د پوهنې ستوری وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68106
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-03


د ۱۳۹۶ کال د "پوهنې ستوری" د یو لړ شاندارمو مراسمو په ترڅ کې، چې د پوهنې وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون جوړ شوي و، وټاکل شو.
د کابل ښار د شهید همایون ښوونځي د یولسم ټولګي زده کوونکي محمد نذیز د غلام حسن زوی د ۱۵۰ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتي سیالیو وروسته د پوهنې د ستوري لقب خپل کړ. ددې سیالیو وروستی پړاو چې نن د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې د منتخب پلاوي تر نظر لاندې ترسره شو؛ د عبدالاحمد جاوېد د لېسې دو تنو نجونو زده کوونکو هریوې شهیرې د محمد اکبر لور او لېمې د عبدالرحمن لور په ترتیب دویم او درېیم مقامونه خپل کړل