د امنیتي تړون رېښې ، پیل ، پلمې اوپا یلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68083
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-10-28

 

 

جګړه له کومه ځایه پیل شوه ؟

د امریکې په مشرۍ نړیوال ائتلاف په (۲۰۰۱ )زیږد یزکال کې د هوا له لارې پرطالب رژیم باندې پوځي حمله وکړه ، پلمه یې دا وه چې القاعده ډلې د امریکې پرنړیوال تجارتي مرکزاو پنتاګون باندې ترهګریزبرید ترسره کړی چې له امله یې خواوشا (۳۰۰۰) کسانوخپل ژوند په کې له لاسه ورکړ، له طالبانوڅخه یې امریکې ته د یادې ډلې د مشرانوور سپارلوغوښتنه وکړه ، خوله سیاسته ناخبره طالبان د پاکستان د (آی .اس .آی.) ترواک لاندې وواود پاکستاني استخباراتو مذهبي اړخ په طالبانوکې خپل فزیکي اومذهبي فعال نفوذ اوحضوردرلود ، د همدغه مذهبي بانفوذه ځواک پرمټ یې طالبان ذهناً د ېته آماده کړل چې ، ګواکي (( تاسو پښتانه او مسلمانان یاست ، اسامه بن لادن له عربو څخه راغلی یو مېلمه دئ ، هغه تاسو ته پناه راوړې ، اوس چې تاسو نوموړی امریکې ته ورسپارۍ ، ستاسې اسلامیت اوافغانیت تاسوته دا اجازه نه درکوي چې هغه دې کفرته ورتسلیم کړۍ .))

له کورني ، سیمه ئیزاونړیوال سیاست څخه لیرې طالب مشرانوهم په بې پروایۍ سره د خپل رژیم ، دافغان خاورې ځمکني اوهوايي حریم اوبرخلیک ته پام ونه کړ، په ډېرخام خیال سره یې له پخې مشورې پرته د امریکې په مشرۍ نړیوال ائتلاف ته د اسامه بن لادن د نه ورسپارلومنفي ځواب ورکړ. په داسې حال کې چې امریکې د همداسې یوه منفي ځواب ترلاسه کولوپه موخه څولسیزې وړاندې په غیرمستقیم ډول د پاکستان په ملاتړمبارزه کړې وه او پاکستان د خپل مالي او پوځي اکمال په خاطردغه پروژه خپله په اجاره ترې نیولې وه چې مجاهدین یې لومړي ، اوطالب رژیم ددې پروژې د استعمال دوهم لاس مواد وو.

پرته له شک څخه چې پاکستان د افغان مجاهدینو له مجبوریت اوسپېڅلي جهاد څخه د خپلوشخصي مفاداتوله پاره ناوړه ګټه پورته کړه . هغوی یې خپلونا ولیواهدافوترلاسه کولواوسترا تژیک عُمق ته د ورلنډېدوله پاره استعمال کړل . ځکه چې پاکستان هم له سره ښکېلاک څخه د خلاصون په موخه مجاهدین د خپل ځان د سپر په توګه استعمال کړل اود افغانستان جهاد یې د پاکستان ددفاع شعارجوړکړی ؤ ، هم یې د مجاهدینو ترمنځ ملي یووالی ـ ملي روحیه ـ ملي قیادت ـ اقتصادي ـ پوځي اوسیاسي سنګرد سمتي ـ ژبني ـ قومي ـ ګوندي اومذهبي برخلافیواونفاق اچولواو خپلمنځي جګړو له لارې له منځه یووړ اوهم یې د افغانستان په جګړه کې خپل ځان با ثباته اوافغانستان یې په هراړخیزه توګه بې ثباته اوکاواکه کړ.

امریکا هم د خپل خوب اوخیال پلمه ځانته د پاکستان په مرسته په یقین بدله کړه اوله نړیوال ائتلاف سره یې یوځای پر افغانستان باندې د خود ساخته نړیوالوقوانینوپربنسټ د خپلې (B-52) پرمختللې پوځي جنګې تکنالوجۍ پرمټ برید وکړ. خودا برید داسې مهال پیل شوچې پاکستان دری ورځې مخکې خپل پوځیان په هلیکوپتروکې د افغانستان له شمالي جنګي لیکو څخه را وایستل اوطالبان یې یوازې ورته پرېښودل .

دغې نا انډوله جګړې په ټول افغانستان کې د طالب رژیم د جنګي ماشین تربشپړویجاړېدو پورې څوڅلوېښت ورځې دوام وکړ. خودلته سوال دادئ چې ولې امریکې له شمالي پولوڅخه د طالبانو پوځي اوجنګې لیکې ماتې اوورټولې کړې ؟ په داسې حال کې چې د طالب رژیم ټول تغذیه له پاکستان څخه کېدله . آیا نړیوال ائتلاف خو به تربرید مخکې له روسي او پاکستاني چارواکوسره پرې کومې معاملې اوجوړجاړي ته نه وې سره رسېدلي ؟ ځکه چې بریدونه خوټول د ماناس ، تفتان او پېښورله ( مېد ان امریکا) اجاره شویوهوایي اډو څخه پرې پیل شول ، طالب رژیم اود هغوی جنګې ماشین په بشپړه توګه له منځه ولاړ.

خوافغانستان هم ددې هېواد د تشې ډ کېد و له پاره یوه افغان ته اړتیا لرله چې په مشرۍ یې په افغانستان کې یوه مؤقته اداره جوړه شي .

آیا پوهېږۍ چې دا افغان به هغه وخت څوک ؤ ؟

دا افغان پخوانی ؤلسمشرحامد کرزی ؤ چې د ( سي .آی .اې ) پخواني مشر(جورج ټېنېټ ) یې په خپل کتاب ( د توپان منځ کې ) کتاب کې د هغه امریکایي نیمه مخففه یادونه د (ګریګ ) په نوم کړې چې د ښاغلي حامد کرزي مرسته یې کړې اوهغه ته یې په ارزګان کې له مرګ څخه نجات ورکړی ؤ ، خو وروسته یې د ( سي آی اې ) په (۷۰ یمه ) کلیزه کې د هغه بشپړنوم (ګریګ ووګل) افشا کړ.

اوس پوښتنه دا ده چې په ټولوافغانانوکې امریکې ته دا ترټولوافغانانوورنږدې اوګران کرزي صیب له کومه وخته دغه پټه یارانه له امریکایي چارواکواوڅارګرواداروسره چلولې چې د افغانستان له پاره ترټولولومړی انتخاب یې همدی ؤ ؟ تر نوموړي نه خو نورتعلیم یافته کسان هم په غرب اوشرق کې موجود وو، له هغوی څخه ولې څوک ونه ټاکل شول ؟ اوبیا کرزی ارزګان ته چاورساوه ؟ هلته خو په پاکستان کې د امریکې سفیراو د کرزي خاص ملګری پیټر ټامسن هم له ده سره نه ؤ ؟ طالبان خو بمبارد شول ، نوموړی له ارزګان څخه کابل ته چا را ورساوه ؟ په داسې حال کې چې عبدالحق خوپه لوګرکې ارګ ته د رسېدوپه ارمان ووژل شو؟ دا په داسې حال کې ده چې عبدالحق خوهم د یوې وړې ډلې یوعادي د لس کسیزګروپ سرګروپ ؤ ، هغه نه کومه سیاسي اوعلمي څېره وه ، او نه چا پېژانده ، هغه د کوم لوري څخه د کابل ارګ ته د ننوتو له پاره چا را واستاوه ؟ دا کوم صراف ؤ چې خپلې ناچلې یې هم په کې تېرولې ؟ هغه د چا پروژه وه اوچا په لارکې  وواژه ؟

خیرپه هرصورت ، کرزی کابل ته واوړل شو، په بن کې د مخه جوړه شوې کابینه هم را ورسېده ، یوشمېرافغانان په کابل کې سره راټول شول ، بالآخره پرېکړه پردې وشوه چې کرزی یې د شپږ میاشتینۍ مؤقتې ادارې د مشر په توګه د آیساف په حضورکې را وړاندې کړاودا دوره هم پای ته ورسېد له .

د یو نیم کا ل له پاره انتقالي دوره پیل شوه ، په دې دوره کې یو شمېرخلک د لویې جرګې په نوم په هغې لویې کېږدۍ کې سره راټول شول چې جرمني جوړه کړې اود (۱۵۰۰) کسا نو ظرفیت په کې ؤ ، هغوی لومړی د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ  دارالانشاء جوړه کړه ، دارالانشاء په کېږدۍ کې د راټولو شوو خلکو په مرسته د داسې اساسي قانون مسوده ترتیب کړه چې پرمټ یې د افغانستان د راتلونکو ؤلسمشریزو او پارلما ني ټاکنواو ؤلسوالیو شوراګا نوته لاره پرې هواره کړه ، د  ټاکنو خپلواک کمېسیون تشکیل شو ، خومد یریت  یې د همدغې انتقالي ادارې پرغاړه ؤ.

د انتقالي دورې یونیم کلنه دوره هم پای ته ورسېدله ، طالبان ټول تارو مارشول ، په افغانستان کې نسبي اومؤقته آرامه آرامي راغله ، خلک هم خوښ وو،خو پردې نه ووخبرچې ترپلولاندې مولۍ ده . ځکه پرهغوطالبانوباندې هم د چا پواچولو، نیولواوپرامریکا باندې دهغوی د پلورلوپیل وشوچې په کور، کلي اوجومات کې ناست وواوله حکومت ، حکومتولۍ اوسیاسي او پوځي تحرکاتو یې نوره توبه ایستلې وه .

بل لورته د طالبانوهغه مشران چې د پاکستان په منافقت پوه وواونوره قومانده به یې نه منله ، پاکستاني استخباراتوونیول څه یې پرامریکایانوباندې د څارویو په بیه وپلورل او په ګوانتاناموکې بندیان شول ، پرطالبانوباندې د ډېورنډ په کوزه اوبره دواړوغاړو کې همدا بېزنېس روان ؤاود طالبانونیول اوپلول ورته دوبۍ وه  دوبۍ . څه یې په خپله په خپلوزندانونوکې له منځه یووړل اوځینې خولا تراوسه ورسره بندیان دي اود سیاسي فشاراچولواوامتیازاتو ترلاسه کولو په موخه یې د افغان دولت پرضد ځینې وخت په تصویري رسنیوکې د هغوی ډېر پخواني تصویرونه ښکاره کړي ، په داسې حال کې چې د هغوی ډېری کسان یې په خپلو پټوزندانونوکې لا پخوا وژلي دي . افغان حکومت هم څو څو ځلې ترې غوښتي ،خو هغوی یې فزیکي حضورنه شي ورښکاره کولی . ځکه نورهغه طالب بندیان له پاکستان سره نه شته .

ځوځینې نوریې بیا په هغوقبا ئلي سیموکې د نورو نړیوالو ترورېستي ډلو سره یوځای سره را ټول اومنظم کړل چې د مخه په هغو سیموکې د پاکستان حکومت چا په رسمیت نه پېژانده . دوی دا کارځکه وکړ چې له یوې خوا خپل پوځ په صفري سیموکې ځای پرځای او نوې تاڼې په کې جوړې کړي ، او بل لورته آزادي غوښتونکې پنځه زره قبائلي مشران په مرموز ډول په کې ترورکړي اوله بل اړخه له موقع څخه پراستفادې سره د ډېورنډ کرښه او د افغانستان خوږې اوبه د خپلوغربي خواخوږو په سیاسي او پوځي ملاتړد ځان کړي . 

د (۲۰۰۳ ) زیږدیزکال ترپایه هم په افغانستان کې نسبي آرامي وه . د ؤلسمشرۍ اوور پسې د پارلماني ټاکنووار را ورسېد ، له کرزي سره د ستارسیرت په ګډون څو تنو نورو هم ځانونه کاندید کړي وو، ټاکنې ترسره شوې ، طالبانوهم کرزي ته رائیه ورکړې وه . کرزي وګټله ، خوشمالي ټلوالې آوازه خپره کړه چې ګني ستارسیرت ګټلې ده . همدلته د لږه کیو ائتلاف ماتې وخوړه او کرزی د لومړي ځل له پاره د افغانستان منتخب جمهور رئیس شو . خو طالبانو له کرزي څخه د دې ملاتړ په سبب ځانته بلا وګټله اود طالب ضد ډلوله خوا پرې د تروریستانوټا په ولګېد له اوپرټولو پښتنو باندې د ترورېستانونوم پورې شو . په داسې حال کې چې پښتانه تر ټولو زیات د ترورېزم قرباني شول .

څرنګه چې ښاغلي کرزي ځانته نه کومه ډله لرله او نه هم کوم ګوند . په لوی کندهارکې یې هم کومه پایه نه لرله ، نو مجبورؤچې شمالي ټلوالې ته لاس واچوي او د ونډوحکومت ورسره جوړکړي ، څو تنه مطرح کسان یې له ځان سره شریک کړل ټول واک اختیاراود درامد بندرونه ، ما فیایي دروازې ، قاچاق ، اداري فساد اوخزانې یې هغوی ته وسپارلې ، د پښتنو په ټول سهم ده خپله سودا بازي او معامله وکړه ، د پښتنو په نماینده ګۍ به یې له ټول قوم څخه یو پرفساد ککړاو په معاملوکې ډوب له کلي کورڅخه ا ستفراغ شوی کس را ؤست اوهغه ته به یې په خپله کابینه کې ځای ورکړاوهمغه ناکسه کس به یې حمایه کاوه ، خونوم به د قوم ورباندې بد ؤ .

دوهمه دوره یې هم په همدې درغلیو باندې تېره شوه چې د نړۍ ټولې مرستې دده او دده د کابینې په جیبونواوکچکولونوکې غیبې شوې .

کرزي په دووعلتونو ريښتینې سوله نه غوښتله :

لومړی دا چې کرزی له سولې څخه په وېره کې ؤ چې که په افغانستان کې ريښتینې سوله راشي ؛

الف :  امریکایان به دده له ملا تړه لاس واخلي .

ب   : شمالي ټلواله چې سوله یې په قاموس کې هم  نه شته ، له ده څخه ناراضه شي اوله واک څخه به یې لیرې کړي .

ج   : هغه کسان یې د سولې د عالي شورا په نامه په رأس کې کښېنولي ووچې په افغانستان کې د کورني کړکېچ اصلي منبع اوددښمنۍ یوطرف او اړخ بلل کېدل .

و    : د سولې عالي شورا یې میراثي کړه او د سولې له عالي شورا څخه د یوه اړخ د تمویل له پاره یوه شخصي ( ان .جي .او. ) جوړه وه چې یوازې یوه خوا په کې بسیا وه .

ر    : د سولې په تړاو یې تل مصلحت د سولې له مخالفو اړخونوسره ؤ ، هغوی به د رغېدو پرخای د شړېدو مشورې ور کولې ، ځکه خودده په وخت کې سوله بریالۍ هم نه وه .

کله چې بهرني ځواکونه د افغانستان په مختلفوسیموکې سره ځای پرځای کېدل ، نوانګرېزانو په افغانستان کې ترټولو با امنه سیمه ( هلمند ) ځانته وټا که . خوڅه موده چې ټېره شوه داسې خبرونه خپاره شول چې په هلمند کې د شپې له خوا پر کلیو اوکورونو باندې د بهرنیانو له خوا چاپې او داړې اچول کېږي . څوک چې مقاومت ورسره ښیي هغوی وژني او پر پاتې نورو باندې له انسانیت اوافغانی دود ورآخوا نورې نورې نخرې کوي . با لآخره داسې ورځې راغلې چې هلمند یان په ډلو ډلو ښاغلي کرزي ته ارګ ته را غلل اوغوښتنه یې ترې وکړه چې ؛ تاخو موږ ته ویلي ووچې خارجیان زموږ د امنیت له پاره راغلي ، کله چې امنیت ټینګ شي دوی بېرته ځي ، اوس خوددوی له لاسه زموږ سر، مال اوناموس یوهم خوندي نه دئ اوټول په خطرکې دي ، دوی زموږ د امنیت له پاره راغلي ، او که زموږ د مرګ ژوبلواوبېناموسیوله پاره ؟

کرزي چې د هلمند یانودا خبرې واورېدلې په ځواب کې یې ورته وویل چې ؛ خیردي حوصله کوۍ . هلمند یانو ورته وویل چې ؛ نوربه هرڅه وزغمو ، خود ناموس په اړه څرنګه چوپه خوله شو؟ !!! ......

د کرزي صیب په زمانه کې پاکستان د هلمند له دیشو ؤلسوالۍ څخه خام یو رانیم وړل اود خامو یورانیموکنجاړي اوتوپالې یې په افغانستان کې تشولې ، چې آخردده یوه وزیرفاروق وردک د پاکستانیانوهغه جنایت افشا کړ. خوکرزي صیب یې په وړاندې هېڅ کوم مثبت ملي ګام پورته نه کړاوسربېره پردې یې له پاکستان سره خپلو پټوغیرملي معا ملوته زورورکړ، د ملي پخلاینې هېڅ کوم داسې پروګرام ورسره نه ؤچې پرمټ یې بین الافغاني سوله منځته را غلې وای . ځکه خو له جګړې ستړي اوپه کورناست طالبان د سولې  ضد خلکوپه خوله د پاکستان په همکارۍ  ونیول شول اوپه لوی لاس امریکا یا نوته وروسپارل شول ، چې له امله یې پاتې نورو بېرته د جګړې لاره خپله کړه اودادي ترنن پورې د افغان دولت پرضد پرجګړه لګیا دي .

د کرزي صیب په واکمنۍ کې د امریکې د استخباراتو له خوا دا خبره افشاء شوه چې انګرېزي پوځیانو ددوو میاشتو په اوږدو کې د هلمند له د یشو ؤلسولۍ څخه د (۲۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت خام یورانیم وړي دي ، وروسته بیا په موسی کلاکې دمافیایي ډلو،طالبانو،اوافغان حکومت ترمنځ دتریاکوپرسرجګړه وشوه چې آخرتریاک په شنوباډ یووالاچورلکوکې هغه خلیج ته د انګرېزانوله بېزڅخه انتقال شول . وروسته بیا د رسنیو له خولې اعلان شول چې په هلمند کې هرکال د (۷۲ ) ملیارد ډالرو په ارزښت تریاک تولید ېږي . 

دایې یوه بېلګه وه . خودا ، اود ېته ورته په نوروسیموکې هم دده په واکمنۍ کې ډېرې داسې ، اوله دې سختې پېښې ، بمي چاود نې ، ترورېستي اوځان مرګيبریدونه شوې دي چې قربانیان یې یوازې بېګناه افغانان وواودي . ځکه د پخواني شوري اتحاد د یغل په وخت کې هم یوازي پښتانه ډېروژل کېدل ، کورونه اوکلي یې ړنګېدل ، اود پاکستانیانواونړیوال ائتلاف پروخت هم همدا لوبه روانه وه او ده .

د ښاغلي کرزي په واکمنۍ کې د بلک واټرپه څېربهرنیوامنیتي خصوصي کمپنیوته اجازه ورکړل شوه ، هغوی د افغانستان نورکورني لنډه غرپه دې کمپنیوکې شامل اوټرېنېنګ کړل او شمېره یې (۷۵) خصوصي امنیتي کمپنیو ته ورسېدله چې آخر له کنټرول څخه ووتلې . ځکه هغوی شخصي زندانونه هم لرل ، چې د  امریکا یي ( اید یما ) زندان یې موږ ښه بېلګه په ګوته کولی شو .

ښاغلي کرزي امریکایانو ته د خپلسروعملیاتو اجازه ورکړه ، خوامریکایي ځواکونود خپلوعسکرو پرقضایي مصؤونیت باندې ټینګاروکړ، همدلته ووچې هېڅ ډول امریکایي جنایتکاران به په افغان محاکموکې نه محاکمه کېدل ، ځکه چې د امریکایي جنایتکارانود محاکمې واک ورسره نه ؤ، خو په خپل هېواد کې به یې یوه داسې سزا ورته د مېډ یا له لارې اعلان کړه چې آخربه یې برآئت حاصل کړاوامنیتي تړونونه له همدې ځایه پیل شول .    

پربلک واټرسربېره کورنیوملېشوهم شخصي زندانونه لرل ، ځکه په فاریاب ولایت کې ددوستم ،اوهمداسې په نوروولایتونوکې د زورواکوزندانونه یې نورې بېلګې دي چې رسنۍ ورباندې په وار وارغږېدلې اوخبرونه یې په تصویري ،غږیزواوچا پي دری واړو ژبومخکې نشرشوي دي .

هغو خصوصي امنیتي کمپنیو شوکو ، وژنو ،غلاګانو، سړي تښتونواونورومافیایي کارونو ته ملا وتړله اوخپل پرسونل یې  ترډېره له همدې لارې اکمالاوه . دکورنیوچارو وزارت مجبورشو چې دغه ډول خصوصي امنیتي کمپنۍ نورې غیرقانوني اعلان اووتړي ، همداسې وشول اوتریوې کچې د نا امنیومخه هم ورسره ونیول شوه ، خوله دغه ډول خلکوڅخه ځینې یې بېرته د کورنیوچارو وزارت تشکیل ته ورننوتل چې په یاد وزارت کې اداري فساد هم ورسره زیات اوآن تردې کچې پورې عام شو چې نړیوالو په امنیتي ځواکونو باندې د سیګارد راپورله مخې سختې نیوکې وکړې ، ؤلسمشرمحمد اشرف غني یې تصفیې اوچاڼ کولو ته اړشو اوتل به یې دا خبره تکراروله چې دا فساد موږ ته د کرزي صیب څخه په میراث را پاتې دئ .

د کرزي صیب په واکمنۍ کې یوه ډګروال چې په باګرام زندان کې له امریکایانوسره بندي او بیا را خلاص شوی ؤ خپله کرزي صیب ته ویلي ووچې ؛ امریکایانو ورسره د شکنجو ورکولو پرمهال ناوړه غیرانسا ني چلند کړی دئ اوآن تردې چې د ځورونې پرمهال یې د سپي له خوا څوڅوځلې جنسي تېري ورباندې کړي دي ، خو کرزي صیب نوموړي ډګر وال ته ویلي چې ؛ خیردئ ، صبر اوحوصله ولرۍ . چې ؤلسمشرۍ ته کاندید یو پولیسي افسر( حسیب آرین ) د نوموړي ډګر وال او کرزي ددې خبرو پخلی او تائید کړی دئ .   

د کرزي صیب په واکمنۍ کې نا امنیوسخت زورواخیست ، موږ په کابل اود افغانستان په نوروولایتونوکې د ټولونا امنیو سترګولیدلي شاهدا ن یو، هرځای ،هره ګړۍ ، هره ورځ اوهره اوونۍ به چاود نواوځانمرګي بریدونود بې ګناه افغانانو ژوند اخیستی ؤاولا یې هم د نرو، ښځو ، وړو او زړو جنازې د شهیدانو په وطن کې هرې خواته روانې دي ، زګېروي او ژړا اوانګولاوې اورېدل کېږي . د هېچا سر، مال او ناموس خوندې نه شول . نواوس څه آسما ني ټکه را ولوېد له ؟ څه ډول جګړه ئیزبارانونه وشول چې پخواني چا کونه اودرځونه یې په تشوهوایي شعارونواوبړاسونوورپټ کړل اوکیسه ختمه شوه ؟ د ترورېزم په نوم پردۍ جګړه خوپرافغانانو باندې له بهره وروتپل شوه ، خوبیه یې ترنن ورخې پورې افغانان پرې کوي ؟ خاوره اوملي تأ سیسات د افغانانوپه کې ورا نېږي او په کې هوسا اوبسیا پاکستان او نورخلک شول ؟ په داسې حال کې چې ترورېستان اوځالې یې هم په پاکستان اوایران کې شتون لري ، خود ناټوناروا عملیات بیا زموږ په خاوره کې روان دي ؟

که ناټو په ریښتیا په افغانستان کې جګړه ختمول اوخپلې ګټې خوندي کول غواړي ، نو په پاکستان کې دې د تروریستانو په پټن ځایونوباندي عملیات وکړي ، هلته دې د ترورېستانوځالې له منځه یوسي ، خوداسې نه چې په خوله ګواښونه ،اوپه لاس پټې مرستې ورسره کوي .

امنیتي تړونونه :

امنیتي تړونونه د افغانستان د حکومت له تشکیل سره سم پیل شول . او دا تړونونه ددې له پاره وو چې د افغانستان کورنی اوسرحدي امنیت ورسره خوندي شي . که څه هم په بُن غونډه کې له افغانانوسره د ناټو ټلوالې هغه لومړنی امنیتي قرارداد له سره نیمګړی ؤ، ځکه په هغه قرارداد کې دا نه دي ویل شوي چې د آیساف په نوم ځواکونه دې د طالبانو د رژیم له ړنګولو وروسته له افغانستان څخه ووځي . کوم افغانان چې د بُن له غونډې وروسته افغانستان ته را پارسل شوي وو، په هغوی کې د کرزي په مشرۍ له افغانستان څخه د آیساف ځواکونود وتلوکوم څرګند ټکی نه ترسترګوکېږي ، بلکې ددې په عکس د کرزي د وخت د کورنیواو بهرنیوچارو وزیرانوتش په دې نامه چې یوازې ددوی خپلې شخصي ګټې اوڅوکي په کې خوندي وي ، له امریکایانوسره داسې امنیتي تړونونه لاسلیک کړی ووچې په هغه کې یوازې د افغانستان په جنوبي اوجنوب شرقي پښتون مېشتوسیمو کې د ناټوځواکونودعملیاتوکولولوظنامې شوې دي ، ځکه د هغوی په آند هغه مهال له پاکستان سره په پټه همغږۍ کې یوازې پښتانه د ترورېستانو په نامه امریکا یا نوته ورپېژندل شوي وو.

د جګړې او امنیتي تړون موخې :

امریکایانوهم د برتانوي توراو پخواني شوروي اتحاد سره استعمارپرپلونوپل کېښود اوپرهمغه اساس یې  خپلې ړندې بمبارۍ یوازې پرپښتون مېشتوسیموباندې کټ مټ لکه د پخواني برتانوي استعماراو پخواني شوروي اتحاد د یرغل په څېرځانته روا وبللې  اونورټول بري الذ مه وبلل شول ، چې موږ یې ښکاره بېلګې همدا اوس په ارزګان ، هلمند ، پکتیکا ، غزني او نورو ځایو کې ولیدلې چې امریکایانوخپلوموخو ته د رسېدواوپه لارکې د پرتوخنډو نود له منځه وړوله پاره افغان پوځیان بمباري کړل اوخپل کسان یې د مواصلاتي کانالونوله لارې تېرکړل .

پخوا هم پښتون ټبرد توراوسره استعمارپه وړاندې مقاومت ښودلی ؤ، سختې غاښ ماتوونکې ضربې یې ورکړې وې ، خوله دښمن سره یې هېڅ ډول ناروا ، غیرملي ،غیرافغاني اوغیراسلامي معاملې نه دې کړې اونن هم همغه زړه لوبه په پښتون مېشتوسیموکې روانه ده اوله پښتنوڅخه خپل تېرغچ اخلي . ځکه یې پاکستان په څنګ کې ورسره نیولی ، هغوی ته یې د (۳۳۵۰۰۰۰۰۰)ډالروپه ارزښت  درنې جنګي مرمي ضد وسلې ورکړې ، خود افغانستان وسله یې ټوله تباه اوبرباد کړه ، افغانان یې بې وسلې او بې صلاحیته کړل ، ترڅو پرامریکایانواو پاکستان باندې بریدونه ونه کړي .

امریکانواو ناټو ټلوالې ددغو تړونونو له مخې یوازې په افغانستان کې خپل عملیات ترسره کول ، اوچې کله به د پاکسان د لاسوهنواوترورېستي بریدونو په اړه څه وویل شول ، نودوی به بیا ویل چې دا زموږ دنده اومأموریت نه دئ ، د افغانستان د پولوامنیت خپله د افغانانوکاردي ، د کنړ په سرحدي پولوکې چې د امریکایانواو پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه او(۲۴ ) تنه پاکستاني پوځیان په کې ووژل شول هغه د افغانستان د زيرموغلاکولوپرسر وه ، خو چې کله زېرمې خلاصې شوې ، امریکایان له سیمې را ووتل او ویل یې چې دا سیمه نوره په امن ده ، دلته زموږ د پوځونو اړتیا نه شته ، نود افغانستان  پوستې یې پاکستانیانو ته وروسپارلې ، خوکرزي یې په اړه هېڅ هم ونه ویل .

کرزي صیب د خپل واک په وروستیو کې د امنیتي تړون په برخه کې د مېډ یا له لارې وویل چې (٪۹۹،۹۹ ) امنیتي تړون مې لاسلیک کړي خود تړون لکۍ زما ترپښه لاندې ده ،ورور یې  قیوم کرزي هم همدغه خبره وکړه او ده خپله وویل چې ترڅو زما شرطونه ونه مني ، نه یې لاسلیک کوم . خوهغه شرطونه هم دده په واک کې د پاتې کېدو او یا بېرته واک ته دده د راتلو په اړه وو، نه ملي او د خاورې د تمامیت شرطونه .

کرزي صیب له پاکستاني چارواکو سره هم څوڅو ځلې د استخباراتي مالوماتو شریکولو او نورو امنیتي تړونونو په نامه  تړونونه لاسلیک کړي چې اوس هغه نه یادوي .  

یوشمېرکړۍ چې د افغانستان له نوم اخیستوڅخه یې بد را خي اوغواړي چې د افغانستان نوم بدل کړي ، هغوی په دې هڅه کې دی چې هرڅومره ژرچې کېږي باید افغانان په توکړوسره ووېشل شي ، ترڅودوی په بل نوم پرافغانانوباندې حکومت وکړي او پښتانه د تل له پاره په تیت پرک ډول ذلیل اود ځان او نوروغلامان جوړکړي .

ښاغلي کرزي امریکایانوته دافغانستان په (۹) مهمو، سترا تیژیکواوله طبیعي زیرموډ کوزونونوکې ځای ورکړ، هغوی په همغوزونونوکې ځانونه ځای پرځای کړل اود افغانستان زېرمې په ډاډه زړه همدا اوس وباسي ، خوافغانانواونړۍ ته یې اعلان وکړچې ګواکي امریکایان له افغانستان څخه ووتل . ولې دا هم لا چاته معلومه نه شوه چې په هغوهوایي څلور څرخه چینوک سفینو کې څه وړل کېدل اوڅه را وړل کېدل ؟

کرزي په پارلمان کې ځانته د خپلې ډلې پیدا کولو په موخه د پارلمان د ریاست له پاره پراستاد سیاف باندې پانګونه وکړه ، د یونس قانوني په وړاندې د نیم ساعت په تېرېدوسره د دواړولوروله خوا په مېلیونونوډالرد پارلمان وکیلانوته توزیع شول ، خورائیې یونس قانوني وګټلې ، ځکه له نوموړي سره د پاکستان ، ایران ، روسیې او ځینو سفارتونو او کړیو پټ مالي ملاتړډ ېرؤ .

کرزي صیب چې کله عمرداؤد زی په ایران کې سفیروټاکه ، له ایران څخه یې ډېرې پیسې د ایران د درېیو شرطونوله پاره ترلاسه کړې اوهغه یې بیا په خپل کمپا ین کې ولګولې :

لومړی هدف یې دا ؤ چې پرکمال خان ، کجکي او سلما بندونو به کار په ټپه دروي ، ترڅو د هلمند ، فراه رود اوهریرود اوبه ایران ته خوشې و بهېږي ، د ایران ځمکې خړوب کړي اود افغانستان د اوبود مدیریت کولو پرځای به له شمالي ګاونډیو هېوادو څخه وارداتي برښنا را واردوي ، ځکه یې تورن اسما عیل خان د برښنا وزیر ورته ټاکلی ؤ .

دوهم هدف یې داؤ چې  په پارلمان اوکابینه کې به ایران پلوه کسان ټاکي .

درېیم هدف یې داؤ چې د امریکا پرضد به خپله پالیسي بدلوي اوله روسانوسره به له سره روابط جوړوي ، ځکه خود ایران جمهوررئیس په ډاډه زړه د امریکې پرضد په ارګ کې د ننه د افغانستان له آدرس څخه خپل زړه پرامریکا باندې تش کړ. ښاغلي کرزي همداسې وکړل اوداټولې یې  ورسره منلې وې .

پخواني ؤلسمشر کرزي د ټاکنو په کمېسیون کې هم د ځان او خپل ټیم په ګټه معاملې کړې وې چې د نوموړي دا معاملې د هېواد اودهېوادوالوټول راتلونکی برخلیک له خطرسره مخ کړ. چې موږ یې سترې بېلګې  د فضل احمد معنوي مهندسي او په دې وروستیو کې د نړۍ د ټولو حکومتونو خلاف د جان کېړي په لاس دافغانستان د واک وېشل په ګوته کولی شو.

کرزي  د خپل ځان د بقا له پاره په ټولوچاروکې مداخله او معامله کوله . څوبوجۍ یې د امریکایانو د بېزغوندې له ځانه شاوخوا را تاوکړې وې اود افغانستان د برخلیک په نامه به یې د ځان په اړه مصلحتونه ورسره کول چې ایله یې هغوی ډ کې کړې اونورملت ترنن پورې همداسې وږی تږی پاتې شو .

په دفاع ، کورنیو، بهرنیو، ښوونې او روزنې چارو وزارتونوکې داسې پوځیان ، داسې پولیس ، داسې معلمین او داسې ديپلوماتان پرد ند و وګومارل شول چې د مسلک نوم یې په ژوند نه ؤ اورېد لی ، خو په یادو وزارتونوکې د فزیکي شتون له مخې پرکلیدي پُستونو، آو په خیالي ډول یې له دولتي تشکیلاتوڅخه هم پښې آخوا ورغځولې وې ، ځکه په تشکیلاتوکې به یې نوم موجود ؤ، خوپوسته ، قطعه ، دیپلو مات ، ښوونخې ، شاګرد اومعلم به شتون نه درلود .

 بل لورته نړیوالو مفتشینوهم په رڼا ورځ بل څراغ وربسې ګرځاوه چې آخریې د افغانستان نوم د فساد په څلورم لمبرکې پرې ثبت کړ. ځکه په ملي اردو کې د خیالي عسکرو په نوم ددولت له بودجې معاشونه او اعاشې او اباتې اخیستل کېدلې او په پردیو جیبونو کې اچول کېدلې ، خوعسکربه درک نه درلود . کوم عسکربه چې په قطعه کې شتون درلود ، د هغوی تنخواګا نې به هم په میاشتومیاشتواوآن پرکال هم نه ورکول کېدلې چې له امله به مجبوروعسکرو یا خپلې وسلې پر مخالفینو و پلورلې ، یا به هغوی ته ورتسلیم شول او یا دا چې د خوراکي موادواومهماتو د نه شتون له کبله به دښمن په سنګرکې په شهادت ورسول .

علت اولوی عامل یې هم دا ؤ چې بې مسلکه او غله خلک په لوی لاس ملي اردوته راوړل شول ، هغوی یې پرته له لیک لوست اوپرته له کوم مکتب ویلو ډګروالان او جنرالان وټاکل . آن تردې چې یوازې په یوه ؤلسوالۍ کې تر (۶۰۰) پورې برحال جنرالان پرد ند وګومارل شوي وو، په داسې حال کې چې په نورو ولایتونوکې یو یا دوه مسلکې جنرالان په کورناست دي اوڅوک یې دروازې ته هم نه پرېږدي . د حزب اسلامي مشرخو ا دا نیوکه هم کړې چې یوازې د پنجشېر له ؤلسوالۍ څخه (۶۰۰) بې سواده غیر مسلکي جنرالان مقررشوي ، په داسې حال کې چې په ټوله ارو پاکې (۶۰۰) اصلي جنرالان نه شته .

ځینې وخت خو داسې هم شوې چې درنې وسلې ، مهمات ، واسطې اود عسکروخوراکي مواد پردښمن باندې پلورل شوي ، دغه ډول پېښې په هلمند ، کندز او د افغانستان په نورو ولایتونوکې ډېرې شوې دي . یوه نیمه میاشت وړاندې طالبانوهم ویلي دي چې موږ درنې اوسپکې وسلې له افغان عسکروڅخه په ارزانه بیه ترلاسه کوو . دفاع وزارت هم منلې چې زموږ یو شمېرماهوګاډي طالبانو نیولي ، خود شمېر په اړه یې څه ونه ویل . سیګارهم په خپل را پورکې ویلي دي چې په افغان امنیتي ارګانونو کې فساد وجود لري . ؤلسمشر محمد اشرف غني هم منلې چې په کورنیو چارو وزارت کې فساد شتون لري او د فساد دغه پدیده موږ ته له ښاغلي کرزي څخه په میراث را پاتې ده ، خو زه به یې چاڼ کړم .

په بهرنیو چارو وزارت کې هم داسې راپورونه خپاره شول چې دیپلوماتان یوازې له یوې ډلې پردندوګومارل شوي دي ، کله چې ډاکتر صیب عبدالله د بهرنیوچارووزیرؤ هم دا حال ؤ، خو چې صلاح الدین رباني ته دا څوکۍ ورډالۍ شوه هم ترهغې بد تره حالت راغۍ ، ځکه چې یوازې له بازارک څخه (۲۲) تنه سفیران مقررشوي چې دا بیا د ټول افغانستان په کچه غټه بې انصافي په ګوته کوي . په سوېډن کې د افغانستان متعصب دیپلو مات خو آن پښتانه پاکستانیان بللي اوافغانان یې د سفارت له دفتره په سپکوسپورو ویلوسره ایستلي او شړلي هم دي .

په معارف کې خوټول تنقیص شوي صاحب منصب نما مجاهدین د معلمۍ په مقدسه دنده د یو نس قانوني په دوران کې وګومارل شول اوله معارف وزارت څخه یې سم دم د پوست وپیازوکچالواوتبنګ وزارت جوړکړی ؤ. خو ددې په عکس د افغانستان په لیرې برتوسیموکې بیا فعال مکتبونه اومدرسې پرله پسې سقوط شوې ، خلک په لوی لاس د طالبانواو پاکستان منګولو ته ورټېل وهل شول ، په داسې حال کې چې وزارتونه ټول ملي نهادونه دي او باید په ملي سطحه پراختیا ورکړل شي نه د سیمې او یوې ؤلسوالۍ په سطحه .

خیالي مکتبونه ، خیالي معلمین اوخیالي شاګردان یې په تشکیل کې نیولي وو، نورهېڅ هم موجود نه وواومعاشونه اوخرڅ وجراجات یې د نوروله خوا اخیستل کېدل او په شخصي جیبونوکې لوېدل ، ترهغوچې حنیف اتمردغه خیالي تشکیلات په داخله اومعارف وزارتونوکې لومړی په نښه ، ورپسې یې افشاء اوبیا یې له منځه یووړل اود وزارت داخلې اومعارف سیستمونه یې ورغول ، خوله هغه څخه را وروسته دوو نورو وروستیو وزیرانو بېرته ونړول چې له امله یې خپلې دندې هم په کې له لاسه ورکړې . ځکه تررسمي کارونو یې فساد ډېرپه کې کړی ؤ .

 

په لوړوچارووزارت کې خوپه کانکورکې د پرله پسې ناکامیواو بې نتیجې اعلانولو برخه یوازې د پښتنو شاګردانو په برخه رسېدلې وه ، که څه هم هغوی به خورا ډېرې نمرې وړې وې ، خو نتیجه به یې بې نتیجې اعلان شوه ، او یا به یې چېرې لیرې کوم اطرافي دارالمعلمین ته د ریشخند وهلو له پاره ورکړ، اودا لړۍ څوکاله پرله پسې همداسې په قصدي توګه روانه وه ، اود پښتنو شاګردانو( آی کیو )  یې ورترورکړه. ترڅو چې فریده مومنده وزیره شوه اوپربېسوادانو باندې یې پوهنتون ته دورتلود درغلیو دروازې وتړلې . همغه شاګردان په لوی لاس څوک بې سواده پاتې شول اوڅوک د طالبانو د موخو قرباني شول . کومو استادانو چې د حکومت د دې چلند پر ضد غږ پورته کړی ؤ ، هغه یې له دندو وشړل .

همدا رنګه د افغانستان په ترمینالوژۍ کې د ایران د ښکاره لاسوهنې پرسرهغه دوه پښتانه اکا د میسنان چې پښتو قاموس ( ډ ېکشنري ) یې تأ لیف کړې اوچاپ کړې وه ، ډ ېکشنري یې را ټوله او وسوځوله او پښتانه اکا د میسنان یې لومړی بندي او بیا یې له دندو په سپکو وشړل . د پوهنتون ، دانشګاه او دانشکدې لانجه هم کرزي په پوهنتونونو کې جوړه کړه چې له امله یې ډېرمحصلین ژوبل اوووژل شول .    

د امنیتي تړون وروستی پس منظر :

بل لورته طالبانود پاکستاني اوایراني چارواکو په غوڅ اوښکاره ملاتړد افغانستان په ټولوولایتونوـ په تېره په کونړ، نورستان ، ننګرهار، پکتیا ، لوګر، وردک ، خوست ، پکتیکا ، غزني ، زابل ، کندهار، هلمند ، بدخشان ، تخار، کندزاوبغلان کې د نا امنیو جوړولو ، په ځینو سرحدې سیمو کې د اغزن تارغځولو، د افغانستان د اوبوخپلولو، منځنۍ آسیا ته د افغانستان په خاوره کې د خوشې لارې پیدا کولواوپر افغانستان باندې د خپلوغیرسټنډرډ توکوپلورلو، اوهمداسې ایرا ن په سرپُل ، فاریاب ، بادغیس ، هرات اوفراه کې د هلمند ، فراه اوهریرود د سیندونود اوبوخپلولواود کجکي ، کمال خان اوسلما بندونوړنګولوله پاره په تخریبي عملیاتو لاس پورې کړ. خو روسیې په منځنۍ آسیا کې د امریکې د فزیکي حضورد مخې نیولوله پاره د ایران او پاکستان ملاتړوکړاو طالبانو ته یې د کال (۲۳۵۰۰۰۰۰۰) امریکایي ډالرمرستې په افغانستان کې د امنیتي حالت ګډوډولو په خاطرچالانې کړې دي .

په دې وروستیو کې خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په پکتیا کې د وروستي ترورېستي برید ترسره کېدو په تړاو هغه هېوادوته هم له طالبانو سره د ملاتړګوته ونیوله څوک چې د (یو نیم مېلیون ) افغانانو قاتلین دي . څرنګه چې د غله په ږیره خس وي ، نو روسیې چارواکو هم خپل ځان وپېژاند او په غبرګون کې یې وویل چې افغان مشران باید دیوه دوست هېواد په وړاندې دغه ډول څرګندونې له یوه رسمي آدرس څخه ونه کړي ، خودایې نه دي ویلي چې طالب خوهم کوم رسمي آدرس نه درلود ، نو روسي چارواکو ولې د افغان دولت پرخلاف له طالبانو سره ( ۲۳۵ ) میلیونه ډالرمرسته کړې ؟ 

ولې کرزی صیب له دې څخه هم بريءالذمه نه دئ ، ځکه چې د روسیي ملاتړخپلولوله پاره یې د شمالي ټلوالې له ځینو غړوسره یوځای په یوه موزه کې خپلې پښې منډلې وې اوغیرمترقبه سفرونه یې روسیې ته کړي ، چې وروسته یې پایلې همدا را ووتلې . دا په داسې حال کې وه چې پاکستاني چارواکواوطالبانوهم د طالبانود قطرد دفترد سیاسي پلاوي په شمول مسکوته سفرونه کړي دي .

امریکا په افغانستان کې څه غواړي ؟

د اوباما لس کلنه دوره په دې پلمه ختمه شوه چې ګواکي له افغانستانه خپل عسکر را باسي ، ګوانتانامو زندان به وتړي او په افغانستان کې به جګړې ته د پای ټکی کېږدي . لس کاله وروسته له ګوانتاناموڅخه ایله څو تنه زندانیان یا خپلو هېواد ته وسپارل شول او یا په نوروهېوادوکې برمته کښېنول شول ، خود افغانستان جګړې لا هم زورواخیست ، ترورېزم وده وکړه ، اود القاعدې له القاء څخه داعش هم تولد شو . خود ترورېزم ځالې ړنګې نه شوې اونه یې له ملاتړواو تمویلوونکو څخه حساب کتاب واخیستل شو.

په داسې حال کې چې د ترورېزم اوالقاعدې مشر لکه اسامه بن لادن د پاکستان په پوځي چاوڼۍ مانسره کې مړوموندل شو. ملاعمر، ملاعبیدالله ، ملا منصوراود طالبانو نورمشران ټول په پاکستان کې ووژل شول ،غوا اوسخندریې په پاکستاني پوځي فارمونوکې مست سا تل کېږي ، خو امریکا یې په زامنو پسې دلته په افغانستان کې بلې د ډرون توغندیزې ډ ېوې ګرځوي .چې له امله یې زموږ پولیس ، د ملي اردوعسکراوعام افغانان وژل کېږي .

په دې وروستیوکې  په کابل کې د سر داد محمد داؤد خان  پر پوځي روغتون برید ، د کابل د ذ مبق څلورلارې موټر بم ، ترهغې مخکې په ننګرهارکې د بمونود موراستعمال ، په پکتیا کې پرامنیتي مرکزونوباندې ډله ئیز بریدونه ، په ارزګان ، هلمند اوکندهارکې پرامنیتي قرارګاه ووباندې بریدونه ، د امام الزمان په جامع جومات کې پرلمونځ کوونکو باندې ځانمرګی برید  اود مارشال فهیم پرپوځي پوهنتون باندې ځانمرګي بریدونه چې ډېری یې د پاکستان له خوا تنظیم شوي وو ، خو د ښاغلي ټرامپ سترا تیژي اوس هم په افغانستان کې پرجګړې باندې متمرکزه ده ، ځکه همدا نن یې اعلان وکړ چې د (سي آی اې ) د خاصو وړوکوماندو ګرو پونو ډلګۍ به افغانستان ته ولاړې شي اوهلته به پټ عملیات پیل کړي .

نتیجه :

ظاهراً یې ددې عملیاتو تارګېټ طالب مشران بللي ، خو پر(سي آی اې ) باندې شک دئ چې ددوی دا خبره اودغه اعلان د استخباراتي دندو ترسره کولوپرخلاف مېد یا ته ورکړشوی دئ ، ځکه داسې اعلان خو دښمن ته خپله خبرورکول دي ، چې پښې سپکې کړي او وتښتي ، که چېرې دوی په ريښتیا د طالبانو مشران وژني ، نو پټ په پته دې لکه په بن لادن پسې پاکستان ته ورشي او هلته دې دا عملیات سره کړي . پاکستان دې په پردۍ خاوره باندې د اغزن سیم له لګولو منع کړي ، د افغانستان کلي کورونه دې نه سره پېلوي ، پرافغان ځواکونودې په هغوځایونوکې بمبارۍ نه کوي چې د ترورېستو طالبانو د مخنیوي په خاطرهلته پراته دي . دوی دې ولاړشي په پاکستان کې دې د طالبانود قوماندې مرکزونه بمباري کړي چې طالب یا تسلیم اویا ورک اوجګړه ختمه شي .

خو که داسې نه کوي ، نو بیا دا جګړه امریکایان او پاکستان په ګډه یوازې په افغانستان کې اوږدول او پرمخ وړل غواړي . دوی بیا په افغانستان کې جګړه نه ختموي اودقربانۍ له پاره  یې هم افغانان ، افغان عسکراوافغان خاوره په خپله اوږد مهاله جنګي سترا تېژۍ کې ورسره نیولي دي . چې دا بیا هېڅکله هم افغانانو ته د منلو وړنه ده . ځکه جګړه پردۍ ده ، پاکستان ته یې په اجاره ورکړې اوقرباني یې افغانان ، افغان خاوره اوځمکنۍ زېرمې دي چې نه به له فساده څخه خلاص افغان نظام په کې جوړشي ، نه به افغانستان په کې ورغېږي ، نه به امنیت په کې را شي  او نه به څوک د آرام سا په کې واخلي . افغانان نورله پردیو تپل شویو جګړو ستړي شوي ، هغوی سوله ، سوکالي او آرامي غواړي . نه د خپلې خاورې وېشل غواړي، اونه د خپلو ملي زېرموغلاکول اولوټول غواړي . نه مافیایي حکومتونه غواړي، او نه پرفساد ککړې ادارې . که هوس دي هم  نوربس دئ .افغانان له خپلې ونې څخه پرخپلو سو ټیو وهل کېږي او پرې کېږي . د خدای په خاطر ، دا څه اوږده اونه ختمېدونکې لوبه پرموږ باندې روانه ده چې نه برنده لري اونه هم بازنده ؟

د خلاصون لار:

افغانان اوافغان حکومت له دې کورني انارشېزم اوبېروي ترورېزم څخه د خلاصون دوې لارې لري اوهغه دا چې :

 لومړی : ټول خپلمنځي لوی او واړه اختلافات دې ترهغوپورې سره یوې خواته اوځان دې جوړکړي ، ترڅوچې په دې هېواد کې یوخود جوشه ، خود کفاء ،افغان شموله بشپړداسې عادل حکومت جوړشي چې په هغې کې د ټولوشته قومونوله متن اوبطن څخه د ملت خواوږي ، لایق ، متد ین اومتعهد خلک سره را ټول اوحق حقدارته په کې ورسېږي .

دوهم : افغان سرچا واکي دې خپل شته او په لاس ورغلی فرصت له لاسه نه ورکوي ، هندوستان اوامریکه دواړه دا مهال  له افغانستان سره دي ، او پاکستان د ګاونډیتوب ، اسلامیت ، انسانیت اونړیوالو قوانینو ټولې لارې په خپل ځان باندې تړلې دي او یوازې دوې لارې لري : هغه دا چې یابه د ترورېزم له ملاتړه په بشپړه توګه لاس اخلي ، د ترورېزم ځالې به په خپله خاوره کې له منځه وړي ، اود افغانستان د ثبات ، امنیت او بیا رغونې په برخه کې به عملي صادقانه اوفعاله ونډه اوګامونه اخلي ، کوم مالي اوځاني تاوانونه یې چې افغانستان او فغانانو ته رسولي د هغوغرامت به ورکوي ، د افغانستان له خاورې دې اغزن سیم او خندقونه خپله بېرته لیرې کړي ، په خپل سرجوړې کړې تاڼې دې پرېږدي اوخپل پوځونه دې بېرته شاته کړي . اویابه منزوي کېږي اوتر نړیوال هراړخیزفشارلاندې به ټولو اقتصادي او نظامي ضرباتو ته ځان ټینګوي . هلته بیا پاکستان د هند په وړاندې ځان نه شي ټینګولی . امریکه هم په داسې حال کې د پاکستان ملګرتیا نه شي کولی ځکه چې هند په راتلونکې کې د امریکا ترټولولوی مصرفوونکی شریک دئ ، خو که د امریکې د اقتصادي تنفس کڅوړه د پاکستان له اداري سپنګو څخه لیرې شوه ، نوپاکستان يوه ورځ هم ژوند نه شي کولی ، مجبوردئ چې د افغانستان ، امریکې اوهند وستان غوښتنو ته غاړه کېږدي .

خوکه افغان حکومت دا ځل دغه فرصت له لاسه ورکړاود کورنیومخالفینواوسیمه ئیزو استخباراتو تش تبلیغات یې ومنل ، نو بیا یې ژغورنه په پېړیواو ډېروقربانیوورکولوهم نه ترلاسه کېږي . باخبر! چېرې نه چې کورني مخالفین اوبهرني استخبارات مودوکه کړي . امریکې هم ستونزه درک کړې او باید له همدې ځایه د سرطان ددغې خبیثه دانې بېخپوره درملنه وکړي .