طالب ته د پولیس د زړه خبره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67927
محمد هلال سمسور
دخبریدو نیټه : 2017-06-29


محمد هلال سمسور
طالبه زه او ته دواړه د غریب افغان زامن یو او هغه څوک یو، چې یو او بل له نږدې نه پيژنو مګر زما او ستا مشران یو له بل سره ښه پيژني او د دواړو ترمنځ ډېرې ناغېړۍ، ژمنې او وعده خلافۍ موجودې دي.
 ما د ړنګ شوي افغانستان د دفاع او مظلوم ولس په ننګه وسلې ته لاس کړئ او تا هم د افغانستان د آزادۍ په پلمه ټوپک ته لاس کړئ.
 تا ته هم خپله مبارزه جهاد ښکاري او زه هم د ځورېدلي افغانستان او مسلمان ولس دفاع په ځان پور ګڼم. زه هم مرګ د سر په سترګو وینم او ته هم.
که څه هم ته ځان تر ما ډېر مجاهد بولې مګر په ما کې هم دومره دیني، اسلامي او دهېوادپالنې جذبه شته، چې هېڅکله زما پر سنګر تر هغو نه شې را ختلی ترڅو چې زما او ستا د مشرانو ترمنځ کومه معامله نه وي شوې.
طالبه ته د دیني طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارې دلاروي په توګه له هر ډول وسیلې څخه کار اخلې ترڅو ما مړ او زما له وژلو خوند واخلې  او که زما د وهلو او وژلو لپاره عام وګړي هم مړه شي پروا یې نه ساتې خو زه د یو عادي مسلمان او د همدغه رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیرو په توګه تر وسې وسې ستا وژل نه غواړم. د ځان په څېر د ستا د مور او پلار درد احساسوم.
د اسلام هغه مفهوم چې له ما سره دی هغه دادی چې اسلام د بشریت د سوکالۍ، هوساینې، علم او پرمختګ دین دی، اسلام د ژوند نظام دی او موږ د همدغه مفهوم په رڼا کې د خپل افغان ولس خدمت ته ملاتړلې. موږ باید خپل شهیدان او یتیمان وپالو او د بل په پلمه خپل ولس ونه وژنو او خپل هيواد وران نه کړو. ته هم وینې چې موږ د همدې اسلامي روحيې په رڼا کې دې ولس ته علم او زده کړو ټول ښوونځي، مکاتب او تحصیلي مراکز ما برابر کړي دي. دې ولس ته د روغتیا اسانتیاوې ما برابرې کړې. ددې ولس اقتصادي پرمختګ او ټولنیز پرمختګ تمه له تا څخه نه بلکې له ما څخه ده.
په تېرو پنځلسو کلونو کې ما ددې ولس د هوساینې هڅې کړي، خو تا مې په ټوله پیمانه مخنیوی کړی. همدا اوس ستا په سیمه کې تر دری نیم ملیونه پورې ماشومان د علم او پوهې له نعمت څخه محروم دي. همدا اوس ۱۳۰۰ ښوونځي ستا په سیمه کې بند دي. همدا اوس ستا په سیمه کې خلک د پانګونې او اقتصادي چارو لپاره زړه نه ښه کوي.
طالبه زه پوهېږم چې ته د کلیو په مینځ کې ګرځې او زه د یو پولیس په حیث په پوسته کې یم. دا ځکه چې ته د هر مخالف سر وهي او د کفر په نامه یې وژني. افغانان غرور لري له مرګه نه ویريږي خو له تهمته ویریږي. مګر زه د خلکو اختلاف نظر ته درناوی لرم.
طالبه همدا اوس زما په زندانونو کې زرګونه طالبان بندیان دي خو کورنۍ او خپلوان یې تشویش نه لري مګر ستا منګلو ته چې هر څوک درشي په کورنیو یې ژونده سره لمبه شي او د خپل مړي پوښتنه کوي. حال دا چې ځان د اسلام مدافع او ما کافر بولي خو د اسلام ترحم بیا په ما کې دی.
طالبه هغه څه چې ما ته د خپلې مبارزې حقانیت را په ګوته کوي هغه دا چې د افغانستان اساسي قانون او ټول قوانین اسلامي دي. په افغانستان کې د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کېږي. ښايي د قوانینو په تطبیق کې ستونزې وي خو عوامل یې د حکومت کمزوری او زورواکي ده چې حکومت د جګړو له کبله د کمزوریو او زورواکو د کابو کولو ته ډېر وزګار نه دی. همدا اوس په افغانستان کې عام ولس ته ټول هغه تعلیمي، فرهنګي، طبی، اقتصادي او ټولنیز خدمات وړاندې کېږي چې زموږ له اسلام او کلتور سره ټول برابر دي. همدا اوس هم افغانستان د اسلامي نړۍ تر ډېرو هېوادونو ډېر اسلامي او عدالت محوره دی. تر هغه پاکستان او ایران خو په ځلونو غوره او مسلمان دی، چې تاسې زموږ پر وړاندې د اسلام په نامه هڅوي.
اما بهرني ځواکونه چې دلته راغلی ،  دا  زموږ اقتصادي وضیعت او امنیتي وضعیت را باندې را تپلي دي او د اقتصادي او امنیتي دواړو ستونزو یو ستر عامل تاسې (طالبان) یاست. تاسې بهرنیانو ته په افغانستان کې د جګړې بهانه جوړه کړې ده. که زما او ستا ترمنځ شخړه نه وي دریم کس ته څه اړتیا ده، چې زما او ستا ترمنځ مداخله کوي. د اقتصادی خرابوالي یو ستر عامل هم طالبان او ستاسې تر شال استخباراتي کړۍ دي ځکه چې ټول حکومت په جګړه بوخت دی. 
طالبه ته که هرڅومره ځان د ولس په منځ کې بولې او توره او ټوپک یې د ځان بولې مګر زړونه یې له ما سره دي. ددې ولس تمه له همدې نظام څخه ده چې زه یې دفاع کوم.