د سولې په ټينګښت کې د میرمنو د اغیز ترسر لیک لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67997
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-08

کونړ کې لسګونو ښځو د سولې په ټينګښت کې د افغان میرمنو ونډه مهمه یاده کړه .
 
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د سولې په ټينګښت کې د میرمنو د اغیز ترسر لیک لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ شو ،په دغه ناسته کې د کونړ چارواکو ، ملي شورا غړو او په ختیځو ولایتونو کې د یوناما د دفتر استازې،د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ختیځو ولایتونو د دفتر مشرې ،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جنډر مسوولې،علماوو شورا غړو او لسګونو  ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه .
 
ویناوالو افغان میرمنې په ټولنه کې د لوړ مقام لرونکې یادې کړې او دهېواد په پرمختګ ،سولې او ثبات ټينګښت یې د میرمنو ونډه خورا مهه وبلله، ددوي په وینا پایداره سوله هغه منځته راځي ،چې میرمنې د خپلو ورونو سره یو لاس شي او په ټينګه دهر هغه څه مخه ونسیي ،چې ټولنه مو د بدبختۍ په لور بیایي ،میندې هر وخت خیر خوا ویي او کولای شي ،چې د ټولنیزې سولې ترڅنګ د هېواد د سیاسي سولې په ټينګښت کې هم اغیزمن رول ولوبوي