ورک يې کړه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68100
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-12-02


دا د وخت تیره شورا یوازې ملت ته تورغم دی ورک يې کړه
ټوله ورځ یې په بوتلو ویشتنګ اودیوبل ذم دی ورک يې کړه
زموږ مرلۍ شورا لکه دپاکستان د امو تاریخ تیر ډک کرېټ دی
ټوله سوي بدبویه او خوسا په لسو کې یې یو سم دی ورک يې کړه

دارو درمل چې له وخته تیر سي زهر قاتل تیرې جوړیږي
دشورا هر بوتل دملت ګټې ته زهر مار او لړم دی ورک یې کړه
داچې د بهرنی او کورنۍ دښمنانو سره خورا ټنیګ تړلې دي
دشورا د هر غړي سر ولس ته ټیټ اوخم دی ورک يې کړه

د دوخت تیرو خوړو ساتل په یخچال کې ډیر نه دی په کار
خوسا خواړه په یخچال کې ساتل سیاسي چم دی ورک يې کړه
چا له خرې په لاس را ټول کړې خوسا اوچنجنې ټولې مڼې دي
دخوږو مڼو نسبت ترخو ته چې زه ګورم یو په سلم دی ورک يې کړه

ډیرغړي يې د ډیرو پردو هیوادو اغا بلې او غلام بچګان دي
دپردي دښمن نیال خاورې ته ګټور ډیر کم دی ورک یې کړه
هیڅ یو د انسانیت کار دی خوار ملت ته تر اوسه نه دی کړی
هر یو یې نامتو غل ملي خاین او ډانګيي رقم دی ورک يې کړه

د ملت د ښمنانو د قضا یي خوندیتوب ښه تلتک پيدا کړي
هر ژوی په کښې شته په کښې کم بنیادم دی ورک يې کړه
خلاصه دا پارلمان لکه د افغانستان ملي زو بڼ سوی
یو یې زمری بل یې شرمښ بل يې سپېرلم دی ورک يې کړه

هر یو خپلي ګټي ته ګوري دوطن ګټې ته په ټپو ړوند دی
د وزیراستیضاح او رایو ته چار چشم دی ورک يې کړه
ټوله یو ښه خاصیت لري چې هغه یې د قدر وړ دی
هر یو يي لانجه مار، ډانکيي او الم غلم دی ورک يې کړه

هر یو یې د هیواد سیاسي دښمنانو سره سمه لاره وړي
یو يې جاسوس بل يې غلام بل يې همقدم دی ورک يې کړه
هر یو یې دغلا ،خیانت او وطن پلورنې سل دوسیې لري
څوک جذامي څوک لیونی څوک پدرام دی ورک يې کړه

مشر يې چې په غلا ونیول سو ،ول چوپ بیرته مال ورکوم
په هره دوسیه کې روان د مداري چم دی ورک يې ګړه
په دې رایګیري وسوه چې خاین څارنوالی ته وپيژندل سي کنه
دا شورا اساسي قانون ته سور ناسور او پم دی ورک یې کړه

هر یو په دې ځان خلاص کړی چې دخیانت مصونیت لري
ددوی خیانت په هره ګوله هر خبره او هر قدم دی ورک يې کړه
د افغانستان غړي د پارلمان دي په تذکره کې افغان نه مني
په هر ضد ملي کار کې ددوی مهم مالي سهم دی ورک یې کړه

هر یو دهر سیاسي دوکان بادک شیان دوه لاسه په خوله منډي
دهر یو توند باد خوار ملت ته سوی لکه بم اتم دی ورک یې کړه
دا شورا باید د کڼر سیند کې لاهو سي که رښتیا دا وطن جوړوئ
هر یو دخپل بادار لپاره دوطن په وراني کې اتل دی ورک یې کړه

همدا دوه سره حکومت همدا دوه بېخه شور ا ښه سره جوړیږي
همدا درد او رنځ او مرګ لا پر دې خوار افغان کم دی ورک یې کړه
دا خوار وطن به کله خدای ددې اشغالګرود خواجه ګانو خلاص کړی
دا دومخه مرییان د ولس تندی ته زولن زخم دی ورک يې کړه