د عرفات دنګ څلی او د سولې تت غږ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68029
ولي الله ملکزی
دخبریدو نیټه : 2017-09-01


 ولي الله ملکزی

 نن پنجشنبه، د ۱۴۳۸هجري قمري کال د حج د فریضې پخاطر، څه باندی دری ملیونه خدای پرستان د دنیا له ګوټ ګوټ څخه د عرفې پدې سپیڅلې ورځ، د بښنې او غفران په هیله راټول شویدي. هره خوا خړې تیږې دي، سپینې خیمې دي او لوڅ سرونه. ښځه ده که نر،‌ ووړ دی او که زوړ، خو هر چا د کفن په څیر سپین احرام تړلې او په خوله یی یوه ناره ده او یو شعار: لبیک اللهم لبیک،‌ لبیک لا شریک لک.
له تاریخي پلوله، حج د هغه باعظمته، هوډمن او بت شکن پیغمبر د سترې مبارزې ویاړنه او یادونه ده چې نژدې څلور زره کاله وړاندی یی د بیت الحرام، عرفات، منې او مزدلفې په دی سپیرو غرونو او سوځونکو دښتو کې له شیطان سره ترسره کړیده.
دا د هغه سپین ږیري پلار د قربانۍ داستان دی چې د خپل معبود د حکم پر ځای کولو لپاره یی د خپل ځلموټي زوئ په غاړه چاړه ایښې او د هغه نذرانې ته چمتو شویدی. دا د هغه ستر انسان د شهامت یادګار دی چې د نمرود په سرو لمبو کې غوټو وهلو ته یی ترجیح ورکړی خو د هغه جلادانو ته یی د تسیلمۍ لاسونه ندي پورته کړي.
دا د هغه پیاوړي او ویاړلي خليل کیسه ده چې د سرو سکروټو په منځ کې پروت دی، جبرائیل ورته په منډه راځي او ورته وایي چې له خدایه دی څه غواړې؟ خو دی ورته په ډیر متانت سره وایی: زه ستا مرستې ته اړ نه یم، هغه ذات چې ته یی را استولې، ما پخپله ګوري.
دا د هغه مزبوت او سرلوړي انسان د باتورۍ افسانه ده چې تک تنها د سنګ تراش آذر، په بت خانو کې د وړو وړو خدایګوټو او د هغه د سرکښ قوم د بامبړانو په وړاندی مقاومت کوي او د عزم او برم په ازغنه لار، د منزل په لور مزل وهي.
دا د هغه چا د پرستیژ لمانځنه ده چې څه باندی څلور ملیارده انسانان ( یهود،‌ نصاری او مسلمانان) یی په درود، ورد او ذکر ویاړي او هغه ته د عقیدې د یو شاخص په سترګه ګوري. دا د یو داسې شخص د هویت او معرفت مقام دی چې قرآن ورته د فرد په ځای، د امت لقب ورکړی او د اولوالعزم مډال یی ورته ډالۍ کړیدی.
دا د هغه صابر، مومن او نیازبین ذبیح د تنکۍ مرۍ او بیدریغه سرښندنو د لړۍ یوه کړۍ ده چې د نافرمانۍ او بغاوت په ځای، خپل بوډا پلار ته وایي: ابا جانه! حوصله دی پر ځای کړه او ګوره چې وار دی خطا نشي. خوب دی رښتینې کړه، زما سر ستا په قدمونو کې پروت دی، زه حاضریم، زما وینه توی کړه تر څو ستا سر، ستا د رب په دربار کې نور هم اوچت او غاړه دی نوره هم هسکه شي. زه له تا خوښ یم خو بس ته خپل خالق راضي کړه.
حج د خلیل او ‌ذبیح علیهما السلام د هغو شهکارونو دوام دی چې زرګونه کلونه وروسته بیا هم، لرې ماضي یی د پرون، نن یی د سبا او سبا به یی د بل سبا په څیر، روڼ او ځلانده وي. حج د هغې جذبې بیلګه ده چې یوې پتمنې میرمنې د صفا او مروی د سپیرو غونډیو په ځیږو ډبرو کې د هغې څرګندونه کړېده. دا د هغې سرشارې ولولې د کردارونو تسلسل دی چې یوې لالهندې مور (هاجرې) د خپل تږي ماشوم (اسماعیل) د خړوبولو پخاطر ترسره کړیدی.
حج د عبادت، سرښندنې او شکرانې د اداء کولو غوره فرصت دی. دا یوه داسې وجیبه ده چې عزت النفس او خودۍ ته وده ورکوي او د بنده او خالق ترمنځ اړیکې ټینګوي. د شک اوګمان په ځای د یقین او باور پله درنوي. د توبې دروازې بیرته کوي، د خدای پرستۍ احساس قوي کوي، د صدق او رښتیا ګراف لوړوي، د خلکو ترمنځ د صفا او اخلاص روحیه پیاوړې کوي او د ټولنې د افرادو ترمنځ ویسا او درناوې زیاتوي.
حج داسی یوه فریضه ده چې پاچا او ګدا، زوړ او ځوان، زوره ور او کمزوری، سپین او تور او عجم او عرب په یوه لیکه کې دروي، ټول اړ باسي چې یو رنګ ناګنډلي احرامونه وتړي،‌ سرونه لوڅ او پلاستیکي څپلکې په پښو کړي ترڅو د عبودیت او تعظیم دغه مقام، د مساوات او عدل معراج ته ورسیږي.
خو که په عین حال کې،‌ مونږ د پنځو براعظمونو د ۱۹۵ هیوادونو نقشې ته وګورو نو د شمالي،‌ جنوبي او لاتینې امریکې په ۲۳ ملکونو کې ۹۷۰ ملیونه مسیحیان او نور اقلیتونه اوسیږي، خو نه چیرې د مذهب په نوم جنګ شته او نه د سرونو غوڅول. د اروپا د لویی وچې د څلویښتو هیوادونو د ۷۳۸ ملیونه خلکو په منځ کې چې کاتولیکان، پروټستانټ او ارتودکس پکې اوسیږي او بی بریده سیاسي او اقتصادي توپیرونه ورکې موجود دي، خو بیاهم څوک د خپلې اوږدی پزې او برګ پرتوک پخاطر نه توهین کیږي. کلیسا ته د تګ او نه تګ پخاطر له تیغه نه تیریږي، بلکې هرڅوک خپله لاره پوکي او کس په کس غرض نه کوي. ځکه چې هلته د فرد، سمت، ژبې او مذهب په ځای، د قانون حاکمیت دی.
که د افریقا د ۵۴ هیوادونو نخچې او بیا د یو اعشاریه دوه ملیاردو تورو او غنم رنګو انسانانو حالت ته وګورو نو پرته له الشباب او بوکو حرامو، هیڅوک خپل وطن نه ورانوي، هیڅوک د خپل هم مذهبي په سر توره نه ږدي او هیڅوک خپل معبد په بمونو نه الوزوي.
په چین کې یو اعشاریه څلور او په هند کې یو اعشاریه دری ملیارده انسانان ژوند کوي، له اووسو څخه په زیاتو ژبو باندې خبرې کوي. ډیری یی له سره په هیڅ شي، هیڅ عقیده نلري او څوک بیا د خپل ځان لپاره پنځه او شپږ بتان تراشي او دغو مصنوعي خدایانو ته د تعظیم سرښکته کوي. خو ټول په امن کې ژوند کوي او د دوئ د سیاسي مشرانو او پنډتانو لخوا په لیکل شوو قوانینو باندی عمل کوي.
خو زمونږ ستونزه داده چې د تل لپاره د خپل بام واورې د بل بلۍ ته غورځوو،‌ اغیار په دسیسو تورنوو او د ګناه په ځای له ګناهکار څخه کرکه کوو. او تر ټولو د درد خبره داده چې د عرفې په ورځ د خپل رښتیني پیغمبر علیه السلام هغه خطبه له پامه باسو چې له خپل وفات څخه دری میاشتې وړاندی یی په نننۍ ورځ د یولک او لس زره اصحابو په وړاندی چې د جامدو ډبرو په څیر، دده ګرد چاپیره چپ چاپ ناست او غوږ غوږ وو، داسی وفرمایل:
 ( ای خلکو زما خبره واورئ،‌‌ ښایي په را روان کال کې زه له تاسو سره پدی ځای کی بیا هيڅکله هم ونه ګورم. ای خلکو! تر څو چې تاسې له خپل رب سره ملاقات کوئ، تر هغې ورځې ستاسو وینې او ستاسې مالونه یو په بل باندی حرام دي. تاسو به یوه ورځ له خپل خالق سره مخ کیږئ او ستاسو څخه به ستاسې د عملونو پوښتنه کیږي. د خطبې په بل پړاو کې یی داسې وفرمایل: ای خلکو! تاسو پخپلو میرمنو حقوق لرئ او هغوئ په تاسو حقوق لري، په دوئ زور زیاتې مه کوئ او له هغوئ سره ښه چلند او نیکه ګوزاره وکړئ. او د خطبې په پای کې داسی وویل: یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، یو په بل باندې ظلم او تیرې مه کوئ. بیا یی اسمان ته سترګې پورته او په جار سره یی غږ کړ چې: ای ربه ته شاهد اوسه) !!
خو دریغه دریغه، نن چې هرچیرې اور په غرغنډو دی، هره خوا چې د وینو سیلابونه بهیږي، هر چیری چې غربت دی، جهل دې، کرکه ده، تفرقه ده، تعصب دی، او له میرمنو سره له جاهلیته ډک سلوک دی، هغه بیا د مسلمانو برخلیک دی. امام په محراب کې شهید کیږي، ناوې د سرې ډولۍ دننه، پخپلو وینو کې لمبیږي او د سوو قرانونو لمبې او د لګړه شوو مکتبونو تورې لوخړې، د سور شفق تر کنارو رسیږي. ولی حقیقت خو دادی چې ځمونږ دین، د مینې او خواخوږۍ دین دی. د ژوند او آخرت دین دی. د زغم،‌ برداشت او د بل د منلو دین دی. د پوهې او رڼا دین دی او پیغمبر مو د رحمت سمبول او د انسانیت لارښود دی.
نن که د عرفات د دنګ څلي په سیوري کې د دغې خطبې په یواځی یو څو مفاهیمو باندې عمل شوی وای او د اسلامي نړۍ په لر او بر کې د غالب جنګ په ځای، د مغلوبې سولې تت غږ ته لبیک ویل شوی وای، نو ځینو اروپایي مشرانو به شاید هیڅکله هم د طنز او پیغور په ډول دا نه وو ویلای ( راځئ چې دغو ملیونونو مسلمانانو ته په خلاصه غیږه هرکلی ووایو، ځکه دوئ د مکې په ځای اروپا ته پناه راوړیده).