ایا کاهینات رښتیا هم له منځه ځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68096
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

 


     د مترو اکسپرس پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په ۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۷ نیټه تر ( دا جهان له منځه ځي )  سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره کړیده چي غواړم د پښتو ژباړي د لاري یې تر لوستونکو پوري ورسوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :
    په سویس کي د سیرن « Cern » څیړونکی ( البته « Cern » ــ Conseil Européen pour la Recherche Nucléaire  دا یوه فرانسوي جمله ده چي د « هستوي څیړنو اروپایي شورا » مانا ورکوي . دا مرکز په سویس کي د فرانسي پولي ته نژدي ځای پر ځای سویدي او شاوخوا ۶۵۰۰ څیړونکي هلته په علمي څیړنو لګیا دي. ژباړن ) په وروستیو ورځو کي د هیښتیا سره مخامخ سوی او پدې هکله فکر کولو ته اړ سویدي چي څنګه دا جهان په اوسنۍ بڼه د یوه موجود په توګه پاته کیدلای سي .
     په نوو تر سره سوو څیړنو کي د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ذراتو او انتی ذراتو  تر منځ په نا متناظروالی ( عدم تناظر ) باندي فکر سویدی . دا ځکه ، دا جهان چي موږ یې همدا اوس په پدغه بڼه پیژنو ، هغه وخت پر خپل حال پاته کیدلای سي چي یو نا متناظروالي که څه ډیر وړوکی وي ، باید شتون ولري .
‌     ذرات او انتي ذرات چي یو د بله سره په اړیکو کي را سی نو یو بل خنثی کوي . پدې توګه که عدم تناظر شتون و نلري ، جهان شتون درلودلای نسي او له منځه ځي . مګر لکه څنګه چی د طبعیت مجلې لیکلي دي ، څیړونکو دغه عدم تناظر موندلی ندی . د څیړونکي ګروپ مشر ، Chrstian Smora پدې اړوند وایي : « موږ پخپلو ټولو څیړنیزو هلوځلو کي د مادې او انتي مادې تر منځ یوازي یو بشپړ تناظر مشاهده کړ ، او دا هغه څه دي چي له کبله یې جهان شتون درلودلای نسي او باید له منځه ولاړ سي . د څیړنو په ترڅ کي هغه انتي پروتونونه و څیړل سوه چي په ۲۰۱۵ کال کي ددې کار د پاره جدا سوی ول . انتی پروتونونه په دوو ساحو ( برقي او مقناطیسي ) کي د دامونو په څیر را ګیر او اندازه ګیري سول . پدي ډول څیړونکو و کړای سوه په انتي پروتونونو کي مقناطیسي ساحه د پخوانیو متودونو په پرتله ۳۵۰ واره دقیقتره اندازه ګیري او محاسبه کړي » .
     که چیري د پروتونو او انتي پروتونو تر منځ یوه ناانډولي یا عدم بیلانس ( نامتناظروالی ) شتون درلولای ، نو ددغه دقیق متود په مټ به خامخا تر سترګو سوی وای . 
     تر دې وروسته چي څیړونکو په خپل دغه متود سره د ذراتو او انتي ذراتو تر منځ نامتناظروالی و نه موند ، اوس باید دوي د لا دقیقو اندازه ګیریوپه موخه د یوه نوي متود پر پیداکولو غور وکړي چي تر دغه متود لا هم ډیر دقیق وي . پدې اړه د څیړونکي ګروپ نوموړی مشر زیاتوي : « په یوه یا بل ځای کي باید یو نامتناظروالی شتون ولری ، مګر موږ لا تر اوسه هغه موندلی ندي او د ځانګړتیاوو په اړه یې نه پوهیږو » .  
د ژباړي پای
د ژباړونکي یادوونه :
     دا رښتیا خبره ده چي په کاهیناتو کي د مادي او ضد مادې ( انتي مادي ) تر منځ د نامتناظروالي موندلو مسئله د هستوي فزیک تر ټولو پیچلی خبره ده او لا تر اوسه حل سوی نده . دبل لوري ددغه ډول نامتناظروالي د شتون سره د کاهیناتو شتون تړلي دي . زه د ځمکي پوهني د یوه شاګرد په توګه ډاډمن یم که د انسان ناولي لاسونه د اټم نه لیري سي ، دا کاهینات به د نورو ډیرو میلیونونو کلونو د پاره شتون ولري او د لمر وړانګي به یې بسنه وکړي ، انسانان به زموږ د ځمکي په کُره ( انسانستان ) کي د مادي او معنوی شتمنیو څخه برخمن وي . ددې ډاډ لامل مي دادی چی د نامتناظروالی نه شتون به د کاهیناتو شتون له منځه نه وړي . داځکه چي دغه نامتناظروالی حتماً په یوه ډول شتون لري ، خو دبشر نننی پرمختګ او د تکنالوژۍ اوسنۍ وده لا تر هغه ځایه نده رسیدلي چي ددغه نامتناظروالي شتون پيدا او تر لاسه کړي .
د با امنه او بسیا کاهیناتو په لور !
                                        ډنمارک ــ ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷