مارجه کې د پوځي عملياتو له مخې ۳۴ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67897
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-12


د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ ۳۳ وسله وال وژل شوي، ګڼ کسان يې ټپيان او افغان ځواکونه د پرمختګ په درشل کې دي.
ياد عمليات پوځي عمليات چې د ګډو ځواکونو له لوري د غوڅ ملاتړ هوايي همکاري هم له ځان سره لري درې ورځې وړاندې په مارجې، ګرمسېر، سنګين او نادعلي ولسواليو کې پېل شوي دي.
افغان ځواکونو تېره شپه د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي همکارۍ سره د مارجې ولسوالۍ سېفن او آبي ژرندو سيمو کې ۲۱ طالب جنګيالي وژلي او شاوخوا کليو کې چاڼيز عمليات دوام لري.

بلخوا د ولسوالو طالبانو ویاند قاري یو سف بینوا پاني ته وویلي چي په نادعلي او مارجه کي د دولت  عملیات  د ناکامۍ سره مخ کړي او دولتي ځواکونو ته ئې درانه تلفات اړولي دي