له ننګرهارمحبس څخه ۴۳ بنديان ازاد شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67980
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-01

ازاد شوي بنديان د بېلابېلو جنايي جرمونو په ترسره کولو سره بنديان شوي و، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو فرمانونو له مخې ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول .

دغه بنديان په داسې حال کې له بند څخه ازاد شول، چې د محبس مسئولينو سربيره د ننګرهار استناف څارنوالۍ رئيس هم شتون درلود .

د ننګرهار استناف څارنوالۍ رئيس احمدخالد اوريا وويل، چې د ولسمشر د دوه پرلپسې ۲۵۹ او ۶۴ ګڼه فرمانونو له مخې ، چې د ښځو نړيوالې ورځې او د ثور اتمې په مناسبت صادر شوي و له مخې يې له ننګرهار محبس څخه ۴۳ تنه بنديان ازاد شول او ۱۱۷ تنو د بند موده راکمه شوه .
نوموړي له ازادو شوو بنديانو غوښتنه وکړه ، چې تردې وروسته په ټولنه کې د غيرې شرعي او ناقانونه کړنو له ترسرکولو ډډه وکړي