هلمندمدني ټولني په ترکيه کی د یوشمیرافغان مشرانو ایتلاف غندنه وه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67933
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-02


دهلمند مدنی ټولنی نن دیوی خبری ناستی پرمهال رسنیو ته وویل چی له تیرو څو کلونوراهیسی هیواد کی جګړه ،بهرنی فشارونه او ډیری نوری ستونزی هغه څه دی چی دلته افغانان له تیرو څو کلونوراهیسی تری ځوریږی

هلمندمدنی ټولنی مشرسردارمحمد همدرد او  مدنی فعال حاجی محمد هیرمند نن دیوی خبری ناستی پرمهال رسنیو ته د افغان مشرانو دیوشمیرهغه ایتلاف چی دافغان حکومت باندی دفشار اچولو لپاره جوړکړی غوښتنه وه کړه چی دغه ایتلاف دملی منافعو لپاره په ضرر تمام سی او هیواد ژغورنی لپاره هیڅ نوعه نسخه نسی کیدلای

هیره دی نه وی چی په ترکیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د زوی باتور دوستم د نامزادۍ مراسم د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا په نوم د ټلوالې د جوړېدو یوه ښه پلمه  سوه.
د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه د دغې ټلوالې مهم بنسټګر شمیرل کیږی ویل کیږی ددغو ګوندونو مشران او غړی اوس مهال پدی اړه خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه صلاح مشورو او خبرو ته چمتو سوی ترڅو پر افغان ولسمشرفشارونه راوړی او خپلی غوښتنی پری ومنی
خو ولسمشري ماڼی تیره ورځ دا هرڅه غیري قانوني بللی وه او دایی ددوی شخصی نظرباله