د پوهنې وزارت د محترم مقام د پام وړ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68002
فریداحمد خُرم
دخبریدو نیټه : 2017-08-08


د پوهنی وزارت باید خپل نصاب کې یو وړوکې تغیر راولئ هغه داچې د مکتب په متوسطه دوره کې یعنی اووم صنف څخه تر نهم صنف پورې یو صنف خاص دیني زده کړو د دیني علماوو لخوا ځانګړې کړئ ، ځکه چې اوس موږ وینو کوم کسان چې په عصری زده کړو بوخت دی هغه ۸۰٪ سلنه یې د خپل ورځنې دینې زده کړو ناخبره دی او دا هغه ستونزه ده چې د کلونو کلونو راهیسی موږ افغانان ورسره لاس او ګریوان یو، لابه هم د دی ستونزو سره اخته یو، پدې سره به مو د عصری او دیني زده کړو ترمنځ واټن راکم کړي وی او بل داچې شاګردانو به مو په دیني روحیه سمبال سوې وی ، همدا مو د حل لاره ده ترڅو یو بل باندی نیوکه ونسی ځکه چې اوس تر ټولو ډیر ددی څخه ځوریږو چې مدرسی زدکوونکي پرمکتب او د مکتب زده کوونکي پر مدرسه انتقادونه کوي، حتا تر شخړو سره ورسیږي.
دا خبره سمده چې په هرصنف کې یو یو مضمون دیني لرو ولی هغه مضمون په مکتبونو کې داسی استاد ته ورکړل سوی چې مکتب کې ترټولو ضعیفه وی بل زموږ شاګردانو داسی روحیه اخیستي ده چې دیني مضامین (عقاید، علوم دینی او حدیث...) هیڅ پر مضمون نه شماري که امتحان کې ورته ځیر سوو نو دوی به حتما د امتحان په ورځ ساینسی مضامین ګوري ځکه چې پردوی باندی یې د زده کړي فشار نسته پداسی حال کې چې د انسان په ټولنیز ژوند کې دیني زده کړی هغه څه دی چې انسان د کور او ټولنې په ارزښت پوه کوی. شاید ددې کار د عملی کولو لپاره هڅه ونسی ولی باور لرم چې نتیجه به یې حتما مثبته وي.
په درنښت