د پيسو مجاهد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68058
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-10-17

مرګ په هغه چې د ورور سر خپل نه بولي
هیڅ یوبل یو کام د کام برابر خپل نه بولي
پردي تر بل وطني کام ډیر لوړ او ښه بولي
د بل افغاني کام آس لکه ګوډ خر خپل نه بولي

***
خیر چې د وزې هر وخت لکۍ پورته ده
دپسه چې یووار پورته سوه بې ناموسي ده
باغیرته يي تر لاس لاندې د لوچګانو کړه
هر چیري همدا د یلغلګرو سیاست او پالیسي ده
هر وطن ته چې هېولا خپل لاس دی اچولی
هلته یې په لاس په کې روانه کړې خرکراسي ده
د وطن لوچکان په کې پرتوک ایستلی ډانګیان سوي
په کښې چاقو کشي د کج کشتي او لوچکي قانوني ده
با ابرو خلک له وطنه ځان او خپل اعیال باسي
د زورورو له یو بل سره ښکاره پرتوګ کشي ده
وخوره ، یوسه، مات کړه ،وهه اوغورخوه
په دې کار کې دهریوه خره زور ازمایي ده
دخپل د باچا امر او د خپل مشرانو امر مه منه
دپردو به چپړوسي کې خورا لوړه ښه سیالي ده
هر یو غټ نر ځان ته یو بهرنی نر بادار لري
په دې کار کې د ټولو ونډه خري په خري ده
هیڅ نر سیاستوال په دې وطن کې بې نره نسته
په دې وطن کې اوس دهلک پر ځای نر بازي ده
***
لوی مرستیال يي د سپین زیرو سره زیاتي کوي
د والی دبچو یې خوښه د خلکو د غوږ بریاني ده
یو يي په سړک دځان ښووني لپاره ترافیک ډبوي
دبل د کورمخي ته د ځان له ډاره روانه ادم کشي ده
یو لو زیری یې خاین ته د جنت زیرۍ ورکوي
په ولایاتو کې د غلو روانه رسمي وطن چوري ده
ترهغه چي دلته په خپلو ګناهونو لوی غله ویاړي
تر هغه روانه په دې ملک کې لوبه د باچا وزیري ده
پردي غله له همدې دیسي غلو سره ښه چلیږي
د دوی تر منځ ددي غنمنت وطن د وېش برابري ده
هغه چي له دولته د جهاد په نامه امتیاز غواړي
په دې یرغمل وطن کی د دوی ونده سمه نیمايي ده
***
اوس تر پزي ماړه غله په دې وطن کې ویریږي
دغټ خیتو د سبا له ویرې بهر ته روانه کوچ کشي ده
هلته د بنکلو، مغازو او دبنس موټرو روانه سیالي ده
دوی بهر دی مګر د هغو تنخواه په وطن کې جاري ده