د سنبلې ۹ مه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68032
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-09-02

د سنبلې ۹ مه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ
د روان فرهادي سره د عبدالولی خان مرکه:
دغه مرکه پخوا هم خپره شوې وه. نن يي د سنبلې په نهمه د پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون د ورځې په لمانځ، د خپلې لنډې تبصرې سره بیا خپروم:
اصلې ستونزه دا ده چې د ډیورڼډ کرښې د تاریخي اوحقوقي شالید، د کوزو افغانانو د راتلونکي برخلیک او د افغانستان د ختیځ سرحد په تړاو، په تیرو ۱۲۴ کلونو کې، بېلا بېل تاویلونه راغلي او د یوه واحد دریځ پرځای مختلفې طرحې او تګلارې وړاندې شوي دي. په تېرمهال کې افغان دولت او بلخوا د افغاني ټولنې مختازو او مخورو کسانو لکه څنګه چې پکار وه، خپل نظریاتي اوعملي فعالیتونه، د دې ملي داعيي په ریښتیني حل کې نه دي همغږي کړي او غوڅ دریځ او واحده ستراتیژي نه ده رامنځته شوې اوپلې شوي!
له بده مرغه نن هم موږ د دې ملي داعيي د مونډیز حل لپاره د دولت په کچه، واحده ستراتیژي نه وینو چې د هغې تدوین او پلیتوب ته ریښتیني اړتیا لیدل کیږي. دا راز یو شمیرافغان مختازي هم دې ملي مسلې ته د یوې څانګیزې ستونزې په سترګه ګوري، په دې برخه کې هغه څه چې خپله يي ترسره کړي او هم د هغې پلیتابه ته افغان دولت وهڅوي او تر فشار لاندې يي ونیسي، پاملرنه نه کیږي. بل پلو یو شمیر افغانان د دې او حتی د نورو ملي ستونزه ډېره برخه د بهرنیو پر اوږو وراچوي اوهڅه کوي د خپلې برخې مسولیت څخه په دې او هغه پلمه، ځان ته تیر کړي. بهرنیان، سیمه یز او نړیوال مخالفین او دوښمنان به هر څه غواړي خو دا موږ خپله افغانان یوو چې په بیخبره او یا باخبره توګه، ځان ته د ستونزو په رامنځته کیدو کې د هغوی د لاس اله ګرځوو.
د ډیورنډ کرښې یادو ستونزو ته په پام ښه به داوي چې د کوزو افغانانو د نظر جاج هم واخلو. په دې برخه کې غواړم د درنو لوستونکو پام د کوزو افغانانو د ملي مشرارواښاد عبدالولي خان، هغه مرکې ته راواړم چې کابل کې يي له عبدالغفور روان فرهادې سره، کړې وه. البته دې مرکه کې چې څه مهم دي هغه د ډیورنډ کرښې پر محور د پرتو ستونزو په اړه، د ولي خان د نظر او دریځ څخه خبرتیا ده چې ښايي ډیری افغانان ترې تر اوسه خبر نه وي.
دغه مرکه کټ مټ د ولي خان په سبک د هغه له کتابه راکاپي شویده.
د روان فرهادي صاحب سره مرکه:
«په دې سلسله کښې یوه واقعه بیانول زه ضروري ګڼم- باچا خان چې افغانستان کې ؤ- نوزهٔ او زمونږ واړهٔ اوبچي به داسې وخت په وخت د بابا د لیدو دپاره کابل او جلال اباد ته تللوــ زما په دنیا کې یو شوق دی- او هغه ملکونه کتل- په دې سلسله کښې ما د لندن او کابل ترمنځه دا سفر د وچې په لاره څلورپنځه ځله کړی دی- زما ټبرنسیم به راسره وه- یوځل همداسې د لندن نه پیښورته راتلو په لاره موږ په کابل کې د بابا سره اټال شو- دوه ورځې پس د کابل په ښارکې د پښتونستان د ورځې دستوره - جشن ؤ- خوشحالۍ وې- اتڼونه وو- موږ هم د دغه ټنګ ټکوراو اتڼونوتماشې له تللي وو، ناست وو- لاسونه موپړقول- چې دې کښې هلته روان فرهادي صاحب راغی- او د وزات خارجه یو بل غړی کرزی هم ورسره ؤ- زه بیا دومره دافغانستان په اندروني سیاست او د مختلفو افرادو په حیثیت رسوخ او پورته رسیدو په ذریعو وارد ؤم- روان فرهادی صاحب دهغه حیثیت- چې باچا خان خو په خپل ځایٔ ؤ- ولې دهغې نه لاندې دی کښینولو پاڅولو او اقتدار ورکولواو اخیستلو کښې یې لوی لاس لرلو ماته ئې وې ولیخانه !ٔ ښه ده چې کابل ته راغلې – زما خو تاسره یو څو ډیرې ضروری خبرې دي- ما وې زه لا دلته یو څو ورځې اټال یم – چې کله وائی اوکوم ځای وائی – نو هغه وخت به هغه ځای کښینو- وی نا- زه خو نن بیخی فارغ یم ما ورته وی فرهادی صاحب! تاته معلومه ده چې زه دوه درې ورځې کیږي – چې د لندن نه د وچې په لاره راغلی یم- او قابو یوه میاشت می هره ورځ موټر چلولی دی- ستړی او ستومانه یم او د ستومانۍ د لری کولو له پاره دې سندرواو اتڼونو ته ناست یم – نو چېرته بل وخت به وټاکو ــ ولې فرهادي صاحب په دې کلک ؤ- چې نن څه چې اوس خبرې کوه- موږ یوطرفته شو- نو روان فرهادي صاحب ګویانه شو- ماته وايي ولیخانه ! موږ کتل چې د بابا ( باچاخان ) عمر زیاتیږي او هغه ضعیفه کیږي – نو د پښتونستان د مستقبل فکر به واخیستوچې خدای ج د بابا له ډیرعمر ورکړی – خو که سباله نه وی نو بیا به څهٔ شي- نو بیا مو چې ته ولیدې او ستا سیاسي جد وجهد مو ولید – نو مونږ ایله سا واخیستله – چې ځه که خیر وی د بابا یو سیاسي وارث شته – چې دا مقصد به سرته ورسوي – ولې تاخو موږ ډیر مأیوسه کړلو- تا خو اوس پښتونستان پریښود او د ټول پاکستان سیاست ته دې مخه کړله (د روان فرهادي صاحب اشاره دې ته وه – چې زه دغه وخت د ټول پاکستان د نشنل عوامی پارټۍ صدر منتخب شوی وم ) نو اوس خو ته د پنجاب ، سند، بلوچ او آن چې د بنګالی د حق دپاره هم جنګیږې- نو د دې خوار پښتون به څهٔ شي؟ او پښتون څه چې د دې پښتونستان به څه شی؟ ما ورته وخندل – ماوې روان فرهادي صاحب ډیر خوشحاله په دې شوم – چې دپښتونستان ذکر دې وکړو- ولې چې زه دهرچانه دلته تپوس کوم – چې تاسو دا پښتونستان څهٔ ته وائی- تر دې حده چې چا پوره تسلي بخش جواب را نهٔ کړو- نو دا سوال ما په باچا صاحب وکړو- چې ستاسو مفهوم د پښتونستان نه څهٔ دی- او دابه څنګه حاصلیږي- نو هغه هم جواب را نهٔ کړو- وې ته لاړ شه او صدراعظم صاحب سره خبره وکړه- نو ماوې هغه وخت هاشم خان میوند وال صدر اعظم ؤ- نو زه هغه ته لاړم – هغه هم څه پوره خبره ونکړله – دومره خو زه هم ناپوهه نه وم چې د کوم سوال جواب باچا د ملک نهٔ ورکوی – نو صدر اعظم دهغې څهٔ جواب وکړی- نو زهٔ نن ځکه خوشحاله شوم – چې ستا غوندې په حقیقت کې زمه وار او با اختیاره افسربه ماله ددغه سوال ځواب راکړي – فرهادي صاحب خو زما نه په دې ځان خلاص کړو – چې دا نعره خو د کښته نه ستاسو د اړخه راغلي ده- نو ددې خپل سوال ځواب خو به تهٔ کوې ماوې ښه ده- ځه دهمدې نه به ېې شرو کړو- ماوې دا نعره خو موږ هغه وخت پورته کړیوه- چې کله دهندوستان د تقسیم فیصله وشوله – او پیرنګي حیران شو – چې دې نورو صوبو کې خو مسلم لیک ایلیکشن ګټلی دی – ولې دلته په صوبه سرحد کې خو ایلیکشن خدائی خدمتګارو ګټلی دی- او د روس برخلاف د پیرنګي په بین الاقوامي پالیسی کښې دا صوبه ډیر لوی اهمیت څه چې کلیدی حیثیت لري – خو چې دې صوبې سره څهٔ وکړومشکله ورته هم وه – دلته ددې نه هم ویریدل ولې چې صوبايي اسامبلۍ کې زمونږ قطعي اکثریت څهٔ چې ۲پر۳ اکثریت ؤ نو وې ریفرینډم وکړۍ – موږ ورته وې چې دهندوستان فیصله خو د کانګرس او مسلم لیک ترمنځه شویده او موږ دکانګرس سره تعاون کولو- نو دغه فیصله مونږقبوله کړیده- چې پاکستان جوړیږي – نو دا صوبه پکښې شاملیږی – نو بیا دریفرینډم (استصواب رائی) څه ضرورت دی؟ ولې پیرنګی خو خپل غرض موټي کې نیولی ؤ- او هغه خو د خدايي خدمتګارو دا ذهن ختمول- غوښتل-او شروئی د وزارت نه کوله- مونږ چې پوه شؤ چې پیرنګی په ریفرینډم ټینګ دی نو بیا ورته موږ دا تجویز پیش کړو- چې که پیرنګی په حقیقت کې په پاکستان او هندوستان مطمئن نه وي - او قام له د حق ارادیت ورکولوته غاړه ږدي- نوبیا دې پکښې دا دریم اختیار هم قام ته کیږدي- چې که هندوستان کې شاملیږۍ که پاکستان کې او کهٔ خپله آزاد او خود مختاره مملکت پښتونستان غواړي نو چونکې دغه مطالبه پیرنګي ونهٔ منله - نوموږ دریفرینډم نه په دې وجه بایکاټ (پریکړه) وکړو- چې د هندوستان او پاکستان مسله خو حل ده ــ هسې نورې دا مسلې چیړل نه دي پکار ــ چې پاکستان جوړ شواو باچا خان بیا ائین سازې اسمبلې له لاړ- نو چې هلته ترینه چا تپوس وکړو- چې ستا د پښتونستان نه څهٔ مطلب دی؟ نو باچا خان ورته په ځواب کې ووې - چې اوس پاکستان جوړ دی – پیرنګی مو ځغلولی دی ــ نو داصوبه خو دهغه د سلطنت او راج سرحدي صوبه وه- او د سرحد نوم يي پي ځکه ایښی و ــ چې دا هر پیرنګي بچي ته پته وه ــ چې دا زما د سلطنت د ټولو نه اهم سرحد دی ــ ولی چې ددې نه اخوا روس پروت دی چې هغه زما مونډیزی دشمن دی ــ نو نن خو دا سرحدي صوبه نهٔ ده- نن خود پاکستان ټولې صوبې سرحدي دي- او بین الاقوامي سرحدونه لري- نو مونږ دا غواړو- چې د حاکم کاپر پیرنګي د لاسه چې زموږ په صوبه يې کوم نوم ایښدلی شوی دی نو د هغې افادیت او حیثیت نور ختم دی ــ او پیرنګی چې کوم سازش د پښتون د قومیت د ختمولو دپاره کړی وــ او دايی کوشش وــ چې دغه قومي تشخص ختم کړي ــ نو اوس خو پیرنګی تللی دی ــ نو اوس هم د هغه نه دغه پاتې نوم ولې راپوري دی ــ پکار دي څنګه چې د بنګالیانوصوبې ته بنګال وائي – دپنجابیانو صوبې ته پنجاب، د سندیانو صو بې ته سند هه ــ او اګر چې د بلوچستان صوبه د پښتنو او او بلوڅو شریکه ده ــ خو هغې ته بلوچستان وايي او دا ټولې د پاکستان صوبې دي ــ نوکه د پښتنودې صوبې ته پښتونستان وویلی شي- نو په دې به پاکستان یا اسلام ته څهٔ خطره پیښه شی؟.نو چې څنګه د پاکستان دننه د نورو صوبو خپل نومونه شته ــ نو داسې دې زموږ نه هم د پیرنګي دا ایښی نوم هسې هم په موږ بد ځکه لګي ــ چې موږ من حیث القوم د پیرنګي د غلامۍ نه ځان پخپل همت او توره خلاص کړی دی ــ نو ددغه ظالم او جابر حاکم ایښی نوم راباندې نورهم ډيربد لګي ــ بیا چا سوال وکړو چې دافغانستان سره د تعلقاتو پحقله دې څهٔ خیال دی- نو باچا خان ورته ووې- چې که ستا دا اسلام ما ددې ځای نه زرمیله لرې بنګالی سره په ورورولۍ تړی- چې نه مې ورسره ژبه شریکه ده، نهٔ جامه- نهٔ خوراک څښاک- نه تمدن ــ او صرف یو د مذهب په رشته تړلي یوــ نو چې ته ما د زرمیله لري مسلمان سره ورورکوي ــ نو دا را پورې مسلمان افغانستان سره په ورور ولۍ تاته څه اعتراض کیدلی شی؟ چې ستا په ګز په اسلام راسره شریک دی خو د اسلام نه علاوه په شریک سرحد راسره پروت ، ژبه ، خوراک څښاک ، تاریخ ، تمدن ، ثقافت هرڅه مو شریک دي ــ نو بیا د هغه سره په ورورولۍ تاسو ته څه اعتراض کیدلی شي ؟
نو ما روان فرهادي صاحب ته مخ کړو- چې فرهادی صاحب د کښته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلی دی یو د ریفرینډم د وخت ازاد او خود مختاره مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم بدلولو مطالبه ــ چې لکه د پاکستان د نورو صوبو د نومونو نه دا ظاهریږي ــ چې په دغو صوبو کې کوم قام اباد دی ــ نو داسې باید چې زموږ د صوبې نوم هم بدل شي چې د نوم نه پته لګي چې دلته پښتانه اباد دی ــ نو ماوې روان صاحب تپوس کووــ دا تاسو چې دا څوکاله په مخه دپښتونستان اواز پورته کړیدی – او په هغه وخت کښې مو پورته کړیدی دی چې مونږ ټول په جیلونو کې پراتهٔ وو- اودادی نن هم دپښتونستان جشن په ټول افغانستان کې نمانځلی شي - نو دا تاسو د کوم پښتونستان خبره کوۍ – د ازاد او خود مختاره پښتونستان که د پاکستان دننه دپښتنو د صوبې دنامې پښتونستان؟
ولې روان فرهادی صاحب ډیر لوبیدلی او ویښ بنیادم ؤ- هغه داسې په اسانه چرته خپله خبره په ډاګه کوله؟ او حقیقت هم دا و- چې د کومې خبرې جواب پخپله د ملک باچا نهٔ کوی – او وزیر اعظم ئی وضاحت نشي کولی– نو بل به داسې کوم سړی پیدا شي– چې ددغه- بنیادي سوال جواب لا وضاحت وکړی شي- ماتهٔ يي وې ولي خانه هم داسوال خو ماهم راوړی ؤ - چې ته ما په دې پوه کړې- ما وې چې داخو قابو د شلو کالو نه زیات وشو- چې تاسو د پښتونستان دا سوال پورته کړی دی – او دومره مشهوری مو ورله ورکړې – نو تاسو لا تر اوسه پورې دا فیصله نهٔ ده کړې– او نه مو داخبره سپینه کړی- چې تاسو څه غواړۍ ؟ او د څه په وجه مو خپل تعلقات د پاکستان سره خراب کړیدي- او د کوم مقصد دپاره تاسوپه بین الاقوامی سطح نن په دې مسأله کښې ملګري لرۍ- او ملګری هم بیا لکه هندوستان او په تیره بیا روس چې هغوی هم ستاسو ددې موقف تایید کوي او تر څنګه در سره ولاړ دی ــ نو هغوی ته هم تاسو یا ستاسو وزارت خارجه ددې خبرې وضاحت نه دی کړی ـ خو ماوي خیردی تا زما د رائی معلومولو سوال کړیدی- نو زه جواب درکوم.
ماورته وې چې زمونږ سیاسي او تاریخي تجزیه داده- چې پښتون قام خپل یو مقام لرلو په تفصیل کې يي تلل نه غواړم خو دومره به ضرور ووایم ـ- چې یا دا هغه قـام وــ چې په هندوستان او ایران يي باچايي کړيده او یا نن غلام دی ـ- ددې په وجه چې فکر وشي ــ نو خبره څرګنده ده چې دښمنانو ټول عمري د پښتون د کور د ورانولو او د دوی ترمنځته د اندروني نفاق پیداکولو کوشش کړی دی ــ او ددې مقصد دپاره د مغل باچا اکبر نه راواخله ، سکهانو ، درانیانو دا پالیسي چلولې ده ــ او ددې مقصد د حاصلولو دپاره د پښتون دنیاوي مشر خان او ملک ــ او دیني مشر او ملا او پير يي استعمال کړیدی ـ- او په دې کې تر ډېره حده کامیاب هم شوــ ولې کله چې د موجوده زمانې ترقي یافته او تجربه کار قوت پیرنګی دې خاورې ته راننوت ــ نو هغه چې کلکتې نه راخلاص شو ــ نو دا ټول هندوستان يي فتح کړو ـ- خو چې د پښتنو خاورې له راغی ــ دلته يي په اول ځل ماتې وخوړله ــ پیرنګي ته د مغلو د نسخې د کامیابۍ یقین وــ خو هغه لږ ډیرهوښیار او تجربه کار وــ هغه اندروني اختلافات او بې اتفاقۍ پخپل ځای ــ خو هغه عملآ او په میدان پښتون قام ټوټې ټوټې کړو- او هغه د امیر عبدالرحمن خان خبره چې دپښتون په سینه ئی د بیلتون چاړه راښکله- او د سیاسي ذهني بیلتون سره ئي عملاً دده خاوره قابوشل توټې کړله- اوبیلتون ئی تر دې را ټینګ کړو- چې زه دپیښور نه کابل ته راځم – نو بې پاسپورټه او بې ویزې نشم را تللی- نو لنډه داچې زمونږ دا تجزیه ده – چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بیا را ټول نشي- نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته ونهٔ رسي – دغه مو هدف دی او دغه مو مرام- زه ځانته قطعاً پښتونستانی نه وایم- ولې چې داخوبه زه بیا دپیرنګي هغه نسخه خپله کړم – چې افغان جدا دی او پښتون جدا- زه دغه شی نه تسلیموم- او همدا وجه ده – چې مونږد پیرنګي د غلامۍ نه ځان ازادو‍- نوپه دې اراده- چې په دې طریقه به دپیرنګي دا پلیت اثر د افغانستان نه هم بیرته شي- او افغانستان به په حقیقت کې ازاد شي- او دپښتون دا لوی کور به بیا را ټول شي- او په یو نغري او یو ټغر به د خپلو بچو سره شریک کښیني هغه د مخفي صاحب زړه ترانه مې هم ورته رایاده کړه ــ چې
کشمیر نه تر هرات هوري
بلوچستان تر دورې
داټول پښتون دی هر چیري
څه رنګې پروت دی ذرې ذرې
د یو وجود پشان يي کړي
یا خدایه ! دا ذره ذره
ما وی ــ زه خو چې په ښه بد پوه شوی یم ــ نو ددغې ترانې اوازې مې په غوږونو کې کړنګیږي ــ او ددغه مقصد دپاره مو خپلې ځوانۍ خاورې ایرې کړي دي ــ او نن په اوچتو سترګو دا دعوه کولای شو ــ چې د باچاخان په مشرۍ کښې ــ نن هغه غلام پښتون د پيرنګي د غلامۍ جغ وغورځوو ــ ازاد شو ــ او یو ګونه يي افغانستان ته هم ازادي وګټله ــ دغه مرام دغه مفکوره او دغه مقصد لرو ــ ولې اول که موږه په هندوستان کې غلامان وو ــ او په پیرنګي مو وس نه رسیده ــ نو د ازادۍ نه پس اوس رانه د پاکستان مشرانو دغه حق اخیستی دی ــ او د پیرنګي هم راسره خراب سلوک کیږي ــ او هغه ګټلې ازادي او د هغو د خوږو نه يي محروم کړي یو ــ ولې حالآ مونږه مجبوري لرو ــ حقیقت ته ګورو او دا باچاخان چې په ایین سازه اسامبله کې دا ووی چې موږ د پاکستان دننه د خپلې صوبې نوم بدلول غواړو ــ چې قامي تشخص مو څرګند شي ــ نو نن هم په دغه ځای ولاړ یو.
ولې فرهادي صاحب دا تپوس هم کړی دی- چې داغرض به څنګه حاصلیږي او ددې دپاره به څه ٔطریقې خپلول غواړي- نو دهغې جواب هم اسان دی- ددې قامي مقصد د حا صلولود پاره لارې معلومې دي ــ او درې دي- ولې چې نن پښتون په درې برخو کې تقسیم پروت دی ــ یوه برخه ېې افغانستان- بله قبایلي علاقې او بل موږ چې تاسو راته محکوم پښتونستان وائی- نو ددې مقصد دحاصلولو دپاره خو دټولو نه ښه موثره لاره داده – چې افغانستان را پاڅي- ولې چې افغانستان نن قوت لري- پوځ لري- طیارې لري- توپې اوټینکونه لري- او پاکستان ته ووائی چې دا علاقې زمانه پیرنګي په زور اخیستې وې- او زما په ځیګر يي د ډیورنډ کرښه راښکلې وه، ورورد وروره قام د قام نه قبیله د قبیلې نه جدا څه چې خاندانونه يي په منځ شلولي دي ــ نو هغه پیرنګی خو لاړ- د دیورند کرښه دا قابوسل کاله برابریږي-.او پیرنګی د خپلې خوښې خو نه دی تللی ــ هغه ته په کډه په سر کولو کې پښتنو قبایلو او اخوا پرتو پښتنو یو ټول عمري مقابله او جدوجهد کړی دی ــ نو ته خو پیرنګی نه ئی- نه ٔ کاپر ئی- او نه دبهر نه راغلی ئی- ته خو ځانته مسلمان وايي ــ نو ته په دې څنګه رضا شوی يي ــ دا ډیورنډکرښه دې لا هغه شان راټینګه کړیده ــ چا چې کرښه راښکلې ده ـ- هغه نن لس زره میله لری ناست دی ــ د ځغلولو يي هم قابو شل کاله کیږي ــ او کرښه هم د سلو کالو زړه شوه ــ نو ته څنګه پخپله دا تسلیموي چې دا د پیرنګي د لاس بیلتون دی همداسې به ځايي پاتې شي ــ چې دا د کاپر پیرنګي د لاسه زما په ځیګر راښکلې کرښه قبوله کړم ــ اول کوشش به دا وکړي افغانستان چې په ورور ولۍ او روغه جوړه ددې خبرې څه حل را وباسي- او که بیا پاکستان په رښتیا دکاپر او سامراج پیرنګي حقیقي وارث خپل ځان ګڼي او د ځوی توب دعوه کوي – نو بیا به هم هغه لاره ورسره کول غواړي – چه څه ورسره دافغانستان د حکومتونوپلارانو او نیکونوکړیوه- توپ له به توپ را خلاص کړۍ – طیارې له طیاره او ټینګ له ټینګ- تاسو به له هغې مخې شی او مونږ ددې مخې چې ایسته دا د دیورند دا پلیته کرښه ورانه کړو- نو ماوي – فرهادي صاحب ! اوس درنه زه تپوس کوم- چې ستاسو په دې سمی راځي؟ ولې چې دا د ټولو نه مؤثره او کامیابه لاره ده.
روان فرهادي صاحب یو ډيرهوښیار، تجربه کار، لوبیدلی ، بیروکریټ اوــ دپلومیټ او د کابل غوندې ښارپه اوچتو منصبونو کې ازمایلی افسر و ــ هغه داسې ایغ په نیغه جواب کله ورکولو ــ خیر ــ هغه خپله تجزیه پیش کړله ــ شورو يي د بین الاقوامي حالاتو نه وکړله ــ امریکا – د امریکې نه روس – د روس نه چین – دچین نه هندوستان ډیر په هوا ؤ - نو ما ورته اخر ووې – چې سوال خو دومره پیچیده نهٔ ؤ- ته لږ داسمانونو او وریځونه را کوز شه! پښې په ځمکه کیږده- چې خپل تقریر ئی خلاص کړو- ماته ئی ووې – چې د بین المللي اوملي حالاتو په رڼا کې دا هيڅ امکان نه لري- نوما وې ښه – نو اوس به دغې دویمې لارې له راشوچې دقبایلي علاقو پښتانهٔ دي- شاعران وائی- چې دځمکې شنه زمري او دهوا بازان دي- ځلمي لري ــ قوت لري ــ د جهاد جزبه لري ــ نو چې د چترال نه واخله تر وزیرستان پورې دا په سوونو میلیونه پراته شاځلمي راپاڅي ــ اوافغانستان هم ورسره خیر دی په ډاګه نه په پټه کمک وکړي ــ اومونږ هم ورسره راپاڅو- نو داهم امکان لري چې کامیاب شي- نو ما بیا د روان صاحب نه تپوس وکړو ــ چې ددې په حقله دې څه رايي ده ــ بیايي ووې- چې ولي خانه ! د موجوده بین المللي او ملي حالاتو په رڼا کښې دا هم امکان نهٔ لري.
نو ما بیا روان فرهادي صاحب ته ووې – اوس به هغې دریمې او اخري لارې له راشو- داچې تاسو ورته محکوم پښتونستان وائی - مونږ دپیرنګي د غلامۍ نه په ډيرو قربانیو او تکلیفونو ځان ازاد کړوــ خو د ازادۍ په خوږو پوهه نه شو ــ د پاکسان حکومت راته په لاس کې اتکړۍ اچولي دي ــ پښو مو بیړۍ دي ــ قلم ئی رانه اخیستی دی- ژبه ئی را له تړلې ده ــ نو زه يي څملولی یم د پاسه راباندې ناست دی ــ نو زه خپل افغانستان ته مخ کړم چې از برای خدا! دا دپښتنوتاج او تخت دکوم مرض علاج دی ؟دا خپله مظلومه ورځ ورته بیان کړم ــ بیا ورته وایم چې دا د پښتنو خاوره ده ــ ستا جایداد دی ــ ستا روڼه او ستا بچي دي ــ دا نن د دشمن خوراک دی ــ دا باغونه ، دا بجلۍ ، دا کارخانې دا خو د پښتنو دي او بیا ورته وایم راځه چې په شریکه داخپل حق خپل کړو او دا تیت او پرک بچي په یوه نغري او یوه حجره را غونډ کړوــ زه دا د درد او بېوسۍ نه ډک فریاد خپل مشر ورور ته وکړم ـ- خو د خیبر پر سر روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي- وائی چې ولی خانه ! دا هیڅ امکان نهٔ لري- پروت اوسه ورته لاندې ــ چې ددغې جانبه مأ یوسه شم – نو بیا دې قبایلي وروڼو ته مخه کړم- چې اېٔ ! نیک بختو وګورۍ چې دا ستاسو څه ژوند دی؟ په سرو تیږو اوتکړوکښې اوسۍ- د روزي درک مو نه لګي- بچي مو بې تعلیمه، بې کوره او بې علاجه دي ــ او دا خپله د جنت په شان خاوره درنه دشمن قبضه کړیده ــ دې غځیدلو پټو ته وګورۍ ــ چې د غلې او خوراک نه علاوه د میوو باغونه ــ هم لري ــ کارخانې لري ــ کالیجونه یونیورسیټۍ لري، هسپتالونه او شفاخانې لري ــ بجلۍ لري چې ستاسو دا په تورتم کې پټ تیاره کورونه رڼا کړي ــ او ژوند مو شته او روښانه کړي ــ نو دا مو غماز ته پریښي دي ــ دلته دومره ډوډۍ ده چې زموږ او ستاسو په شریکه کیږي نو راځۍ چې په شریکه دا خپله خاوره خپله کړو- او ددې خپلې خاورې دا خواږه ددې خپلو بچو له وګټوــ هغویی لا فیصله کړې وې لا نا- چې د شانه روان فرهادي صاحب جوابي کړي– او د خیبر په سر بیا یوځل روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي – چې ولي خانه ! داهم امکان نه لري- پروت اوسه ورته لاندې- نوچې زه محکوم پښتون ددغې خپلو دواړو وروڼو د مرستې نه مأیوسه شم – نو بیا په خپله په خپل سر مخ کوشش شروکړم- چې په دې خپل مجبور او محروم حالت کښې ځانله په وطن دننه ملګري او دوستان پیدا کړم – او دشمن له دشمنان ــ ګټه تیګې له را واچوم- او تیګه ګټې له – چې دا دلاسونو زنځیرونه او دپښو بیړۍ ماتې کړم- خپل قلم تر لاسه کړم- او ژبه ځانله پرانیزم- نو په دې روان فرهادي صاحب تاته څه اعتراض دی؟- یعنې مطلب دا – چې نه را سره ته کمک او امداد کوې – او نه قبایلي- او چې زه پخپله د خپلې ازادۍ دپاره ځانله په ملک کښې دننه ملګري ګورم په هغې هم ته ‍ ناراضه ئي – نو بیا ته ماته ووایه ! چې ماته په تا او په موجوده پاکستان کښې څهٔ فرق ښکاري؟یعنې معلومیږي داسې – چې ته هم زما په غلامۍ خوشحاله ئی- پخپله خو خپل قامي او پښتني افغاني فرائض نه پوره کوې- ولې که زه پخپله دځان دخلاصون کوشش کوم- نوپه هغې هم ته خفه ئی- نو ماته په تاکښې- حکومت پاکستان او آن دا چې پیرنګي کښې څه ٔخاص فرق نه ښکاري – روان فرهادي صاحب ملامته ښکاریده او خبره مې په دغه ځای پاتې شوله.
نو مطلب مې داؤ- چې د باچا خان ددې پښتنې اصلاحي تحریک د مخنیوي نه علاوه بیا دغه ډلې دلته په صوبه سرحد کښې هم ګوتې وهل شرؤ کړل- چې د باچا خان هغه د خدائی خدمتګارئۍ تحریک ته نقصان ورسوي- او تر دې حده لاړل – چې د پښتنوقاتل قیوم خان سره ئي هم زموږ برخلاف مالي امداد کولو- چې موږ په ایلکشن کې نا کام کړي- نو دا به سړي ته ډیره دمنافقت خبره ښکاریده- چې په را ډیو به ېې د بابړې د شیهیدانوپه روح مشاعرې کولې- په ریډ یو به ېې دهغوئی په یاد کښې سندرې وئیلې – او دې خوا به ئی هم دهغې بابړې قصاب قیوم خان سره مرسته کوله ــ ولې خبره بالکل واضحه وه ــ چې موږ پيرنګی او د هغه پلیت قدم ددې ملک نه لري کړو ــ ولې د هغه د پالیسۍ مخکې بوتللو دپاره بیا امریکا راغله ــ نو بادار به بدل شوی وي ــ خو پالیسې هم هغه زړه په زړه ده ــ د پیرنګي دشمنان اوس د امریکي دشمنان شوه ــ او د پیرنګي دوستان اوس امریکي خپل دوستان کړل ــ نو نن افغانستان او د افغانستان حکومت هم دومره بېوسه او بې اختیاره دی ــ څومره چې د پیرنګې په وخت کې و ــ ولې چې اوس خو امریکې سره نور هم زیاتی فکر شو ــ چې روس جرمني له شکست ورکړو ــ نو له جنګ نه پس خو به دی اوس نورهم قوي شي»
پای
اخځ :
باچا خان او خدايي خدمتګاري ــ دوهم ټوک ــ د ارواښاد عبدالولي خان لیکنه ،۶۱۴ ــ ۶۲۲ مخونه
د ۲۰۱۲ کال د دیسمبر لومړۍ