ارزګان:دفټسال سیالۍ داتفاق لوبډلي په بریا پای ته ورسیدي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67916
احسان الله ولس يار اروزګان
دخبریدو نیټه : 2017-06-19

ارزګان کي دالمړی ځل دی چې دشپي له لوري دفټسال سیالۍ ترسره کیږي. دروژي په مناسبت دغه لوبي چي دروژي په لمړیو کي پیل سوي وي تیره شپه يي ورستۍ لوبه ترسره سوه. دلوبو ننداري ته به هره شپه سلګونه نندارچیان او ورزشکاران په داسي حال راتله چي په دوه کیلو مترۍ کي به يي دوسله والو مخالفانو او افغان ځواکونو ترمنځ درني جګړي رواني وي. داتفاق او میوند لوبډلو ترمنځ دورستۍ لوبۍ لمړۍ پاڼۍ صفر پرصفر مساوي سوه خو په دوهمه پاڼۍ کي لمړی ګول وهنه اتفاق او دوهمه ګول وهنه میوند لوبډلي ترسره کړه او په همدي سره لوبه یو پر یو مساوي سوه خو په پایناټیانو کي اتفاق لوبډلي وکولای سوه چي موند لوبډلي ته ماته ورکړي. دفټبال فدراسیون نوی ټاکل سوی مشر میرزامحمد امیرزوی وايي چي دفټسال په دغو سیالو کي چې دروژي په مناسبت جوړي سوي وي ۱۶ ټیمونو پکښي برخه اخیستي وه او ۲۲ ورځي يي دوام وکړ چي لمړۍ مقام اتفاق،دویم مقام میوند او دریم مقام منور ټیم خپل کړی. دلمړۍ امنیتي حوضي آمر میرویس چي په امنیتي برخه کي يي له ورزش کارانو سره همکاري کړي وايي چې دوی شپه او ورځ دخپلو ښاریانو او خلګو په چوپړ کي دي او هڅه کوي چي خپل ښاریانو ته دامنیت ډاډ منه فضاء رامنځته کړي. دلوبو مینه وال هم خوښ دي او له فټبال فدراسیون او امنیتي مسؤلېنو څخه مننه کوي چي دوی ته يي دشپي له لوري په با امنه فضا کي دلوبو کولو زمینه برابره کړي وه. دوی پر شتمنو ږغ کوي چي له ورزش کارانو سره ترخپلي وسي همکاري وکړي. دیادوني وړ ده چي لوبو په پای دمراسو په ترڅ کي دلمړي او دویم مقام ګټونکو او یوشمیر نورو ورزش کارانو ترڅنګ ځینو نورو هغو کسانو ته هم ستاینلیکونه او میډالونه ورکړل سوه چي دټورلمینټ په جوړولو کي همکاري کړي وه.