د وسله والو طالبانو قومندان وسلو او بيرغونو سره ونيول شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68130
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-13


ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ پولیسو تېره شپه هزار ناو سيمه کې د وسله والو طالبانو قومندان حنيف الله مشهور په پړق د ۳ مېله وسلو او ۵۵ بيرغونو سره يو ځای ونيوه.
د معلوماتو له مخې په نيول شويو وسلو کې يو ميل پيکا، يو ميل کلاشنکوف او يو ميل تومانچه شامل دي.
نيول شوي وسله وال طالب په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دی.