مالیي وزیر د افغانستان لپاره د هالنډ شاهي هیواد له سفیر سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67885
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-11


مالیې وزیر اکلیل حکیمي  د افغانستان لپاره د هالنډ شاهي هیواد له سفیر ښاغلي جیوفري وان لیوون، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د څارنې او انسجام (JCMB) ګډ بورډ په ناستې چې د روان مېلادي کال په جولای میاشت  کې او د څارنې او همغږۍ (OCB) ناستې چې د روان لمریز کال په اوړي کې به تر سره شي په چمتو والي، را روانو پارلماني ټاکنو ته په تیاري، د سولې په پروسې، سیمه ایزې همکارۍ او په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پراختیایي وزیرانو په کچه په ناستې او یو شمیر نور مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.

د هالنډ سفیر د خپل هیواد له لوري له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو ډاډ ورکړ.