قدس زموږ د ټولو دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68128
سيد هلال نوراني
دخبریدو نیټه : 2017-12-10

د مسلمانانو لومړنۍ قبله، د خوږ نبي (صلی الله عليه وسلم) د معراج او اسرا محل القدس چي ارزښت او فضيلت ډير روښانه دي. چي د هر يو فضليت او ارزښت يادول او څيړل ليکنه اوږدوي.

نو صرف غواړم پدي ليکنه کي په څو مختصرو نقطو سره د قدس په باره کي خپل احساس او نظر تاسو سره شريک کړم.
 نن د قدس او اسلامي خاوري لاندي کيدلو سببونه زموږ د ايمان کمزوري، غفلت، تعصب، ورور وژنې او داسي نورو ځانځانيو څخه عبارت ښکاري.
او قدس هم د يهودو لاسته وليدل مسلمانانو لپاره د غفلت د خوب څخه بيداريدلو لپاره يوه بله الهي څپيړي پڅير ده. او موږ ته د يووالي او بيا په ښپو دريدلو درس راکوي.

او دغه د امتحانونو سلسله به تر هغه روانه وي چي ترڅو موږ مسلمانان خپل ځانونه نه وي پيژندلي، خپله انرژي په خپل منځي جکړو، ورور وژني او تعصباتو کي مصرفولو څخه مو ډډه او د پرديو څخه د خلاصون هر اړخيزې هلي ځلي نوي کړي.

طبعا کفار ددي مشکلاتو منځته راوړلو او دايما ګرم ساتلو کي اساسي رول لري. خو که موږ ځانونه اصلاح کړو او د دوي د لوبو د ښکار څخه د بچ کيدو لاره ولټوو، په زيرکتيا او حکمت سره د اسلام خدمت او د خپلو نوامسو دفاع وکړو نو الله تعالی به بيا ان شاء الله دغه امت ته عزت او برۍ نصيب کړي.
څرنګه چي حضرت عمر رضي الله فرمايي: موږ لوېدلي خلک وو الله تعالی اسلام سره موږ ته عزت راکړ او پورته يی کړو.

نن مي ټولنيزې شبکي هم له خپل نظره يو څه تيري کړي ډيري داسي شبکې، فيسبوکي صفحې او اشخاص مي وليدل چي غوښتل يي خپلو برنامو او پوسټونو سره د ملت فکر ددي ستري مشترکي دعوی څخه بل لوري ته واړوي. مګر د الله تعالی فضل دي اوس مو خلک پوهيږي چي کوم وخت که څه اقدام وکړي.

فکر ته مو دا هم رانشي چي د خپلو ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره سره قدس، حرمينو او نورو مظلمو لپاره غږ اوچتول به له موږ څخه افغانستان هير کړﺉ.  هيڅکله هم نه پدي سره موږ د ډيرو واقعو او دنياوي لوبو څخه د خپل وطن د مشکلاتو د حل لپاره الهام اخستلاي شو. او همدارنګه دې نتيجې ته رسيږو چي مشکلات مو نورو اسلامي ورورنو سره ډيري مشترکي نقطي او مشابهتونه لري. بل دا  چي دغه همغږي سره موږ کي اسلامي يووالي روحيه هم پياوړي کيږي. نو کوشش وکړو چي د بعضي مغرضو او هم ناپوهو اشخاصو تر تاثيره رانشو چي د يووالي له فکره بي خبره او لري دي. 

نو قدس زموږ د ټولو دي
الله تعالی د موږ ته يووالي او قوت راکړي
موږ ته د غفلت د خوب څخ د ويښيدو توفيق راکړي، تر څو په جدي شکل سره اسلام او نړۍ ته خدمت وکړو.
الله تعالی د زموږ هيواد او نوري ټولي اسلامۍ نړۍ باندي چي څومره مشکلات او سياسي لوبو سره مخ دي د خلاصون لاري اساني کړي. 


د قوي اسلامۍ نړي په ارمان