د لویې جرګې را بلل د چا حق دئ ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68103
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

 

   افغانستان له آره د جرګواومرکو وطن دئ . په دې وطن کې جرګې اومرکې یولرغونی دُود دئ . خوددې له پاره چې زموږهېواد وال جرګې اومرکې اود جرګواومرکواړتیا اود استعمال ځای ځایګی ښه بېخپوره و پېژني ، زه  یې لاندې څو بېلګوته اشارې کوم :

·        لومړی :ـــ جرګه د قرآن په ژبه :

الف: ـــ کله چې مسلمانان په یوه غلط فهمۍ کې ولوېږي اویا له کومې داسې ستونزې سره مخ شي چې په هغې کې حق الله اوحقوق العباد دواړه ترپښولاندې شوي وي ، په هغه صورت کې بیا لومړی الله تعالی (ج) پرخپل مظلوم بنده رسول الله (ص) باندې غږ کړی چې : (( لومړی یې ته وبښه . ځکه ظلم اوتېری د بنده له خوا پربنده باندې شوی ، اود بنده حق هېڅکله هم خدای پاک چاته نه وربښي ترهغوچې لومړی خپله د مظلوم بنده له خوا وبښل شي ، په خپلوکې سره جوړشي ، کینې اوکدورتونه له زړونوڅخه یوبل ته سره وباسي ، حق العبد اداء شي ، وروسته بیا حق الله ته خبره رسېږي ، ځکه حقیقي حکومت اوپاچاهي خود الله (ج) سره ده .

کله چې بنده د بنده له خوا وبښل شي ، نوالله (ج) پرهمغه مظلوم باندې د یوه حقیقي حاکم په توګه امرکوي چې اوس د ګناهکاردوسیه له ما څخه هم درخلاصه کړه ، ( یعنې له ماڅخه بښنه ورته وغواړه.) کله چې له الله (ج) څخه بښنه ورته وغواړي سملاسي یې الله جل جلاله هم وبښي اوبیا دهمغه الله (ج) په امرپه خپلوکې له اهل نظرمتدینواوپوهومسلکي خلکوسره پرې رغنده سلامشوره کوي، تروروستۍ سلامشورې اوهوکړې وروسته بیا متوکلین پرهمغه یوه خدای (ج) باندې توکل کوي چې د سلا مشورې امریې په کتاب الله (قرآنکریم ) کې ورته کړی دئ . )) ځکه د اُحُد په غزا کې د آنحضرت (ص) اواصحاب کرامو(رض) ترمنځ همداسې مسئله پېښه شوه اوالله تعالی کټ مټ د پورته بیان په څېرد مشورې امراولارښوونه ورته کړېده .

ب: ـــ  بل ځای په قرآنکریم کې الله تبارک وتعالی خپلومسلمانواومؤمنوبنده ګانوته د (( وَاَمرُهُم شُوری بَینَهُم )) په مبارک آیت کې په مستقیمه توګه د شورا اویوله بل سره په کورني اوټولنیزژوند اوآن په ملي اوبین المللي برخوکې د مشورې کولوامرکړی دئ . ځکه د شورا جوړول د وخت د اولیاء اموروله خوا یو واجبي امردئ اود شورا د پرېکړې تعمیل هم یوواجبي امردئ . که شورا اود شورا پرېکړه نه وي ، د وخت د امیر یا اولی الامرټاکل او د هغه امرشرعاً ترسوال لاندې راځي . 

ج:ـــ بل ډول سلامشوره داصحاب کرامو(رض)ترمنځ دنبي (ع) درحلت پرمهال شوې اوهغه داسې چې : (( ترهغود آنحضرت (ص) سپېڅلی جسد خاوروته ونه سپارل شو، ترڅوچې په خپل منځ کې یې حضرت ابوبکر(رض) د امیرالمؤمنین په توګه وټاکه اود امیرالمؤمنین ترواجبي امرلاندې وروسته بیا د نبي (ع) مبارک جسد خاوروته وسپارل شو، ځکه د امیرامرواجب دئ . )) د ( وشاورهم فی الامر) معنا همدغه ده چې هلته د بني (ع) په ژوند د احد په غزا کې د محمد (ص) په مشورې سره اصحاب کرام (رض) سره را ټول اومشوره اوهوکړه یې ورسره وکړه اودلته بیا د حضرت محمد رسول الله (ص) د رحلت پرمهال اصحاب کرام سره را ټول اود ځای ناستي د وجوبي شرط پوره کولوپه موخه یې له یوبل هغوڅوتنواهل رأی خلکوسره سلامشوره وکړه چې په درایت ،علمي اوفکري ځواک ، تقوا، صبر، استقامت ، امانت دارۍ ، بصیرت ، درایت اوسبقت کې ترټولوغوره او رسول الله (ص) ته ورنږدې وو.

خود پیغمبر(ص) اواصحاب کرامو(رض) هغه مشورې د دې پېړۍ د حکاموله سلا مشوروسره ډېرتوپیرلري ، ځکه چې هلته سلا مشوه له هغوکسانوسره کېدله چې هغوی به په ټولوشرعیه صفاتومتصف وو،هغوی به داسې څوک له خپل منځ څخه د ( اولی لامر) په توګه وټاکل چې هغه به (72) ممتازشرعي صفتونه په ځان کې لرل .

خودلته سلا مشورې تل بیا بل ډول دي ، ځکه هرکس اوناکس ته د رأیې کارولوحق په کې ورکول کېږي ، له همدې امله خودولتونه اوملتونه یوپربل باورنه سره لري اوله دې کارڅخه ناوړه اوغلط کسان او سازمانونه ګټه پورته کوي چې په لاندې توګه ورته اشارې کوم :

·        دوهم ــ جرګه د ؤلسونو په ژبه :

دغه ډول جرګې څلورډوله دي :

لومړی : ـــ د کورنیوترمنځ جرګه : کله چې ددووکورنیوترمنځ شخړې یا لانجې را منځته شي ، نو د هواري په موخه یې خپل خپلوان اودکلی اوسیمې سپین روبي اوپه خبره پوه خلک اوعلماء سره را ټول اوله دواړو جانبینوڅخه کُلّي اوجزئي واک اختیارواخلي ، بیا په خپلوکې سره کښېني ، د ستونزې یا ستونزوټول اړخونه سره را ونغاړي ، د مدعي اومدعي علیه په استازیتوب د شخړواوستونزواصلي جرړې سره را وسپړي ، حق اوباطل ، ملامت اوسلامت ټول په انصاف سره وارزوي ، بیا خپله پرېکړه داسې وکړي چې دواړوخواووته د منلووړاوسوله ورباندې راشي . وروسته بیا دواړوخواووته خپله پرېکړه اعلان کړي اوسوله منځته راشي ، اوکه جرګه معروفه اوشرعي بڼه ولري اوله پرېکړې یې چا سرغړونه اومتمرد وکړاوددوی پرېکړې اوفیصلې ته یې د ( العرف بالمعروف کالمعروف با النص ) پراستیناد غاړه نه وي اېښې ، هغه ملامت اوپړوګڼي . خوکه پرېکړه اوفیصله یې غیرمتعادله غیرمعقوله اود ګېډې په ړنده اوجاهلانه فیصله باندې ولاړه وي ، نودا خوبیا پرېکړه نه ، بلکې له دواړو ښکېلوکورنیوسره ښکاره دښمني ده ، چې دا بیا انسانیت اود جرګې اصولوته سپکاوی هم دئ .

دوهم : ـــ ددووقومونوترمنځ جرګه : کله چې ددووقومونوترمنځ د کورني تاوتریخوالي ، یا د منقولواویاغیر منقولومالونواوبدیوپرسرڅه شخړې اولانجې جوړې شي ، د هغوستونزود هواري په خاطرپه قومونوکې خیرخواه اود خواوشا سیموخلک سره را ټول اوپه خپلوکې داسې جرګه اومرکه سره جوړه کړي چې د هغې جرګې ټول غړي دواړوخواووته د منلووړ، په خبره پوه اوثالث بالخیرخلک وي . هغوی بیا د تمهید په څېرمثالونه اوتاریخي رغندې بېلګې بیانوي ترڅوپه ټولوکې غوره لارپرې ومومي اوخپلوفکري ، علمي ، اسلامي اوانساني رغنده فیصلواو پرېکړوته لاره ورباندې پرا نیزي .

خوددې پرخلاف په دغه ډول جرګوکې د هغوعناصروګډون ناکام اوجرګه له ماتې سره مخ کولی شي چې :

الف : له جرګې څخه په قومي رنک ناوړه ګټه اخلي اوله جرګې څخه خپله شخصي ( ان .جي .او.) جوړه کړي .

ب: په جرګه کې دقومونوترمنځ د شخړوجوړېدواصلي اویا د لوبې شاته ممثلینو، لوبغاړواوکرېکټرونوهېڅکله نتیجه نه ده ورکړې اونه به یې وروسته له دې ورکړي .

ج: هغه عناصرچې د کتلېست په څېرد جرګې اوښکېلوغاړوترمنځ د روغې جوړې ناکامولوله پاره خپل مذبوحانه او منافقانه فعالیتونه پرمخ وړي ، داسې خلک هم جرګه ناکامولی او خلک ورباندې بې باوره کولی شي .

درېیم:ـــ دؤلسونواودولت ترمنځ جرګه:کله چې په دولت کې نامطلوب اوناوړه عناصرپرځینو واکوالوڅوکیوباندې د روابطو پراساس ورکښېني ، هغوی لومړی د خپلې ناپوهۍ له امله ددولت سیستم ورانوي . دوهم داسې کسان د خپل ځان اوهغوکسانوله پاره کارکوي اوترملي ګټوخپلوشخصي ګټوته ترجیح ورکوي چا چې دې څوکۍ ته راوستي دي . د ټولنې اوهېواد ډېردرانه خلک ډېرو سپکو خلکوته  د څه معمولي کارد اجرأ له پاره په ساعتونو ، ورځواومیاشتوولاړوي ، کاریې هم ورته ونه کړي او بېرته پرشا مأیوس ترې ولا شي .

همدلته ددولت اوملت ترمنځ فاصلې را منځ ته شي ، چې د دغو فاصلو را لنډولو او له منځه وړله پاره بیا جرګې جوړولو ته اړتیا پیدا شي ، خودا سې جرګې اومرکې ته باید ددولت اوملت له اړخونوداسې کسان ونه ټاکل شي چې خپله هغوی په ملي کچه ستونزې را ولاړې کړې وي . ځکه په جرګه اوسوله کې خپله مدعي او مدعي علیه حَکَم نه شي جوړېدلی . حکم باید ثالث بالخیر کسان وي ترڅو پرسوله باورزیات او شخړې ختمې شي .

ځینې خلک د لویې جرګې سندرې بولې ، خولویه جرګه را بلل د چا حق دي اوڅه وخت باید لویه جرګه را وبلل شي ؟ اوس خوچې کوم خلک د لویې جرګې را بللو ډنډورې غږوي هغوی خپله د نا امنیوشاته ولاړاو ه کورني او بهرني دښمن سره د قضیې یوښکاره اړخ ښکاري ، په داسې حال کې چې دولت موجود دئ ، که لویه جرګه را غواړي ، نوباید دولت یې په هغه صورت کې را وغواړي چې ټول ملت ورباندې باورمند شي ، نه هغه اشخاص چې یوځل بیا د لویې جرګې په پلمه ځانونه واک ته رسول غواړي ، خوداسې جرګه به هېڅ قانونیت او مشروعیت ونه لري اوهغه به لویه ملي جرګه نه ، بلکې هغه به شخصي اوفرمایشي د څو تنو جرګه وي ، هېواد وال دې خبروي چې څوک موتېرنه باسي . ځکه دابه دڅوغلوجرګه وي او یوازې غله اولنډه غرګټه ترې پورته کول غواړي اوهم د اوسني حکومت بدیل دا مهال په افغانستان کې نه شته ، اودا تشه به څوک ډکه کړي ؟

کوموآزمویل شویواوناکاموکسانوچې دې تشې ډلکولوته د لویې جرګې په تمه ددې جرګې له آدرسه رادانګلې ، د هغوی ضمانت به څوک کوي چې دوی به بیا د تېرپه څېرخپلې غلې اوناروا ملي ضد معاملې نه کوي ؟ ځکه (آزموده را آزمودن خطاست .)  

څلورم :ـــ ددولتونوترمنځ جرګه : په دغه ډول سیمه ئیزو اونړیوالو جرګو کې لومړی : د ملي مصالحوخلاف کورني اود پردوغلامان اوجا سوسان باید ګډون ونه لرې . دوهم : هغه ګاونډي ، سیمه ئیزاود لیرې پرتې نړۍ هیوادونه بایددستونزې د حل په خاطرپه جرګه اوغونډه کې ونډه ونه لري چې دافغانستان په څېرلانجمنوهېوادوکې د ستونزوزیاتېدواودیادهېواد د بې ثباته کېدوپه تړاوپه یوشکل نه په یوشکل ښکېل اولاسوهنې په کې کوي . ځکه لاس وهونکي هېوادونه د خپلوګټواوخپل شتون له پاره په یاد هېواد کې جګړې نه ختموي .

په دغه ډول مواردو کې هم باید د سیمه ئیز او نړیوال نظم  برقرارېدو له پاره ثالث بالخیردولتونه  په جګړو ځپلوهېوادوکې د شخړواوستونزوختمولوپه خاطررغنده عملي ګامونه پورته کړي . نه د ستونزواوجګړو زیږولو سیالې خواوې چې هم یې په مېخ وهي اوهم په نال ، ځکه دوی هم جرګه ماران دي اوهم جګړه ماران . اوجرګې اوجګړې دواړه هم مهال جوخت اوموازي پرمخ بېول د جګړې اوږدلواوپه سیمه کې د استعماري شتون د بوختیاوو په معنا دي .