د کناډایي ــ امریکایي بندیانو د خلاصون په اړه ناویلي حقائق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68053
نجي الله خوستوال
دخبریدو نیټه : 2017-10-18

 

جاشوا بویل او میرمن یې کیټلان کولمن هغه کناډایي ــ امریکایي جوړه وه چې د روان کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۱ مه نیټه د پاکستان په ساحه کې پاکستاني پوځیانو د طالبانو له منګولو ازاد او خپل هیواد کاناډا ته وسپارل. دوی له دې نيټې پوره پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۲ میلادي په اکتوبر کې د افغانستان په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو لخوا نیول شوي وو. د دې لپاره چې ددې پیښې په اړه لوستونکي له رښتینو معلومات خبر او د بې اساسه تبلیغاتو په وړاندې یې اذهان وقایه شوي وي، په لاندې لیکنه کې د پیښې واقعي جریان د مستندو معلوماتو په بنسټ درسره شریکوو چې د طالبانو له باخبره سرچینو څخه ترلاسه شوي دي.
جاشوا بویل او کیټلان کولمن
جاشوا بویل د کناډا اوسیدونکی دی، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یي له خپلې ملګرې د امریکا د پنسلوانیا ایالت له اوسیدونکې کیټلان کولمن سره واده کړی. بویل له دې وړاندې هم دری میرمنې درلودلې او بیلې کړي دي چې یوه یې هم په ګوانتانامو کې د بندي کاناډايي مسلمان عمر خضر خور زینب خضر وه. ویل کیږي چې بویل هغه وخت زینب په نکاح کړې وه چې د اسلامي جهادي ډلو په اړه یې پلټنې کولې او داسې تظاهر یې کاوه چې اسلام قبلوي. خو دا چې هغه وروسته اسلام قبول نکړ دغه ډول تظاهر د نوموړي په جاسوسي ماهیت شکونه تقویه کوي.
بویل او کولمن په مرکزي امریکا کې د خپل سیاحت له بشپړولو وروسته په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د منځنۍ اسیا د سیاحت اراده وکړه، دوی د منځنۍ اسیا ځینې سیمې ولیدې او وروسته افغانستان ته راواوښتل. بویل او میندواره میرمن یې کولمن د ۲۰۱۲ میلادي کال په اکتوبر کې په کابل کې وو، دوی له خپلې کورنۍ سره وروستۍ اړیکه د اکتوبر به ۸ نیټه نیولې وه، خو وروسته هغه مهال نادرکه شول چې د کابل لویدیځ ته د میدان وردګو ولایت په ساحه کې یې سفر کاوه.
طالبان چې ډیر ځله دداسې پیښو په اړه خاموشي اختیاروي او په ځنډ یې پړه مني، ډیر وروسته یې ومنل چې دغه کناډايي ــ امریکایي جوړه د دوی لخوا نیول شوې ده.
ګرځنده حبس
د بهرنیانو او په ځانګړې ډول دبهرنیو ښځو بندي کیدل د طالبانو په وړاندې هم یو لوی چیلنج بلکې سرخوږی بلل کیږي. طالبان کومه د امن ساحه نلري. د افغانستان ځمکه او فضاء د امریکا د قویترینو څارونکو سپوږمکیو، جاسوسانو او څارګرو تر پوښښ لاندې دي. په داسې حال کې طالبان اړ وي چې هم بهرني بندیان د امریکایي ځواکونو له څار څخه پټ وساتي، هم یي د بندیانو په حیث اسلامي او بشري حقوق رعایت کړي او هم دا چې بهرني بندیان اکثره نامسلمانان وي طالبان باید ورته د اسلامي غوره چلند، عاطفې او ترحم احساس هم ورکړي تر څو که خدای وکړي د انګریزي خبریالي ایوان ریډلي په شان یي دغه نیک اخلاق په دل او دماغ مثبت اغیز وکړي او د اسلام منلو ته اماده شي.
جاشوا بویل او میرمن کولمن په داسې حال کې طالبانو ونیول چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جګړه ایز عملیات په اوج کې وو. طالبانو د ډیر تکلیف په قبلولو سره دوی د افغانستان په بیلابیلو مرکزي او جنوب ختیځو ولایاتو کې وساتل. دوی ډیر ځله له یوه ځای نه بل ته انتقال شول. طالبان عموما خارجي بندیان چې په یو ځای نیول شوي وي بیل بیل ساتي تر څو د یوه ځای د کشف له امله ټول له لاسه ونه وځي مګر طالبانو کله هم دغه سړی او ښځه له یوبل نه بیل نکړل. دا چې طالبان بهرنیو بندیانو ته د اسلامي اخلاقو د ورښودلو په غرض اوهم د خپلو بندیانو د تبادلې په برخه کې په ډیر اهمیت ګوري نو ځکه دغه ډول بندیانو ته په لوړه سطحه توجه موجوده وي. د دوی د خوراک، پوښاک، علاج او ټولو اړتیاوو لپاره فوق العاده توجه کیږي. د بویل او کولمن د ساتونکو د ډلې دیوه مسؤل له قوله چې طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې دغو بندیانو ته ټول سهولتونه مهیا کړي وو. خوراک او هرڅه د دوی په فرمایش وو، دوی په کاغذ باندې خپل ټول د ضرورت وړ شیان لیکل او ساتونکو یې ورته رارسول. حتی د دوی ۳ اولادونه هم په نورمال ډول تولد شول چې په تصویرونو کې ښه چاغ او صحتمند ښکاري. د دوی یوازې یو اولاد له وخت مخکې پیدا او نقصان شو. چې دغه ډول پیښه د افغانستان وضعیت ته په پام سره کومه نادره پیښه نه ده. په افغانستان کې شاید داسې ښځه نه شي پیدا چې په څلور واره لنګون کې یې یو اولاد نه وي زیان شوی. څو ورځې وړاندې د (IFPRI) په نوم نړیوالې څیړنیزې مؤسسې په خپله سروې کې افغانستان د اسيا په سطحه هغه هیواد ونوماوه چې تر ټولو ډیر ماشومان په کې په کوچنیوالي مړه کیږي او یا هم په سؤ تغذي اخته کیږي. د نړیوالو احصایو له مخې افغانستان هغه هیواد دی چې په هرو زرو ماشومانو کې یې تر ۲۰۰ ډیر پنځه کلنۍ ته له رسیدو وړاندې ژوند له لاسه ورکوي او په هرو یوولسو میندو کې یوه یې د ولادت څخه د پيښو امراضو له امله ځوانیمرګیږي. تاسو د اوسنۍ نړۍ او د هغوی د چمچه مارو رسنیو وجدان له دې څخه هم معلومولای شئ
چې په هرو لسو افغانو ماشومانو کې ددوو هغو روزانه مرګ یې عاطفه نه راپاروي. خو که د یوې امریکایۍ بندي میرمنې اولاد د طبعي عواملو له امله زیان شي نو بیا اوازه ګډه کړي چې هلئ طالبانو ماشوم وژلی. په هر حال د طالبانو سرچینې وایي چې د امریکایي میرمنې کولمن څلورم ماشوم ځکه زیان شو چې دا په داسې سیمه کې وه چې هلته ډاکټر په وخت رسیدل ممکن نه و، د هغې ماشوم ځکه طالبانو نه دی وژلی که طالبانو د هغې ماشومان وژلی باید هغه نور دری یې هم وروژلي وای،خو په هغو د مصرف، پالني او حفاظت بوج یې ترپایه په اوږو یووړ.
طالبانو له ټولو مشکلاتو، تنګسو او امنیتي ملحوظاتو سره سره په داسې حال کې د کناډايي ــ امریکایي بندیانو ټول حقوق رعایت کول چې بالمقابل د طالبانو بندیان د بګرام او پل چرخي په محابسو کې له سخت غیر انساني کړاو او شکنجو سره مخ دي. خو د دې زندانونو بد وضعیت هیڅکله طالبان دې ته اړ نه کړل چې له امریکایي بندیانو سره انتقامي چلند وکړي.
د تبادلې هڅه
طالبانو چې دامریکایي بندي بو برګډال دتبادلې بیلګه یې په یاد وه، په وروستیو کې یې هڅه وکړه چې دغه کناډایي امریکایي بندیان هم د خپلو یو شمیر لوړپوړو کسانو په مقابل کې تبادله کړي. طالبانو دوه ځله د دوی ویډیو نشر کړه او د دوی په خوله یې دکناډا او امریکا حکومت ته وړاندیز وکړ چې د تبادلې په مټ د دې موضوع د حل کوښښ وکړي.
طالبانو په مشخص ډول د انس حقاني د راخلاصون په برخه کې چې امریکایانو په منځني ختیځ کې نیولی و، تمه درلوده چې ددغو بندیانو په مقابل کې به یي راخلاص کړای شي. د مولانا جلال الدین حقاني کورنۍ چې څلور زامن او د کورنۍ ګڼ شمیر نور کسان یې د امریکایانو خلاف جګړه کې له لاسه ورکړي او ښایي د افغانستان په سطحه یوه له کونډو او یتیمانو جوړه کورنۍ وي، دایي یو فرصت باله چې د انس حقاني په راخلاصون به یې یو څه خوښي په نصیب شي. دا چې اوس ځیني خلک شک کوي چې کیدای شي دا کسان د حقاني صاحب د کورنۍ لخوا د یوې معاملې په لړ کې خلاص شوي وي دا شک ځکه بې اساسه دی چې ددې کسانو د خلاصون له امله ترټولو ډیر زیان دوی ته متوجه و چې د خپلو بندیانو د راخلاصون امید یې ورسره له لاسه ورکاوه.
د بندیانو خلاصیدل
په دې وروستیو کې به تاسو خبر شوي یاست چې د افغانستان په ټولو سیمو خصوصا د پلازمینې کابل شاوخوا سیمو کې د امریکایانو هوایي تحرکات، کشفي او څارګر عملیات او بمبارونه زیات شوي دي. په وروستیو وختونوکې دغه کناډایي امریکایي بندیان په لوګر ولایت کې دطالبانو په یوه خفیه بندیخانه کې اوسیدل. خو یو وخت طالبان متوجه شول چې دغه ځای د امریکایانو تر څارنې لاندې دی. طالبانو به چې په خپلو ځانګړو وسائلو د امریکا د بي پیلوټو الوتکو څارنه کوله، نو معلومیدل چې دغه الوتکو پرلپسې دغه پټ زندان د خپلو کامرو تر پوښښ لاندې لاره.
د مولانا جلال الدین حقاني د جهادي ملګرو یو نظامي قومندان چې ددې بندیانو د ساتنې دنده یې په غاړه وه د بندیانو د خلاصون داستان داسې بیانوي او وایي چې د امریکایي بي پیلوټه الوتکو د مسلسل څار له امله طالبان مجبور شول چې بندیان په لوګر کې له زندان څخه بې ځایه کړي. خو چې هر ځای یې انتقالول، په هغه سیمه کې د بي پيلوټه الوتکو پروازونه هم زیاتیدل، خو دا چې دا ټولې سیمې د طالبانو د واک غرنۍ ساحې وې امریکایانو نه شوای کولای په اسانۍ سره هلته چاپه ووهي او خپل بندیان خلاص کړي. طالبانو په وروستیو څو اونیو کې په دې ساحه کې بیلابیلې هڅې وکړې خو د امریکایانو له هوایي څار څخه یې بندیان پناه نکړای شول. په پای کې دوی فیصله وکړه چې که دغه بندیان د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او نورستان ساحې ته انتقال کړي. نو د غرنیو ځنګلزارو سیمو د درلودو له امله یي شاید په ښه شان حفاظت وکړای شي.
دوی اراده درلوده چې دغه بندیان به لومړی د حصارک له لارې ننګرهار او بیا کونړ ته انتقالیږي. دا سفر چې غرنۍ سیمې په اوږدو کې راتلې باید یوه برخه سفر د شپې په تیاره کې په غرنیو لارو شوی وای. په همدې مهال چې طالبانو د امریکایي څارګرو څخه د بندیانو د پناه کولو هڅه کوله او کونړ ته د بندیانو د انتقال اراده یې وه، د زندانۍ ښځې کولمن لور پیدا شوه او د تازه ولادت له امله یې نه شوای کولای چې په غرنیو لارو سفر وکړي، ځکه شاید د سفر په وخت خپله او یا یي ماشوم له منځه تللی وای.
دغه وخت طالبان چې امریکایانو یې پل موندلی و او د امریکایانو لخوا ورباندې عملیات په قوت سره محتمل وو، دیوازینۍ لارې په توګه یې پریکړه وکړه چې بندیان لومړۍ د پکتیا له لارې دپاکستان قبایلي سیمې کورمې ته انتقال کړي او بیا یي له هغه ځایه د باجوړ په لار کونړ ته واړوي. طالبانو دغه بندیان د ډیورنډ له کرښې قبایلي سیمې ته واړول له هغه ځایه یې تر باجوړ پورې د رسولو بندوبست وکړ، طالبانو د احتیاط او لارې معلومولو په خاطر څو ځله ترباجوړ پورې په تللې لار خپل کسان د عامو
مهاجرو افغانانو په لباس او عمومي موټرو کې ولیږل ، څو معلومه شوه چې تر هغه ځایه کومه جدي تلاشي یا امنیتي مشکل نشته.
بله ورځ د طالبانو کسا نو ددې لپاره چې د لارې په اوږدو کې بندیان غالمغال ونکړي او خلک د موټر له منځه خبر نه شي، دوه تنه لوی بندیان یې په خوب راوړونکو درملو سره بې هوښه کړل، د موټر په شاتنۍ برخه کې یې ځای پر ځای کړل تر څو یې د باجوړ په لاره کونړ ته ورسوي، د لارې په اوږدو کې دغه له بندیانو بار موټر چې ظاهرا یو عام د لین موټر ښکاریده له څو امنیتي پوستو په سلامتیا تیر شو، خو وروسته یې په سر د امریکایي بې پیلوټه الوتکو غږ واوریدل شو او داسې معلومیده لکه دوی چې لا هم تر تعقیب لاندې وي. په څه نور مزل سره یې ناڅاپه په موټر ډزې وشوې، د موټر ټایرونه وویشتل شول، پاکستاني عسکر له موټر راوګرځیدل او د موټر په پلټلو سره یي بندیان وموندل.
وروسته په رسنیو کې راپورونه راغلل چې دغه بندیان له هغه وخته چې د افغانستان په خاوره کې و د امریکایي څارګرو الوتکو تر تعقیب لاندې وو او کله چې دوی د پاکستان خاورې ته واړول شول، نو امریکایانو پاکستاني چارواکو ته حال ورکړ او د بندیانو دقیق ځای یې ورپه نښه کړ، چې په پایله کې بندیان د پاکستاني عسکرو لاس ته ورغلل او ازاد شول.
وروستۍ خبره
د طالبانو له لاسه د څو تنو بندیانو خلاصیدل کومه نادره او هيښوونکي خبره نه ده. په جګړو او غیرعادي حالاتو کې ډیر ځله داسې پيښیږي. طالبانو که له یوې خوا خپل په سوونو حتی زرګونو بندیان په بېلا بېلو وختونوکي د دښمن له منګلوخلاص کړي چي دکندهار دسرپوزي دمحبس دري ځلي ماتیدل یې ښه بیلګه ده خو خپله هم د طالبانو تحریک ته څو ځله داسې حوادث ورپیښ شوي، لکه د روسۍ طیارې تیښته، د تورن اسمعیل خان خلاصیدل، د امریکایي خبریال تیښته او داسې نور. طالبان په داسې پیښو کې ځکه ډیر ملامت نه شو بللی چې هغوی په یوه ناوړه جنګي وضعیت کې له یوه داسې دښمن سره مخامخ دي چې لاسونه یي اوږده او استخباراتي ځواک یې قوي دی. امریکایان د خپلو سپوږمکیو، کشفي الوتکو او ځمکني جاسوسي پوښښ په توسط دافغانستان ټوله خاوره اوسرحدات تر څار لاندې لري. طالبان اوس هم بریالي دي چې خپل محابس او مهم فعالیتونه یې د امریکايي څارګرو له نظره پټ ساتلي. په طالبانو پسې نه یوازې د امریکا CIA څراغ اخیستی بلکې د برتانیا، فرانسې، جرمني اونږدې نیمي نړۍ جاسوسي سازمانونه دخپلو پرمختللو وسیلو سره په افغانستان کې فعال دي او له طالبانو سره په استخباراتي جګړه بوخت دي. له دومره ډیرو جاسوسي شبکو سره په یوازې تن مقابله کول کومه اسانه کار نه دی. د طالبانو په اړه به ضرور تاریخ ولیکي چې هغوی له خپل توان څخه په مراتبو درانه بار ته اوږه ورکړې وه چې په دې لاره کې یي د الله تعالی د نصرت له هیلې پرته بل هیڅ د امید مرجع نه درلوده.
بله خبره دا چې د کاناډایي امریکایي بندیانو له خلاصون وروسته نارینه بندي جاشوا بویل کاناډا ته له رسیدو وروسته وویل چې طالبانو د ده لور وژلې او دده په میرمن یې جنسي تعرض کړی. جاشوا بویل په خپل خبري کانفرانس کې نور د خپل بند، پنځه کاله زندان، راخلاصون او نیول کیدو په اړه هیڅ ونه ویل، هغه له یوې بندې کوټې راووت، د محدودو او مشخصو رسنیزو مایکونو په وړاندي یې دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې سترګې یې بل خوا اړولې وې چې له ورایه ښکاریده دروغ وایي او دبل چا لخواپه خوله کې ورکړل شوي الفاظ تلفظ کوي. هغه یوازې همدا خبره وکړه او بیا په خپله تړلې کوټه ننووت.
دغه حالت څرګندوي چې د ټرامپ د ستراتيژۍ او جنګي هڅو په تعقیب امریکا او حلیفان یي غواړي طالبان په هره برخه کي تر تبلیغاتي فشار لاندې هم ونیسي. نو ځکه یې په دې بندي دغه ناوړه اظهارات وکړل. د شیطان له پیروانو څخه ځکه دا وړ دسیسي جوړول بعید نه بریښي چې ډیر پخوا د شیطان یو بل انډیوال قارون هم یو وخت یوې ښځې ته دا الفاظ په خوله کې ورکړي وو چې د الله تعالی په برحق استازي موسی علیه السلام باندې د زنا تور ولګوي. خو دا د موسی علیه السلام پیغمبري معجزه وه چې د هغې ښځې ژبه د دروغو په ځای په رښتیا ګویا شوه او د موسی علیه السلام پاکي یي بیان کړه.
که څوک له ښځینه بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه واقعي معلومات غواړي هغه دې د برتانوۍ خبریالې ایوان ریډلي کتاب( د طالبانو په منګولو کې) یو ځل مطالعه کړي. تر څو پوه شي چې طالبان تر کومه حده اسلامي او انساني ارزښتونو ته ژمن خلک دي.
په لنډو به ووایو چې طالبان له هغه تهذیب سره تړاو نه لري چې ولسمشر ( ټرمپ) یې له خپلې لور سره په جنسي اړیکو تورن او د لسګونو ښځو د جنسي ځورونو تر ادعاء لاندې دی او نه هم له هغې ډلې خلکو څخه دي چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې ( دوستم) په سپین ږیرو دجنسي تجاوز ریکارډ لري. طالبان ددې کټه ګورۍ خلک نه دي بلکې له داسې هوس پرستانو سره په جنګ اخته او له هغوی سره په هر جهت په تضاد او تناقض کې واقع دي.