په کندهار کي ښاروالي دګلدانونو او پیاده روونو چاري چټکي کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68055
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-10-17

کندهارښاروالۍ دخپلو رغنیزو پروژو په لړ کښي د احمدشاهي جادي د مابيني گلدان جنوبي طرف ته د چري او پيادرو جورولو پروژه په اساسي او ميعاري توگه جوروي چي ساختماني چاري يي د كندهار شاروالي د ساختماني مديريت تر نظارت لاندي په ديره چتكي سره پر مخ رواني دي چي د چري جوړولو كارونه په ښه كيفيت سره ختم او اوس يي د پلان سره سم د پيادرو كارونه په ښه كيفيت سره پر مخ روان دي نوموړې پروژه چي د اته ميلونه افغانيو په شاوخوا کي به پرې لګښت راسي چي د كندهار ښاروالي د پرمختيايي بوديجي څخه ورکول کیږي چي فعلا يي ٧٣ فيصده ساختماني چاري بشپړي سوي ، او پاته د پيادرو جوړولو چاري به يي د يوي مياشتي په اوژدو كي تكميلي سي. داپه داسي حال کښي ده کوم چي کندهار ښاروالۍ غواړي دښار په پنځلسو ناحیو کښي دمتوازن انکشاف پراساس کندهارښاریانوته بهتره ښاري خدمات برابرکړي