غازي امان الله خان مزار ته د غځیدلي سړک د اساسي جوړولو چارې بشپړې شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68009
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-16

د  ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په امیر شهید بڼ کې د خپلواکۍ اتل غازي امان الله مزار ته د غځیدلي شاوخوا اتلس سوه پنځوس متره مربع سړک په اساسي ډول د جوړولو چارې بشپړې شوې .

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل،ټولګټو چارو رئیس ضابط خان منګل او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د زمري په ۲۵ مه یې یاد سړک تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره .

ننګرهار والي وويل، چې یاد سړک او د غازي امان الله خان مزار ته څېرمه سیمې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوې اونۍ په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی .

نوموړي د ښاروالۍ له مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د سړک د جوړونې ترڅنګ یې د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د مزار د ترمیم او د ښکلا په برخه کې ځآنګړې اقدامات پیل کړي .

یادو مسؤلینو د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان مزار څخه هم لیدنه وکړه،چې بېلابېلې برخې یې د هېواد په ملي بېراغ پوښلې او ښکلې شوې وې .

د یادونې وړده،په ننګرهار کې د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د ښې نمانځنې په موخه په بېلابېلو برخو کې د مګړۍ چمتوالی جریان لري