ملګري ملتونه که داحصایې آمریت ؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67957
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-07-18


طنز

 

د ملګرو ملتو کار دی اوس د مړو احصاییه
 ځکه هغه هم چلیږي د امریکا په سر سایه
 هغه هغه کار کوی چې هغه امریکا غواړي
 له چرګوری لپاره يې په کار ده دچرګ سایه

***

د بی بی سی د وب سایت دنن خبر دی خورا ښه
 ددنیا بیخی خورا مهم خبر په کښې سوی دی په نښه
 افغانانو ته دا ډير خوږ خبر دی له ټوله د نیا
 وای له دی وروسته سنی لیون نه خوري غوښه
 داچې دلته هر ورځ په سلوقتلونه او خیانتونه کیږي
 بی بی سی ته نه پوهیږم څنګه مهمه سوه دا پکه باښه
 رسنۍ هر یو په خپل خپل چرتونو کی ډوب دی
 هر یو اخته دی په خلاصي دخپلې تړلي غوړاښه
 دا د افغانانو وژل نور هیڅ چا ته مهم خبر نه دي
 خیر بي بي سي ته هم یوه ټوکه کول ور بښه