د پاکستان جنرال کونسل کندهار والي ته خپل باورليک وړاندي کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67981
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-01

 

د پاکستان نوي جنرال کونسل فرمان الله یوسفزي نن سهار له کندهار والي زلمي ویسا سره د هغه د کار په دفتر کي ولیدل او خپل باورليک يې ورته وړاندي کړ.

د پاکستان جنرال کونسل فرمان الله يوسفزي وويل چي د دواړو هیوادونو رهبري دا مهال د اړیکو د ښه کولو لپاره لګیا ده چي ژر به یې مثبتي پایلي ووینو. ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چي د افغانستان په استحکام کې د پاکستان هر اړخیزي ګټي نغښتي دي.