منحوسی کرښی په رسمیت پیژندلو په مانا نه دی؟
 لومړی د کابل د اداری چارواکی بايد پورتنيو پوښتنو ته ځواب ورکړي او ددی ځواب په ورکولو سره د خلکو قناعت تر لاسه شی.
د افغانستان د حالاتو په څېړلو او د نړيوالو تجربو ته کتلو سره دا ښکاره کيږي چې په پیژند پاڼه کې د توکم ( قوم ) او یا قوم ليکل کومه ګټه نه ليدل کيږي.مګر ليکل يې زيانمن دي :
ډېرو ته به په ياد وي چې يو شمیر وسله والو ډلو ، د کابل ښار کې د تنظیمونو تر منځ د جګړو په وخت کې ، يو شمیر ډلو به کورت ( قروت) د ځانه سره ګرځول تر څو د هغه له لاري پښتانه د وژلو د پاره پيدا کړي. دوی ځانونو ته افغان کشان ويل.
دا چل ځکه دوې ځانته غوره کړی و، چې پښتنو په پارسي باندې داسې خبرې کولې چې هغوی نه پيژندل کيږي.نو کورت ېې د پښتون وژنې اسانه لار و.
يعني په تذکره کې د توکم ذکر نوموړو جنايت کارو ډلو ته دا اسانوي چی څه ډول يو وګړي ته په توکمي بنسټ سره زيان ورسوي.
د طالبانو په نسکورېدو سره په مزار شريف کې ، پورته يادې جنايتکارې ډلې په کوڅو کې ګرځیدې تر څو د دوی په اصطلاح (( د افغانانو )) کورونه پيدا کړي او هغو ی ووژني. د همغو ډلو مشران اوس د دولت واګې په لاس کې لري.
په تېرو جګړو کې د (( قروت)) ، او په تذکره کې کلې او سیمه ، ژبه ددې سبب شوه چې په لسګونو زرو تنه په شهادت ورسیږي. او د هغوې ډله ايز مړستنونه رامنځته شي.
يو دوست را ته وويل چې ، په نوموړو متعصبو ډلو پورې تړلو وسله والو ، د دارالمان په لار کی (( افغانان)) لټول . په دی مهال کې دوه تنه پښتانه (( افغانان)) په موټر کې و. يو خو قسم ورته وخوړ : (( به خدا اګر افغان باشم)) په دی قسم هغه نجات وموند، مګر بل چی وويل چی افغان دی. اوس يې برخليک نه دی معلوم.
همدغو ډلو به په قصدي توګه د توکمونو د وژنی او له منځه وړلو په موخه ځينې سيمې په درندو وسلو ويشتلې تر څو د کابل په ښار کې توکمي تصفيه را منځته کړي. چهل ستون ، واصل اباد، کارته نو ، شاه شهيد ، افشار، خوشال خان او نورې سيمې په قصدي توګه په کنډوالو واړول شول.
همدغو متعصبو پاشيستی ډلو په بغلان ، کندز ، ارزګان ، بلخ او نورو سيمو کې د (( افغان کش)) ډلې را منځته کړي وې چې ځينې اوس هم فعالې دي. همدا ډلې د کابل د ادارې کی د یو شمیر کړیو ملاتړ هم د ځانه سره لري.
د لويديز په ملاتړ سره همغه ډلی یو ځل بیا واک تر لاسه کړ د کابل اداره تشکيل شوه او دا شپاړس کاله کيږي په افغانستان واک چلوي . اوسنی اداره ملی اداره نه ده کابل اداره تر ډېره بريده د کورنيو او ملي مسايلو سره توکمي چلند کوي. تر څو د مرکزي ځواکمنې ادارې د رامنځته کیدو مخه ونيسي او د ملي يوالي مخه ونيسي .
دا اداره هر شیبه کيداې شې ماته شې او په دې اداره کې شته مليشاېي – سیاسي تنظیمونه بیرته په ټول هیواد کې د توکم په نوم جګړه پیل کړي. د توکم په بنست د پیژند پاڼو ویشل د توکم په نوم د جګړو پیل ته زمینه برابروی .
ېو ځل بیا د توکم په نوم په کلې او سېمې د منځه ولاړې شي او په سلګونو او ېا په مېلېونو تنه خلک ووژل شې.
بله دا چې په تذکره کې د (( قوم )) ليکل کیداې شې په ادارې چارو ، عامه خدمتونو او عدلی چارو ناوړه اغيزه ولري. کیدای شی په نوموړو ادارو کی چلندونه د (( قوم )) تر اغیزی لاندی راشی.مثلا د ډیرو په باور د دولت اکثریت لوړ پوړي چارواکی توکمی سیاستونه پالي.
دا رښتيا ده چی په نورو هیوادونو کی په تذکرو کی يوازی د زېږېدو ځای نومونه ليکل کيږی او يا هغه هم نه ليکل کيږي او هغه څه چی ليکل کيږی د هیواد نوم او د وګړي نوم ، د پلار نوم او د زیږیدو نیټه راځي.
په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې مختلف توکمونه او د ژبو ويونکي ژوند کوي . د افغانستان د خلکو تر منځ د ژبې ، توکم ، مذهب او سيمې په بنسټ کوم اختلاف او دښمني وجود نلري. د افغانستان ټول اولس ( د ټولو توکمونو ، ژبو ويونکو او مذهبونو لرونکو په صورت کې ) د يوې کورنۍ په توګه په غم او ښادی کې سره شريک دي. د افغانستان د خلکو تر منځ ملی يووالی تر ډېرو هیوادونو دلته ټينګ دی.
له بده مرغه يوه شمیر متعصبه ډلو ځانونه د يو شمير توکمونو ټیکداران معرفي کړي دي.دوی هڅه کوي د اړوندو توکمونو په نومونو باندې امتيازات ترلاسه او واک په خپلو پنجو کې وساتي. مګر په رښتيني مانا سره نوموړو ډلو ته اړوند قوم او توکم اهميت نلری دوی يوازی امتيازات او قدرت غواړي.
همدغه کسان او ډلې اړوند توکم په وړاندې د باور د تر لاسه کولو د پاره دا ډول مانورونه کوي. لکه په تذکره کې د توکمونو د نومونو ليکل، د دوي په استازيتوب د وزارتونو او ولايتونو تر لاسه کول ، د ځمکو غصب کوي. دوی هڅه کوي چی د قومي شعارونو په ورکولو سره د خلکو رايی خپلې کړي.
همدارنګه کیدای شي په پیژند پاڼو کی د توکمونو لیکل دا د توکمونو مسلې ته د لمن وهل کبدای شی د هیواد د تجزیی د پاره د يوه لوی پروګرام يوه برخه وي.
د وطن دښمنه کړيو موخه داده چي د هیواد د توکمونو تر منځ بیلوالی را پيدا کړي اوهغه ارګانيک يووالی چي د هیواد د مختلفو قومونو او توکمونو تر منځ د پيړيو راپدي خوا وجود لري له منځه يوسي.
او لدي لاري دا هېواد د تجزېي او نابودۍ خوا ته بوزي.
د هیواد په اساسي قانون کي د هر اوسيدونکي چي افغان ورته ويل کيږي حقوق او مکلفيتونو څرګند او امتيازات يي هم د يوه وګړي په توګه په ډاګه شوي دي . ددي قانون په بنسټ ټول وګړي په ګډه د هیواد په برخليک کي برخه اخلي.
د ټولو افغانانو د وګړو مشارکت د خلکو تر منځ د يووالی د ټينګښت سبب ګرځي.
متعصبه کړۍ د اساسي قانون په خلاف د افغان وګړو د مشارکت په ځای د توکمونو د مشارکت تيوري مطرح کوي . د توکمونو ترمنځ د مشارکت تيوري ډيره خطرناکه او د اولسونو تر منځ د يووالي نه بلکي د بیلوالي سبب کيږي.
د۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کي د وګړو د ګډون په ځای د توکمونو د ګډون مفکوره عملی کړل شوه هغه هم په سمه توګه نه ، بلکي په دي کنفرانس کي د پښتنو اندازه د رښتينی اندازي په د هغه د نيمايي څخه هم لږه په ګوته شوه. او په دي ډېره کمه برخه کي يو شمیر غوړه مال پښتو ژبی کسان( چي د پښتنو له پاره تر ټولو زيات د سر درد دي) مقرر شول.
که چیري په يوه هیواد کي د نفوسو په هکله سم او ژور معلومات موجود وي دا کومه بده خبره نه ده..
که په يوه سيمه او يا هیواد کي توکمونه د وګړپوهني د علم په بنسټ سره وڅيړل شي د لوستونکو له پاره ډير په زړه پوري وي.
پيژند پاڼه کي د توکمونو د نوم ليکل د منلو وړ ندي دا ځکه چې:
لومړی: دا اداره د متعصبو کړيو په واک کي دي دا ځکه چي په اوسنی اداره پوري تړلي د پبژند پاڼو ليکونکی ميرزايان ددي کړيو د هدايت سره سم د توکمونو په نومونو کي حتما جعلکاري کوي.
دوهم :زيات شمیر خلک د دي څخه خبر نه دی چي دوی په کوم توکم پوري تړلی دي نو ځکه دوی هم د خپل توکم په هکله ناسم معلومات ورکوی. د ساری په ډول ما د يوه نوي ځوان څخه و پوښتل چي د کوم توکم ياستی ، هغه راته وويل : پدر کلان پدري ام پشتون از کندهار بود ، مګر پدر و مادر من تاجک است زيرا که ما دری ګپ ميزنم
 دريمه : وسله مليشاوي د هيواد په شمال ، لويديز کي ( پښتانه، بلوڅ ، ګوجر ، پشه ييان ) به اړ کړی چي خپل توکمي هويت بدل وليکي.
څلرم: زيات شمیر کسان به ددی له پاره چي د متعصبو کړيو د وسله والو کسانو څخه خوندي واوسي خپل هويتونه به تاجک او يا کوم بل توکم وليکي
 پنځم :ځيني کسان خپل اصلي توکمونه پټوي او په نور و توکمونو پوري ځانونه تړی او حتي د هغه توکمونو د مشرتوب ادعا کوي.
شپږم :د خلکو د توکم په هکله پخوانيو کتابونو ته مراجعه هم سم کار نه دی. هیڅ دولتی د احصايې او تذکري کتاب د توکمونو په هکله سم معلومات نه شي ورکولی.
د وګړپوهنې د علم په بنسټ دا ښکاره ده چې په افغانستان کې د اصلي توکمونو په اړخ کې ، جعلي توکمونه وجود لري د دې توکمونو تاريخ د نيمې پیړی څخه زيات نه دي مګر جنجال يې تر ټولو زيات . چې يو شمیر سياسي سوداګرو ددې توکمونو د نومونو څخه په ګټه اخيستنې سره په هیواد کې ډېرې ستونزې را منځته کړي دي. چې يوه يې هم په پيژندپاڼه د دې جعلي توکمونو نومونو ليکل دي.
نو ځکه اصلی توکمونه بايد د جعلي توکمونو څخه بیل کړل شي. دا ځکه چې دا جعلي توکمونه د نورو توکمونو د وګړو څخه په قصدي ډول را منځته کړل شوي دی.
تر هر څه لومړی اړينه ده چي د لويديز او يا د افغانستان په مسايلو کي نه داخيلو هیوادونو څخه بي پري انتروپولوژستان او د جنيتيک پوهان راوغوښتل شي او د علمی ميتودونو څخه په کار اخيستلو سره دا معلومه کړي چي:
په افغانستان کي په واقعيت کي څو توکمونه او په کومو نومونو سره موجود دی.
د هر توکم ( ډي اېن اې ) څه ډول ده؟

 د هر توکم ځانګړتيا کومه ده او څه توپير د نورو توکمونو سره لري.
تر هغه چې د افغانستان د هر وګړي ( ډي اېن اې) کتل شوي نه وي ، تر هغه د توکم د نوم ليکل په پيژندپاڼه کې ليکل ناسم کار او جعلي دی. د ( ډي اېن اې ) د کتلو د پاره بايد په ټولو هیواد ، په هره ولسوالي او کلي کې سمبال لابراتوارونه تاسيس کړل شي.
د يوه سړي ملي هويت د هغه هیواد او يا خاورې له مخې پیژندل کيږي چې د هغه تابعيت ولري. توکم ، ژبه او یا بل څه اوس په هویتونو کی نه شمیر کیږی. د ساري په ډول په ميليونو پښتانه په لويديز، اسيا، استراليا کې ژوند کوي. هغه چې د انګلستان تابعيت لري هغه انګرېز ، هغه چې د فرانسې تابعيت لري هغه فرانسوی ،هغه چې د هند تابعيت لري هغه هندوستانی دی. خو د دوي په پیژند پاڼو کې يوه ته هم پښتون نه دی ليکل شوي.
د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر هغه څوک چې په دې خاوره کې اوسي او يا د هغه تابعيت لري افغان بلل کيږي. يا په بله مانا ، د هر هغه چا په جيب کې چې د افغانستان پیژند پاڼه وجود ولري هغه افغان دی.
د بلې خوا د نړۍ پنځه نوي سلنه هیواودونو په پيژند پاڼو کې ملت نه دی ليکل شوی، او نه د قوم او یا توکم په نوم کوم د معلوماتو ستون وجود لری. هلته يوازې په نوم، عمر ، د زيږيدو ځای پکې په نښه شوي وي. که چیرې اړتيا وای ، نوموړو هيوادونو به هم د خپلو ملتونو نومونه زيات کړي و.
د پورتنيو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره ولسي جرګې یو ځل د ملت او توکم د نومونو نه ليکل تصويب کړل. چې دا د ولسي جرګې يو په ځای ګام و.
خو یو شمیر مزدور ډلګیو او پاشیستی کړیو د ولسی جرګی دا په ځای اقدام سبوتاژ کړ او دوی وکولی شول چی اولسمشر دی ته اړ کړی تر څو د پیژند پاڼو د پاره یو خطرناک فارمټ رامنځته کړي.
يو شمیر سياسي کتونکي وايی چې د رڼو ټولټاکنو د پاره د کمپوټری پيژند پاڼې ويشل اړين بولي . دا سمه خبره ده چې د افغانستان هر وګړي ته د هويت پاڼه ورکړل شي مګر د کابل اداره دا توان لري؟
 د اعلحضرت محمد ظاهر شاه حکومت چې يو ځواکمن حکومت و، ونه کولی شول په ټول افغانستان کې پیندپاڼې وويشي. که څه هم د حکومت دوره يې هم نږدې څلوېښت کاله و.
همدارنګه سردار محمد داود هم زيار وايست چې په ټول افغانستان کې پيژندپاڼې وويشي خو د ده حکومت په لږو سيمو کې پيژند پاڼې وويشلې.
د افغانستان دموکراتيک جمهوريت هم د پيژند پاڼو د ويش پلان ونيوه مګر هغه يی عملي نه کړای شو.
د کابل اداره چې تر ټولو کمزوري اداره ده دا اداره د امنيتي لحاظ د هيواد په ډيرو سيمو کې د کمپوټري پيژند پاڼو د ويش توان نلري. نو څنګه و به کولی شي د هيواد ټولو وګړو ته پيژند پاڼې وويشي او بيا د نوموړو پيژند پاڼو په بنسټ باندې ټولټاکنې تر سره کړي. تر هغه چې يو کوچنی وسله وال مخالف ګروپ وجود ولري د پيژندپاڼو د ويش په مخ کې سترې ستونزې را منځته کولی شی.
اوس په ټول افغانستان يو لابراتور هم وجود نلري چی د وګړو (ډي اېن اې) معاينه وکړي دا به څنګه بريالی شی چی د توکمونو د معلومولو د پاره نږدې پنځوس زره سمبال لابراتوارونه را منځته کړي.
نو ځکه بايد راتلونکي ټولټاکنې د نويو لانجمنو پيژند پاڼو په ويش پورې ونه تړل شي .
د هیواد د اساسی قانون له مخی د هیواد هر وګړی حق لری چی د وطن په هر ګوټ کی میشت شی او یا سفر ورته وکړي . یعنی د هر وګړی د هستوګنی ځای بدلون مومی. کیدای شی په مختلفو ولایتونو او سیمو کی استوګن شی . په تذکره کی غیر د زیږیدو ځای څخه د استوګنې ځای هم په ګوته شوی ده که چیری په نوي پیژند پاڼه کی د معلوماتو دا ستون موجود وی کیدای شی هغه د ډيرو ستونزو سره مخامخ شی په هغه صورت کی هغه اړ کیږی چی یا تذکره بدله کړي او یا په تذکره کی د استوګنی سیمی ته بیرته وګرځي.
یوه مهمه ستونزه په پیژند پاڼه کی د ژبی مسله ده. د هر هیواد پیژند پاڼه د هغه هیواد د اکثریت توکم په ژبه باندی لیکل کیږی. او پیژند پاڼو کی نورو ژبو ته ځای نه ورکول کیږی. د قانون له مخی یوازی دوه ژبی ( پښتو او دري ) رسمی نه دی بلکی نورې ژبی چی هره ژبه( ازبکی ، ترکمنی ، پشه یی ، شغنی، بلوڅي ، هندکو ، ...) په خپل ولایت او سیمی کی رسمی ده. نو ځکه دا پیژند پاڼه باید یوازې په دواړو ژبو و نه ولیکل شی بلکی په ټولو ژبو باندی چی د افغانستان خلک خبری کوی باید د پیژند پاڼی په فارمټ کی ځای په ځای شي.
همدارنګه په دی فارمټ کی ملی هویت د میلت په توګه لیکل شوی دی چی املایی غلطی ده. همدارنګه دلته توکم په ځای قوم لیکل شوی دی په داسی حال کی قوم چی د توکم بیانونکی نه دی مثلا پښتانه او د هیواد نور توکمونه د مختلفو قومونو څخه تشکیل شوی دی. چی توکم یی ستر نوم دی.
له دی امله وړاندیز کیږي چی د داسی خطرناکو پیژند پاڼو د ویش څخه د هغه نه ویش سم دی. خلک دی د پخوانیو پیژند پاڼو څخه استفاده کوي کله چی شرایط سم او دولت د مغرضو کړیو د نفوذ څخه ووځي په هغه وخت کی کیدای شی د نړیوال پیژندل شوی او په بشپړ اکثریت هیوادونو کی د مروج فارمټ په نظر کی نیولو سره پیژند پاڼې ترتیب او وویشي.