تر ټولو ستر او اصلي بخيل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68059
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2017-10-17


بسم  الله الرحمن  الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :
کله چي د بخيل نوم ياد شي، د خلگو فکر د هغه چا په لور ځي، څوک چي په خپل مال سره بخل کوي .
داپه داسي حال کي چي داسي هم شونې ده چي يو څوک دي تر هر چا زيات مال مصرفوي، خيراتونه دي کوي او د خلگو سره دي مالي مرستي تر هر چا ډېري کوي، خو د دې سره دي هم نه يوازي دا چي بخيل وي، بلکي پوره او تر نورو زيات بخيل دي وي .
په دې اړه يوه حديث ته که پام وکړو، دا خبره به ښه را ته جوته شي :
عَنْ عَلِىِّ بْنِ أَبِى طَالِبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْبَخِيلُ الَّذِى مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ ( رواه الترمذی ص : ۱۹۴ ج : ۲ و قال هذا حديث حسن صحيح غريب و احمد ص : ۲۵۸ ج : ۳ )
له حضرت علی – رضي الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : پوره بخيل هغه څوک دی د چا په وړاندي چي زه ياد شوم، درود يې راباندي و نه ويلو !!
د حديث مطلب دا دی چي تر ټولو خلگو په بخل کي سخت، پوره او اصلي بخيل همدغه کس دی چي د نبي عليه السلام د مبارک نوم د ده په وړاندي له يادېدلو و روسته پرې درود نه وايي  .
نو موږ بايد خپلو ځانو ته پام وکړو،چي په دغه ستره بخيلۍ کي خو به اخته نه يو او بايد د نبي عليه السلام د مبارک نوم په اورېدو پرې درود ووايو .
دا په داسي حال کي چي پر نبي عليه السلام باندي د يو ځل درود ويلو اجر دا دی چي الله پاک پر هغه کس لس رحمتونه کوي .
نو که د درود شريف په ويلو کي سُستي وکړو، هم به له دغي ستري گټي بې برخي شو او هم به په بخيلانو کي وشمېرل شو . 
د نبي عليه السلام سره د ميني او محبت تقاضاء هم دا ده چي بايد پرې تل درود وويل شي او ستاينه يې د ده په ښو صفاتو او مبارکو عاداتو سره وشي او د ده د مبارکو طريقو د عملي کولو هڅي وشي .
و صلی الله علی نبينامحمد و علی آله و اصحابه اجمعين